Nakhtar

ننګرهار کې د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) پر ضد او غازي امان الله خان په ملاتړ لاریون وشو

06.09.2016 18:26

ننګرهار کې د حبیب الله کلکاني(بچه سقاو) پرضد اوغازي امان الله خان په ملاتړلاریون وشو

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیلانو، د ملي فکر ټولنې غړو او یوشمیر نور مدني فعالان او عام خلک د حبیب الله کلکاني ( بچه سقاو) پر ضد او ستر غازي امان الله خان په ملاتړ لاریون وکړ. د ملي فکر د ټولنې مشر حیات الله میاخیل، کلکاني یو بې سواده، غل او داړه مار شخص وباله او زیاته یې کړه چې نوموړي د افغانستان مشروع حکومت پر وړاندې بغاوت وکړ او جوړنظام یې نسکور کړ.

لاریونوالو د ستر غازي امان الله خان له لارویو وغوښتل چې پرینږدي پرونی غل اتل کړي . دوی همدا راز د تمسخر په شکل ویل چې غله خلک له شرمه دشپي ښخوي.
په هیواد کې د حبیب الله کلکاني د بیا ځلي تدفین وروسته ګڼ شمیر هیواد پال افغانان لاریونونه وکړل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د تاریخ بد نامه څیرو ته دې القاب نه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په لندن کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي وویل که څوک په عزت سره د حبيب الله کلکاني د خاورو ته سپارلو غوښتنه کوي، ملا عمر هم حق لري چې په عزت سره خاورو ته وسپارل شي.

 

C:UsersRohiDownloads14171891_10207431665091072_228878656_n.jpg