Nakhtar

دامريکا متحده ايالتونه به ډېر ژر په شپږو ټوټو ووېشل شي

02.08.2010 23:32

دامريکا متحده ايالتونه به ډېر ژر په شپږو ټوټو ووېشل شي

 

http://larawbar.com/peace/558.htm 

ټيليګراف بريشناپاڼې خبر ورکوي:

يو روسي شناند په دې وروستيو کې وړاندوينه کړې چې ډير ژر به امريکا د نړيوال اقتصادي بحران له امله په شپږو ټوټو ووېشل شي.

ايګور پينارين، د روسيې د نړيوالو چارو سياسي شنونکی وايي چې په امريکا کې اوسني حالت د ده اوږدمهالى باور رښتيا کړى دى. هغه وايي چې په امريکا کې د بې کاري زياتوالي او انفرادي عايد کموالي د دغه هيواد د زر ويشل کېدلو سره مرسته کولای شي. له حکومت څخه د خلکو ناراضايت زيات شوى او د خلکو هغه تمه هم پای  ته رسېدلې چې ولسمشر بارک اوباما به په دې برخه کې معجزې ترسره کړي. هغه وايي:

د امريکا متحده ايالتونو پولي واحد به نور خپل ارزښت له لاسه ورکړي او په بهر کې به د دغه هېواد د لګښتونو بوج دومره زيات شي چې جبرانول به يې ورته ستونځمن وي.
پروفيسر پانارين چې د جنګ لګښت په هکله يې ګڼ شمېر کتابونه ليکلي، دا وړاندوېينه هم کوي چې امريکا به نور نړيوال اقتصادي ځواک نه وي او دغه ځای به چين او روسيه ونيسي.

له لراوبر څخه په مننه