Nakhtar

دګران افغانستان تجزیه ټوکه مه ګڼئ

19.07.2010 15:09

     بســـــــــــــــمل                             دګران افغانستان تجزیه ټوکه مه ګڼئ

 

که غواړئ  چې دکابل په کنفرانس زموږ نیوکه  او  دګران هېواد د تجزیې په اړوند دکرزي د ادارې  په بې  تفاوتي  زموږ اعتراض واورئ  نو دا لاندې  پتو ته ورشئ :

http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_da%20Gran%20Afghanistan%20Taghia.html

 

http://talafghan.com/socialpolitics/daafghtajzyatokamaganae=bismel.html

 

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/amin_besmal_de_gran_afg_tajzia_toka_maganai.pdf

 

درنو افغانانو!

 

دافغانستان د تجزیې طرحه هغه هم بیا دیو امریکايي پخواني سفیر« رابرت بلکویل »  له خولې  خورا داندېښنې وړ ځکه  ګڼم  چې له دریو لسیزو څخه اوږدې جګړې افغان ولس نه تنها خوار اوستومان کړ بلکې ځینو ښي اړخو او کیڼ اړخو په تېره بیا ځینو تش په نامه  اسلامي  ګوندونو اونوروډلو ټپلو دوروڼوقومونو ترمینځ په لوی لاس دکرکې اوتبعیض توره بلا بلاربه کړه چې البته بیا داتوره بلادبن په محکوم  کنفرانس کې لنګه  او داسې  بې حیا حرامیان یې وزېږول  چې نن سبا دافغانستان سیاسي او اقتصادي واګې په لاس کې لري  دادي اوس  ددې تورې بلا کاږه واږه بچوڼي نږدې لس کلني ته  رسیږي  ددغوغدارانو روزنه، پالنه اوهراړخیز تمویل دامریکاپه  مشري  په اصطلاح نړیواله  ټولنه کوي  .

دسپتمبر  د یوولسمې   ډرامې له کبله  ملګرو ملتونوامریکا ته  داسې  دګیدړې  قباله  په لاس  ورکړه  ترڅو زموږ   بې ګناه ولس  په سرو وینو کې لت پت، هېواد او هېوادوال مو یرغمل  له انګرېزانو سره یو ځای  زموږ په کلیو او بانډوکې دنفاق اوناامني لمبې پورته، په یتیم اوبېنواولس  یې داسې وسلې وکارولې چې  اوس  اکثرو خلګو ته  دسرطان اونورې  ډول  ډول  ناروغۍ پیدا او له میندو څخه ډېری معیوب ماشومان  ددې  ځوروونکې نړۍ په مخ  سترګې پرانیزي  .

دحیرانتیا وړ ده  چې یرغلګرو د دې  ټولونارواوو او اخلاقي جرمنو ترڅنګ ګڼ  شمېر په  وسلوبار د پخوانيوبې غیرتو سوسیالستې هېوادونو اجیر چرګوړي  د دیموکراسي  د دود او ودې، تروریزم  له  مینځه  وړلواو  زموږ  د هېواد دسوکالي او پرمختګ  په  پلمه  زموږ  د زخمي زخمي هېواد په  ځګر ور وخېژول  خوبیا هم  د دومره زیات پوځي پرسونل او زیاتو وسلوله کارولوسره سره  حالاتو بدلون ونه  موند راغلو نابللو زموږ غمیزه پسې  وغزوله  دوی  په  دې لاس  بري  نه  شول چې ســـوله او ثبات  رامینځ   ته کړي  یا خو یې  په لوی لاس دجګړې  دواړه خواوې  تمویل اویوې اوږدې جګړې ته اړ ایستې  چې غالبأدادوهم نظر زیات صدق کولای شي .

اوس  چې  جګړه په یو نامالوم لوري روانه  او  د نا ارامو سیمو اوسېدونکي  په پښو نه شي درېدای  داسلامپالو پخواني یاران؟؟ غواړي چې زموږ  وروڼه  او مسلمان قومونه سره بېل او تر وروستۍ تباهي پورې سره وجنګوي  له همدې کبله  په ګرده نړۍ کۍ دلمړي ځل لپاره موږ جرمن مېشتو افغانانود« رابرت بلکویل »  د ظالمانه طرحې په وړاندې خپل کلک غبرګون وښود چې  بیا په دا لاندینیو ویبپاڼو کې خپور شو :

http://talafghan.com/socialpolitics/milliyawwalaighwaru=mabismel.html

 

http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Meeli%20Yawali.html

 

http://www.tolafghan.com/posts/18643

 

http://www.afgazad.com/Siasi/071010-Besmel-Meli-Yaw-Waale.pdf

 

له موږ  څخه وروسته  په لاندینیو پتو کې زموږ نورو با احساسو افغانانو خپل غبرګونونه وښودل :

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/kamissione_solha_baraye_afgh.pdf

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=شپون&article=20601

 

http://www.loyafghanistan.af/index.php?option=com_content&view=article&id=2073:2010-07-10-02-20-29&catid=71:movies&Itemid=270

 

http://www.loyafghanistan.af/index.php?option=com_content&view=article&id=2089:2010-07-12-02-23-54&catid=71:movies&Itemid=270

 

 

http://www.tolafghan.com/posts/18721

 

د دې تر څنګ مو درۍ ورځې وړاندې په  مخامخ  ډول  دآزادي  رادیو دآزادي په څپو پروګرام کې ولس  دې لویې توطیې ته متوجه کړ اوس نو په  موږ  ټولوافغانانوده  چې  په  توده کې سړه  را نه  ولومانا په  هېواد کې  دننه او له  هېواد څخه  بهر ټول سياسي ګوندونه،  ټولنيزې، مدني، فرهنګي کړۍ، خپلواک اومنلي  شخصيتونه  اود ټولو رسینیو چلوونکي دې ته وهڅوو چې  دا خاینانه، ظالمانه  او احمقانه طرحه  دومره وغندي  چې بیاکوم  بل څوک  د داسې حماقت جرئت ونه کړي .

موږله  ټولوهغو بااحساسو، هېوداپالوافغانانواوقدرمنو رسینیوچلوونکوڅخه بې له حده مننه کوو کومو، چې خپل غبرګونونه ښودلي او خپاره کړي  دي  نورو ټولو افغانانو ته  غږ  او عذرکوو  چې  دغلیم  داتوطیه له  خاورو سره خاورې کړي .

 

یوه ترخـــــــــــــــــه یادونــــــــــــــــــــــــه :

زموږ  یو شمېر هغو افغانانو ته کوم  چې  اوس هم  ځان  ته  بې ځایه   مغرور  او  وایي چې څو  یو افغان هم پاته وي  افغانستان به متحد وي  وایو چې نور په  یرغوي کې شرشم مه زرغونوئ مه ځانونه غولوئ او مه نور تاسې  اوس په یو افغان  هم  تورې وهئ   همدا اوس چې  شا اوخوا دېرش میلیونه یاست  څه مو وکړل؟

نننیوښکېلاکګرو په څومره مکر،نیرنګ، مهارت اوډول  ډول پلموستاسوهېوادیرغمل  او هره ورځ مو په  وینو کې لمبوي   ستاسو څو ملګرو د یو څو ورځو لپاره  لاریون یا دنه خوړلو اعتصاب وکړ؟

کوم  ولایت له کوم ولایت سره  خواخوږي وښوده ؟

دلته  په  دې نه غږیږو چې څوک  د چا په وړاندې ،  دکومو اهدافولپاره یا دچا لخوا جنګیږي  زموږ  اشاره  په عام  ډول  ټول  ولس ته  ده  داځکه چې همدې ولس تدریجي مرګ  ته پښې غزولې اوکوم ځانګړی نوښت نه  ښیي .

 

یرغلګرو د حکومت  په نوم  د غلو یوه  داسې  منفوره  ډله  درباندې  حاکمه کړه  چې زامې  یې ترغوږو پورې اوس هم په وینو لړلې دي، ځیني  ښاغلي  یې دمذهب اوقوم  په  نامه  په خپلو کې سره واچول ، په وچوکې یې لانده  هم  د شکمنو په نوم  وسوځول  اوس یې دادی وروستۍ حلالې ته برابر کړي یاست  خو بیاهم نارې وهئ چې  نه بابادا

هسې هوائي خبرې  دي خودې  ته مو پام نه دی چې داغدار دوستم، محقق، پدرام ، فهیم،قانوني،غبرګ عبدالله اودانوراسمان څکالي د څه لپاره درته  چاغوي؟

احساسات یو څه دي خو روان عیني واقعات بل څه  هیله ده چې زموږ  په  دې  ترخه  یادونه  خوابدي نه  شئ  اوس حالات  خورا زموږ په  زیان دي  راځئ چې یو او بل وزغمو او په هره بیه  چې وي وروڼه قومونه  دې ته وهڅوو چې ملي  یووالی ټینګ او دغلیم مخ  په ګډه ور تور کړو.

له حوصلې څخه مو مننه