Nakhtar

په پکتیا کې د سقاو دزوی د بیا خښولو په غبرګون کې لاریون وشو

03.09.2016 12:17

په پکتیا کې د سقاو دزوی د بیا خښولو په غبرګون کې لاریون وشو

پکتیاوالو پرون د یوه لاریون په ترسره کولو سره وویل چې د کابل په مهمه تاریخي سیمه کې د حبیب الله کلکاني خښول په لوی لاس د قومو تر منځ لانجې ته لار هوارول دي او پر حکومت یې غږ  کړی چې د دې ډول موضوعاتو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

هغوی چې د جمعې له لمانځه وروسته یې لوی لاریون ترسره کړ، وویل، چې کلکانی(دسقاوزوی)د هېواد د تاریخ یو تور داغ دی او  هېڅکله به یې د اتل په نوم ونه پېژني.

د پکتیا  ولایتي شورا غړي محمدرحمان قادري وويل : ((موږ  پر مرکزي دولت غږ کوو چې د  کلکاني(دسقاوزوی) په موضوع کې ولې چوپه خوله پاتې دی او بايد ژر تر ژره يو دريځ خپل کړي، څو  خلک له خپل منځي جنجال څخه وساتل شي .))

نوموړی وايي، دسقاو د زوی جسد خښولو مراسم چې د پنجشنبې په ورځ په ترينګلو حالاتو کې ترسره شول، دا د هېواد دقومونو دبېلوالي لپاره کار کول دي او له دې سره به قومونه ووېشل شي .

د پکتيا قومي مشر ښايسته جان احدي وويل، که له کابل څخه د بچه سقاو هډوکي لرې نه کړي، ولسونه به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

دی وايي، د هېواد قومونو او مخورو دغه هېواد ته ډېرې قربانۍ ورکړې دي او له داسې اشخاصو څخه چې بهيرنيو ته يې کار کړی د هغوی درناوی د شهيدانو سپکاوی دی.

هغه زیاتوي، کلکانی د هېواد دښمن و، اود هېواد په تاریخ يې تورداغ لګولی، دوی وویل په هېڅ ډول به د پکتیا ولسونه کلکانی د هېواد د اتل په نوم ونه پېژني.

لاريون کوونکو دحبيب الله کلکاني عکس ته اور ورته کړ او د هغه پر  ضد يې شعارونه ورکول .

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم دپکتيا بېلابېلو ټولنو ورته غبرګونونه ښودلي وو.