Nakhtar

دجنرال دوستم دغوغاشاته څه خوځي؟

31.10.2016 01:49

Hassin دجنرال دوستم دغوغاشاته څه خوځي؟لیکونکی ش،حصین

Dostam sidder og tænker

دوستم د۱۳۵۷ کال دثور داوومې نیټې له پاڅون څخه مخکې یوساده بزګرو.کله چې دهمدغه پاڅون په بهیر کې له دهقاني پرګنو سره دمرستې اودغو پرګنو ته ددوی دصنفي جوړښتونودخوځیدو په خاطردهقانی کوپراتیفونه را مخته شول، لکه څنګه چې ویل کیږي دوستم په جوزجان کې دیوه کوپراتیف مشري تر لاسه کړه او دیوه تراکتور په در لودلودخپلې سیمې په دهقانانو کې ښه وځلید.پر افغانستان د «سرولښکرو» په را پریوتو سره ددوستم غوا لنګه شوه. داسې بریښیده چې شوروي شعاري پالیسیو ته دوستم ددهقاني پرګنو یو استازی او لږ تر لږه په شمال کې دنوم خاوند او دازبکستان او ترکمنستان تر سترګو هم یوڅه ښکاریده.هغه وخت چې په افغانستان دڅو کلونو په تیریدوله بهره لویدیځې نړۍ دافغانستان داشغال او داسلام په خطر کې لویدلو شعارونه  را مخته او په جهادي بنسټپالو ېې پانګې لګونې پیل او حالات دوخت حاکمیت او شوروي پوځونو ته سخت او مخ په ترنګړي کیدو وونو دوستم  وروروله دهقانی ورکړل شوي موقعیت  څخه دامنیت اوجګړې لیکو ته را واړول شو.
او همدا چې وسلې او مالي تأمینات له نورو پټو اوښکاره امتیازاتو سره ورته را مخته شول دوستم په ملیشه ېې جوړښت کې سیاست ته هم را وړاندې او دبرخې څښتن شو.تر ډاکتر نجیب الله مخکې کابل واکمني څه ناڅه په حالاتولاسبرې اودولتي نظم څه شکل نیولی وونو ځکه له دغو ملیشه يي جوړښتونو څخه څه ګټه پورته کیدله.هغه وخت ددوستم خوشحاله ساتل دمسکو او منځنۍ آسیا دترکتبارو جمهوریتونو خوشحاله ساتل هم و.خو په را وروسته کې  دوستم ته دا پته ولګیده چې دببرک کارمل دبخت ستوری په لویدو دی نو ځکه ېې هڅه وکړه چې په همغه وخت کې دکابل واکمني له ډیرو مالي او امنیتي امتیازاتو سره یو ځای په پای کې دې ته را وغواړي چې دماتې او اړتیا په وخت کې خپل هستوګن ځای مزار ته ور ولیږدوي . مزار هغه وخت ددوستم په لاس کې و او دنن په شان  کوم رقیب ېې نه درلود.دمزار شریف دپایتخت کولو پلان بې له شکه دمسکو و،خوغټ استازیتوب ېې په شمال کې دوستم ، مومن او نوروکاوه.ددې پلان په همغه پیلامه کې دوزارتونو په واک د معینتونو تشکیل په لاره ولوید او تر ډیره ددوستم کسان او ببرک کارمل ته ډیرې نږدې څیرې دغو معینتونو ته وګمارل شوې  او ددولت نیم په نیمه بودجه ددغه تشکیل په نوم دوستمیانوته پلاس ورغله. هغه وخت هم ددولت مخالف مقاومتونه تر ډیره په پښتني سیمو پورې تړلي وو آن تر دې چې دجمعیت اسلامي ربانی تنظیم ډیر ځواک په ننګرهار،کندهار او غزنی کې و.دوستم دمخالفینو دټکولو په نوم په غوښتې یا نا غوښتې توګه  دپښتني سیموپه ټکولو پیل وکړاو دنه ویلو جنایتونه ېې هم په ټولو پښتني سیمو کې تر سره او داولسونو داسې کرکه ېې واخیسته چې دبیلګې په توګه ددوستم ملیشې دمیدان وردګود ولایت دنرخ په سیمه کې محاصره او ونیول شوې ، عامه خلکو ددغو لسګونودوستمي ملیشو په پوزو کې پړي ور واچول او ددادل اوسرمردې تر سیمو ېې کش کړل څو دخپلې کرکې تنده پرې ماته کړې .له هغې پیښې او هغې ته نورو په لسګونو پيښو دوستمي ملیشې نورې هم وحشي کړې اوپه  انسان وژنه روږدي شول.له بده مرغه ډاکتر نجیب الله هم دخپلې واکمنۍ دساتلو لپاره په همدې خونړۍ توره ډډه ولګوله او دوستمي ملیشوته ېې داردو په کچه کنډکونه، غنډونه ،لواګانې،او آن فرقي ورکړي او داردو له جوړښت څخه پورته ېې وپړسولې. نجیب او ورنږدې کسانو ېې دا محاسبه نه درلودله چې دوستم او ورسره دکارمل پیژندل شوي پلویان یواځې دمالي او تسلیحاتي امیتازاتو تږي نه دي بلکې اوس ددولت په دننه کې په هغه قوت اوښتي چې دواک تنده ېې هم په خوځیده ده. دنجیب الله په واکمنۍ کې دنورو امتیازاتو په څنګ کې دحیرتانواوشیرخان بندر واګې هم دوستمیانو ته وسپارل شوې دې کار پرمالی پراخه ګټو برسیره  دا ویره هم رامنځ ته کړه چې مسکودشوروي نظام داوښتو په درشل کې هرڅه له دوستم سره په خلاصو پولو تر سره کړي.همدغه کار په اردو او امنیت کې دکارمل پوځي لوړ پوړي او آن دګوند درهبرۍ په کچه بې شمیره «مشران» هغه لوري ته ور واړول ترڅوله نجیب الله څخه خپل تاریخي انتقام واخلي. د  ک،ګ،ب دی لوبې ته دنجیب الله داسې وخت پام شوچې نوردمسکو په وړاندې دده دبخت ستوری هم په لویدو واوډیر ستر ملاتړېې یوري اندروپف وروستۍ ساوې  ایستلې.دنجیب الله وروستیو ناکامو هڅو ده ته وښوده چې اوبه له ورخه اوښتې دي . نو ځکه دلایق ، رشید وزیري او نوروپه مشورو ېې حزب اسلامي ته مخه کړه اودبغداد او لیبیا ښکاره او بې شمیره نورې پټې لیدنې کتنې ېې له ګوند او دولت څخه په پټه په لاره واچولې او په دې لیدنو کتنو کې ېې حزب اسلامي ته په واک کې دګډون داتیا سلنې ژمنه وکړه . عجیبه ده چې له حزب اسلامي سره دلیبیا په خبرو کې  بهیر دحزب اسلامي استازی د یعقوبي او وطنجار له لوري دوی ته داتیا سلنې واک دورکړې ژمنه یادوي خو لایق یا ور سره نجم الدین کاویاني دبغداد په دې ژمنه خوله پټه ساتي( وګورۍ دلایق په قلم د آغاز بدون انجام رساله) .دلیبیا په مذاکراتو کې دنجم الدین کاویاني ګډون په خپله په دې معنی وچې دوستم او په وروسته کې دشمال ایلیانس لوري ته هرڅه په ډاګه شي او هغه لوری دنجیب خلاف توطئه  کې دکودتا تر کچې مخته لاړ شی. دوستم دنجیب الله دواکمنۍ په را پرځولو کې بنسټیز رول درلود خو وروسته له جمعیت او نظار شورا سره ولوید  ودنظار دشورا له غړو ډک کانتنرونه ېې  بالاحصار ته نږدې له پطرولو ډک او اور ېې ور ولګاوه . دغه وخت دانسانانو دغوښو بویونو دنږدې سیمو او آن دمکروریانو ډیر خلک دې ته اړ کړل چې له خپلو کورونو څخه وتښتي . ورپسې دوستمي ملیشو په بابه جان پسې را ودانګل  مکروریان ېې لوټ او هغه ېې دارګ په دروازو ور ننویست او په همدې وخت کې ېې عملاً دحزب اسلامي لمنې ته پناه یوړه. له پاکستان څخه دتنظمي واکمنۍ په را دیسانت کیدو سره صبغت الله مجددي او تنظیم ېې له دې چې دکوم قوت اوبنسټ خاوند نه و نودغه دتاریخي فتنو پیر هم ددوستم لمنې ته پناه یوړه او هغه ته ېې دمجاهد کبیراولکه چې ورپسې ویل کیږي دخالد بن ولید لقب ورکړاونوې جنرالي رتبه ېې ور وبښله.دغه وضعیت وښوده چې دشخصي واکمنیو دساتلو لپا ره زموږ دکیڼ اړخو او ښي اړخومشرانو شعور او سیاسي پوخوالی یوبل ته ورته او یوشان و.دپیښو همدغو لړیو دوستم په یوه نامتو جنګي اجیر بدل کړاو تردې ېې شهرت اوکمال ته ورساوه چې دطالبانو پر خلاف دامریکا او انګلیس دپوځي تیري په لومړیو شیبو کې دوستم دامریکا او انګلیس په یوه پیاوړي اجیر جنګیالي واوښت او عملاً ېې دوستم ته دا ورزده کړل چې دسبا دقدرت نوې دعوې را پورته کړي.
یوه لنډه یادونه:
 دځینو دوستانو ددوستانه یادونو له مخې دې ته اړ شوم له خپلې روغتیايي کمزورتیا سره سره یوڅه بیرته شاته لاړشم او په یوه ځغلنده نظر دهغو پیښو او فکري بهیرونو یو نیمګړی انځور وباسم ،کومې چې ژورو څیړنو او پراخه لیکنو ته اړتیا لري او داشیبه زما له توانه بهر دي.
په افغانستان کې ملیشه يي نظام را مخته کول هم یوله حسابه وتی تقلید او په ښکاره یوه پردۍ لوبه وه. داکتبر له انقلاب څخه وروسته دانقلاب دمخالفینو په وړاندې یو ډول په نوم «کارګري او بزګري » جوړښتونه په کار ولویدل او دنامتو انقلابي چپایف په شان دوستم ته ورته « اتلان » ېې را منځ ته کړل.کلګه چې افغانستان دشوروي لښکرو په منګلو کې ور کیوت او دخپلې خوښې او باور واکمني ېې را منځ ته کړه نو ېې دثور داومې دپاڅون دغه «پړاو ته» « مرحلهء نوین تکاملی انقلاب ثور» نوم ورکړ. او دا په ښکاره ویل کیدل او سیاسي تبلیغاتي منډو او نندارو هم ښودله چې نور نو په افغانستان کې دسوسیالیزم ژمنه دپخیدو او ملاتړ لوړو پوړیوته ورهسکه شویده.
د مسکو په دستوردخاد جوړښت لکه همغه شان چې نامتو روسي جاسوس متروخین ېې لیکي کټ مټ دک،ګ، ب دتشکیلاتو له مخې را مخته شو. له اکسا او کام نه پاتې اوه سوه غړي تار ومار شول او تر نږدې ۱۹۸۲ کاله پورې دخاد شمیره له ۱۶۰۰ تنو واوښته ، کټ مټ دشوروي اتحاد په ښان دلته هم۵۶ په سلو کې دګوند غړي( البته ډیر دپرچم دبرخې )او ۲۸ په سلوکې دځوانانو دسازمان غړي ددغې دستګاه غړیتوب ته ور پورته شول.دځوانان سازمان هم په خپل جوړښت کې همغه دکمسمول تشکیلاتي لوری او ورته ماموریت غوره کړ.دغه تقلید او دیکتات تر دې ورسید چې دګوند تشکیلات هم کټ مټ دشوروي اتحاد دکمونیست ګوند تشکیلات شول. آن تر ې چې دګوند دبیلابیلو کمسیونونو نومونه هم دشوروي اتحاد دمرکزي کمیټي د تشکیلاتوپه شان شول او دمربي ، نامنګلاتور اودې ته ورته تقلیدي نومونه پر ګوندي تشکیلاتو ور وتپل شول.په یاد مې دې او دهغه وخت دګوند دمرکزي ارګان حقیقت انقلاب ثور کارکوونکي په یاد لري چې په راوروسته کلونو کې محمود بریالی یوسهار وختي حقیقت انقلاب ثور ته راغلی و او امر ېې کړی وچې له دې وروسته ددفترونو پردې تورې او دکار دمیزونو مخه به دیوالونو ته وي.جالبه ده چې هغه ورځ زه دخپل کار دفتر ته چې له برید جنرال سخي اتمر اوڅوتنو نورو سره شریک و ناوخته راغلم .دغه وخت په همدې یوه ورځ ټولې پردې تورې او نوې شوې وې او دمیزونه مخه داسې دیوالوته وه چې ټولو ددفتر کارکوونکو یوه اوبل ته شا اړولې وه. ما ددې مسخره لوبې دعلت پوښتنه وکړه وې ملګري بریالي امر کړیدی چې په پروادا کې پردې تورې او دمیزونو مخونه دیوالوته دي. دغه وضعیت پر ما سخت تمام شو کار مې پریښود او خپل کورته لاړم ترڅوچې که مې نه وي غلطه کړي صدیق کاوون طوفاني چې خپله ېې هم احساسات ټپي شوي و خبرراولیږه چې خپل کارته راشه ستا میز او هرڅه پرخپل ځای دي. دغو تشکیلات او ورسره دیسانت شوی «سوسیالیزم» باید دشوروي مشاورینو چې شمیر ېې له دولتي منسوبینو څه کم نه وپه دستور داکتبر دانقلاب تیرې تجربې مخته نیولې وای. له هغو تجربو څخه یوه هم د بسمچیانو په وړاندې د ملیشه ېې ډوله جوړښتونو را منځ کول و.زه داکتبر دانقلاب په اوږدو او له مخالفینو سره دمقابلې په وړاندې ددغو جوړښتونو په اړتیا ،ګټو او پایلو دلته څه نه وایم خو دا خبره دویلو وړ ده چې داکتبر دانقلاب مشرانو په خپله « پرولتري دیکتاتورۍ» او مرکزیت پلوه تحکم او تر هرڅه دمخه پر ملیشه يي ډوله جوړښتونو داردو دکمیسارانو ، ک.ګ،ب، کمسومول او واکمن ګوند درنې واکمنۍ هرڅه په خپل سخت کنترول کې در لودل او ملیشه يي ډوله جوړښتونو چې هر نوم او هویت را خپل کاوه داردو، ک، ګ، ب ، ګونداو آن دکمسمول له کنترول څخه بهر نه شوی وتلی. په داسې حال کې چې دنورو په زور راوستې واکمنې په طبیعي توګه هغه اهلیت ،قابلیت او واک نه درلود کوم چې هرڅه په خپله کنترول کې ولري اونه ېې هم د لرې راتلوونکې اټکل کولی شوای .ګوند او دواکمنۍ ټول ارګانونه هسې وسایل وو. د فکر او عمل اراده ېې له مشاورینو سره وه . په یاد مې دي چې دمکروریانو په منځ کې مې ورزش کاوه ،په همدې شیبه کې دانجینر سیدنعیم په نوم درادیو افغانستان تخنیکي رئیس را سره یو ځای شو. هغه راته وویل چې که سړی په پوندو ورزش وکړي نو مغز ېې ډیر تقویه کیږي . ما په ټوکه ورته وویل چې کله چې مشاور وي نو زموږ دمغز روزنې یا پالنې ته څه اړتیا ده . دواړو په کړس وخند ل خو واقعیت داو چې دګوند او دولت مغزونه مشاورین وو او دغه حالت له همغه پیل څخه د پیښو دملي هویت زنې وروتړلې له همدې کبله که له نورو برخو تیر شو ړانده تقلید دملیشي نظام په را مخته کولوسره په ښکاره لاندې پایلې موږ ته په میراث را پریښودې:
لومړی ـ داردواو آن پولیسو لیکو ته دځوانانو دجلب او جذب لړي په دریدو شوه.
دویم ـ ملیشي جوړښتونو ته دځوانانو دپراخه جذب لړی اردو اوپولیس دی ته اړ کړل چې دزور جلب او احضار رامخته کړي.
دریم ـ دزور جلب واحضار خلک او اولسونه ناخوښي او داردوتیر نوم اوبرم ېې په لویدو کړ.
څلورم- په ملیشه یی جوړښتونو کې اخلاقي کنترول ناشونی او دمسؤلیت او ملي مکلفیت پیژندنه او غاړه ورته ایښودنه را ولویده.له دې چې دغو جوړښتونو ته تر ډیره دټولنې له اخلاقې پلوه کمزورو ځوانانو مخه کړه نو دغه حالت په چټګه دهیواد دامنیتي ځواک اعتبار را وپر ځاوه.
پنځم- ملیشي جوړښتونو قومي ،سیمه ییز ،ژبنی او آن مذهبي رنګ درلود او له همدغه ځایه دمرکزیت ستنې په لړزیدو او دمرکز ګریزۍ بهیر تر دې چټک شو چې عملاً دخپل سرو سیمه ییزو مرکز ګریزو هڅو لړي دهیواد دملي یوالي تر پاشل کیدو مخته لاړه.
شپږم ـ ملیشه يي خوځښتونه په ملي په خاد پورې وتړل شول. دخادپه جوړښت کې دشوروي اتحاد دچکايي ډلو په شان چې طراح ېې ادموندویچ درزژنسکي وله ضد انقلاب سره دمبارزې په نوم راجوړ او هغه وخت ېې دتور ترور په وړاندې دسره ترور لینیني خبره مخته وړه اولکه چې لینین په خپله هم ټینګار کاوه چې یو ښه کمونیست په یوه وخت کې یو ښه چکیست هم دی.دغه لوبه کټ مټ دخاد او آن وروسته دامنیت دولتي په فکري او عملي کړوواووښت.په دې لړ کې پر ملیشو برسیره ډیر واړه او لوی سیمه ییز سازمانونه دټاکلو قرار دادونو له مخې خاد اوامنیت ته راوستل شول او دملیشوپه څنګ کې له دغو ډلو څخه چکیستي کړنې وغوښتل شوې.په یاد مې دي چې دلطیف پدرام ۲۷ یا ۲۹ کسیزه ډله، دصوفي محمد شنا کجا ډله او ددرانه مشر ظاهر افق انقلابي زحمتکشانو څخه بیلې څو ډلې اودې ورته نورې دهمدغو مقاصدو لپاره خاد او امنیت ته ور وکشول شوې او له ملیشو او دغو ډلو سره په بې شمیره تروریستي کړو وړو کې ګټه واخیستل شوه. دغه بهیر ډیرې بې مسؤلیته ډلې داسې ډلې رامنخ ته کړې چې خپل منځي ترورونه او داخګر په شان داسې تروریستي ډلې جوړې شوي چې دعظیم ګوهري او دجوزجان دولایتي کمیټې ګوندي منشي او بې شمیره نورو خپل سرونه پکې وخوړل.
اوم ـ په راوروسته کې دغو جوړښتونودوخت واکمن دې ته اړ کړل چې ددرنو درنوله توانه وتو امتیازاتو په ورکړه دخپلو واکمنیو ددوام غوښتونکي شي او له همدي لارې دخپلو سیالانو آن فزیکي ورکه یو روا کار وګڼي . خاد او امنیت او په راوروسته کې تنظیمي واکمنیو او داشغال په دوره کې دکرزي او اشرف غني ډلوپه همدې دلیل له هرې ملیشه يي ډلې سره دوطن دملي یوالي دساتنې خلاف بیلابیلې پټې او ښکاره ملي ضد معاملې تر سره کړې.نه یواځې دکارمل او نجیب الله په واکمنیو کې واکمنو ته اردو او پولیس هیڅ او قراردادي ملیشې هرڅه وې بلکې جهادې پاکستان را دیسانت کړي تنظیمي واکمن هم دې ته اړ شول چې دخپل منځي خونړیوټکرونو په بهیر کې دملیشه يي جوړښتونومخته ګونډې ووهي او امیتا زاتو ته ېې نورهم داردواو پولیسو تر پاشل کیدو پورې پوندې ورکړي.
اتم ـ همدغې لړۍ چې دببرک کارمل له وخته ېې داردو د پاشل کیدو مسکو ورکړي پلان مخته وړد نجیب الله په واکمنۍ کې خبره دې ته ورسوله چې له مخالفینو سره دپټو او ښکاره جوړښتونو په پایله کې ملي اردو تارو ماراود ملي یوالي ساتلو یو پیاوړی ضمانت له پښو را ولویږي.نجیب الله په خپله واکمني او په تیره دهمدې واکمنۍ په وروستیو کې هغه وخت چې لایق صاحب نور په ورکړل شوو آیاتو او احادیثو تر سیاف او ربانی او نورو هم ور واړاوه نه تنها دامنیت دولتی او ملیشه يي جوړښتونو په پړسولودملي اردو ملا ور ماته کړه   بلکې همدغه دامنیت دولتي تر اردو پیاوړي شوي قوتونه او ملیشې ېې هم یواځې ځانته دشخصی معافیت دضمانت تر لاسه کولو په خاطر معاملې ته وړاندې کړې. له مخالفینو سره مصالحه دې ته ورسیده چې ملي اردو، ګوند او انقلاب یواځې پر دې معامله شي چې دی دملګرو ملتو په ضمانت ځانته له وطنه دوتلو لاره خلاصه کړي. تردې وخته د ده خپلو ډیروملیشه يي جوړښتونو موندلې وه چې د مصالحې مسکو ورکړی سیاست مخالفینوته دیو اړخیزاو بې قید او شرط تسلیم تر کچې مخته روان دی. باید لنډه یادونه وکړم چې تردې وخته نور د شوروي اتحاد پر کمونیست ګوند او مشرانو دغرب پراخه پانګونو حالت دې ته رسولی و چې نه یواځې د شوروي نظام ړنګیدل حتمي شوي و بلکې دمسکو پلوه ټولو نظامونو خیمې باید دهمدغه کمونیست ګوند د نوو رهبرانو پلاس ور ټولې شوې وای. دا خبره چې بشپړ ومستند بیان ېې دلته شونی نه دی ښيي چې دافغانستان ړنګیدل دګرباچف هغه ورکړل شوې دنده وه چې غرب ورکړې وه . د داکتر نجیب الله ځینې پلویان پر دې خبره ټینګار کوي چې نجیب الله دک، ګ وب په جوړو شوو توطئوکمزوری او د واکه را کوز یا د دوی په خبره مصالحې ته اړ شو. دغه کسان په اصل کې د پیښو نړیوال لوری اوسیمه ییزې اغیزې یا نشي لیدلی او یا له هغو څخه څنګزن تیریږي . زما خپل خیال خودا دی چې نجیب الله دغه حالت لیده او دې باور ته رسیدلی و چې د واک دوام ېې شونی نه دی او هرڅه د لویدیځ په ګټه په چټکه مخته روان دي نو ځکه ېې په یو اړخیزه توګه یواځي د شخصی ژغورنې په هیله د ملګرو ملتو ترحم ته لمنه خوره کړه .که داسې نه وي نو دجلال آباد درنه جګړه ېې وړې وه. خوست ېې له لویدو ساتلی و، تنظیمي ډلې دې باور ته رسیدلې وې چې نور په جګړو کې دبري چانس نه لري او عملاً دلوټ له لارې اقتصادي هڅو ته مخه کړې وه … نجیب الله دې فکر ته رسیدلی و چې ملګري ملتونه په خپله تر امریکایی ارادې بهر څه نه دي نو ښایی چې د ده د ژوند او له وطنه د وتلو ژمنه ېې باوري شي .داهم باید ووایم چې د نجیب الله د واکمنۍ په همغو وروستیو شیبو کې امریکايي منابعو یو خبر خپور کړ چې که نجیب الله واګې په خپله خوښه پریږدي نو امریکا به د ده د ژوند دخوندیتوب ژمنه ورکړي . دغه خبر حقیقت انقلاب ثور ته را ورسید او ځینو دغه خبر د نجیب الله دنړیوال اعتبار په معنی وپیژانده او د خبر نشر ېې په مرکزي ارګان کې اړین ولید خو ما او د لیکنې دهیأ ت ځینو نورو غړو دا د امریکايي واکمنو په ذهن کې د افغانستان د دولت د کمزوریتوب او لویدنې په معنی تعبیر او یو مغرورانه امریکایی دستور وګاڼه او سره له دې چې نومړی خبر په رادیو او تلویزیون کې خپور شوی و. په حقیقت انقلاب ثور کې مو دخبر د خپریدو مخه ونیوله. خووروسته داسې وبریښیده چې نجیب الله په امریکايي ژمنه باوري شوی و نو ځکه ېې خپل برخلیک د ملګرو ملتونو ادارې ته ور وسپاره. د حالاتو دغه بهیر چې ډیر پټ هم نه و هم په اردو او امنیت دولتي کې فرصت ته ناسته ډله اوهم په شمال کې ملیشه يي جوړښتونه دې ته اړ کړل چې پر خپله راتلونکې ځانګړی فکر وکړي دغو ډلو او یاغي جوړښتونو په پای کې نه یواځې دنجیب شا خالي کړه بلکې دګډې کودتا په اساسي قوت واووښتل.
نهم ـ نوموړي رنګارنګ ملیشه يي جوړښتونو چې په خپله ېې هم په مستقله توګه له مخالفینو سره دجوړ جاړي لاره نیولې وه او په بري هم مخته روان و،په خپلو کې د ډاډمن ائتلاف جوګه نه وو او دپخوانیو «چپیانو »هغه ډله چې دغه ملیشه يي جوړښتونه ېې راجوړ،او دقدرت لوړو پوړیو ته رسولي اود دتوطئې تر دې پړاوه را پټه اوښکاره مشري درلودله ، اوس په دې موقعیت کې نه وه چې دغه یاغي بهیر پلاس کې وساتي او څه ناڅه سم لوری ورکړي.همدغه حالت همدا چې د نجیب الله دواکمنۍ لړزیدل پیل شول د دوستم ملیشي او نورې په شمال ایلیانس پورې تړلې تنظیمي او غیر تنظیمي ډلې دې ته چمتو کړې چې دتنظیمي جوړښتونو په څنګ کې دافغانستان اشغال ته لاره آواره او دغه ډلې دامرکایی او انګلیسي اشغال په همغو لومړیو شیبو کې داشغال په پلیو او اجنټې کړیو واوړي.
د افغانستان له نوي اشغال سره سم داشغال دپالیسي یوه ښکاره بیلګه داوه چې پلاس ېې دمرکزي واکمنۍ کمزورتیا او دسیمه ییزو قرار دادي واکمنیو پیاوړتیا ته مخه درلوده او هغه انګلیسي فارمول ېې مخته کړی و چې وايي « بیل کړه ایل کړه» دغې پالیسي دوستم ،محقق ،عطا،تورن اسمعیل ،حاجي قدیر او نورو وړو او لویو ډلو ته دا امکان ورکړ چې هر یو له اشغالګرو سره د سیمه ییز واک په چاغولو کې ځانګړې معاملې ولري. همدغه وخت دی چې فرصت ته ناستو پردو پړسولو«روښانفکرانو!» دپردو په پانګونه او دستوردفدرالیزم چیغې را پورته کړې. که لږ واقعیتونو ، لیکنو اوڅرګندونو ته ځیر شوډیر دفدرالیزم غوښتونکي هغه کسان وچې دشمال توطئه ېې جوړه ،رهبري او تر کودتا ېې راورسوله. معلومه وه چې د فدرالیزم غوښتنې دامتیازاتو د اخیستلو لپاره د فشار نوې ملي ضد وسیله وه ، نه هدف.همدا چې اشغال د وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغی او نور ېې دپخوا په شان قراردادي مرکز ګریزه ډلو ته نوي څه نشوای ورکولای دغه نارې څه تندې او پراخه شوې خوداشغال په وړاندې داولسونو را پاڅیدلي پاڅون وښوده چې داشغال لویدنه حتمي او دهیواد راتلونکې د ملي یوالي په لوردخوځیدو زیری ورکوي . په همدې خاطر د فدرالیزم ډنډورې هم بیرته را ولویدې . دغه وخت د نړي دویم متفکر هغه چې دخلکو په شهادت د خپل تیر احمدزي واکمن پټ او ښکاره مشاور هم و دقدرت جنون دې ته اړ کړ چې خپل برخلیک په دوستم ، دکیاند او ځینو هزاره توکمه ملیشو پورې وتړي. دې کار د دوستم غوا بیا لنګه کړه ،دجان کیري په ټاکنه متفکرجمهور رئیس او سیال ېې په مساوي واک او ویش اجرائیه رئیس شو.متفکردوستم خپل لومړي معاونیت او سرور دانش ددویم مرستیال مقام ته را پورته او په شمال کې ېې تر ځانه دوستم ته اوچت واک او اختیار ورکړ او دافکر ېې کاوه چې دوستم یوه نه شړیدونکې خښته ده او همدغه خښته به په ورورو دده پښې د حریف په وړاندې په پخه ولګوي.دوستم په فاریاب، جوزجان او سر پل کې چې تر ټولو زیات د پښتنو او آن خپلو مخالفو ترکمنو پر خلاف هرڅه جنایتونه وکړل متفکرصاحب دکارمل او نجیب لله په شان پر ټولو جنایاتو خپله خوله پټه وساتله او د دوستم د خوښۍ د ساتلو لپاره يي د نجیب الله په شان د هغه امتیازاتو او نه تمامیدونکو غوښتنو ته زور ورکړ.دغه لړۍ تر هغو ښه وپړسیده چې داشغال ماته او تیښته لا په عمل کې نه وه پیل شوې او دباد راوړو ډالرو قطارونه لا په دریدو اولویدو نه وو. همدا چې داشغال ماته یقیني، د واکمۍ فساد جهاني او د ډالرو چینې په وچیدو شوې د ټولو نورو په شان د دوستم غوښتنو او امتیازاتو زور واخیست او په ښکاره د ځانګړو واکمنیو کمپاین پیل شو.په دې کمپاین کې د دوستم پښې د ده دغوښتنې خلاف له مخکې په لړزیدو وې .په لاندې دلایلو:
اوبیا هم یوه یادونه: درواني لیکنې په دویمه برخه کې ځینو درنو لوستونکو ته دا وسوسه پیدا شوی وه چې ګوندې زه د حقایقو او خپلو لیدنو  دبیان په لړ کې د افغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوندپه ټولو ارزښتونوخاورې اړوم. نه دوستانوزه دهمدې ګوند په لمنه کې روزل شوی یم. نه یواځې درنو انساني آرمانوته ېې په درنښت ګورم بلکې په دې باور یم چې د دې ګوند په پراخه پرګنیزه غیږه کې په لسګونو زره وطنپال او په دموکراسۍ او ټولنیز عدالت مین انسانان واوپه تیت اوپرک توګه اوس هم ژوندي او خپلو آرمانونو ته ژمن دي.ما د«مثلث بي عیب » دکتاب په سریزه کې هم لیکلي و چې زه دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند په خلق او پرچم نه ویشم . دا دواړه د یوه واحد آرمان دوه څانګې دي که لویدنې کمزورۍ او تیر وتنې لري ویاړنې ېې هم لږ او د تاریخ له پاڼو ایستونکې نه دي.زما د لیکنواو څرکندونو لړۍ که په غور وکتل شي په دواړو لورو کې دبتانواو بتونونوله جوړښت سره د نه جوړیدویو نیولی غږ دی. موږپه دواړو برخو کې تاریخ او اولسونه هیڅ او خپل جوړ کړي بتان او بتکدې مو هرڅه ګڼلي دي. دغې ناروغۍ موږ ټول دې ته ورسولو چې د باوربحران داسې په څپو شي چې موږ ټول د یوشان سیاسي ، سازماني آن فکري او آرماني ورکې په لور ور ولیږدوي او له همغه یوه کوره څخه په سلګونونه جوړیدونکې سیال کلی  رامخته شي.
ما د
ما د روانې لیکنې په اوږدو کې ګوند په ټولیزه توګه تر نیوکو لاندې نه دی نیولی بلکې په سیاست او سازماني جوړښت کې مې د پردو د تقلید او دیکتات هغه پایلې څیړلي چې زموږ دسیاسي او سازماني خپلواکي د نه شتون په پایله کې ېې پر وطن درنې غمیزې را خورې کړې .په دې لړ کې به هرو مرو دګوندي اوسیاسي مشرانو د تیروتنواو لویدنو پانګه یو شان نه وي . دا توپیر ، کومه توپیر پالنه نه ده، بلکې حقیقتونه که هرڅومره ترخه او ځینوته خواشینوونکې وي هم  باید دسیاسي نزاکتونه لپار قرباني نشي.زموږ د ګوندي او سیاسي ژوند یوه ناتار زیږوونکې ناروغي دا وه چې موږ ټولو دعنعنوي «حیا ی حضور» په عملي کولو سره د خپلو مشرانو خطرناکه لویدنې او کمزورۍ د تاریخ له سترګو واړولې.زه او ټول لوستونکي یقیناً پوهیږي چې په یوه دوه قطبي نړۍ کې دزماې جبرټول سیاسي جوړښتونه په یوه یا بل ډول له همدې ویش سره تړي . په دې لړ کې کله چې دغه یا هغه قطب مخامخ پوځي اوسیاسي واکمني ولري  ، اړوند جوړښتونه بې له شکه له تقلید او د دیکتات له منلو دوتلو توان نه نشي موندلی .یعنې چې په په تړلو، بې واکه  او بې ارادې وسایلو  اوړي.دا واقعیت هیڅوک نشي هیرولی او حق هم نه لري چې دتاریخ سترګې ړندې او دکلماتو په کوډو پردو کینولو واکمنو ته نوی تاریخ جوړ کړي
دلئونید برژنف لړزیدلې واکمني لا پای ته نه وه رسیدلې چې له هغه سره دببرک کارمل د خوږې دوستۍ زاړه مزي په شلیدو شولداسې ښکارېده چې په دې لوبه کې یوري اندروپف د وخت دک،ګ،ب مشر لوی لاس درلود او د هغو لوړ پوړوپوځي اواستخباراتي کسانو د پرله پسې را پورونو له مخې ېې برژنف د ده په ژوند کې دې ته راوستی و چې د ببرک کارمل ځای ناستی له مخکې تر سترګو لاندې کړي. همدغه وخت چې سمه نیټه ېې زما ذهن ته نه راځي د افغانستان په شمال ښايي په فاریاب یا جوزجان کې یو خطرناکه کارتون په پراخه توګه خپورشو. په نوموړي کارتون کې دافغانستان له شمال څخه دخلکو د پراخه پرګنویو قهري خوځښت په اوو ډلو کې ښودل شوی و چې لاس په لاس له آمو سیند څخه اوړي او په منځنۍ آسیا کې ورته قهري پرګنیزۍ ډلې ورسره یو ځای کیږي اوټول دغه قهري خوځښت کله چې کرملین ته رسي په یوه سوک او یوه درنه لغته اوړي، او په کرملین کې دبرژنف له تخت لاندې هغه ته داسې ګوزار ورکوي چې له مسکوه را الوزي او دافغانستان دجنوب په ورانو ویجاړو کې لویږي. دغه کارتون د وخت دسیاسي بیرو غړي دستګیر پنجشیري ته هم فکر کوم دهغه د زوی جیحون پلاس را رسیدلی و او ما د هغه په کور کې دا کارتون ولید او ګډې تبصرې مو هم پرې وکړې . نه پوهیږم چې نوموړی کارتون له همدې لارې د شوروي سفارت ته رسیدلی واو که له نورو لارو. ډیر ژر څرګنده شوه چې ک. ګ.ب، فعالین په کار ولویده اود پان ترکستانیزم یوه کړۍ ېې په پل باغ عمومي کې تر پامیر رستورانت لاندې ونیولهپه دغه ځای کې دیوه ډیر بډای ترکمن دکان وچې روسي لوښي به ېې خرڅولهمدلته به د پروفیسور عثمانف په ګډون چې ظاهراً یو نامتو خوشحال پیژندونکی و بې شمیره ترک تباره مشاورین او افغان ازبیک او ترکمن تباره مشران را ټولیده.د همدغې پیښې په اوږدو کې ښايي د شوروي کړیو په فشار وچې د ګروه کار،کجا  اوآن د طاهر بدخشي نه را پاتې  تیت او پرک ډلي په ناڅاپي توګه له ګوند سره د وحدت تر نامه لاندې تر ګوندې او خادیستي سیوري لاندې راغلې . زما په خیال له همدغه وخته د دوستم په وړاندې هم د سختې پوښتنې نښه کیښودل شوه او دوستم له همدغه وخته په پټه د ازبکستان او ترکمنستان پر ځای له ترکيې سره تاوده تارونه وغزول او د هیواد په دننه کې ېې هم خپل هغه یاران چې پرې بې باوره و په بیلابیلو ډولونو له ډګره وویستل او په دې برخه کې ېې آن پر خپلو ترکمن تباره مشرانو کې هم درنه تصفیه تر سره کړه.
هغه وخت چې د ډاکتر نجیب واکمني پیل شوه دوستم ته یو ښه چانس ور په برخه شو او دا ځکه چې هغه د نوي واکمن په کمزوریو ښه پوهیده او په دې باور و چې دغه واکمن په ګوند او دولت کې دننه او بهر د خپلو سیالانو د را پرځولو لپار ده ته اړتیا لري . او د دغې ړتیا په وړاندې هر ډول امتیاز ورکولو ته مجبوردی
     هغه وخت د جګړې بار په جنوب کې داسې دروند شوی وچې د وخت واکمني په خپل ټول پوځي او امنیتي توان او ډیرو درنو پرمختلو وسلو لونا ، ارګان او نورو تر ډیره د پښتني سیمو په وړاندې ولاړ و.د دغو سیمو دځپلو لپاره هم دوستمي ملیشو ته چې اوس تر لواګانو او فرقو پورې رسیدلې وې . ډیره اړتیا وه  او واکمنۍ هم په دې برخه کې پر هر ډول جنایتونوسترګې پټې ساتلې. دغه حالت  د نورو تراژیکو پایلو په څنګ کې د دې سبب شو چې ازبیکي اوترکمن تباره  ملیشې نه بلکې له بده مرغه دوطن ازبیک او ترکمن د نورو قومونوپه دښمنیو واوړي اوپه پای کې د نورو په وړاندې ځان یواځې وویني او د ژوندانه د دوام په حکم د جګړې لوری غوره کړي. په یاد مې دي هغه وخت چې جهادي تنظیمي خونړی غوبل پیل شو د دوستم ملیشو په زړو مکروریانو کې د بابه جان په کنډک مرګوني عملیات پیل او ورسره د بې شمیره مکروریاني کورنیو هرڅه لوټ او ځینو ته سختې ناموسي  پیښې هم ور جوړې کړې . دغه وخت دشپې په توره تیاره کې د۲۱ بلاک مخته چې هلته ځما کور هم و د دوو یا درې ترکمنو آواز پورته شو چې نارې ېې وهلي « امي حصین کیست …» زه د خپل کور دعزت دخوندي ساتنې په خاطر په بیړه له دریم منزل نه  راکوز شوم . د زینو په منځ کې له دغو وسله والو ترکمن ټبره ملیشو سره په ویریدلي حالت مخ شوم او ځان مې ور وپیژنده . هغوی په شډله ترکمني لهجه راته وویل مه ویریږه موږ ستا د امنیت سا تنې ته راغلي یو، موږ دلوا قوماندان ګوراش  را لیږلي یو . په یاد مې راغلل چې  امین ګوراش یو وخت زموږ خلقي ملګری ، د ګوراش په نوم دترکمني خپرونې مسئول او د دهقاني کوپراتیفو رئیس هم و. له راغلو ترکمن ملیشو څخه مې وغوښتل چې دوه تنه زما دکور او بلاک ساتنه وکړې او یو تن له ماسره امین ګوراش ته لاړ شي . امین ګوراش که مې نه وي غلطه کړې په ۳۵ بلاک څلورم منزل کې دفتر درلود. زما قصد دا وو چې امین ګوراش ته ووایم چې تاسو ولې دا پراخه خونړۍ او په لوټ ولاړه لړۍ پیل کړې . شاه شهید او سید نورمحمد شاه مینه مو  په عبدل چریک  داسې لوټ کړه چې خلکوته آن کړکۍ ، دروازې او د چتونو تیران پآتې نه شول او اوس په مکروریانو کې همدا  لوټ او تالان روان دی. ګوراش په ډیره خواشینۍ راته وویل چې جګړه او هغه هم په لوټ ولاړه جګړه پر موږ تپل شویده او دا ځکه چې موږ له بده مرغه د انقلاب په اوږدو کې هغه خونړۍلاره ووهله چې اوس هغه هم په دې جهادي غوبل کې له هغې لارې د ګرځیدو توان نه لرو. همدا چې وسله پر ځمکه کیدو خلک او اولسونه زموږ څرمن رانه باسي . اوس جګړه او لوټ زموږ دپایښت لپاره په یوه برخلیک اوښتې او همغسې چې تیرو واکمنیو زموږخونړي ملیشه يي خوځښت ته اړتیا درلودله او اولسونه ېې را باندې ځپل اوس موږ مجبور یو د خپل پایښت په خاطر د عبدل چریک په شان کسانوته ووایو چې سر ېې زما اومال ېې ستا. امین ګوراش ډیر خپه او خواشینی و خو ومې لید چې  په څه لومه کې نښتی دی.له بده مرغه د دوستم ملیشو د خپل پایښت لپاره ټولې ازبیک او ترکمنې پرګنې داسې ویره ولې وې چې یا به جنګیږۍ که نه ډوبیږۍ . په یوه خبره د وطن ازبیک او ترکمن ورونه د دوستم د ملیشو داسې را ایسار کړي ووچې د مستقل عمل توان ېې سلب شوی و.دکابل واکمني د خپل ژوند په وروستیو کې د دوستم  ځانګړو خطرناکوکړو وړوته ور پام شو،دا نو هغه وخت و چې نور دوستم له تنظیمي ډلو او نظار شورا سره د ډیرو کارمل پلوه مشرانوپه مشورو ورنږدې او توطئه په پخیدو وه.شمال ته د جمعه اڅک او مڼوکي منګل ورلیږل او له دوستم سره د نجیب شخصي تماسونه او هغه د امتیازاتو د لوړلو له لارې په څنګ کې ساتل  داسې وخت په کار ولویدل چې نورې اوبه له ورخه اوښتې وې.مڼوکی منګل په سیاست او له سیالانو سره په کړو وړو کې خام او بې تجربې و. همدغه وضعیت د جمعه اڅک هڅې چې یوه ښه اوپوخ پوځي ښکاریده هم ور پڅې کړې او دوستم ته ېې وخت ورکړ چې مزار د خپل پایتخت په توګه تثبیت کړي.اود نجیب درا پرځولو په لویه سټه واوړي.
دوستم د همدې بریو اوله تنظیمي ډلو سره د اړیکوپه در لودلوپه داسې یوه ځواک واووښت چې مجددي او رباني دې ته اړ و چې هغه ته د مجاهد کبیر او خالد بن ولید القاب ورکړي. د دوستم دغه موقعیت درباني د واکمنۍ په اوږدوکې له نظار شورا سره په نښتو کې ده ته وخت ورکړ چې د جمعیت او نظار شورا له مخالفوسني ، شیعه او اسماعلیه  تنظیمونو سره تار وځغلوي او له همدې لارې پر ګاونډیانو برسیره هغو نړیوالو افغانستان ضد لوبو ته ور دننه شي کومې چې لویدیځې نړۍ دامریکا په مشرۍ مخته وړې. امریکا او نورو لویدیځ والوته دوستم په دې خاطر هم د پام وړ و چې له یوې خوا له روسيي څخه د تل لپاره را بیلیده او له بلې خوا د ترکيي د پام وړڅیره وه. ترکیه تر دغه وخته په ناتواو امریکایی دوستۍ ډیرمینه وه نومقابل لوري هم د ترکيي ناز اخیستو او په افغانستان کې د ترکيي د یوې پخې اډې په توګه دوستم ډیر مهم و.دغه موقعیت دوستم مخامخ امریکايي  او ناتویی معاملو ته ور ټیل واهه.دا چې پر افغانستان له امریکايي انګلیسي پوځي یرغل سره سم په تخار او قندز کې د طالبانو سترې اډې د دوستم دملیشو په یرغل ماتیږي او هلته له دوو او دوه نیم زرو څخه زیات کسان نیول کیږي اود لیلې تر دښتې په سرپټو کانتینرونو کې را وړل کیږي او د ډله ییزې وژنې له لارې په کیندل شوو کندو کې خښ او په پطرلو کې سوځي ، دا ټول څه تصادفي او داسې څه نه وو چې له امریکایی –انګلیسي مخکې ورکړل شوو پلانونو نه پرته دې تر سره شوي وي. انګلیس خو په خپلو جنګي جنایاتوداستعمار او نوي استعمار په ټول تاریخ کې کله هم اعتراف نه دی کړی .خو امریکا په شعاري توکه دخپلو اولسونو د ذهنیت ساتلو په خاطرکله ناکله د خپلو ورسره معامله يي جنایتکارانو د جنایتونو ظاهري غندنه کوي. دا څه د دې معنی نه لري چې دلیلې د دښتې زړه بګنوونکی جنایت دې له امریکایی ارادې پرته شوی وي. په هر صورت د افغانستان له اشغال سره سم نه یواځې دوستم ته دا باور حاصل شو چې دا اشغال ابدي او نه تمامیدونکی دی بلکې له شمیره وتي کیڼ اړخه، ښي اړخه او منځ مهال جوړښتونه اوآن د حساب وړ ځانګړي ټولنیز او سیاسي شخصیتونه مو په همدې باور کې ولویدل او په ژبه قلم او قدم ېې د اشغال لوری ونیو. په دې لړ کې دوستمي ملیشه يي جوړښت له بل هر خوځښت  څخه ډیر داشغال د معاملې لوری وګرځید او میلیاردري پانګوته ېې مخه شوه.ترکيي هم چې له پخواني شوروي ،وروستۍ روسيي او آن ازبکستان او ترکمنستان سره خوږې اړیکې نه درلودې ،د دوستم قلعه ء جنګې ورته یوه پخه اډه شوه. هم دوستم او هم ترکیه په دې ونه پوهیدل چې نه دافغانستان اشغال بې پایه پایښت موندلی شي او نه قلعهء جنګي تل د دوستم په پخه پوځي اډه اوښتلی شي.دوستم له ټولې هوښیارۍ سره سره ډیر ژرد بلخ ولایت عملاً له لاسه ورکړ، په تخار اوقندز کې له توان او طاقته را ولوید.یواځې سرپل ، جوزجان او فاریاب ورته پاتې شول.دغه درې ولایتونه هم د ازبیکو او ترکمنو ورونو یو لاس ځمکه نه وه.په سر پل کې عرب تباران او په جوزجان کې پښتانه لوی قومونه وو، فاریاب له توکمیزلوري د افغانستان د بیلابیلو ورونو قومونوپلرنی ټاټوبی دی.په همدې خاطر عام ازبیک او ترکمن ورونه پوهیږي چې له نورو قومونو سره لاس په ګریوان کیدل د دوي راتلونکې نښي خوندي کولی.دوستم یواځي د دولتي بې حسابه مالي او مادي ورکړوپه زور په اقتصادي جبر اخته مجبور انسانان خپل ملیشه یی جوړښت ته را وایستل  . دغه څه په هیڅ ډول د ده دراتلونکې ضمانت نشي کولی.د دوستم باخت له مخکې را ښکاره وخوهغه ته یو بل چانس پلاس ورغی او هغه دا چې اشرف غني د خپل سیال عبدالله عبدالله په وړاندې چې یو لوی تنظیم ېې شاته ولاړ واو ده دهیواد په کچه نه کوم سازماني خوځښت درلود او نه د کومي ښکاره ټولنیزې تومنې خاوند و نو مجبور شو چې د ډیرو لوړو امتیازي ژمنو په ورکړې سره په دوستم او د سید کیان د اولادې په ملیشوډډه ولګوي. په دې کې هيڅ شک نشته چې د ټاکنو په بهیر کې دا د دوستم او کیانیانو نفوذ وچې ده ډیرې رأیې تر لاسه کړې. خو داچې جان کیري د اولسونو رآی ته ونه کتل او یو تخت او دوه سلطانه ېې وټاکل دا خپله دوستم ته یو درس وچې دغني پښې هم چندان په خمکه نه دي.د نورو دلایلو په څنګ کې دوستم په همدې خاطر هم هڅه وکړه چې د جمهوري ریاست د مرستیالۍ له لارې اشرف غني د خپلو حریفانو په وړاندې په یوه لاسپوڅي بدل کړي.دغه حالت اشرف غني ته د پاڼ او پړانګ ویره را مخته کړه. ځکه دی نه له امریکایی ارادې څخه وتلی شو او نه ېې له خپل سیال عبدالله عبدالله سره  بې له دوستمه سیالي مخته وړی شوای. سم دنجیب الله د واکمنۍ په شان ېې د دوستم واکونواو امتیازاتو ته اوږه ورکړه او دهغه پر جنایاتو ېې خوله پټه ونیوله . بې خبره له دې چې دوستم په ښکاره هغه لوري ته روان دي کوم چې پخوايي د نجیب الله په وړاندې خطرناکه تمرینونه تر سره کړی وو. همغسې چې نجیب الله د واک په وروستیو کې د دوستم دمخالف دریځ او د شمال ایلیانس د جوړیدو له ویرې د حزب اسلامي لمنې ته ور ولوید . نن که څوک ېې منلی شي یا نه اشرف غني هم  د دوستم  او نورو سیالانو له ویرې د حزب اسلامي او ورسره پټو او ښکارډلولوري ته ورلویدلی دی .او همغه د نجیب الله ناکامه لاره ېې مخته کړي ده. داچې په دې کار کې امریکايي اراده څه ده دا به وخت وښيي  خو دغه لویدنه به ټول هغه لوري چې له دغه اوښتون څخه ویره لري یوه نه پا ییدونکې دولتي ضد ائتلاف ته ور وباسي.دا چې دوستم په قهر او غضب وايي چې « اشرف غنی معاونیت اول را به من دادنی نیست واز من ګرفتنی هم نیست، ما غیر متمرکز ګفته مبارزه میکنیم،ما همو آدمها را پرانده ګي هستیم، از نګاه سیاسی هم میپرانیم او از نګاه امنیتي هم باشد…» دا ګواښونه که د جګړې د اعلان او د مرکزي دولت د راپرځولو په معنی نه دي نوڅه دې؟ دډاکتر نجیب الله په وړاندې د دوستم د وخت ګواښونه هیڅکله هم په  دې تندۍ اوشډلتوب نه وو. ښايي هغه وخت کارمل پلوه مرستندویانو ېې یوڅه د ویلو له پاره ورکول خو نن داسې ښکاري چې دوستم یواځې او سخت منزوي شویدی نو ځکه د کوڅې او بازار  نه هم ډیرې  لویدلې قهري چیغې وهي.  اوس نو د اشرف غني پر برخلیک څه ویلی شو؟ دوستم پخلاکولی شي؟ په کومه بیه ؟او که د پخلاکیدو توان ېې نه وي او د جنایاتو بار ېې نور نشي وړی نو د مقابلې له پاره څوک او څه تومنه لري. په داسې حال کې چې هم ضیاء مسعود د بدیل خبرې کوي اوهم د اردو لوی درستیز اعلانوي چې که حکومت سره جوړ نشي اردو به مستقل عمل وکړي. دا خبره چې اشرف غني به اوس له حکمت یار نه«مرد میدان» جوړوي او پر هغه به ځان ساتي دا هغه ناکامه دردوونکې تجربه ده چې د ده بل احمدزي مخته وړه او سرېې وخوړ.
دوستم د ګړنګ هغې څنډې ته ور رسیدلی دی چې که د جان کیرې جوړه واکمني را وپرځوي یانه دی هم د پایښت نور چانس نه لري . اشغال وروستۍ سا اخلي،د امریکا او په نوم ناټوهوايي او راکټي وحشت زیات دوام نشي موندلي، د پولي او مالي معاملو دوران پای ته رسیدلی، د خپلمنځي سیالیو په لړ کې دوستم داسې ګوښه شوی چې مجبوردی د غیر متمرکز کیدو خبره وکړي. دوستم نورامریکايي تیر ملاتړ له ځانه سره نه لري، دوستم د روسيي څه چې آن د ازبکستان او ترکمنستان تیر ملاتړ له لاسه ورکړیدی،ترکیه اوس د لیوانو هغه بیدیا ده چې په خپلو کې سره داړي او د دې توان ورسره نشته چې ددوستم ژغورنې ته عملې لاس را وړاندې کړي. د اشغال په پایته رسیدو سره به د هیواد په کچه د ویش په سر د غلو جګړه پیل شي. داجګړه به دومره زور واخلي چې د دولت د وسله والو مخالفینو هغه چې دوی ېې طالبان بولي او عملاً پراخه ملي خوځښتونه دي  له ډیرو درنو جګړو پرته یو ځل بیا دغلو ټغر ور ټول کړي. هغه څنډنه چې له دې لارې راځي لومړی هدف به ېې بې له شکه دهغو غلو او جنایتکارانو ځپل وي چې د خپل پایښت په خاطر دغیر متمرکز کولو یعنې په ښکاره د تجزیی لوبه مخته وړيدوستم په جګړو او سیاست بازیو کې ښه پوخ شویدی او دغه راتلونکې په خپلو سترګو ویني نو ځکه ېې غوغا تر آسمانه ختلې ده.