Nakhtar

کرزي صیب بیا لاپې شروع کړې ×× زما مظلوم ولسه خدای به دې ساتینه

08.08.2010 14:22

                                                               

۰۷ـ۰۸ـ۲۰۱۰        

http://larawbar.com/peace/571.htm

http://www.afgazad.com/Siasi/080810-Besmel-Beyaa-Laape-Sheroo-Kly.pdf

 http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/a_besmel_karzai_saib.pdf

بســـــــــــــــــــــــمل

درنو لوستونکو!

دانن ورځ  چې کومې  نارې او فریاد ښاغلی کرزی  د خصوصي امنیتي کمپنیو له لاسه  څخه کوي ما لا څه باندې درۍ کاله  دمخه  په افغان  ویبپاڼو کې  ورته لیکلي و خو له  بده مرغه  چې کرزی  بې له  خپلو خېټورو سلاکارانو څخه دبل چا غږ نه اوري همدا اوس  یو ځل بیا ورته لیکم چې :

                                 ارمان به وکړې وخت به تېروي ×× نه به دا ارګ وي نه دا ستا کاڼه غوږونه

کرزی صاحب!

بسمل له تایا له کوم بل چا سره هیڅ  ډول شخصي ستونځه نه لري  کله چې افغان ولس  په لمړنیو ټولټاکنو کې  تا ته زړه درکړ ماهم  دخپل مظلوم  ولس لپاره ستامرستې  ته تیاری وښود دا جریان په نننۍ لیکنه کې نه ځایږي خو دومره  تاسو ته لیکم چې له لمړنیو ټاکنو څخه وروسته  ستا هر ګام دولس او ملي ګټو پر خلاف  و ځکه خو زه بیا هم  دخپل ولس په څنګ کې ودرېدم اوته مې له تاڅخه تاوشوو، تاته منلوجنګي  جنایتکارانواو ملي خاینینو ته ورپرېښودې،  تا په نامشروع مصلحتونو پیل وکړ ما هم  دحق، حقیقت  او افغان ولس دویښتیا لپاره  دخپل سر په بیه  په لیکنو او فریادونو البته  دا داسې وخت و چې زموږ  افغان  په تېره بیا پښتانه لیکوالان  کم  لیدل کېدل چې ستا دناوړې ، له فساد څخه ډکې او پوډري ادارې  پر خلاف لیکنې وکړي له همدې کبله ما هم په خپل نوم او هم مې په مختلفو مستعارو نومونو لیکنې کولې تر څو دافغان لیکوالو کمیت  لوړ وښود شي که نه له ماسره خو   کومه  دوېرې خبره نه وه چې مستعارنومونه مې کارول  اوکه وېرېدی نوبیابه مې په نننۍ لیکنه کې خپل پخوانی مستعار نوم نه بربنډاوه دادی تر اوسه خوکرزی  صاحب  ته او ستا یاران لا د قدرت  په ګدۍ ناست یاست  مانا زه  بې له خدای(ج)څخه له کوم بل چاوېره نه لرم داژوند ماته یوه ازموینه، دیوڅوشېبو لوبه  غوندې ښکاري اوبس  .

 له  هغومستعارونومونوڅخه زمایو مستعارنوم  غېسی یا غشی وچې قدرمنو لوستونکوته به یاد وي  د غېسي په نوم  ماستاسولپاره د((كابل كه دمارانوكڅوړه؟))  تر سرلیک لاندې  په لاندې ډول سره یوه لیکنه کړې وه خو ارمان  چې  تاسو وروسته له  څه باندې  دریو کلونو څخه  راویښ اودخصوصي امنیتي کمپنیودبندښت لپاره مو ملاوتړله  خوباورمې نه شي چې ترسره یې کړئ ځکه چې یوخو( ازموده را ازمودن خطأ است) اوبل داچې داټولې روانې ناخوالې  په لوی لاس د جګړې د اوږدېدو لپاره رامینځ ته  شوې  تر څوزموږ ګران  افغانستان  راڅخه لوټ او په سپېره دښته مو پرېږدي .

۱۳ـ۰۶ـ۲۰۰۷                                                        كابل كه دمارانوكڅوړه؟

غېســـــــــــــــــــــی

                                                     دگران هېوادپلازمېنه دچاله لاسه دمارانوكڅوړه شوه؟

خوږولوستونكو!

نن  مې دازادي  راديوپه گردي مېزكې  د عليشــا پكتيا وال  له خولې واورېدل چې په كابل كې له ۸۵څخه زياتې هغه شــخصي امنيتي كمپنۍ وجود لري کومې چې  په شمالي ټلوالې  پورې اړه لري  .

دایې هم زياته كړه چې داكمپنۍ له سپكو بيا تر درندووسلو هرڅه لري  په كابـل ښاركې  ډېرې  جرمي  پېښې لكه قتل، غلا، جنسي تېري، تښتونې اونورې  ډول  ډول ځورونې دهمدغوكمپنيواجیران ترسره کوي  .

دپکتیا وال دخبرو له اورېدوسره  مې له واره  دکرزي  تش په نامه  ملي اردو؟؟ او دا ګوډو او ماتو پولیسو ته پام شو  چې اخېر دغو ته یې  د څه لپاره تشکیلات  جوړ اودریشي ګانې ور اغوستې دي؟؟

اول خومې خولې  ته  يوه  لويه  ښېرا راغله اوومې  وېيل چې:

كرزيه كوردې وران شه داهرڅه ستا له لاسه ولس ته  رسیږي له هغې ورځې چې ته  کرمی دبن  کنفرانس له لارې  را نازل شوې  دا ده له پنځو کلو څخه ور اوړي  داتا کوم کار دولس او هېواد په خیر وکړ؟

ته خوپه خپله سوړه ننوتى يې دابهرمظلومان چي عزت، هستي اونېستي يې په رڼا ورځ لوټيږي هيڅ زړه دې پرې ونه سوځېد؟

كه نورڅه دې   نه شواى كولاى تاخوبه كم له كمه داپلازمېنه بې وسلې كړې وه؟!

تېر كال مې هم اورېدلي و چې په رڼا ورځ  د رحیم  دفاع پیاوړي او قهرمان وزیر؟؟ كورلوټ  شو.

نوچې ستا دوزېر کور  په رڼا ورځ لوټیږي  دا د بې وسه او مظلومو هېوادوالو خو دې الله پاک مل شي .

ښه مو په یاد دي چې  فهيم، يونس قانوني؟؟ اوغبرګ عبدالله  خېلوپه لوی لاس دبن دپرېكړو پرخلاف دغلوډلې دبوش  مرستیال ( دیګچیني) په امر په شهيد كابل راښكته كړې  ځکه  خو اوس دخلگوكورونه او عزتونه  په رڼا ورځ لوټيږي .

دفهیم غلوله  هرڅه اول  شهزاده سراى لوټ اودا ده  ترنن ورځې پورې دخوارانواومظلومانوځورونه، دعزت،سر اومال لوټول  د ورځنيو معمولي چارو په څېر ترسره كوي .

داخویې دانالوستي ټوپكيان دومره سورسترګي شول  هغه نوریې چې يونيم ټكى مکی ليكلى شي له يوې نيمې لسيزې  څخه  راپدې خوایې  په بهر كي  دگران  افغانستان  ټولې سياسي نماينده گۍ قبضه كړې  او دهر سياسي بدلون له راتلو څخه مخکې نړیوالې ټولنې دسیاسي قدرت کیلي دوی  ته  په لاس ورکړې وي داځکه چې  همدا د شمال ټلوالې  سفیران  دي چې زموږ  دهېواد، ولس  اوملي ګټو پرخلاف  له مغرضو بهرنیوهېوادونو سره د خورا

نامشروع  معامیلو تر څنګ   نړیوالې ټولنې ته  زموږ  د واقعیتونو پر خلاف  د حالاتو کاذب  تصویرونه ورښیي .

له بلې خوا د هېواد په  دننه كې درۍ  مهم ارګانونه لكه مقننه،قضايه اواجرايه ددوى ترولكې لاندې مانا داچې د دولت اوحكومت واگې یې  په لاسونوكې ټينگې نيولې اوپه ډېره بې شرمي سره دنظام اوكرزيه ستا په وړاندې د توطيو لپار(جبهه)جوړوي ترڅودخپلوتورمخو بهرنيوبادارانوناولي ارمانونه ورته پوره كړي .

داسپین سترګي نه ده نو بیا څه ده چې هم قدرت په لاس لري اوهم  دسیاسي مخالفنو په نوم  شکایت كوي؟؟ خسر مخالف  خو زوم  یې  کرزیه ستا مرستیالي کوي ؟!

داستاد فريدوژنه، دجمعه خان همدرد دوژلوهڅه، د شبرغان بلوا، دمحقق او خلیلي  ډول  ډول نمك حرامي ،په پروان كې د ذكیې وژنه  چې بياستمیانو خپل سياسي مخالفين  پرې ونيول له  هغه  څخه وروسته  دلوى څارنوال په (اوربوز) مانا په څټ څټ  د توپكود قنـداغونوگذارونه  چه په حقيقت كې داد دین محمد جرئت دتښتونې یوه  ناكامه هڅه وه خوكه لوى څارنوال تښتول شوى واى باوروكړئ چې هغه به بياهم په طالبانوورپلمه شوی اوځینو ساده طالبانو به هم دخپل فعاليت  د ښوولو لپاره داکرغېړنه  توطیه په ځان منلې وه .

گرانو افغانانو، خوږولوستونكو، ورځپاڼواوويبپاڼوچلوونكو!

حالات  دتشويش وړ دي  هره ورځ  ماران  له كڅوړې څخه يو يو سر  راباسـي ځکه  خوباید ټول ملي قوتونه اوملي شخصيتونه په هره وسيله اوهرڅومره  ژر چې كولاى  شو يواوبل ته لاس وركړوڅوښاغلى كرزى  په  دي  وپوهوو چي نورنود صبر كاسـه په خوټېدواوراتوېدوده، موږ  دگران  هېواد، ملي گټو، د خاوري  تماميت اوخپل افغاني حيثيت دبيا ترلاسـه كولولپاره  په دې شرط تا ته لاس درکوو چې نوربه ولس نه غولوې پنځنيم كاله لاپې دې بس دي نورنو له  شـهيدكابل څخه  دمارانو كڅوړه مه  جوړوه  چې بيابه  دې له یوې خواڅخه  همدغه  ماران  ډېر بد بد وچیچي  او له بلې خوا څخه به دې افغان ولس  او تاریخ  هیڅکله هم  ونه بخښي .

کرزی صاحب !

ستا دصداقت، رښتینولي  او کڼو غوږو دخلاصېدوپه هیله .

د روهي ویبپاڼې له همکارانو څخه  مننه کوم  چې د۲۰۱۰ ز کال  د اګست په  لمړۍ اونۍ کې  یې  دا لاندې  تازه او مستند خبر له پروان ولایت  څخه ترلاسه کړی او خپورکړی دی :

سويلي کوريا :پروان وﻻيت کې امنيتي خصوصي شرکت د دوی پر اډه باندې د تقلبي بريد صحنه جوړه کړې وه

 

د سويلي کوريا چارواکي وايي ، چې د افغانستان چارواکو دا موضوع روښانه کړه ، چې په جون مياشت کې په پروان وﻻيت کې د کوريا د پي آر ټي ټيم پر اډه باندې ، چې کوم بريد تر سره شو ، دغه بريد په مصنوعي ډول سره د امنيتي ساتونکي شرکت لخوا جوړ شوی و . خبر ځای زياتوي ، چې دغه امنيتي خصوصي شرکت په دې موخه دا کار کړی و ، چې له سويلي کوريا نه زياتې پيسې د امنيتي دندو په مقابل کې تر ﻻسه کړي . په دغه بريد کې له توغنديو هم کار اخيستی شوی وو او ساتونکي هم متقابلې ډزې کړې وې ، چې هر څه طبعيي مالوم شي .د پېښې سره په تړاو کې څلور ساتونکي نيول شوي او په دې هکله پلټنې کيدی شي تر کومه ځايه ورسيږي .
د يادولو وړ ده ، چې په افغانستان کې امنيتي خصوصي شرکتونو نه يوازې امنيت نه دی رامنځته کړی ، بلکې د مخدره مواد په قاچاق ، د سړي تښتونو ، غلا او نورو تنظيم شوي جناياتونو کې پراخ ﻻس لري . دغه خصوصي امنيتي شرکتونو زياتره پخوانيو جنګساﻻرنو ، چې نن ورځ هم په حکومت کې لوړ پوړي چارواکي دي ، رامنځته کړي دي .