Nakhtar

د اوبــو، انــارو، انګـورو، شـاتو، کورکمنـو، غـوزانو، مـومپلو، ګــاځــرو، کـــدو، هـوګـې، هنـدواڼــو ، بادامــو، بېنډیو او الــوبخارا ګټــې

11.11.2016 10:51

 په خالي معده د ګرمو اوبو څښل!!! 

Bildergebnis für trinkwasser

ژپاړه: انجينر محمد الله پښتون

کاشکي زه په دې وتوانيږم چي دا موضوع تر ټولو خلګو پوري ورسوم چي د خدای تعالی غټ ترینه نعمت روغ صحت دی.

د زړه یو متخصص ډاکتر وايي؛ چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لري، ور سره شریک کړئ. په حقیقت کي نوموړي شخص د یو انسان ژوند ژغورلی دی.

په ګرمو اوبو سره درملنه.

هیڅ باور د چا نه کیږي، ډيري داسی ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي. د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې، نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده:

شدیده سردردي، د ویني فشار، کم خوني، د زنګنو درد، فلج، د زړه شدید ضربان، د ویني غوړ، ذکام، د ستوني پاړسوب، سل، د شریانونو پاړسوب بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري او همدارنګه د معدې پاړسوب، کم اشتهایي او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو، غوږ او حنجره پوري مربوط وي، زیات ګټوري دي.

د استعمالولو کړنلاره:

څه وخت چي اوبه په جوش راغلې، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه پورته سۍ، څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ! اوبه باید ګرمي وي. ولي دومره باید ګرمي نه وي چي معده مو وسوځوي، د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ! ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو له څښلو سره په مشکل کي کیږي. کیداسي چي لږ لږ وڅښي، تر څو  ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي. چي پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.

شکره په ۳۰ ورځو کي، ویني فشار په ۳۰ ورځو کي، د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي، د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي، سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي،  میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي، د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي، شدید سردرد په ۳ ورځو کي، کم خوني په ۳۰ ورځو کي، د ویني غوړ په ۴ میاشتو ي، فلج په ۹ میاشتو کي او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي.

د اوبو له دې ګټو هم خبر شئ:

د انسان ۶۰٪ بدن له اوبو څخه جوړه شوې چې دغه اړتیا پوره کولو لپاره باید هره ورځ له ۶ څخه تر ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

دلته مو د اوبه څښلو له ځینې مهمو ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن فعالیت زیاتوي:
د اوبه کموالی انسان ته د ستړیا احساس ورکوي او انسان د ډیر فعالیت مخه نیسي. له اوبه څښلو سره زړه په ښه توګه وینه بدن ته پمپ کوي چې په مرسته يي د بدن مختلفو برخو ته په بهتر ډول اکسیجن استول کیږي کوم چې د انساني حجراتو د فعالیت لپاره ډیر زیات اړین دی. په نتیجه کې انسان ډیر فعالیت کولی شي او زیاته اندازه اوبه استعمال له امله انسان د فکر کولو وړتیا هم پیاوړی کیږي.

۲- عضلې او مفصلونو سره مرسته کوي:
د اوبه زیات استعمال د عضلې له څړیکې څخه مخنیوی کولو سربیره د بدن مفصلونو ته د اړتیا وړ غوړ رسولو کې هم مرسته کوي.

۳- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
اوبه څښل بدن د زکام او نورو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. له دې سربیره اوبه انسان د زړه له حملې، تنفسي ناروغیو او د کولمو له مختلفو ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

۴- د پښتورګو تیږه له منځه وړي:
دغه ناروغۍ اوس ورځ تر بلې زیاتیږي چې یو لامل يي دا هم کیدی شي چې اوس خلک زیاته اندازه اوبه نه استعمالوي. اوبه په بولو کې مالګه او منرالونه رقیقوي. همدغه مالګه او منرالونه کله چې کلک شي د پښتورګو په تیږه بدلیږي.

۵- اضافي وزن کنترولوي:
اضافي وزن د ډیرو مختلفو ناروغیو اصلي او یوازینۍ لامل دی خو د اوبه زیاته اندازه استعمال د میتابولیزم فعالیت زیاتولو سره له انسان سره وزن کمولو کې مرسته کوي.

۶- ویښتانو ته ځلا ورکوي:
که ځلا لرونکی ویښته، ځوان څېره او روغ بدن یا دریواړه یوځای غواړئ نو ټولو لپاره اوبه یوازینی غوره او طبیعي درمل دی.

۷- له بدن څخه زهرجن مواد لرې کوي:
د بدن اضافي مواد د خوله او بول په بڼه وباسي کوم چې د ګردې له مختلفو ناروغیو او بولو اړوند مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۸- د زکام مخه نیسي:
لاسونه په صابون او ګرمو اوبو مینځل میکروب مختلف ډولونو مخه نیسي او انسان له ناروغیو څخه ژغوري. له لاس وینځلو وروسته وچول يي هم اړین دی ځکه چې څیړنو ثابته کړې چې لوند لاس د باکتریا په خپرولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. لوند لاس له یو بل سره مه سولوئ ځکه چې دغه عمل باکتریا تولیدوي.

اوبه وڅښئ، له ډاکټرانو لرې اوسئ!

زموږ ژوند کې ډیر داسې څیزونه شته چې په حقیقي قدر یي نه پوهیږو، چې د هغو له جملې څخه یو هم اوبه دي. زموږ ټولنه کې اوس هم ډیر خلک چای د دې لپاره څښي چې له اوبه څښلو بیغمه شي. دوی داسې انګېري، ډېرې اوبه ګټه نه لري؛ نو باید چای وڅښي تر څو له ډېرو اوبو څښلو خوندي پاتې شي.

یو انګلیسي متل وايي چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټره لیرې ساتي، خو د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه به مو له ډیرو ډاکټرانو لیرې وساتي.

د ډاکټرانو په اند هر انسان باید د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي تر څو د بدن ضرورت یې پوره او له ډېرو ناروغیو وژغورل شي.

روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ اضافي وزن کمول: اوبه د بدن اضافي وازدې او وزن کمولو تر ټولو غوره لار ده ځکه چې کالوري، غوړ، قندې مواد او کاربوهایدریت نه لري.

۲ـ زړه حملې کموي: د ۲۰۰۲ ز کال د یوه څیړنې په نتیجه کې ثابته شوه هغه کسان چې د ورځې له ۵ ګیلاسو څخه زیاته اوبه څښي ۴۱٪ کمه د زړه حملې په نتیجه کې مری نسبت

هغو کسانو ته چې د ورځې ۲ ګیلاسه اوبه څښي.

آیا ۴۱٪ زړه حملې کموالی د ۵ ګیلاسو اوبو ارزښت نه لري؟

۳ـ انرژي زیاتوي: د اوبو کمښت په بدن کې د عضلاتو ویده کیدو او انرژي کموالۍ سبب ګرځي. د اوبو زیات استعمال د عضلاتو فعالیت او د بدن انرژي زیاتوي.

۴ـ د سردرد علاج: د ۸۰٪ سردرد لامل په بدن کې د اوبو کمښت دی. اعصاب زیاته برخه له اوبو جوړه شوې او فعالیت لپاره هم اوبو ته ضرورت لري نو په همدې اساس د اوبو کمښت د سردرد سبب ګرځي.

۵ـ هضم کې مرسته کوي: د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم او غیر ضروري موادو د دفع لپاره زیات مقدار اوبو ته ضرورت لري. په کافې اندازه اوبه د خوړو هضم اسانه کوي اومعدې تیزاب د زیاتیدو مخه نیسې.

۶ـ د سرطان مخنیوی کوي: روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښل د کولمې سرطان خطر ۴۵٪ او د مثانې د سرطان خطر ۵۰٪ کموي او همدا راز د سینې سرطان لپاره ګټور دی.

۷ـ په ګردو او مثانه کې د تیګې جوړیدو مخه نیسي.

۸ـ غسل کولو څخه مخکې یو ګیلاس اوبه څښل د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۹ـ ډوډی خوړلو څخه مخکې اوبه څښل د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

اوبه يوازي په تنـــــــــــــــده کې وڅښئ

له ډېره وخته هره ورځ د اته ګلاسونو يا يوليټر اوبو څښلو مشوره ورکول کېږي مګر ډاکټر کرس وين ټيلکين پوښتنه کوي چې ددې کوم ساينسي دليل هم شته؟

په استراليا کې ددې کال په لومړيوکې په لوبو تحقيق کونکو ساينس پوهانو ددې له پاره يوه غيرمعمولي تجربه وکړه چې د اوبو کمی د لوبغاړو په لوبو څرنګه اثرکوي.

ددې تجربې له پاره يې په بايسکل چلونکوباندي ترهغو ورزش وکړترڅو يې چې د خولې وتلو له امله د بدن درېيمه سلنه وزن کم نه شو، له دې وروسته يې ددوئ بايسکل ځغلونه يوځل بيا په دوو طريقو امتحان کړه، اول داچې په بدن کې يې دوه فيصده اوبه پاتي شوې او بله دا چې د اوبو مقدار يې بلکل متوازن وو.

 اوبه څښل د خطرناکو نارغيو اسانه درملنه ده
 د پاکو اوبو څښل انساني بدن لپاره تر ډېرو درملو ګټور بلل شوي دي.

د چين او جاپان خلک تل د خوړو پر مهال ګرمې اوبه څښي او دې سره د هاضمې نظام روغ جوړ وي او د دې پر خلاف د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو اوسيدونکي د خوراک پر مهال يخې اوبه څښي او د طبي کارپوهانو په وينا دې سره د معدې او سرطان ناروغۍ پيدا کېدای شي.

که په خالي خيټه اوبه وڅښو، نو ډېرې ګټورې دي او که سهار وختي يې په نهاره وڅښو، نو له ډېرو ګواښنده او خطرناکو ناروغيو به مو وژغوري.

ډاکټران وايي، که د دوی په ښوول شوې طريقه اوبه وڅښل شي، نو د وينې لوړ فشار او د شکرې ناروغي په يوه مياشت کې له منځه ځي او او د معدې ناروغي او قبضيت په لسو ورځو کې ورکيږي.

په نهاره د اوبو څښلو طبي طريقه

کله چې له خوبه راپورته شئ، نو ويښېدو سره سمدستي بايد څلور ګيلاسه اوبه وڅښئ، چې مقدار يې یو ليټر کيږي.

په لومړيو وختونو کې د دومره ډېرو اوبو څښل ستونزمن وي، خو ورو ورو ورسره عادت کيږئ او څومره چې څښلی شی ځان ترې مه درېغوی.

له دې وروسته خپل غاښونه ومينځئ او تقریبا يو ساعت وروسته سباناری «د سهار چای» وکړئ. د سهار له چاي وروسته تر دوو ساعتونو له هر ډول خوراک او څښاک څخه په بشپړه توګه ځان وساتئ، نو په ډېره لنډه موده کې مو په بدن کې مثبتې نښې او بدلونونه وګورئ.

دا دخپل ډول لومړۍ تجربه وه، ځکه چې لوبغاړو ته اوبه د سيروم له لاري ورکړل شوې او دوئ ته دا هم معلومه نه وه چې څومره اوبه ورکول کېږي، دا خورا مهمه هم ځکه وه چې په موږ او په ځانګړي ډول لوبغاړو باندي د اوبو څښلو رواني اغېز وي.

حيرانونکې ده چې دهغو لوبغاړو چې په بدن کې يې د اوبو مقدار متوازن وو او د هغو چې اوبه پکې کمي وې، د ټولو کارکردګي يو ډول وه.

دغه تجربه د (په تنده کې وڅښئ) په نوم تحقيق يوه حصه ده چې په توسط يې لوبغاړي پوهول کېږي ترڅو خپل بدن کې د اوبو مقدار په غيرضروري توګه زيات نه کړي، ځکه چې په بدن کې يې د مائع مقدار زياتوي چې له امله يې د (Sodium) سوډيم يا مالګي مقدار کمېږي او دا کمښت بيا د ( Hyponatremia ) هائي پون ايټريميا کېدو خطر زياتوي.
ددې بيماري علامې دادي چې انسان دکمزوري، بې حالي او سردرد احساس کوي، قی / استفراغ کوي، خسته وي، د ځای او وخت بې نظمي ته يې توجه زياته وي، د شعور او بې هوشي سطح يې کمه وي او د بدن د حرارت درجه يې هم لږ وي، وهم او پريشاني يې زيات وي او ……………..

کېدای شي دا نتائج دومره حيرانونکي نه وو ځکه چې انساني ارتقاپه سخته ګرمي کې دسخت ورزش په برکت شوې، مګر نن سبا موږ ته ويل کېږي چې هره ورځ اته ګلاسونه اوبه څښل د صاف پوست، د ستړيا کمي او د ذهانت د اضافې سبب ګرځي، نو دا خبره له کومه راغله ؟.

حقيقت دادی چې هغه خلک چې ډېر کار نه کوي هغوئ هره ورځ له شپږو تر اتو ګلاسونو اوبو څښلو ته اړتيا نه لري، دوئ يوازي د ورځني خوراک، چايو او شيربت په څښلو د اوبو ضرورت پوره کوي، د ډاکټرانو له قراره له شپېتو تر اويا کيلو وزن لرونکی انسان بايد په ورځ کې ياده اندازه اوبه ونه څښي، په زياته بيا هغه چې دروند کار نه کوي.

ددې خبري هيڅ سائنسي حقيقت نشته چې موږ هره ورځ اته ګلاسونه اوبو څښلو ته اړتيالرو، ډاکټر کرس وين وايي چې د انسان جسم د اوبو کمی برداشت کولی شي خو زيادت يې خطرناک ثابتېږي.

پورتني تحقيق دا هم ثابته کړه چې د انسان بدن په خپله ددې خبري تعين په خورا ښه طريقه سره کولی شي چې څومره اوبو ته ضرورت لري، ځکه چې د اوبو او آکسيجن مثال يو غوندي دی، تاسي يوازي په هغه اندازه آکسيجن اخلئ چې ضرورت ورته لرئ، بالکل همدغسي که له ضرورته زياتي اوبه وڅښئ هيڅ فايده به درته ونه کړي او له بدن نه به مو ووځي.

 انار د نړۍ تر هرې میوې زیاتې ګټې لري 

378053-sepik

د نړۍ هره طبیعي خواړه ځینې پټ او ښکاره ګټې لري خو د انګلستان ساینسپوهانو د څیړنو په نتیجه کې وویل چې انار د نړۍ تر بلې هرې میوې زیاتې ګټې لري.

انګلستان د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو په تیرو لسو کلنو کې د انار په اړه شوي مختلفو څیړنو په اړه یو راپور خپور کړی د کوم په اساس چې انار د نړۍ تر ټولو ګټوره میوه ټاکل شوی.

د اکسفورډ پوهنتون لخوا خپور شوی دغه راپور پر بنسټ انار په میوو کې تر ټولو زیات روغتیايي ګټې لري. د دغې میوې استعمال په بدن کې د ځینې برخې اضافي وزن کموي.

په دغه میوه کې شته ګټور مواد په بدن کې د اضافي وزن زیاتوونکي حجرات او نسجونه له منځه وړي چې له دې سره د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ځینې څیړنو پر بنسټ د دغې میوې اوبه انسان له ذهني فشار یا خپګان څخه ژغوري او د دغې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

څیړونکي ویلي چې په انار کې د سنترې او شین چای په نسبت درې چنده زیاته انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې د انسان بدن د فضله موادو له ناوړه اثراتو ژغوري.

د دغې میوې ورځنۍ او دوامداره استعمال په انسان کې د پورستات او کولمو د سرطان مخه نیسي. د دغې میوې ورځنۍ استعمال په بدن کې د پروستات سرطان تولیدوونکي حجرات له منځه وړي.

له خواړه وروسته د دغې میوې استعمال په انسان کې د شکر اندازه نورماله ساتي له دې سربیره انار د زړه شریانونه له غوړ او نور اضافي موادو څخه پاکوي او په دې ډول د وینې جریان بهتره کوي.

له ټولو پورتنیو ګټو سربیره دغه میوه د پوټکي او ځیګر مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او بې ضرره درمل ګڼل کیږي او کولی شي په ځیګر کې ټول شوی غوړ له منځه یوسي.

 انګور: د بې شمیرو روغتیايي ګټو تر ټولو غوره منبع 

Bildergebnis für ‫انګور‬‎

د الله (جل جلاله) هر نعمت بې شمیره ګټې لري او کولی شي انسان له یو شمیر مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. ځینې میوې او خواړه بیا د نورو په پرتله ډیر ګټور مواد او روغتیايي ګټې لري.

انګور هم یو له هغو ګټورو خوړو څخه دی چې د بې شمیره روغتیايي او ګټورو موادو تر ټولو غوره او ستره منبع ګڼل کیږي. دلته مو د انګور له یو شمیر روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن اضافي وزن په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

۲- په بدن کې د ګټور کولیسټرول اندازه زیاتوي.

۳- د الزایمر (یادداشت) د ناروغۍ خطر کموي.

۴- د انټي اکسیډنټس (Antioxidants) یو له تر ټولو غښتلو منابعو څخه ګڼل کیږي.

۵- د عضلاتو بیرته رغیدو کې مرسته کوي.

۶- د زړه د حملې څخه مخنیوی کوي.

۷- د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۸- انسان د عمر زیاتیدو له اغیز څخه ژغوري.

۹- انسان د سردرد له ځینو ډولونو څخه ژغوري.

۱۰- د سرطان په مخنیوی کې هم مهم رول لوبوي.

۱۱- په بدن کې د شکر د ناروغۍ په خلاف مبارزه کوي.

۱۲- د پړسوب ضد خاصیت لري.

۱۳- د پوټکي لپاره یو له ګټورو خوړو څخه دی.

 انګور د سترګو نظر تېزوي! 

دا خو همېشه اورو چې ګازرې د سترګو نظر لپاره ډيرې ښې دي، خو اوس تازه یوې نوې طبي څېړنې دې برخې ته یوه بله تازه مېوه انګور هم ورزیاته کړې ده.

د امریکا میامي پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې انګور خوړل له اینټي اکسایډنټس څخه پوره وي، روغتیا ته ګټه رسوي او تر ټولو مهم یې دا چې سترګو نظر ښه کوي.

څېړونکو زیاته کړې چې انګور ویټامن سي، کی او بیټا کروټين څخه ډک وي او دا د بدن دننه خطرناک مالیکیولز وباسي او ورسره د سترګو نظر هم ښه کیږي.

یاده څېړنه د امریکا په نیوټریشن ژورنال کې خپره شوې ده.

د انګـــورو ۲۰ فایــــــدې

Delicious-green-grapes-and-red-grapes_2560x1600

ليکوال: فضل الدين احسان بنوزی

انګور يوه ډيره ګټوره ميوه ده چې د ويټامين (A,C,B6)او Folic acid او ځينې نور ضروري منرالونه لکه پوتاشيم ،کلسيم،اوسپنه ، پاسپورس ،مګنيشيم او سلينيم لري.

د انګورو يو څو مهمې ګټې په لاندې ډول دي

1. نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره : لکه څرنګه چې انګور د معالجه کونکې ميوې په هيڅ پيژندل شوی نو کولاي شو چې د نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره استعمال کړو ځکه چې انګور په زياته اندازې سره اوبه لري چې دغه اوبه په سږو کې د نفس تنګي د پيښو د کميدو سبب ګرځي .

2. د هډوکي تندرستي او قوت لپاره: انګور د اوسپنې ،مس او مګنيشيم يوه غوره منبع ده کوم چې د هډوکي د جوړيدو او قوت لپاره ډير مهم منرالونه ګڼل کيږي، نو که چيرې په خپلو خوړو کې د انګورو خوراک اضافه کړو نو مونږ به د اوستيوپورو سيز(Osteoporosis) او مګنيزم هم د بدن لپاره يو مهم عنصر ده کوم چې د ميتابوليزم د عمليې په وخت کې د پروتين په هضم کې ،د کوليجن(Collagen) په جوړولو کې او هم د عصبي سيستم ترسره کولو کې ډيره مرسته کوي .

3. د زړه ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور په وينه کېد Nitric Acid اندازه ډيروي چې په نتيجه کې د وينې د پړنديدو مخنيوئ کوي نو ځکه انګور د زړه د حملي د کميدو لپاره يوه مؤثره ميوه ده او همدارنګه په وينه کې د کولسترول اندازه هم کموي.

4. د نيم سرې تبې(Migraine) د کنترول لپاره : د پاخو انګور جوس د نيم سرې تبې د کنترول لپاره ډير ښه علاج دی بايد په سهار کې د اوبو د ګډولو نه بغير وڅکل شي په خاص ډول د نيم سرې تبې د کنترول لپاره د سروانګورو اوبه وڅکل شي.

5. د قبضيت د ناروغۍ د مخنيوي لپاره : انګور د قبضيت له منځه وړلو لپاره يوه مهمه ميوه ده ځکه انګور عضوي تيزاب ،بوره او سلولوز لري او د کولمو عضلات قوي چې په نتيجه کې د اوږدې مودې لپاره دقبضيت د اراميدو سبب ګرځي.

6. د بد هضمي له منځه وړلو لپاره : انګور د بد هضمي يو مهم او ښه علاج ده او هم د نس درد ارام کوي.

7. ستوماني له منځه وړي: سپين او روښانه انګورو جوس په خپل ساختمان کې اوسپنه لري چې د ستوماني د کميدو سبب ګرځي او د وينې کموالي ناروغۍ هم په ډيرو انسانانو کې مينځ ته راځي نو انګور ستاسو په بدن کې د اوسپنې او نورو منرالونو توازون رامنځته کوي چې د اوسپنې د کمبود په نتيجه کې هډوکئ کمزوی کيږي او انسان د ورو ودې سبب ګرځي.

8. د شکرې ناروغۍ د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې د انګورو پوستکې په وينه کې د شوګر يعنې د شکرې ناروغي د کنترول لپاره يو عجيه فعاليت کوي.

9. د غاښونو د ساتنې لپاره : د نوو څيړنو له مخې سره انګور او د انګورو تخمونه د غاښونو ساتنه کوي.

10. د پښتورګو د ناروغيو د کنترول لپاره : انګور د Uric acid د تيزابيتو تاثيرات کموي او د سيستم څخه تيزاب له منځه وړي نو په پښتورګو باندې د فشار او زور د کميدو سبب ګرځي او همدارنګه انګور په زياته اندازې سره اوبه لري نو د يورانيش عمليه تيزوي

11. د وينې د کلسترول د کموالي لپاره: انګور د Pterostilene يو مرکب لري چې دغه مرکب ددې ظرفيت لري چې په وينه کې د کلسترول اندازه کمه کړي.او همدارنګه د انګورو په پوستکي کې Saponin موجود ده چې د کلسترول سره په يوځاي کيدلو سره يې د کلسترول د جذب کچه کميږي.

12. د بکتريا او وايرسونو د فعاليت د کنترول لپاره : سره انګور ډير قوی د بکتريا او وايرسونو د خاصيت ضد فعاليت کوي کوم چې انسان په وايرسونواو بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ژغوري او همدارنګه د پوليو وايرس کنترول لپاره هم يوه قوي مانع دی او انګور انسان په کولمو او د بدن په نوروسيستمونو کې د بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ساتي.

13. د سينې سرطان د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې انګور د سينې د سرطان ناروغۍ کنترولوي ،دسينې د غوټو دحجم په کميدلو کې هم مرسته کوي د انګورو د اکسديشن ضد عمليې په درلودلو سره د ټولو سرطاني ناروغيو د کنترول لپاره ګټور دی چې د انګورو جوس يا اوبه د سينې د سرطان د کنترول لپاره ډيې موثرې دي خصوصاً د ښځينه د سرطان ناروغي په ډير ښه ډول کنترولوي.

14. په زيات عمر لرونکو خلکو کې د حفاظي د کمزوري ناروغۍ (Alzheimr’s ) د کنترول لپاره : انګور په خپل ساختمان کې پولي پينول درلودونکئ دی چې د زيات عمر لرونکو خلکو حفاظې د کمزوري د ناروغۍ اندازه کموي،مطالعو ښودلې ده چې انګور د دماغو هم قوي کوي،د برتانيې Nutrition Claim په نوم مجلې په يوه ليکنه کې ذکر کړي چې د انګورو اوبه د دماغو وظايف اصلاح او ښه کوي خصوصاً د هغه زيات عمر خلکو کې کې چې د هغوئ دماغو ته صدمه رسيدلې وي

15. د سترګو ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور کولای شي چې د عمر مربوطه د سترګو د ديد د کموالي او د سترګو ناروغيو مخه ونيسي. په ميامي پوهنتون(Miami University) کې اوسنيو څيړنو دا ښودلې ده چې انګور غني غذا ده کوم چې سترګې صحتمندې ساتي او د سترګو د ديد د کميدو مخه نيسي.

16. د انسان دفاعي سيستم د قوي کيدو لپاره : انګور د منرالونو سره سره ويټامينونه(A,C,K,B6) لري نو انګور زمونږ د بدن ډيرو سيستمونو صحت ته پرمختګ ورکوي په خاص ډول سره دفاعي سيستم ته ډير پرمختګ ورکوي.

17. د سترګو د شبکوري ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور د اکسديزيشن ضد موادو په درلودلو سره د free Radical(هغه ماليکولونه چې يو ماليکول د بل ماليکول ځاي نيسي او هغه ماليکول له منځه وړي ) سره کلکه مقابله کوي او له منځه يې وړي چې Fee Radical د سترګو د شبکوري ناروغۍ زياتوي

18. په وينه کې د تيزابو د زياتوالي کنترول لپاره

19. د تبې او کم خوني د کنترول لپاره

20. جنسي غړو د بې نظمي د کنترول لپاره :

پورته 18,19,20 نمبرو ناروغۍ د وچو انګورو يعنې د مميزو په خسړلو سره کنتروليږي او همدارنګه مميز د تبې د کنترول لپاره هم کولاي شو چې استعمال يې کړو.

 د سپينو شاتو ګټي 

سپین شات

محمد قدوسي-

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (68) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (69) سورة النحل

او ستا رب مچيو ته وښودل چي له غرونو، درختو او له هغو تختو څخه خپل کورونه جوړ کړئ چي خلګ يې درته ږدي بیا له ټولو مېوو خواړه خورئ بيا په اساني سره د رب په درښودلو لارو ځئ. ددوی له خېټو داسي څښاک راوزي چي بېلابېل رنګونه لري او دخلګو لپاره په هغه کي روغتيا او درملنه ده بېشکه پدې کي دهغه چا لپاره دالله تعالی دقدرت نښي دي څوک چي سوچ او فکر لري.

عن بن مسعود رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم “عليكم بالشفاءين العسل والقرآن” .أخرجه بن ماجه بإسناد جيد

ابن مسعود رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل په دوو شيانو خپله درملنه کوئ شات او قرانکريم.

شات دجسماني ناروغيو علاج دی او قرانکريم دقلبي ناروغيو درملنه کوي لکه ابن مسغود رضي الله عنه چي فرمايي:

إن العسل فيه شفاء من كل داء، والقرآن شفاء لما في الصدور .
بېشکه شات دهري بدني ناروغي علاج دي او قرانکريم دزړه دناروغيو درمل دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کومي څېړني او تجربي چي دسپينو شاتو په هکله شوي لاندي ګټي يې جوته شوي تاسو کولای شئ چي همدغه معلومات دنټ په پاڼو هم ولولئ مونږ دلته په لنډه توګه را ژباړلي او ستاسو مخي ته يې ږدو.

  • دزړه عضلات تقویه کوي

  • دزړه ناروغيوي او لوړ فشار کنترولوي

  • دټېټ فشار درملنه کوي

  • نفس تنګي

  • ټوخی او بلغم ختموی

  • دپوزي دانسداد مخه نیسي

  • دستوني التهاب

  • دستوني وچوالی

  • ستوماني له منځه وړي

  • دمعدې ناروغي او زخم يې جوړوی

  • سر درد ختموی

  • دتناسلي الاتو او مثانې ناروغيوی

  • دنرتوب کمزورتيا

  • دپښتورګو ډبري

  • دپښتورګو زړې او نوی ناروغيوي

  • دمثانې زخم

  • دمثانې کمزورتيا

  • دبندونو دردونه

  • دغاښونو ماتېدل او يا چېنجي وهل

  • په متيازو نه کنترول

  • دسوځېدلو او له عملياتو وروسته دپرهارونو روغول

  • دخولې سرطان

  • دپوستوکي سرطان

  • د رحم ناروغيوي او دحمل دتسمم مخنیوی

  • دحمل په وخت کي دمعدې جوش

  • دسترګو کمزورتیا

  • دسترګو التهاب

  • دپوزي دننه التهاب

  • دغوږونو، پوزي او ستوني التهاب

  • دوېښتانو ماتېدل او لوېدل

دطب نبوي نسخه ستاسو دبشپړي روغتيا پانګه چي په ياد شويو سوچه او اصلي يوه كيلو سپينو شاتو (Raw Honey) کي تیاره شوي دژمي له ناروغيو ستاسو ساتنه کوي او دالله تعالی په فضل ستاسو نوي او زړې يادي شوي ناروغيوي ختموي.

مونږ په ځان او نورو ناروغانو وازمويله دشکري ناروغانو ته ګټه کوي نقصان یې نشته له یوې اونۍ وروسته ستاسو هره ناروغی کنترول کوی تاسو یې هم وازمویئ.

 تور بانجان؛ د حیرانوونکو ګټو غوره منبع 

تور بانجان په نړۍ کې یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې هم يي خوند ښه دی او هم د بې شمیره روغتیايي ګټورو موادو غوره منبع ګڼل کیږي.

دغه خواړه ځینې ډیرې مهمې روغتیايي ګټې لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د دغې خواړه له ځینو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو.

تور بانجان د فایبر (Fiber) غوره منبع ده
فایبر (Fiber) نومې مواد د قبض ناروغۍ له منځه وړلو لپاره ډیر زیات ګټور دی. که غواړئ د قبض له ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو خپل ورځنۍ خواړه کې تور بانجان ته ځای ورکړئ. دغه خواړه له بدن څخه د مضرو موادو په خارجولو کې مرسته کوي. د یو شمیر روغتیايي څیړنو پر بنسټ دغه خواړه د غټو کولمو له سرطان څخه هم مخنیوی کوي.

وزن کمولو کې مرسته کوي
د یو ګیلاس په اندازه تور بانجان یوازې ۳۵ کالوري لري. تور بانجان هیڅ ډول وزن زیاتوونکی مواد نه لري. دغه خواړه انسان له اضافي خواړه خوړلو څخه ژغورلی شي.

پوټکی له زړیدو ژغوري
زیات شمیر لارې او خواړه د دې لپاره چې د پوټکی د زړیدو مخه ونیسي شتون لري خو د تور بانجان استعمال بیا په ټولو کې اسانه او ارزانه لاره ده. یو ګیلاس تور بانجان ۰.۴ ملي ګرامه ویټامین اي (Vitamin E) لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري او د انسان پوټکی له زړیدو ژغوري.

د انرژي غوره منبع ده
دغه خواړه د پیچلو کاربوهایډریټونو یو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. تور بانجان تاسې ته د اړتیا وړ انرژي درکولی شي. دغه خواړه د بي ویټامینونو (B-Vitamins) غوره منبع ده کوم چې د بدن پروټین او غوړ په انرژي بدلولی شي.

اعصاب پیاوړی کوي
تور بانجان اعصاب روغ او ځوان ساتي. د څیړنو پر بنسټ په تور بانجان کې شته روغتیايي مواد اعصاب د عمر د زیاتیدو له اغیز ژغورلو سره ځوان ساتي.

کولیسټرول ټیټوي
په تور بانجان کې شته فایبر د بدن د مضر کولیسټرول اندازه په بدن کې د غوړ موادو جذب څخه مخنیوی کولو سره کموي. دغه خواړه ویټامین ډي ۳ (Vitamin D3) هم لري کوم چې د ګټور کولیسټرول اندازه زیاتولو سره د مضر کولیسټرول اغیز له منځه وړي.

د کورکمن (زرد چوبه) ناروغي وژوونکو او حیرانوونکو ګټو څخه خبر شئ

کورکمن چې په زرد چوبه هم مشهور دی په عمومي ډول په خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کیږي او د یوناني درملو په ټولو دوکانونو کې موجود وي.

کورکمن یو شمیر حیرانوونکې ګټې او خواص لري چې کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري او د ځینو مهلکو روغتیايي ستونزو څخه مخنیوی وکړي.

دلته مو د کورکمن له یو شمیر حیرانوونکو ګټو څخه چې تاسې به يي استعمال ته وهڅوي اشنا کوو:

  • د پړسوب ضد خاصیت لري.
  • طبیعي انتي بایوټیک (Antibiotic) ګڼل کیږي.
  • د پروستات د سرطان څخه مخنیوی کوي.
  • د بدن عضلات غښتلی کوي.
  • د پوټکي ناروغي درمل کوي.
  • د ټوخي لپاره تر ټولو غوره درمل دی.
  • د ساه بندۍ د ناروغۍ مخه نیسي.
  • د کولمو د سرطان څخه مخنیوی کوي.
  • د ذهني فشار او خپګان لپاره یو له تر ټولو غوره درملو څخه ګڼل کیږي.
  • د الزایمر له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.
  • د مفصلونو د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
  • له ځیګر څخه زهري مواد خارجوي.
  • وینه تصفیه کوونکی خاصیت لري.
  • میتابولیزم بهتره کوي.
  • غوره انټي اکسیډنټ (Antioxidant) له جملې څخه دی.
  • د وینې د لخته (غوټه) کیدو خطر کموي.
  • د زړه او عصبي حملو څخه مخنیوی کوي.
  • په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي.
  • هاضمې سیسټم بهتره کوي.

 چارمغز او مومپلي مو عمر زیاتوي 

Bildergebnis für walnussBildergebnis für erdnuss 

د ډنمارک د ماستریخت پوهنتون د زړه او د زړه د شریانونو د څیړنې په څانګه کې پراخو څیړنو ښودلې چې د چارمغز او مومپلیو خوړل د انسانانو د ژوند په اوږدوالي کې مرسته کوي او په زاړه عمر کې د خلکو د روغ او ښه صحت ضمانت کوي.

دغو ډاکټرانو ویلي چي چارمغز او مومپلي دواړه د انسانانو پر صحت باندي یو ډول ښه اثر پریږدي خو هغه مومپلي چي په مالګه ککړ وي او یا غوړ شوي وي پورته اثر له لاسه ورکوي او خوړل یی کومه ګټه نه لري.

د ډاکټرانو دغې څیړونکي ډلې د ۵۵ څخه بیا تر ۶۹ کاله عمر لرونکي یو لک او شل زره نارینه او ښځو باندې څېړنه کړې وه، دوی دغه پورته شمیره خلکو څخه ټول هغه کسان چې چارمغز او یا مومپلي یې خوړلي جلا کړي او له ادارې سره ثبت کړي وو او هغه خلک چي مومپلي یا چارمغز یې خپل ورځېنۍ غذا سره نه اخیستل هغه خلک یی جلا ګروپ بندي کړي وو، لس کاله وروسته چې یې کله دواړه ګروپه خلک بیا ولیدو نو هغه کسان چي مومپلی به یې خوړلي د هغو خلکو په پرتله چي مومپلي یا چارمغز به یی نه خوړل ډیر تکړه او صحتمند وو.

د ډاکټرانو د څیړونکي ډلې مشر پروفیسر پیټ وان ډین برانډ وایي ټول هغه کسان چې چارمغز یا مومپلي به یی نه خوړل د هغو کسانو په پرتله چي مومپلي یا چارمغز به یی خوړل یا خو ډیر ضعیفه وو او یا وختی مړه شوي وو.

څیړنه دا هم ښیی کوم کسان چې چارمغز او یا مومپلي خوري له هغو سره د میوو او سبزیو د خوړلو شوق پیدا کیږي، هڅه کوي چي خپل ورځني خورک کي میوې او سبزیجاتو ته لومړيتوب ورکړي.

غوره روغتیا لپاره مومپلي مه هیروئ

o-PEANUT-BUTTER-RECALL-facebook

اکثره خلک فکر کوي چې مومپلي به روغتیا ته تاوان ورسوي نو همدې لپاره ځان ترې ساتي خو دغه خواړه له غوره خوند سربېره بې شمېره روغتیايي ګټې هم لري چې دلته مو د نمونې په ډول له څو ګټو سره اشنا کوو.

مومپلي د وینې کولیسټرول ټیټوي:
دغه خواړه له انرژي څخه ډک دي. سربیره پر دې چې زیاته کالوري او غوړ لري خو بیا هم څیړنو ثابته کړې چې مومپلي او د مومپلي کوچ د وینې کولیسټرول له وزن زیاتولو پرته ټیټوي.

ښکلی اندام:
مومپلي او د مومپلي کوچ خوړونکي به سربیره پر ډیر کالوري مصرفولو بیا هم ډنګر بدن ولري. ځکه چې مومپلي په بدن کې د اضافي وزن مخه نیسي.

غوره غوړ:
مومپلي د اضافي وزن په کمولو کې ډيره زیاته مرسته کوي. که څه هم زیاته اندازه غوړ لري خو څیړنو ثابته کړې چې د نړۍ پر مخ یو له غوره غوړو څخه د مومپلي غوړ دی چې کولیسټرول ټیټوي او په وزن کمولو کې مرسته کوي.

حافظه چټک کوي:
مومپلي یو له هغه خواړه څخه دی چې پر اعصاب مثبت اغیز لري. په مومپلي کې موجود ویټامین بي ۳ (Vitamin B3) له نورو ډيرو روغتیايي ګټو سربیره د اعصابو فعالیت پیاوړی کوي او انسان د حافظې وړتیا زیاتوي.

 د ګازرو له ګټو ځان برخمن کړئ 

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کلونه کېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګازرې کرل کېږي تر څو په پخلنځیو کې ترې خلک په زړه پورې او خوندور خواړه تیار کړي. پر خوند او رنګ سربېره ګازرې د انسان په ښکلا کې پوره ونډه لري او له پوستکي څخه ساتنه کوي.

خامې، پخې او یا هم د جوسو په ډول د ګازرو خوړل د بدن لپاره ګټورې تمامېږي، که غواړئ له نورو ګټو یې هم خبر شئ نو راسره پاتې شئ:

که مو د ینې او کولمو سلامتیا ته ارزښت ورکوئ، ګازرې وخورئ.

دغه نارنجي سابه کولی شي د معدې او کولمو هر راز ستونزې  له منځه یوسي؛ معنا دا چې که اسهال یاست او یا هم قبضیت د دواړو حالتونو لپاره ګازرې ګټورې دي، په ځانګړي ډول کله مو چې ماشومان پر اسهال اخته وي، ګازرې ورکړئ.

ګازرې ادرار پاروونکې دي او که وخوړل شي د ادرار کچه مو زیاتوي.

د ګازرو اوبه او یا جوس د هغو کسانو لپاره چې د روماتیزم، ینې او یا هم ارتریت پر ناروغیو اخته وي ګټه رسوي. دغه خوندوره سبزي د ويټامین (اې) ښه سرچینه بلل کېږي چې په بدن کې د پروټینونو د جذب لامل کېږي. هغه کسان چې د ودې په حال کې دي او یا هم د بدن له کمزورۍ سره مخ شوي وي ګازرې ورسره پوره مرسته کوي.

که غواړئ د شپې له خوا مو د سترګو دید زیات شي او په اصطلاح له مستو څخه ويښته وباسئ، نو په ګازرو باور وکړئ، ځګه ګازرې مو د شپې له خوا د سترګو دید زیاتوي.

د پوستکي پر مخ د سپینو لکو د له منځه وړو لپاره د تازه ګازرو اوبه وڅښئ او په اسانۍ سره له دغه شره ځان خلاص کړئ.

که په ورځني ډول یوه قاچوغه د ګازرو شربت وڅښئ، د بدن له دفاعي سيستم سره به مو مرسته کړې وي او د ژمي د فصل له ډول ډول ناروغیو به مو ځان ژغورلی وي.

دا ګټور شربت دغه ډول جوړ کړئ.

دوه یا درې دانې ګازرې ښې ومینځئ او بیا یې حلقه حلقه پرې کړئ، په ښیښه یي مرتبان کې یې واچوئ او له پاسه پرې یوه اندازه بوره او اوبه ور زیاتې کړئ او د قطي سر بند کړئ. دغه شربت د څو ورځو لپاره په یخچال کې کېږدئ او له هغه وروسته ترې ګټه واخلئ.

په ګازرو کې شته بتاکاروتن چې د ښکلا د ويټامینو په نوم یادېږي، د پوستکي لپاره ګټوره ماده بلل کېږي، دغه ماده کولی شي پوستکی د لمر په مقابل کې پیاوړی او د حساسیت مخه یې ونیسي.

د ګازرې له دغو ګټو خبر یاست؟
ګازره هم یو له هغو خوړو څخه دی چې استعمال يي انسان له مختلفو کوچنیو او مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي. نن مو د ګازرې له یو شمیر مهمو ګټو سره اشنا کوو.

۱- د انسان پوټکی له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

۲- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

۳- د پښتورګو فعالیت پیاوړی کولو سره د پښتورګو د مختلفو ناروغیو مخه نیسي.

۴- د زړه د حملې مخه نیسي.

۵- زړه روغ او غښتلی ساتلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

۶- د ځیګر فعالیت غښتلی کولو سره د ځیګر د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

۷- د باکتریا او ویروسونو ضد پیاوړی خاصیت لري.

۸- د سترګو مختلفو ناروغیو او لید زیاتولو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

۹- انسان د غاښونو له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

۱۰- د سرطان ضد پیاوړی خاصیت لري.

د ګازرې له اوبو سره د مختلفو ناروغیو مخه ونیسئ!
Carrot-juice-tomato-juice-beet-juice
 ګازرې زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، فایبر (Fiber) او ځینې نور مواد لري چې کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري.

ګازره له ډیرو طریقو سره د استعمال وړ دی ځینې خلک يي پخوي او ځینې بیا مربا ترې جوړوي خو د دغې سابه تر ټولو غوره استعمال جوس جوړول دی چې له دې طریقې سره يي ګټور مواد نه ضایع کیږي.

دلته مو د ګازرې اوبه له ځینې ګټو سره اشنا کوو:

۱- ګازره زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې انسان د هاضمې سیستم لپاره ډیر ګټور ګڼل کیږي. فایبر له بدن څخه فاضله موادو د انتقال سیسټم پیاوړی کوي او د بدن داخلي سیسټم پاک او روغ ساتي. دغه مواد په بدن کې د باکتریا اندازه هم نورماله ساتي.

۲- د ګازرې اوبه د ځیګر لپاره هم ډیرې ګټې لري. دغه اوبه یو خاص ډول کاربوهایډریټ لري چې اضافي وزن او د ځیګر له تریخی څخه وتونکی ژیړ رنګی ماده په کمولو کې مرسته کوي. ځیګر پیاوړی کوي او زهري موادو له منځه وړولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۳- ګازرې اوبه زیاته اندازه مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، فاسفورس (Phosphorous)، زینک (Zinc)، منګنیز (Manganese)، اوسپنه او ویټامین اې (A)، سي (C)، اي (E) او کې (K) لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي.

۴- ګازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اي (E) لري کوم چې بدن له سرطان ناروغۍ څخه ژغوري. ویټامین اي (E) د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري کوم چې د حجرات له بدلون څخه مخنیوی کوي. څیړونکي وايي چې دغه خاصیت د سرطاني حجراتو د زیاتیدو مخه نیسي.

۵- ګازرې اوبه ډیره کمه کالوري (Calorie) لري چې په همدې اساس وزن کمولو کې هم مرسته کولی شي.

۶- کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اې (A) لري کوم چې د سترګو لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی. د ګازرې اوبه سره د سترګو لید پیاوړی او له پخوا هم صفا کیږي. ګازرې اوبه د هډوکو له ځینې ناروغیو هم مخنیوی کوي.

۷- ګازرې اوبه له بدن څخه ډیر پخواني التهابات له منځه وړلو سره د مفصلونو درد له منځه وړي. په بدن کې شته پخواني التهابات د ډیرو ناروغیو لامل ګرځي چې یو له دغو ناروغیو څخه د مفصلونو درد دی.

۸- ګازرې اوبه کې شته پوتاشیم زړه د وینې نلۍ یا مجرا سیسټم پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري. پوتاشیم په وینه کې د کولیسترول اندازه کنټرولوي. دغه مواد د زړه عضلاتو لپاره ډیر اړین دی.

۹- کازرې اوبه مو ځوان او تاند ښيي. دا ځکه چې کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اې (A) او سي (C) لري کوم چې د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري. دغه خاصیت له بدن څخه ټول هغه ازاد راډیکلونه چې د بدن حجرې تخریبوي او انسان زوړ ښيي له منځه وړي.

۱۰- د ګازرې اوبه مو له ذهني فشار څخه ژغوري. د ګارزې یو ګیلاس اوبه دومره اندازه ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد لري چې تاسې له ذهني فشار او ناروغیو وژغوري.

د کدو پنځه حیرانوونکي ګتې

له دې وړاندې داسې ګمان کیده چې کدو به یوازې د سترګو لپاره ګټور وي خو وروستیو څیړنو ثابته کړه چې کدو له سترګو سربیره د بدن نورو برخو ته هم ډیر زیات ګټور دی.

دلته مو د کدو له هغو پنځو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو چې کیدی شي له دې وړاندې مو په اړه يي نه وي اوریدلی.

۱- اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:
که غواړئ خپل د بدن اضافي وزن کم کړئ نو د وریجې او کچالو پر ځاي کدو استعمال کړئ. کدو زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې ډیر ژر هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د خواړه اړتیا له منځه وړي یعني د وږیتوت احساس له منځه وړي. یوه قوتۍ کدو ۷ ګرامه فایبر لري. کدو ډیر لږ کالوري او زیاته اندازه پوتاشیم لري. په کدو کې شته پوتاشیم له بدن څخه د اضافي مالګې او اوبه په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
کدو ټول هغه ګټور مواد لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو لپاره اړین ګڼل کیږي. کدو زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) کوم چې سترګو ته ډیره زیاته ګټه لري، حل کیدوونکی فایبر (Soluble Fiber) کوم چې د پړسوب ضد خاصیت لري او د بدن د دفاعي نظام حجراتو له پړسوب څخه مخنیوی کوي، فولک اسید (Folic Acid) کوم چې د ډي این اې (DNA) او پروتین ترکیب لپاره اړین دی او ریبوفلاوېن (Riboflavin) کوم چې بدن ته د باکتریايي ناروغيو ضد د جګړې وړتیا زیاتوي شتون لري.

۳- د پوټکي تر ټولو ښه ملګری ګنل کیږي:
کدو زیاته اندازه بیټا- کیروټین (Beta-Carotene) نومې مواد لري کوم چې د پوټکي له ګونجو څخه مخینوی کوی. بیټا- کیروټین نومې مواد د لمر وړانګو په وړاندې له پوټکي څخه ساتنه کوي. کدو د انسان پوټکی په ۴۰ او ۵۰ کلنۍ کې هم ځوان ساتي. له پورتنیو ګټو سربیره کدو زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او اي (Vitamin E) لري چې دغه ویټامینونه په بدن کې د کولیجن (Collagen) تولید زیاتوي. کولیجن د بدن پوټکی تازه او نرم ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه کې شته ویټامین بي ۵ (Vitamin B5) یا پینټوتېنک اسید (Pantothenic) د انسان پوټکی د عمر زیاتوالی له نښو څخه ژغوري او د انسان څیره د اوږدې مودې لپاره تازه او ښېرازه ساتي.

۴- د سرطان خطر کموي:
دغه خواړه د سرطان له مختلفو ډولونو څخه د مخنیوی وړتیا لري او کولی شي انسان د سرطان له مختلفو دولونو څخه وژغوري. په کدو کې شته بیټا- کیروټین (Bata-Carotene) نومې مواد په بدن کې د ویټامین اې (Vitamin A) په انټي اکسیډنټ (Antioxidant) بدلیږي کوم چې د بدن حجرات د هغو ازادو رادیکلونو څخه چې د سرطان لامل ګرځي ژغوري. د کدو زړي یا دانې د انسان په بدن کې د استروژن هارمون (Estrogen Hormone) ته ورته مرکب د فیتو استروژن په نامه تولیدوي کوم چې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber) هم لري کوم چې د څیړنو پر بنسټ په ښځو کې د سینې د سرطان خطر له منځه وړي.

۵- حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره خواړه تشکیلوي:
د روغتیايي کارپوهانو په وینا کدو د حامله ښځو لپاره تر ټولو غوره او پیاوړې خواړه دی. کدو زیات شمیر هغه منرالونه، ویټامینونه او نور ګټور مواد لري کوم چې د جنین په غوره او پیاوړی وده او نمو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه پروټین (Protein)، وزن زیاتوونکی مواد (Fat)، کاربوهایدریټ (Carbohydrates)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین بي ۱ (Vitamin B1)، ویټامین سي (Vitamin C)، نیاسین (Niacin)، کلسیم (Calcium)، فاسفورس (Phosphorus) او اوسپنه (Iron) لري.

 له عصبي ناروغیو څخه مخنیوی لپاره هوګه استعمال کړئ 

as
ټوله نړۍ کې هوګه په ورځنۍ خواړه کې استعمالیږي خو یوې نوې څیړنې ښودلې چې هوګه کولی شي انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

دغې نوې څیړنې کې ویل شوي چې هوګه عصبي حجرات له زړیدو څخه مخنیوی کولو سربیره د ډیرو نورو عصبي ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

د امریکايي پوهنتون پروفیسرانو په وینا ځینې خلک هوګه د پیاوړی خواړه په نوم هم یادوي ځکه چې په هوګه کې شته سلفر د انټي اکسیډنټ ضد او د سوۍ لپاره تر ټولو غوره علاج دی.

د هوګې بې شمیره روغتیايي ګټې کشف او ثابتې شوي خو اوس هم زیات شمیر روغتیايي کارپوهان او څیړونکي کار کوي تر څو د هوګې نورې ګټې هم روښانه کړي.

روغتيايي کارپوهانو په وینا هوګه کې شته کاربوهایډریټس عصبي سیسټم له زړیدو، د سګریټ څښلو له زیانونو او له خارجې صدمو څخه ژغوري.

هوګه سربیره پر دې چې انسان له مختلفو عصبي ناروغیو څخه ژغوري د اعصابو زیانمن شوي حجرات رغوي او دوباره يي فعالوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د مایکروګالیا حجرات د اعصابو او حرام مغز لومړنۍ حفاظتي کړۍ دي چې د مختلفو ناروغیو په وړاندې مقاومت کوي او په ځانګړی ډول له زخم وروسته د بدن سوۍ کموي او هوګه دغه حجرات منظم او فعاله ساتي.

  د هنډوانې روغتیايي ګټې 

Bildergebnis für wassermelone

هندواڼه د لیکوین په نوم مادی درلودونکی دی چه یاده ماده یو قوی انټی اکسیدانت ګڼل کیږی دغه ماده کولی شی د جلد حجرات د آزادو راډیکلونو د ضرر څخه وژغوری.

آزاد راډیکلونه اکثر د لمر د وړانګو سره یواځی منځ ته راځی یادی وړانګی د بدن پر پوستکی بدی اغیزی شیندی د بیلګی په ډول د پوستکی ژر زړښت ، پر پوستکی د ګونځو پیدا کیدل او حتا د پوستکی سرطان د رامنځ ته کیدو سبب ګرځی دغه راز هندواڼه د B او C ویټامینونو تر څنګ یو شمیر منرالونه هم لری لکه پوتاشیم او مګنیزیم چه د بدن د عمومی روغتیا لپاره ډیر ګټور ښودل شوی دی.

همدارنګه په هندواڼه کی موجود لیکوین د کولیسترول د اکسیدیشن او رسوب څخه په رګونو کی مخنیوی کوی چه د رګونو د بندیدو ، د زړه د نارغیو او د وینی د لوړ فشار څخه په مخنیوی کی یو ډول وقایوی رول لوبوی.

دغه راز هندواڼه د انرژی او اوبو یو ښه منبع ګڼل کیږی دغه الهی نعمت د کال په هغه موسم کی چه ورته ډیر ضرورت لیدل کیږی د لاس رسی وړ ده

 بادام مو زړه روغ ساتي 

Almond in wooden bowl, on wooden background

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بادامو خوړل په وینه کې د LDL یا مضر کلسټرولو د کمېدو لامل ګرځي.

د وینې مضر کلسټرول په رګونو کې د خنډونو او پلکونو د له منځه تلو لامل کېږي چې په پایله کې د زړه د حملې لامل کېږي. روغتیا پالان وایي، د بادامو خوړل په وینه کې له مضره کلسټرولو سره مستقیمه اړیکه لري، یعنې څومره چې بادام خوړل کېږي، په هماغه کچه د وینې کلسټرول ښکته راځي.

دوی وایي بادام سره له دې چې په وینه کې د کلسټرولو کچه ټیټوي، د شکرې د ناروغۍ مخه هم نیسي، دوی همدا راز وایي هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره یې دې بادام وخوري.

که غواړئ وزن مو کم کړئ، بادام وخورئ

یوې څېړنې ښودلې چې که په ورځني ډول ۸۴ ګرامه بادام په خپل غذایي رژیم کې ور زیات شي، ۱۴ سلنه د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

یوې بلې څېړنې چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې ده هم دې ته اشاره کړې چې بادام کولی شي د وینې کلسټرول کنټرول کړي او د بدن اضافي وزن او وازګې له منځه یوسي.

دوی وایي، هغه کسان چې د ورځې ۴۲ ګرامه بادم خوري، په شپږو اونیو کې به یې په وینه کې د کلسټرولو اندازه ۵ ملي ګرامه پر دسي وي. او دغه راز به یې د خېټې او پښو وازګې هم اوبه کړې وي.

بادام چې د ګڼو مغذي موادو منبع ګڼل کېږي، د زړه د سلامتیا لپاره هم ګټوره وچه مېوه ښودل شوې ده. په بادامو کې شته ويټامین اي، مګنيزیم او انتي اکسیدان د دې لامل کېږي چې وینه په اسانۍ سره په رګونو کې جریان ولري او د زړه روغتیا تضمین کړي.

که سهار وختي وخوړل شي، د بدن د اړتیا وړ ويټامین اي پوره کوي او د زړه له ناروغیو څخه مو په امن کې ساتي.

 د بېنډۍ (بامیه) یو شمیر حیرانوونکي روغتیايي ګټې 

بېنډۍ یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې بې شمیره روغتیايي ګټې لري او انسان له یو شمیر مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

بېنډۍ ډیره لږه کالوري لري خو د ګټورو روغتیايي موادو تر ټولو غوره منبع ده. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین سي (Vitamin C) او فولېټ (Folate) نومې ګټور روغتیايي مواد لري. همداراز د ویټامین بي (Vitamin B)، ویټامین کې (Vitamin K)، کلسیم (Calcium)، پوتاشیم (Potassium)، اوسپنه (Iron)، مګنیزیم (Magnesium)، منګنیز (Manganese) او زینک (Zinc) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. په دغه خواړه کې یو شمیر انټي اکسیډنټس لکه بیټا کیروټین (Beta-Carotene)، لیوتین (Lutein) او ژانتین (Xanthine) هم شتون لري.

بېنډۍ یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې د زیات شمیر ناروغیو په وړاندې د بې ضرره درمل رول لوبوي. بېنډۍ د لاندې ناروغیو په درملنه کې مرسته کولی شي:

د وینې لږوالی (Anemia): بېنډۍ د وینې له حجراتو سره د وینې بیا تولید کې مرسته کوي او د انیمیا د ناروغۍ مخه نیسي.

د سرطان ضد: په دغه خواړه کې شته انټي اکسیډنټس (Antioxidants) د بدن دفاعي نظام څخه د هغو ازادو رادیکالونو په وړاندې چې حجرات ته بدلون ورکولو سره هغوي ته سرطاني خاصیت ورکوي ساتنه کوي.

نفس تنګي: په بېنډۍ کې شته انټي اکسیډنټس او ویټامین سي د نفس تنګۍ ناروغي په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

هډوکي غښتلی کوي: په بېنډۍ کې شته فولېټ نومې مواد هډوکي پیاوړي کولو سره انسان د هډوکو مختلو ناروغیو څخه ژغوري.

کولیسټرول: په بېنډۍ کې پیدا کیدوونکی محلول فایبر په بدن کې مضر کولیسټرول ټیټولو سره د زړه د حملې او د زړه یو شمیر نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

هاضمه: په بېنډۍ کې شته فایبر او نور ګټور مواد د خوړو په هضم او په کولمو کې د هغوي په انتقال کې ډیره زیاته مرسته کوي. له بدن څخه د زهري موادو په خارجولو کې هم مهم رول لوبوي.

شکر: دغه خواړه انسولین (Insulin) ته ورته خاصیت لري او په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي.

 د الوبخارا درملیزې ځانګړتیاوې 

cherry-759

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تازه مېوه خپل بېل خوند او رنګ لري، خو ډېری مېوې بیا داسې دي چې وچې هم شي خوړل کېږي او هره یوه یې ځانګړې ګټې لري. د جام جم ورځپاڼه چې کار کوونکو یې د وچې مېوې په اړه کومې څېړنې کړې، لیکي، وچه مېوه د هډوکو د سلامتیا او قوت لپاره ګټوره ده.

د وچې مېوې په دې ډله کې الوبخارا هم راځي؛ الو بخارا د هضمې د سيستم لپاره ګټور دي او په زیاته کچه مغذي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.

که څه هم چې وچې مېوې خپلې اوبه له لاسه ورکړې وي، د بېلګې په توګه ممیز، د زردالو کښته او الوبخارا خو بیا یې هم ډېری مغذي مواد تر پوست لاندې ذخیره شوي پاتې وي.

اوس څېړنو ښودلې، الوبخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انتي اکسیدان لري. دوی په الوبخارا کې شته انتي اکسیدان د (بلوبري) له انتي اکسیدانو سره پرتله کوي او وایي چې په دې دواړو کې په یوه اندازه شتون لري.

(بلوبري) له فیبرو او په سوربیتول له لړل شوو کاربوهایدريتونه څخه مالا مال مېوه ده. دغه راز الوبخارا د بدن اسکلټي سيستم تقویه کوي او د هډوکو مړې شوې هجرې بېرته را ژوندۍ کوي. د هډوکو روغتیا تر هر څه اړینه ده، خو که ورته پاملرنه ونه شي د هډوکو د ماتېدو او پوده کېدو لامل ګرځي.

نباتي پروتینونه او هغه خواړه چې کلسیم لري، د هډوکو د ساتنې لپاره اړین دي، خو معدني مواد، مګنیزیم، پوتاشیم او اوسپنه هم د هډوکو لپاره د اهمیت وړ دي.

الوبخارا د دې ټولو سرچینه بلل کېږي؛ د معدني موادو د شتون کچه په کې تر بلې هرې مېوې او سبزۍ زیاته ده او کولی شي چي په هډوکو کې د معدني موادو حجم زیات کړي.

په الوبخارا کې د ويټامین سي شتون د دې لامل کېږي چې له نورو خوراکي توکو څخه بدن په اسانۍ سره اوسپنه جذب کړي. هغه فیبر چې په الوبخارا کې دي، کولی شي چي په وینه کې د کلسټرولو اندازه کنټرول کړي او د بدن د سلامتۍ لامل وګرځي.

دا لاندې مطالب هم ولولئ: 

دماغ تېزونکي خواړه

Foods_(cropped)

دا ویل ناسم نه دي چې که جسما هر څومره انسان قوي وي خو که دماغ يې کمزوري وي، نړۍ کې هېڅ پرمختګ نشي کولای. د ذهن تېزولو لپاره کومې جادو ګولۍ خو لا تر دې دمه نه دې جوړی شوي، خو ځېنې خواړه بیا شته چې دماغ تیزوي او له نارغیو یې ژغوري.

دغه خواړه دومره کولای شي چې همېشه مو تندرسته کړي او ذهنا مو همېشه ځوان وساتي.

اغوز

فوٹو بشکریہ وکی پیڈیا

اغوز زړه او انسان له ساري مرضونو ساتي. دا یواځېنۍ مېوه ده چې (alpha linolenic acid) څخه ډکه وي. دپه ۲۰۱۰ کې په یوې شوې څېړنه کې ویل شوي چې د اغوزو خوړل حافظه قوي کوي او د نوي شیانو زده کولو کې پر ذهن مثبت اغېز کوي.

زیتونو تیلرائٹرز فوٹو

زیتونو تیل د بهترینو شیانو مرکب دی چې د دماغو د عمر زیاتیدو کار ورو کوي. یعنی دماغ ورسره ژر نه زړیږي. د امریکا د برګم اینډ ویمنز هاسپټل یوې څېړنې ښودلې چې د زیتونو تیل کې داسې غوړي وي د دماغو زړښت کار ورو کوي. سربېره پر دې که د کوچو یا غوا غوړیو پر ځای د زیتونو تیل همېشه استعمال شي نو هم دماغ ساتي او هم د انسان په نورې روغتیا اثر کوي.

سټابري/بېرې/ګورګورېاے ایف پی فوٹو

سټابري وي که ګورګورې که سوابېرې یا نورې بېرې هم حافظه له کمزوري کېدو ساتي. ایلنز آف نیورولوجي په نوم یوې جریدې په خپلې یوې څېړنه کې ویلي چې ګورګورې، اسټابري او نورې بېرو استعمال د منځني عمر ښځو دماغ له کمزورۍ ژغوري چې له کبله یې د زړښت سره حافظه او یاداشت باندې هېڅ اغېز نه کیږي.
همدا راز په یو کار د توجه کولو صلاحیت او وړتیا هم پر خپل ځای پریږدي.

قهوه/کافيرائٹرز فوٹو

په کافي کې موجود کیفین دماغي حس ښه کوي. کیفین نه یواځې دماغ تیزوي بلکي په دې کې موجود (Antioxidant) د دماغو روغتیا ساتلو کې مرسته کوي. همدا راز څېړنو ښودلې چې د نړۍ دغې مشهورې او منل شوی ګرم مشروب د مایوسۍ د ختمولو لپاره هم ګټور ثابتېدای شي.

پالکاسکرین شاٹ

پالکو کې د لوټین په نوم (Antioxidant) په پراخه پیمانه موجود دي چې دماغ له کمزورۍ ساتي. هارورډ میډيکل سکول په یوې څېړنه کې ویلي کومې مېرمنې چې پالک او نور شنه سبزي خوري نو دماغ د کمزوري کېدو کچه یې کمه وي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته په کتلو سره چې سبزي نه خوري، دماغ يې ډير ښه وي.

اوبهاے ایف پی فوٹو

زیاتره طبي څېړنو کې ویل شوي چې تنده په دماغي کارونو اثر کوي. په حقیت کې د اوبو غوښتنه د لنډ وخت لپاره یاداشت، یو شي ته توجه کول او پریکړه کولو وړتیاو ته زیان رسوي او ددې اسان حل دادی چې انسان د ورځې اته ګیلاسه اوبه وڅکي.

ماهيرائٹرز فوٹو

ماهي هم د دماغو په تېزولو کې خورا ښه اغېزمن دي. دا د دماغو زیاتره مرضونه کموي او حافظه قوي کوي همدا راز دماغ د زړښت څخه ژغوري. څېړنې ښيي کوم خلک چې ماهی خوري په زړښت کې یې هم دماغ د ځوانۍ په څېر تېز کار کوي.

هوګهفوٹو بشکریہ وکی میڈیا کامنز

د هوګې استعمال انسان د دماغو د سرطان څخه ساتي. د امریکا د سرطان ټولنې په یوې څېړنه کې ویلي چې په هوګه کې موجود اجزاء داسې خلیات له منځه وړي چې په دماغو کې د رسولۍ دانې لامل کېدلای شي.

 د هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټي

The-Health-Benefits-Of-Eggs

ډاکتر نجیب الله (ملګری)

په نړۍ کی به ډیر کم داسي غذاګاني وی چي د هګۍ هومره ګټي دی ولري

هسی هم د هګیو بی شمیره ګټی دی خو له دی څخه پنځه مهمی ګټي یی په لاندي ډول دي چي له همدې کبله ورته سوپر فوډ وایي

۱: د سترګو لپاره تر ټولو ګټور مواد په هګۍ کې شته چی د Lutein او رکیستین کیراټیناید نومیږی دا دواړه اجزاوی د بل هر غذا څخه زیات په هګۍ کې په آسانۍ سره موندل کیږی نو په دی خاطر ویلي شو هغه کسان چی په ورځنی ژوند کې روزانه هګۍ خوری د سترګو د کترکت په ناروغۍ نه اخته کیږي

۲: ګټور کولیسترول: په یوه هګۍ کې تقریباً ۲۱۲ ملی ګرامه کولیسترول موجود وي خو له نیکمرغه دغه کولسترول یو ډول ګټور کولیسترول دی او په وینه کې مضر کولیسترول زیاتیدو ته نه پریدی

۳: د زړه د ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره هګۍ ګټور دی

په هګۍ کې شته کولیسترو د HDL له نوعی څخه دی کوم چي د صحت لپاره زیانمن ندی پدی وجه د زړه او نورو ناروغیو خطره کموي

۴: هګۍ د پروټین زیرمه ده

په یوه هګۍ کې تقریباً ۶ ګرامه د لوړي کچي پروټین شته او د انسان د ضرورت وړ ټول ۹ واړه امینو اسیدونه هم پکې شته پروټین د انسان په وده کې له اړینو عناصرو څخه شمیرل کیږي چي په ځانګړي ډول د ودی په حال کې ماشومانو ته ډیر ګټور دی

۵ د کولین بهترینه زیرمه په هګۍ کې ده

د یوی هګۍ ژیړ تقریباً ۳۰۰ مایکروګرامه Choline لری دغه کولین د دماغ، عصبی سیستم او د ویني دوران په غوره ساتنه کې مهم رول لري

د هګۍ پورتنی ګټی په یو وخت په نورو غذاګانو کې په ډیره مشکله سره پیدا کیږي نو پدی خاطر ویلي شو د هګۍ ورځني استعمال د ښه صحت ضمانت کوي

 د چرګې د هګۍ نورې ګټې. 

ژباړه: انور افغان

د چرګې هګۍ د هغو خوړو له ډلې ده چي د خوړلو په ورځني مهال وېش کې باید د خپلې سلامتۍ په پار ورته ځای ورکړل شي.

د هګۍ ژېړ چي تر سپینو په کې درې چنده ډېره کالورۍ شته په هره دانه ژېړ کې پنځه ګرامه غوړګي او ۲۱۰ ګرامه خوراکي کلسترول موجود دي، همدارنګه د هګۍ ژېړ د «لوتئین» او «زائګزانتین» په نومونو ترکیباتي ب‌ډایه سرچینې لري.

د چرګې په ژېړو او سپینو کې داسي ترکیبات شته دي چي د سترګو لید پیاوړی کوي، په سترګو کې د ماکولار په نامه هغه ټکی چي د عمر په ډېرېدو سره د سترګو لید کمزوری کوي چي معمولً له ۵۰ کلنۍ نه وروسته دا لړۍ پیلېږي په ضعیف والې کې کموالی راولي.

د هارورډ پوهنتون د عمومي روغتیا د برخې د تغذیې ډاکټرانو موندلې چي د هګۍ د مصرف او د زړه د ناروغۍ تر منځ د پام وړ اړیکه شتون لري، په حقیقت کې د هګۍ دوامداره ایستفاده کولای شي د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي کي غوښنه مرسته وکړې، دغه خوراکي ماده د ویټامینD  طبیعي سرچینه هم دی .

همدرانګه د چرګې د هګۍ مصرف کولای شي په ښځو کې د سینې سرطان د ناروغۍ په مخنیوي کي هم ګټوره برخه ولري، د یوې مطالعې پایلې ښیې هغه ښځې چي حد اقل په اونۍ کې شپږ دانې هګۍ مصرف کړې ۴۴ په سلو کې احتمال شته چي د سرطان ناروغۍ یې وده ونه کړې.

د چرګې هګۍ د ډېرو سلفرو او ویټامینونو ټولګه ده چي د پوست او وېښتانو د روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

د هګۍ سپین د وینې فشار په ټیټېدو کې مرسته کوي

roghtya

ژباړه: حمیدالله حمیدي

چینایي ډاکټرانو په یوه څېړنه کې موندلې چې د هګۍ په سپینو کې شته مواد د دې سبب ګرځي، چې د وینې د فشار په ټیټېدو کې مرسته درسره وکړي. د څېړنو پایلو ښيي چې د هګۍ د ژېړو په پرتله سپین یې کولی شي، چې د وینې فشار ټیټ کړي.

د چین د «جیلي» پوهنتون پیاوړی ډاکټر «ژیپنګ یو» وایي، موږ ته په دې څېړنه کې معلومه شوه، چې د هګیو په سپین کې شته مواد کولی شي د هغه درملو په څېر کار ورکړي، چې ناروغان یې د وینې د فشار د ټیټېدو لپاره کاروي.

دغه راز «یو» او څېړونکي پلاوي ثابته کړې چې د هګیو سپین کولی شي، چې په بدن کې د (ACE)د جوړښت او فعالیت مخه ونیسي. (ACE) هغه ماده ده چې په بدن کې تولیدېږي او د وینې د فشار د لوړېدو سبب ګرځي. شینهوا خبري آژانس د «یو» له قوله ویلي، هغه کسان چې د وینې په لوړ فشار اخته دي مخکې له دې چې په خپل سره د ځان د درملنې لپاره لاس په کار شي او یا دارو وخوري ښه ده چې خپله ستونزه د دې برخې له متخصص سره شریکه کړي او د معالج ډاکټر له لارښوونې سره سم درمل وکاروي.

له دې سره په څنګ کې کولی شي، چې په خپل ورځني غذایي رژیم کې د هګیو د سپین خوړل هم ور زیات کړي.

دغه راز د هګۍ سپین نورې ښېګڼې هم لري. د هګۍ په سپین کې یوازیني پروتین دي، چې په اسانۍ سره جذبېږي او د بدن د ضرورت وړ انرژي تیاروي. د هګۍ په سپین کې شته مواد د عضلو د تقویت او پیاوړي کېدو سبب هم ګرځي.

 د خرما له دغو حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟ 

خرما یو له هغو خوړو څخه دی چې خوړل يي نه یوازې د بدن د اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکه د یو شمیر مهلکو ناروغیو په مخنیوی کې هم ځانګړی اغیز لري. دلته مو د خرما له ځینو مهمو ګټو سره اشنا کوو.

۱- د خیټې د سرطان مخه نیسي.

۲- د بدن مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لوبوي او د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي.

۳- د کولمو د مختلفو ناروغیو او اسهال مخه نیسي.

۴- هډوکي غښتلی او پیاوړی کوي.

۵- عصبي سیسټم پیاوړی کوي.

۶- جنسي قوت په زیاتولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۷- د وینې کموالي په ناروغۍ اخته ناروغانو ته ځانګړی انرژي ورکوي.

۸- د زړه د حملې خطر کموي.

۹- د حساسیت لروونکو کسانو ته یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي.

۱۰- د شب کورۍ کمولو کې ځانګړی اثر لري.

د مدیني منوري عجوه خورما او ګټي یې

 

Bildergebnis für ‫عجوه خورما‬‎

لیکوال: حامد افغان

امام السيوطي رحمه الله کاږي: د نړۍ اکثره خورما له حجاز نه انتقال شوې دي، نمرودیانو له حجاز نه ختیځ ته وړې دي، کنعانیانو شام ته، فرعونیانو یونان ته او د تُبع قوم یمن او عمان ته وړې دي. د خورما په اړه قرانکریم کې یادونه شوې ده، هغه برکتي او ګټوره میوه بلل شوې ده. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (24) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (25).[سورة إبراهيم الآية:24-27].

هره سیمه چې کومه میوه زیاته لري هماغه میوه په خلکو زیاته ګرانه وي، اصلاً ټولي میوې د الله نعمتونه دي، له ځمکي یې را پیدا کوي او د الله مخلوقات ګټه ورنه اخلي، د عربو سیمه کې خورا زیاته ده نو طبعا له نورو خلکو عرب زیاته مینه ورسره لري، او هغوی یې خورا زیاته خوري، صحابه کرامو هم زیاته خوړله او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه کورنۍ هم زیاته خوړله روایت کې راغلي چې د هغه په کور کې به که بل هر خوراک و خورما به خامخا ورسره وه. فعن عائشة رضي الله عنها قالت : “ما أكل آل محمد صلى الله عليه وسلم أكلتين في يوم إلا إحداهما تمرا “.

مدینه منوره کې تقریبا 270 ډوله خورماوي دي، او تر ټولو غوره ډول یې ” عجوة ” بولي او له دې ډول سره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مینه لرله، دا یې د نړۍ د میوو سرخیله، غوره او د جنت میوه بللې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: او عجوة د جنت میوه ده . والعجوة من فاكهة الجنة.. رواه الإمام أحمد.

فضیلت او ګټي یې

1-عجوة د جنت میوه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: او عجوة د جنت میوه ده . والعجوة من فاكهة الجنة.

2-د زهرو علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عجوه د جنت میوه ده او د زهرو علاج ده. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( العجوة من الجنة وهي شفاء من السم ) رواه مسلم

3-د سحر علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې سهار مهال اووه عجوه خورما وخوري په دې ورځ به زهر او سحر هیڅ ضرر ورته ونه رسوي. عن سعد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( من تصبح بسبع تمرات عجوة لم يضره في ذلك اليوم سم ولا سحر ) رواه مسلم

4-د سرګرځیدلو او جذام علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د مدیني عجوه خورما د جذام ناروغي علاج ده چې هره ورځ اووه داني وخوري او اووه ورځي. عن عائشة رضي الله عنها قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( ينفع من الجذام أن تأخذ سبع تمرات من عجوة المدينة في كل يوم تفعل ذلك 7 أيام ) رواه ابن عدي. په بل روایت کې راغلي عائشي رضي الله عنها به ویل: عجوه د سرګرځیدلو علاج ده چې هر سهار اووه دانې وخوړل شي.

5- د ګيډي د ناروغیو علاج ده، سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایي: زه ناروغه شوم رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د ناروغي پوښتني ته راغی، زما د تيو په منځ کې یې لاس کېښود په زړه کې مې یې د لاس سوړوالی احساس کړ، او راته ویې ویل: ستا په ګیډه کې تکلیف ده د ثقیف حارث بن کلده ته ورشه، هغه طبابت کوي، د مدینې اووه عجوه خورما دي ورواخلي، په شیدو کې دې خیشتې کړي، بیا دې تاته در وڅښي.
عن سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه قال : مرضت مرضا , فأتاني رسول الله صلى الله عليه وسلم يعودني فوضع يده بين ثدي حتى وجدت بردها على فؤادي فقال: ( إنك رجل مفؤود ائت الحارث بن كلدة أخا ثقيف فإنه رجل يتطبب فليأخذ سبع تمرات من عجوة المدينة فليجأهن ثم ليلدك بهن ).رواه الطبراني.

واده د نبوي سنت تر څنګ دسرطان یا کینسر څخه د مخنیوي لامل هم دی

wada (2)

قاري احسان

په نړیواله کچه د اسلامي ټولني تر بل هر چا ښه اجتماعیت، کورنی ژوند هغه ځانګړې ویاړنه ده چي په نورو ملیتونو کي نه تر سترګو کیږي.

تجربو ښودلي چي د انسان د تعمیر او ښه پالني په برخه کي تر بل هرڅه اول د کورني جوړښت رول ډیر لیدل کیږي.

د کورني تعمیر ړومبۍ خښته واده دی، په واده سره د ډیرو هغو ناروغیو مخنیوی کیږي له کومو سره چي نن د نړۍ ډیری وګړي ورسره لاس او ګریوان دي.

هغه ناروغۍ چي تر اوسه يي علاج نا ممکن بلل سوی، یو هم د سرطان  Cancer وژونکې ناروغي دی، په دې ناروغۍ داخته کېدلو دمخنیوي لپاره واده یو مؤثر لامل بلل شوی دی.

د کالفورنیا د پوهنتون University of California استاذ سکارلیټ لین جومیس وايي: چي تر ټولو ستر سبب د سرطان Cancer د ناروغۍ په مخنیوي کي واده بللی شو.

درویټرز ورځپاڼي ته په یو لیږل شوي ایمیل کي ښاغلي استاذ دا واضحه کړيده چي د سرطان وژونکې ناروغي د مخنیوي تر ټولو عمده لامل اجتماعیت دی، چي تر ټولو په ښه ډول د واده په کولو سره تر سره کیږي.

په دې اړه هغوی یوه اوږد مهاله سروې هم وکړه چي له 2000م کال نه بیا تر 2009م کال پوري يي دوام وکړ، په دې سروي کي هغوی په 783 زره مختلفو ناروغانو باندي تجریبي وکړي، چي بالآخر دې نتیجي ته ورسېدل چي، په سړیو کي چاچي واده کړی وي، تر هغه نارینه و چي واده يي نه وي کړی، 27 سلنه زیات د سرطان دوژونکي ناروغۍ څخه د خلاصون چانس لري، او په ښځو کي بیا هغه ښځي چي واده يي شوی وي، تر هغو ښځو چي واده ونه لري، 19 سلنه زیات ددې ناروغۍ نه وقایوي چانس لري.

نو خدای مه کړه که څوک دسرطان په وژونکي ناروغۍ اخته شي، او واده ولري، نو 27 سلنه زیات د صحت امکان تر هغه چا زیات لري، کوم چا چي واده نه وي کړی.
او که ښځه په دې ناروغۍ اخته شي، او واده يي هم کړی وي، تر هغې ښځي کومي چي واده يي نه وي کړی 19 سلنه زیات د جوړیدا امکان لري.

دغه خواړه انسان له شنډوالي (بې اولادۍ) څخه ژغوري

اولاد د الله (جل جلاله) یو ستر نعمت دی خو په دې وروستیو کې د بې اولادۍ ناروغي په چټکۍ سره په خپریدو دی چې په عام ډول د چاپیریا ککړتیا، د خوب کموالی د ژوند کولو ناسمه طریقه يي لاملونه ګڼل کیږي.

اړینه نه دی چې یو سړی یا یوه ښځه شنډ وي په حقیقت کې د هارمونونو د نظام خرابوالی هم د ماشوم د نه پیدا کیدو او یا هم په ډیر ځنډ پیدا کیدو لامل ګرځي.

روغتیايي څیړنې او څیړوونکي په دې باور دي چې ځینې غذايي عادتونه هم له دغې خطر څخه په ژغورلو کې مرسته کولی شي او دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د بې اولادۍ ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کولی شي اشنا کوو.

خوږ کدو

خوږ کدو د غذايي او روغتیايي ګټو یوه غوره منبع ده چې په کې زیات شمیر ویټامینونه، منرالونه او انټي اکسیډنټس سره سره په کافي اندازه د هضم وړ فایبر هم شتون لري. د میډیکل جرنل فرټیلیټي اینډ اسټیرلیټن کې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې خپره شوې یوې څیړنې پر بنسټ په زیاته اندازه بیټا کیروټین لروونکی دغه خواړه د هارومون نظام بهتره کولو سره په نارینه کې د اولاد پیدا کولو لپاره د اسپړم اړینه اندازه پوره کوي.

لبلبو یا چغندر

د Resveratrol نومې انټي اکسیډنټ تر ټولو غوره منبع ده کوم چې شنډوالی د ستونزو په وړاندې ډیره زیاته مرسته کوي. چغندر کې نایټریټ هم شتون لري کوم چې د وینې جریان بهتره کوي.

کبان

کب د پروټین ترلاسه کولو غوره منبع ده او د اومیګا ۳ نومې اسید شتون بیا دغه خواړه ته ځانګړې ارزښت ورکوي. مختلفو څیړنو ثابته کړې چې په ښځو کې د شنډوالی لامل په بدن کې د اومیګا ۳ کموالی هم کیدی شي. کبان د عامې روغتیا لپاره تر ټولو غوره خواړه دي کوم چې د وینې شریانونو نظام غښتلی کولو سره د اعصابو فعالیتونه او د سترګو روغتیا هم بهتره کوي.

هګۍ

په هګۍ کې کولاین نومې مواد شتون لري کوم چې د شنډوالی خطر په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د کارنیل پوهنتون یوې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې چې د پورتنۍ ګټې سربیره هګۍ د یو شمیر منرالونو او ویټامینونو غوره منبع ده چې د مختلفو روغتیايي ګټو لامل ګرځي.

چارمغز

چارمغز بې شمیره ګټې لري چې یو شمیر ګټې یي اوس هم تر څیړنو لاندې دي. دغه وچه میوه د سرطان او اضافي وزن په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. دغه خواړه په زیاته کچه د اومیګا ۳ او ویټامین اې لرلو له امله په نارینه کې د اسپرم کیفیت بهتره کوي او په کې شته ویټامین بي او پروټین د ښځو د اولاد زیږونې سیسټم روغتیا په بهتره کولو کې مرسته کوي. د کلیفورنیا پوهنتون په یوې څیړنې کې ثابته شوې چې په ورځنی ډول ځانګړې اندازه چارمغز خوړل د شنډوالی خطر له منځه وړي.

انار

انار د ویټامین سي، ویټامین کې، فولک اسید او یو شمیر نورو ویټامینونو او منرالونو غوره منبع ګڼل کيږي.دغه خواړه کې د عمر زیاتیدو اغیز او سرطان له منځه وړلو ځانګړتیاوې شتون لري. د وینې شریانونو روغتیا سره سره هډوکي هم غښتلي کوي. د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د انار استعمال انسان له شنډوالي څخه ژغورلی شي.

رومي بانجان؛ بې اولاده جوړو لپاره د طبیعت تر ټولو ستره تحفه

د نوي ترسره شوي څیړنو پر بنسټ رومي بانجان هغو کسانو لپاره چې اولاد نه لري د طبیعت تر ټولو ستره تحفه ده.

اولاد د الله (جل جلاله) یو له هغو نعمتونو څخه دی چې هر څوک يي د لرلو هیله لري خو ځینې جوړې بیا له واده وروسته د ځینې روغتیايي لاملونو له امله له دغه ستر نعمت څخه بې برخې پاتې کیږي.

ځینې جوړې د دې لپاره چې اولاد ولري په لکونو روپۍ په روغتیايي درملو لګوي خو اوس د نوي څیړنو پر بنسټ اوس بې اولاده جوړې هم کولی شي د رومي بانجان له استعمال سره د اولاد خاوند شي.

د څیړنو پر بنسټ په رومي بانجان کې شته ګټور غذايي مواد کولی شي د انسان تولیدي نظام پیاوړی کړي او د نارینه سپرم تر ۷۰ سلنه زیاته کړي.

د ډاکټرانو په وینا یوازې ښځې نه دي چې د بې اولادۍ لامل ګرځي بلکه په نارینه کې شته ځینې ناروغۍ او کمزورۍ هم د بې اولادۍ لامل ګرځیدی شي.

د رومي بانجان تر ټولو غوره خاصیت په دغه خواړه کې د لایکوپین شتون دی چې د همدې مادې له امله دغه خواړه سور رنګ لري.

څیړونکو رسنیو ته ویلي چې دوي د رومي بانجان پر دغې ګټې خپلو څیړنو ته بیا هم ادامه ورکوي تر څو وکولی شي د بې اولاده کسانو په څیرو هم د خوښۍ نښې وګوري.

هیره دې نه وي چې اوسمهال په انګلینډ کې په هرو شپږو جوړو کې یوه جوړه اولاد نه لري.

 فولک اسید د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان د زړه له حملې او فلج څخه ژغورلی شي  

Food_Differring_meal_fresh_Vegetables_033193_

امیدوارې ښځې خپل پیدا کیدونکی ماشوم له ناروغۍ څخه ژغورلو لپاره فولک اسید استعمالوي خو چینايي ساینسپوهانو ثابته کړه چې غه درمل د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغانو ته هم ډیر ګټور دی.

چینايي روغتیايي کارپوهانو په وینا د فولک اسید د ضرورت مطابق استعمال کولی شي د وینې لوړ فشار لرونکي ناروغان د زړه له حملې او فلج څخه وژغوري.

د چین په بیجینګ ښار کې د پیکنګ پوهنتون پروفیسر یونګ هو په چین کې د وینې لوړ فشار لرونکي ۲۰۰۰۰ ناروغان چې د زړه په ناروغۍ اخته نه ول تر څیړنې لاندې نیولی و.

ډاکټر یونګ هو ځینې ناروغانو ته په ورځنۍ ډول د فولک اسید یو ګولۍ د وینې لوړ فشار مشهور درمل اینالاپرل سره ورکاوه په داسې حال کې چې یو شمیر ناروغانو ته يي یوازې د وینې لوړ فشار درمل اینالاپرل ورکړی و.

څلور کاله وروسته زیات شمیر هغه کسان چې یوازې د وینې لوړ فشار درمل استعمالول د فلج په ناروغۍ اخته شول او یا هم د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغو کسانو چې د وینې لوړ فشار درمل تر څنګ د فولک اسید ګولۍ هم استعمالولې په هغوي کې د فلج په ناروغۍ اخته کسانو شمیر کم و او کم شمیر کسان د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

فولک اسید (Folic Acid) یو ډول روغتیايي ماده ده چې په ځینې خواړه لکه سابه، ستروس کورنۍ میوې، لوبیا او ځینې نورو کې په زیاته اندازه پیدا کیږي او د ګولۍ په بڼه هم په درملتونونو کې موجود دی.

که د ماهي لشه مو په ستوني کې بنده شي څه به کوو؟

stonay

ډیری خلک د ماهیانو (کبانو) له خوړلو سره ډیره مینه لري، که له یوې خوا د کبانو غوښه د صحت او روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري، له بلې خوا یې لشې د خوراک پر مهال یو څه ستونزې پیدا کوي. په تیره بیا چې د ماهي لشه په ستوني کې بنده شي.

په ستوني کې د ماهي بنده لشه انسان ډیر په تکلیفوي او لیرې کول یې عموما ډیر ستونزمن وي، خو تر ټولو اسانه او موثره طریقه یې په لاندې ډول ده:

لومړی د زیتون څو دانې راواخلئ او په یو لوښي کې یې په سړو اوبو کې واچوئ، بیا یې په اور کښیږدئ تر څو ښه وخوټیږي. بیا دغه جوشیدلې اوبه په کرار-کرار او غړپ-غړپ وڅښئ.

وروسته له څو دقیقو به پخپله متوجه شئ چې په ستوني کې مو بنده لشه ورکه شوې.

که ددې طریقې د موثریت په اړه شک لرئ نو د خپل شک د رفع کولو لپاره لاندې تجربه ترسره کړئ:

یو څو د ماهي لشې راواخلئ او د زیتونو په همدغو ګرمو ایشیدلو اوبو کې يې واچوئ، څو دقیقې وروسته به ووینئ چې د ماهي کلکې لشې ډیرې نرمې شوې او لکه د پوخ شوي مکروني په څیر پستې ګرځیدلې.

هغه خواړه چې په چټکۍ سره اضافي وزن کموي

اضافي وزن انسان له پیچلو روغتیايي ستونزو او ناروغیو سره مخ کولی شي. له اندازې زیات خواړه خوړل او فزیکي فعالیت نه لرل د اضافي وزن تر ټولو سترو لاملونو څخه دي.

ځینې داسې خواړه هم شته چې په مرسته يي انسان کولی شي خپل اضافي وزن کنټرول او تر یوې اندازې کمه کړه. دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې په چټکۍ سره اضافي وزن کمولی شي.

کورکمن (زردچوبه):

کورکمن په عمومي ډول د خواړه خوند زیاتولو لپاره استعمالیږي خو د کورکمن زیات استعمال په بدن کې مضر کولیسټرول کموي، ګټور کولیسټرول زیاتوي، په بدن کې د وینې جریان بهتره کوي او انسان د زړه له ټولو ناروغیو څخه ژغورلی شي. له پورتنیو ګټو سربیره دغه خواړه اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره مرسته کوي.

لاچي (هېل):

د لاچي استعمال د بدن میتابولیزم لوړوي او له دې سره د بدن اضافي وزن کمول پیلوي. دغه خواړه د معدې لپاره هم ډیر ګټور دی او استعمال يي د خواړه په هضم کې ډیره زیاته مرسته کوي.

سره مرچ

دغه خواړه د کیپسې سین په نوم ګټور مواد لري کوم چې د بدن اضافي وزن په اوبه کولو کې له اندازې زیاته مرسته کوي. د سره مرچ له خوړلو ۲۰ دقېقې وروسته د بدن میتابولیزم په ډیره چټکۍ سره کار پیلوي او د اضافي وزن کمیدل پیلیږي.

هوګه

هوګه ډیرې روغتیايي ګټې لري. په دغه خواړه کې د باکتریا له منځه وړوونکی سلفر شتون لري. د دغه خواړه خوړلو سره له بدن څخه د فاسدو مادو خارجیدل پیلیږي. دغه خواړه د زړه ناروغیو لپاره هم ډیره ګټه لري او د وینې جریان بهتره کوي.

ګبین (شهد):

هر سهار په یو ګیلاس تړمو اوبو کې یوه کاچوغه ګبین اچول او څښل د بدن اضافي وزن اوبه کوي. په طبیعي ډول ګبین یو له هغو خوړو څخه دی چې د اضافي وزن له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

که غواړئ اضافي وزن کم کړئ؛ نو….

spinach_palik

نوې څیړنه ښيي چې په پاڼه لرونکې سبزیجاتو کې پالک د غیر صحي خواړو لپاره اشتها کموي او د بدن اضافي وزن په کمولو کې مرسته کوي.

سویډني څیړونکې وايي چې پالک د اوسپنې تر ټولو غوره منبع ده. پالک د ویټامین اې، ویټامین سي، ویټامین کې، مګنیزیم څخه ډک دی او سربیره پر دې د پالکو له پاڼو څخه لاسته راغلې خوله اضافي وزن کمولو کې ډیره مرسته کوي.

یوې څیړنیزې ویب پاڼې کې د یوې نشر شوې څیړنې پر بنسټ وخت نا وخته غیر صحي خوړو لکه چپس، خواږه مشروبات او خواږه خواړو لپاره اشتها چې په ساینس کې ورته هیډونګ هنګر وايي یوازیني علاج د پالک له پاڼو لاسته راغلي خوله ده.

د دې څیړنې مسول ډاکټر شارلیټ ارلینسن البرټس وايي چې زموږ له تجربو څخه ثابته شوه، چې هره ورځ د سحر چاي څخه مخکې د پالک پاڼو څخه لاسته راغلی خوله څښل ۹۵٪ د غیر صحي خوړو اشتها کموي.

په څیړنه کې دا هم ثابته شوه چې هغه کسان چې له دې خوله څخه استفاده کوي په هغوي کې د اضافي وزن کمولو چانس ۴۳٪ زیات وي نسبت هغو کسانو ته چې استفاده ترې نه کوي.

څیړنه ښيي چې په پالکو کې موجوده ماده تیلاکویډز په بدن کې د رضایت هورمون ( په بدن کې د مړیدو احساس پیدا کوونکی هوومون دی چې په کولمو کې موجود غوړ له سلولونو څخه جوړیږي او دماغ ته ښيي چې انسان موړ دی) د تولید سبب ګرځي چې د بې ځایه اشتها مخه نیسي، انسان صحې خوړو خوا ته مایلوي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

څیړونکو د دې څیړنې لپاره ۳۸ اضافي وزن لرونکې ښځې د درې میاشتو لپاره څیړنې لاندي نیولي و.

بریالي خلک له ويدو کېدو وړاندې څه کوي؟ (د بریا رازونه)

shutterstock_258931799-w-684x353

دا خو موږ تاسې ټولو ته څرګنده ده، چې څوک بريالي ژوند غواړي، نو بايد سهار وختي د خپل ټاکلي کار په موخه له خوبه پورته شي، مګر دې ته مو پام کړی، چې د پاتې ورځ په اړه بايد څه ډول تصميم ونيول شي، چې د انسان د ژوند د بريا مهم راز ولري.

له خوب وړاندې شپږ داسې عادتونه درښيو، چې ستا د ژوند د بريا ضامن ګنلی شي.

اول: هره شپه له ويده کېدو يو ساعت وړاندې مطالعه کول

د نړۍ تر ټولو شتمن تن بېل ګېټس وايي، چې دی تر هر څه زيات د لوست او مطالعې ډېر شوقي دی او هره شپه له ويده کېدو وړاندې يو ساعت د سياست او روانو چارو په اړه مطالعه کوي.
دا په خپل ځای، چې لوستونکی له مطالعې څومره ګټه تر لاسه کوي، د کتاب لوستل ذهن قوي کوي او ذهني کړاوونو په کمولو کې ۶۸ سلنه مرسته کوي.

د لوست او مطالعې يوه ګټه د بدن د مدافعي قوت ځواکمنتيا هم ده. د طبي کارپوهانو په وينا هره ورځ د مطالعې عادت د انسان ذهني ځواک قوي کوي او د وخت په تېرېدو، يې چې علم او معرفت کې زياتوالی راځي، تر څنګ يې ذهني ځواک ۳۲ سلنه قوي کيږي.

دوهم: له ويده کېدو وړاندې بايد خپل مبايل بله کوټه کې کېږدو

د طبي کارپوهانو په وينا د ګرځنده مبايلونو تر ټولو زيات زيان دا دی، چې د شعاګانو شيندلو له امله يې انسان له خوبه په طبعي ډول نه شي راپورته کېدای او د وخت په تېرېدو انسان بيا داسې فکر کوي، چې ګويا شپه تېره شوې او سبا دی.

د ګرځنده ټيليفونو شعاوې د انسان هغه مدافعي قوت له منځه وړي، چې د خوب په راوستو کې مرسته کوي او د ورځې بيا انسان له ذهني پلوه ستړی وي، نو که موږ غواړو، چې د بې خوبۍ له ستونزې بې غمه شو، نو بايد خپل ګرځنده ټيليفون په بله کوټه کې کېږدو.

درېيم: پياده مزل

د هر شرکت، پوهنتون او ادارې مشر، چې هر څومره بوختياوې ولري، بايد هره ورځ د خوب د مقدمې لپاره لږ تر لږه يو څه وخت پياده وګرځي او له دې لارې هڅه وکړي، چې د ورځې ستړي کوونکي افکار يې له ذهنه ووځي او د خوب راحت يې نصيب شي.

هر مشغول سړی بايد د ورځې ستړيا له خوبه وړاندې په پياده ګرځېدو وباسي او د دې تر څنګ پياده مزل نورې روغتيايي ګټې هم لري.

نوې طبي څېړنې وايي، چې پياده مزل ابتکاري فکر او عقل قوي کوي. ذهن په ناسته او ناراستۍ کې دومره فعاليت نه شي کولای، څنګه چې له ګرځېدو وروسته يې کوي. که يو څوک د يو کار په اړه له ذهني ستونزو سره مخ وي او د حل لار يې نه ورمعلوميږي، نو بايد هره شپه له ويده کېدو وړاندې پياده مزل خپل عادت وګرځوي.

څلورم: ډېر او منظم فکر کول

ګڼې غربي رسنۍ له تېرې لنډې مودې راهيسې داسې پروګرامونه چلوي، چې انسان منظم فکر کولو ته اړ کړي او څوک چې ډېر مشغول وي، د هغو کسانو لپاره د ورځني ژوند مهال وېش ټاکل ډېر ستونزمن کار وي.
د کارپوهانو په اند د دې ستونزې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لاره په يو داسې ځای کې ناسته ده، چې ذهن متمرکز وي او دغه وخت کې د مهالوېش د جوړولو لپاره کار وکړي.

نوې طبي څېړنې وايي، چې منظم تفکير او مهالوېش په اړه فکر کول غمونه، اندېښنې او ذهني ستړيا له منځه وړي.

تصميم او ابتکار

د نړۍ د يو شمېر سترو کارخونو مشران وايي، چې د دوی د بريا تر ټول ستر راز په قوي تصميم کې پټ دی. د کارپوهانو په اند د قوي تصميم لپاره ابتکاري فکر ته اړتيا ده او دغه فکر د شپې په يوازې مهال ډېر ښه کېږي.
د کارپوهانو په اند د شپې پر مهال ارامه فضا او يوازې ځان د فکر او ابتکار لپاره تر ټولو غوره وخت دی؛ ځکه چې د ورځې د ژوند سرګردانيانو، خلکو سره د راشه درشه او د ورځني ژوند شر او شور ذهن فکري تمرکز او ابتکار ته نه پرېږدي.

د راتلونکې ورځې پلان

د بريالي ژوند لرونکو خلکو يوه ځانګړنه دا هم ده، چې د خپل ژوند مهالوېش يې داسې ټاکلی وي، چې د ژوند يوه زره هم ضايع کېدو ته نه پرېږدي او هره شپه د راتلونکې ورځې لپاره منظم پلان ټاکي.
کامياب خلک هره شپه له ويده کېدو وړاندې درې کارونه په نظر کې نيسي.

اول سهار وختي پورته کېدل، خپل کار ځای ته رسېدل او له ځنډ پرته خپل کارونه پيلول.
څېړونکو په ۹۰يمو کلونو کې د پلان او مهالوېش ټاکلو لپاره د لېسې او فاکولتې محصلينو ژوند او پلان څارلی او دا يې منلې، چې چا دغه درې ګونې پروسه عملي کړې، نو ژوند يې منظم او بريالی دی.
دغو ځوانانو د خپل منظم وخت له امله پوهنتونو کې د نورو په پرتله ډېرې لوړې نومرې اخيسي، د ژوند په چارو او پوهنتون په داخلو کې تر نورو ډېر غوره بلل شوي.

د ژوند منظم پلان د دغو ځوانانو اکاډيميک حيثيت او وړتيا کې مهم رول لوبولای دی.

 د زړه حملې ګواښنده نښې

How-to-Survive-a-Heart-Attack-When-Alone-Pic

ایا پوهیدئ چې کیدای شي د سینې له درده پرته په انسان د زړه حمله راشي؟ د زړه حمله او ناروغي په ټولو کسانو کې یو ډول نښې نه لري په ځانگړې ډول په ښځو کې. د زړه حملې اصلي لامل د وینې ټینگیدل دي چې دغه ټینگه وینه د زړه عضلاتو ته د وینې جریان مخه نیسي.

عمر، ارثي خواص، وینې لوړ فشار، کولیسټرول، اضافي وزن، پرهیز نه کول، الکول لرونکي مشروبات، ذهني فشار او ورزش نه کول هم د زړه حملې سبب گرځي.

د دې لپاره چې د زړه حملې څخه مخکې يي مخنیوی وکړو باید د زړه حملې څو مهمو نښو په اړه معلومات ولرو:

۱- ستوماني او ساه بندیدل: ستوماني او ساه بندي دوه هغه نښې دي چې په وسیله يې بدن انسان ته وايي چې بدن دمه کولو ته اړتیا لري او همدا راز دغه نښې د زړه ناروغیو نښې هم کیدی شي چې په زړه له حده زیات فشار ښکاروندوي دی.

که له دلیل پرته د ستومانۍ او ستړتیا احساس کوئ نو د دې مطلب دا دی چې ستاسې زړه روغ نه دی.

ستوماني او ساه بندي په ښځو کې عامه ده او کیدی شي دغه نښې څو میاشتې مخکې د زړه له حملې ظاهره شي.

۲- بد هضمي، زړه بدوالی او قی کول: ډېر ځلي خلک د زړه له حملې مخکې بد هضمي او د معدې له نورو ناروغیو سره مخ کیږي. ځکه چې د زړه حمله ډیر ځلي په ډیر عمر لرونکي خلکو راځي کوم چې د معدې په مختلفو ناروغیو اخته وي.

که د چا خیټه خرابه وي، بدهضمي او یا هم زړه سوی ولري؛ دا ښيي چې اصلي ستونزه په زړه کې ده او کیدی شي د زړه حمله راشي.

۳- شپه او ورځ خوله کول: زیاته اندازه خوله کیدل په ځانگړي ډول کله چې ورزش او فزیکي فعالیت نه کیږي د زړه حملې اخطار وي. بدن ته د وینې پمپ کولو لپاره د وینې رگونه له زړه څخه مرسته اخلي نو ثقیل کار کولو پر وخت بدن ډیره خوله کوي تر څو د بدن تودوخه ټیټه وساتي. که ستاسو بدن سړه خوله کوي او پوټکی مو هم سوړ وي نو باید زر تر زره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

۴- سینې درد، فشار او ناارامي: که څه هم د سینې درد زړه له حملې څخه مخکې عامه نه ده خو بیا هم د سینې درد د زړه حملې تر ټولو غوره نښه گڼل کیږي. سینې تنگوالی د زړه حملې یوه ډیره عامه نښه ده. خلک وايي چې د زړه له حملې مخکې يي داسې احساس درلود چې فیل د دوي پر سینه ولاړ وي.

که د چا سینه درد وکړي او یا هم تنگه شي نو باید ډیر ژر روغتون ته ولاړ شي ځکه چې د دغو نښو له څرگند کیدو سره په انسان ډیر زر د زړه حمله راځي.

 که د زړه له حملې وېره لرئ؛ نو دا ولولئ

د زړه حمله ډیر لاملونه لري؛ خو د ځینو نويو څیړنو پر اساس د دې حملې تر ټولو ستر لاملونه څلور دي چې دلته به مو ورسره آشنا کړو:

۱ـ ډیر لږ خوب کول: کله چې څیړونکو تیرو ۱۵ کلونو کې د ۱۵۰۰۰ کسانو ژوند وڅیړه؛ نو ورمعلومه شوه چې هغه کسانو چې صحي ژوند درلود یعنې صحي خواړه يې استعمالول، په دوامداره توګه يې ورزش کاوه او تمباکو يې نه استعمالول ۶۷٪ د زړه له حملې په امان ول؛ خو هغه کسان چې د ورځې ۷ ساعته او یا زیات ویده کیدل هغوي ۸۳٪ د زړه له حملې محفوظ ول.

څیړونکي د زړه په ناروغۍ اخته کسانو ته مشوره ورکوي، چې د خوب پوره کولو ته تر بل هرې بوختیا اهمیت ورکړي.

۲ـ لږ خوشحاله اوسیدل: د یو ګروپ خلکو ژوند تر ۲۵ کلونو لپاره مطالعه شو او څیړونکې دې نتیجې ته ورسیدل چې هغه کسان چې خوشحاله ژوند کوي او خپل راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري په دوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۲۵٪ وي.

هغه کسان چې هر کله غمجن او خپل راتلونکی په اړه اندیښنه لري هغوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۵۰٪ وي.

که د زړه له حملې ویريږئ نو خوشحاله اوسئ او اندیښنه مه کوئ.

۳ـ د هوا خرابوالی: هوا کې موجود کیمیاوي مواد بدن کې د سوزش او ورم خطر پیدا کوي؛ نو له دې وجي د اوکسدیشن عمل زیاتیږي چې په اساس یي زړه او ځینې نور اعضا متاثره کیږي.

له دوړو، ډیر لوګې کوونکي موټر او هغه ځایونه چې هوا يي خرابه وې ځان لرې وساتئ.

۴ـ زیات ذهنې فشار کې اوسیدل: که تاسو د کومې مسئلې په اساس تر ذهني فشار لاندی یاست نو ستاسې بدن کارټیسول او ایډرینالن مادې زیات تولیدوي، د دې دواړو موادو د زیاتوالي په اساس په وینه کې شکر زیاتیږې او د وینې شریانونه سختوي.

 د زړه ناروغیو څخه دمخنیوی لپاره دغه عادتونه خپل کړئ

HeartHealth_CBP1047250_600x350_1

په نړۍ کې زیات شمېر خلک د زړه په مختلفو ناروغیو اخته دي خو انسان کولی شي ځینې عادتونو خپلولو سره د زړه د ناروغیو مخه ونیسی.

دلته مو د هغو عادتونو سره اشنا کوو چې د زړه د ناروغیو څخه مخنیوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي:

۱- خواړه: د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی لپاره خپل خواړه ته ځانګړی پاملرنه وکړئ. باید کوښښ وشي چې حبوبات لرونکي خواړه، میوه، سبزیجات او غوښه له زیات نه زیات وکارول شي.

۲- سګریټ: دا یو ثابت حقیقت دی چې سګریټ څښل د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي. د زړه د ناروغیو مخنیوی لپاره باید له سګریټ څښلو څخه ځان وژغورل شي.
یوې څیړنې ثابته کړې کوم چې سګریټ څښل پریږدي د ۵ کلونو په موده کې ۴۰ سلنه د ناروغیو خطر کمولی شي.

۳- ورزش: فعاله ژوند لرل او په ورځنۍ ډول خاصه اندازه ورزش د ۲۵ ناروغیو تر ټولو غوره درمل دی چې کولی شي انسان د زړه له حملې او ناروغیو وژغوري. ناروغیو څخه مخنیوی لپاره باید انسان هره ورځ خاصه اندازه ورزش وکړي.

۴- ذهني فشار: ذهني فشار یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د زړه ناروغیو سربیره ذهني فشار په انسان کې د کولیسټرول او د وینې لوړ فشار لامل هم ګرځي. له ذهني فشار څخه ځان وژغورئ. له ملګرو او کورنۍ سره مجلس وکړئ، هر ورځ ورزش وکړئ او خپل ځانته وخت جلا کړئ.

۵- خوب: ډیر شمېر هغه خلک چې کمه اندازه خوب کوي د زړه په ناروغیو اخته کیږي. کمه اندازه خوب کول د انسان وزن زیاتولو سربیره انسان د شکر او وینې لوړ فشار په ناروغیو هم اخته کولی شي چې دغه ناروغۍ بیا انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي. د زړه ناروغیو خطر کمولو لپاره کوښښ وکړئ هره شپه ۷ ساعته خوب وکړئ.

که غواړئ د زړه د ناروغیو مخه ونیسئ

afruit1

د نړۍ ستر او پېژندل شوي حکیم بقراط ویلي چې له ټولو وړاندې د هر ډول ناروغۍ درملنه باید د خواړو په مرسته وشي. پنځوس کلنو څیړنو د بقراط خبره تاییده کړه او دا يي ثابته کړه چې غذایي مواد کولای شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري.

اوسمهال په نړۍ کې د ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې له فزیکي فعالیتونو پرته ژوند او خراب غذایي سیسټم د دغې شمیر زیاتوالی له اصلي عواملو ګڼل کیږي.

له شک پرته د زړه ناروغۍ انسان د مرګ په خوب ویده کولی شي چې د دې ناروغۍ درملنه هم ډیر مالي لګښت ته اړتیا لري خو ساده خواړه، میوه او د سابو مختلف ډولونه تر ډیره حده د دغې ناروغۍ مخه نیولی شي.

دلته مو د خواړه له هغو ډولونو سره اشنا کوو چې استعمال يي په انسان کې د زړه ناروغیو خطر کمولای شي.

ماسته: څیړنو ثابته کړې چې ماسته انسان د وریو له مختلفو ناروغیو ژغوري. د وریو ناروغۍ په انسان کې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي. جاپاني روغتیايي کارپوهانو په ۱۰۰۰ هغو کسانو چې بالغ ول او شیدې یا هم له شیدو څخه لاسته راغلي محصولات يي ډیر استعمالول په اړه څیړنه وکړه. دغه څیړنه ثابته کړه چې دغو کسانو کې د وریو ناروغۍ د نشت برابر دی. روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې شیدې او محصولات يي په خوله کې د خطرناک باکتریا مخه نیسي.

ممیز (کشمش): په ممیزو کې شته انټي ټاکسایډ (Antitoxide) په خوله کې د هر هغه باکتریا مخه نیسي کوم چې انسان د وریو په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د یو راپور پر بنسټ په امریکا کې د وریو په ناروغۍ اخته کسانو پنځوس سلنه د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کیږي نو له همدې امله ویلی شو چې د یوې ناروغۍ په وړاندې بریا انسان له بلې ناروغۍ ژغورلی شي.

حبوبات: څیړنو ثابته کړې چې د زړه ناروغۍ خطر په هغو خلکو کې چې حبوبات استعمالوي نسبت هغو کسانو ته چې حبوبات نه استعمالوي ډیر لږ وي. په حبوباتو کې انټي ټاکسایډ (Antitoxide)، فیټوس ټروجن (Phytoestrogen) او فیټوس ټیرولز (Phytosterols) نومې مواد شتون لري کوم چې د زړه له ناروغیو څخه په مخنیوی کې ځانګړی اثر لري.

لوبیا: د لوبیا ډیر استعمال د زړه روغتیا لپاره ډیر ګټور دی. په یوې غذایي مجله کې خپره شوې څیړنې پر بنسټ د پخې شوې لوبیا نیم ګیلاس ورځنی استعمال په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي او په دې ډول د زړه روغتیا ساتلو کې زیاته مرسته کوي.

کب (ماهي): هره هفته یو یا دوه ځلي د کب خوړل په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۳۰ سلنه کموي. په کبانو کې شته اومیګا درې (Omega 3) نومې پروتین په رګونو کې د وینې جریان بهتره کوي، چې کولای شي په انسان کې د زړه او فشار ناروغیو خطر کم کړي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا له پورتني خواړو سربیره بادام، چاکلیټ، رومیان، مڼه، توتان، انار، کیله او شنه چای مناسب استعمال هم انسان د زړه له ناروغیو ژغورلای شي.

انار او خرما مو د زړه له ناروغيو ژغوري

rrr_fa_rszd

هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او څو خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو ژغوري.

په نوې طبي څېړنو کې ويل شوي، چې هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او درې خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو او ګوزڼ څخه ژغوري.

څېړنه کې راغلي چې انار او خرما کې انټي اکسايټډنټس موجود دي او دا شيان د زړه رګونه له سختوالي ساتي او د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې درې دېرش سلنه ګټور ثابت شوي دي.

څېړنه زياتوي، د زړه رګونو کې د وينې بندېدو له امله زړه يا دماغو ته د وينې نه رسېدو له امله انسان پر فلج او د زړه په ناروغيو اخته کيږي او له دې ناروغيو د ژغورنې لپاره باید د انارو جوس او خرما وخوړل شي.

طبي کارپوهان وايي، چې د انارو جوس او خرما ۳۳ سلنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي د وينې غوړ «کوليسټرول» ۲۸ سلنه راکموي.

کیله مو له مهلکو ناروغیو ژغوري!

نوې څیړنې ثابته کړه چې د کیلې دوامداره استعمال د خپګان، وینې لوړ فشار، فلج او د خوب له ناروغیو مو ژغوري.

ساینس او صحت په اړه د خپاره شوي راپور پر بنسټ کیله د انرژي او ځواک لاسته راوړلو مهمه وسیله ده؛ ځکه چې د دوه کیلو خوړل يې انسان بدن ته د ۹۰ دقیقو لپاره انرژي ورکوي.

په کیله کې درې ډوله خواږه مواد سکروز، فرکټوز او ګلوکوز سربیره فایبر هم موجود دي.

کیله انسان ته عاجله انرژي ورکولو سربیره خپګان سره د مبارزې توان هم ورکوي. کیله کې ټرایپتوفین نومې پروټین موجود دی چې انسان ته ارامتیا وربښي.

دغه میوه کې اوسپنه هم شته چې د هیموګلوبین ډیر تولیدولو کې مرسته کوي او لږ خوب ناروغي په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي.

کیلې کې موجود پوتاشیم د وینې لوړ فشار کنټرولوي او د فلج ناروغۍ په مقابل کې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوي.

د ورځې یوه کیله د سترګو لید ژغورلی شي

کیله د نورو بې شمیره ګټو سربیره د سترګو لید لپاره هم یوه ګټوره میوه ده. کیله د سترګو روغتیا بهتره کوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالی خطر کموي.

د استرالیا په کوینز لینډ پوهنتون کې ترسره شوې یوې څیړنې کې ویل شوي چې په کیله کې کیروټین (Carotene) نومې مواد وجود لري. کیروټین میوو او سبزیجاتو ته سور یا ژیړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) نومې مواد وروسته له هغه چې بدن ته دننه شي په ویټامین اې (Vitamin A) بدلیږي. ویټامین اې د سترګو روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی.

له دې څخه وړاندې په یو شمیر روغتیايي څیړنو او پلټنو کې ثابته شوې وه چې کیروټین نومې مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو ناروغیو او شکر څخه انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې استرالیايۍ څیړنې پر بنسټ دغه ګټوره میوه د نورو ګټورو موادو لرلو سربیره د کیروټین نومې موادو غوره منبع هم ګڼل کیږي کوم چې په بدن کې د ویټامين اې کمی پوره کولو کې کوم چې د سترګو لید لپاره ډیر اړین دی مهم رول لوبوي.

څیړوونکو هڅه وکړه چې د کیلې دوه مختلف ډولونه وڅیړي او معلومه کړي چې ایا د کیلې په مختلفو ډولونو کې د کیروټین اندازه توپیر کوي که نه.

د څیړنو په پایله کې څرګنده شوه چې په ورځنی ډول یوازې د یوې کیلې خوړل د عمر زیاتیدو سره د سترګو لید ته پیښیدوونکو ناروغیو په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

 کېله لوړ عمر لرونکې مېرمنې د زړه له حملې ژغوري 

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په کېله کې په ډېره اندازه د پوتاشیم شتون په بدن کې د سرطان مخه نیسي او د عضلو د پیاوړتیا لپاره ګټور دي. کېله له زیاتو ښېګڼو سره سره چې لري یې، د اسهال او وینې لرونکي اسهال مخه نیسي.

نوو څېړنو دا په ګوته کړې، هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې پوتاشیم لري، په نارینه و کې د مغزي سکتې کچه راټیټوي، خو برعکس کولی شي د زیاتو پوتاشیمو اخیستل په ښځو کې د مغزي سکتې لامل شي.

هغه څېړنه چې به ۲۰۰۴ کال کې پر کېلې شوې ده، ثابته کړې یې ده چې پوتاشیم لرونکي خواړه په ښځو کې د زړه د حملو مخه نیسي. څېړونکی پلاوی وایي هغه مېرمنې چې عمرونه یې له څلوېښتو پورته دي، باید په خپل غذایي رژیم کې د پوتاشیم کچه لوړه کړي؛ ځکه له پوتاشیم څخه ګټه اخیستل کولی شي د وینې فشار ټیټ کړي.

مېوې او سابه د پوتاشیم تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي.

په خوراکي توکو کې پآلک، شیدې، وچه مېوه، کبان د پتاشیم تر ټولو ښې سرچینې بلل کېږي. څېړنو ښودلې چې د ورځې د ۱۶۰۰ میلي ګرامو پتاشیمو خوړل تر ډېره د مغزي سکتې د رامنځته کېدو مخنیوئ کوي چې هره یوه کیله په متوسط ډول ۵۰۰ میلي ګرامه پتاشیم لري. یوې ډلې څېړونکو پر ۹۰۱۳۷ ښځو باندې چې عمرونه یې له ۵۹ نیولې تر ۷۰ پورې رسېدل څېړنه کړې ده. دوی د خپلې څېړنې په پای کې ویلي هغه مېرمنې چې په دغه عمر کې په خپل غذایي رژیم کې کېله او کچالو زیات کاروي، ډېرې لږې د زړه له حملو سره مخ کېږي او د نورو په پرتله ډېر عمر کوي.

 د زړه له حملې د ځان ژغورنې اسانه لارې چارې

ډېرو خلکو ته د زړه د ناروغيو او حملې عام لاملونه معلوم دي، چې د بدن چاغوالی، د شکرې ناروغي، د وينې لوړ فشار، د سيګريټ څښول، د ژوند په چارو کې ګډوډي او داسې ځينې نور مهم شيان د زړه د حملې لامل کېږي.

طبي کارپوهانو په خپلو نوو څېړنو کې ځينو مهمو ټکو ته اشاره کړې، چې انسان د زړه له حملې ژغورلای شي.

اول: سيګريټ څښول د انسان بدن کې د زړه د ناروغيو او سرطان مهم لامل شمېرل کيږي او د سيګريټو پر ډبيو يې هم ليکلي وي، چې سيګريټ څښول د انسان د تباهۍ لامل کيږي.

په ځانګړې توګه د سيګريټ لوګی ډېر زيان لري او د سيګريټ څښوونکي تر څنګ هغو کسانو ته هم زيانمن دی، چې مجلس کې د سيګريټ لوګی ورځي.

ډاکټران وايي، چې د سيګريټو لوګی د سرطان او د زړه د حملې مهم لامل ګڼل کيږي او که له سيګريټ څښولو ډډه وشي، نو د انسانانو د مرګ او زړه حملې کچه ډېره را کمېدای شي.

دوهم: فريکي ورزش

فريکي ورزش او حرکت د انسان زړه صحتمند ساتي، چې فزيکي حرکت سره زړه ته نوی اکسېجن رسيږي او د بدن وزن هم ورسره نورمال پاتې وي.

ورزش سره په رګونو کې د وينې غوړوالی کميږي او تر څنګ يې د وينې لوړ فشار هم کنټروليږي.

د امريکايي ډاکټرانو په نوې څېړنه کې راغلي، چې بالغ خلک بايد اونۍ کې دوه سوه دقيقې ورزش وکړي او د پلو د قوي کېدو په موخه بايد اونۍ کې دوه ځله خامخا ورزش وشي.

درېيم: وينه کې د ګليکوز ليول نورمال ساتل

په وينه کې د ګليکوز يا خوږې د زياتوالي له امله د وينې رګونو او بډوډو ته زيان اوړي او که بدن کې ګليکوز کم وي، نو انسان بايد په مناسبه اندازه خواږه وخوري، تر څو د ګليکوز ليول کنټرول وساتلی شي.
د وينې غوړ کنټرول ساتل

د وينې غوړ يا کوليسټرولو زياتېدو سره د زړه د حملې چانس زياتيږي؛ ځکه چې دې سره رګونو کې د وينې حرکت کميږي، چې له امله يې زړه ته په اسانه وینه نه رسيږي او بالاخره کېدای شي، چې سړی د زړه د حملې ښکار شي.

د انسان بدن کې د وينې د غوړو «کوليسټرول» ليول که له ۲۰۰-۲۳۹ ملي ګرام پورې وي، نو دا لوړ ته نږدې ګڼل کيږي او که له ۲۴۰ زيات شي، نو دا به د کوليسټرولو لوړه درجه ګڼل کيږي او د کوليسټرول زياتوالی د زړه د حملې لامل کېدای شي.

صحت ته ګټه رسوونکي خواړه

د خوراک په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه دي، مګر ځينې خواړه د انساني صحت لپاره ډېر ګټور بلل کيږي.
د ډاکټرانو په وينا لږ غوړ لرونکي او لږه مالګه لرونکي خواړه او سبزي په عامه توګه د انسان زړه لپاره ډېر ګټور دي.
انرجي لرونکو بوتلو څخه ځان ساتل

زموږ په ټولنه کې د انرجي څښل ډېر عام دي او په ځانګړې توګه ځوانان يې د ستړيا او سفر پر مهال ډېر کاروي، مګر دوی دې ته پام نه کوي، چې دغه ډول بوتل د زړه د حملې لامل کيږي.

د کاناډا د زړه د ناروغيو ژورنال ليکلي، چې د ورځې يو انرجي بوتل څښل هم د زړه د حملې لامل کيږي.
څېړنه کې راغلي، چې دغو بوتلو کې موجود کيفين د ځوانانو د زړه د حملې او د زړه د حرکت د ګډوډۍ مهم لامل ګڼل کيږي.

ډاکټران وايي، چې انرجي بوتلونو کې په ډېره زياته کچه کيفين وي او ځوانان بايد د انرجي بوتلو له زياتو څښلو څخه ډډه وکړي.

د انرژي لرونکو مشروباتو له خطرونو خبر شئ

Bildergebnis für energy drink

نوي څېړنې ښيي چې انرژي لرونکي څښاکونه نارینه وو ته سخت هیپتایت یا د ځیګر ناروغي پیدا کولی شي.

میډیکل ایکسپریس مجلې په وروستۍ ګڼه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، لیکلي چې انرژي لرونکي مشروبات ځیګر ته مضر دي او حتي کېدای شي چې د سیروز او د ځیګر د سرطان سبب شي.

زهرجن مواد، د مخدرو موادو او الکولو استعمال او نور عوامل د هیپتایټ ناروغۍ نور عوامل دي.

خو اوس څرګنده شوې چې تر اندازې د زیاتې انرژۍ څښل د ځیګر د التهاب سبب کېږي.

له بده مرغه په افغانستان کې نن سبا د دغو مشروباتو بازار ډېر تود دی او ډېر خلک په غلطه فکر کوي چې د انرژۍ لرونکو مشروباتو موقتي او مصنوعي انرژي ګټوره ده.

په امریکا کې له شویو سروې ګانو سره سم له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پوري د دغه هیواد د روغتونو عاجلو څانګو ته هغه کسان زیات وړل شوي چې انرژي لرونکي مشروبات یې ځښلي دي.

طبي ماهران وايي، ښه دا ده چې جوس یا د مېوې اوبه د انرژي څښاک پر ځای استعمال کړو.

دغه خواړه به مو له سرطان څخه وژغوري

173982_FRUITS-HD-WALLPAPERS_2560x1600

شاید ډیرو کسانو ته د منلو وړ نه وي خو په نړۍ کې ۳۵٪ سرطان د خواړه له امله را منځ ته شوې. که خپل ځان له سرطان څخه ژغورل غواړئ نو داسې خواړه استعمال زیاته کړئ چې ستاسې بدن کې د حجرې له منځه تللو مخه ونیسي.

میوه او دسبزیجاتو مختلف ډولونو استعمالول انسان د سرطان له مختلفو ډولونو څخه ژغوري. کوم خلک چې د ورځې څلور ځلي میوه استعمالوي په هغوي کې د سرطان خطر ۵۰ سلنه نسبت هغو کسانو ته چې د ورځې دوه ځلي میوه استعمالوي کمیږي.

دلته مو له هغه خواړه سره اشنا کوو چې د سرطان په مخنیوی کې مهمه ونډه لري:

۱- سره مڼه: څیړنو ثابته کړې چې سره مڼه او هغه سابه چې سرو مڼو ته ورته خواص لري په موږکانو کې د سینې له سرطان څخه مخنیوی کړی. سور پوټکي لرونکي سابه او میوې په بدن کې د سرطان حجرات له منځه وړي او په بدن کې د پروتین تولید زیاتولو سربیره په ښځو کې د سینې سرطان لامل کیدونکي هارمونونه له منځه وړي چې په دې ډول د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي.

۲- ام: څیړنې ښيي هغه ښځې چې زیاته اندازه ام استعمالوي په هغوي کې د سینې سرطان خطر کمیږي. څیړونکو پولیفینول (Polyphenol) په نامه مواد وڅیړل چې دغه څیړنه کې تانین (Tannin) نومې موادو ته کوم چې د سرطان څخه مخنیوی کوي خاصه توجه شوې وه. تانیک اسید (Tannic Acid) کوم چې په ام کې په زیاته اندازه پیدا کیږي د پولیفینول یو ډول دی چې نسبت نورو ته ښه خوند لري. دا ثابته شوې چې پولیفینول په بدن کې حجراتو د ټوټه کیدو مخه نیسي.

۳- ستروس: ستروس کورنۍ میوې لکه نارنج، لیمو او کامکورت زیاته اندازه ویټامین سي لري. ویټامین سي د معدې سرطان، حنجرې سرطان، سینې سرطان او سږو په سرطان اخته کسانو ته ډیر زیات ګټور دی.

۴- هاوترون (Hawthron): یو ډول بوټی دی چې په دښتو کې په زیاته اندازه پیدا کیږي. دغه بوټه د هاضمې نظام ښه کولو او وینې چربې (کولیسټرول) له منځه وړلو لپاره ډیر استعمالیږي. دغه بوټی د سرطان حجرې له منځه وړي او زیاته اندازه ویټامین سي لري. دغه خواړه د معدې او سینې سرطان په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۵- عناب (Jujube): دغه خواړه زیاته اندازه بي- کایروټین (B-Carotene)، ویټامین سي او د بي ویټامینونو غوره منبع ده. دغه خواړه زیاته اندازه ټرایټرپینایډ (Triterpenoids) لري کوم چې د سرطان له منځه وړونکی مواد دي.

۶- کیوي: کیوي د ویټامین سي غوره منبع ده چې د نارنج څخه ۴-۱۲ ځلي، مڼې څخه ۳ ځلي او انګور څخه ۶۰ ځلي زیاته اندازه ویټامین سي لري.

په دې بوټو سره د سرطان مخه ونیسئ

Mortar with fresh rosemary and dried spices

په طبیعت کې ځینې داسې بوټي هم شتون لری چې خلک يي له خوړو سره استعمالوي. خو ځینې بوټي له ښه خوند سربیره ډیرې روغتیايي ګټې هم لري.

دلته مو له هغو بوټو سره اشنا کوو چې خپل خاصیت سره کولی شي انسان د سرطان له مهلک ناروغۍ څخه وژغوري او د دغه ناروغۍ مخه ونیسي:

۱- زردچوبه یا کورکمن (Turmeric): زردچوبه خپل ترکیب کې کورکمن (Curcumin) نومې مواد لري چې همدغه مواد زردچوبې ته ژیړ رنګ ورکړی. دغه خواړه د پړسوب ضد او انټي اکسیډنټ خاصیت لري کوم چې په بدن کې د سرطان څخه مخنیوی کولی شي.

زردچوبه ښه خوند لرلو له امله د وچ پوډر په ډول د خوړو په مختلفو ډولونو کې استعمالیږي. د سرطان څخه مخنیوی لپاره باید کوښښ وشي په هره خواړه کې لږه اندازه زردچوبه استعمال شي.

۲- ګشنیز (Parsley): ګشنیز خپل ترکیب کې اپېجینين (Apigenine) نومې مواد لري. اپېجیني یو خاص ډول طبیعي غوړ دی چې سرطاني تومور یا غدې ته د وینې جریان مخه نیسي. اپېجیني نومې غوړ تومورونو یا اضافي غدواتو ته د وینې جریان قطع کوي چې له همدې امله دغه بوټۍ د روغتیايي کارپوهانو توجه جلب کړی. له ګشنیز سره خپل خواړه خوندور او خپل بدن له سرطان څخه وژغورئ.

۳- هوګه (Garlic): هوګه هم د سرطان څخه مخنیوی په برخه کې ځانګړی اهمیت لري په خاص ډول د ګیډې سرطان لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. هوګه خپل ترکیب کې د ارګانوسلفر (Organosulfur) مرکبات لري. ارګانوسلفر کیمیاوي مواد په بدن کې د اوښکول تویولو دنده په غاړه لري. دغه مرکبات د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو کې ځانګړی شهرت لري.

۴- غرنۍ کلیل (Rosemary): غرنۍ کلیل یو ډول مدیترانۍ بوټۍ دی چې د اکسیډنټ ضد خاصیت لري. د دغه بوټۍ په پاڼو کې د ترپینز (Terpense) یو ډول تیزاب شتون لري چې دغه تیزاب د سرطاني حجرات مخه نیسي او مضر غدوات د سرطاني حجرات تولید ته نه پریږدي.

دغه بوټۍ په مختلفو خوړو کې لکه سوپ، ډوډۍ او زیات پروتین لرونکي خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره استعمالیږي.

۵- سره مرچ (Chile Pepper): سره مرچ خاصه اندازه کپسېسین (Capsaicin) لري. کسپېسین د اکسیډنټ ضد قوي خاصیت لري او سرطاني حجراتو په له منځه وړلو کې ډیر ګټور دی. دغه مواد په بدن کې د پروستات سرطان له منځه وړي.

۶- تور مرچ (Black Pepper): تور مرچ زیاته اندازه پېپرین (Piperine) لري چې پېپرین هم د اکسیډنټ ضد خاصیت لري. تور مرچ په بدن کې د سینې سرطان تولیدونکي غدوات له منځه وړي او په دې ډول په انسان کې د سینې سرطان څخه مخنیوی کوي خو د تور مرچ تر ټولو غوره خاصیت دا دی چې د سرطاني حجراتو له منځه وړلو سره نورو حجراتو ته هیڅ ډول زیان نه رسوي.

۷- ویلنه یا نعنا (Mint): ویلنه فیتوکیمیکل (Phytochemical) نومې مواد لري کوم چې په بدن کې د سرطان تولیدونکي غدواتو او حجراتو باندې د وینې جریان قطع کوي او په دې ډول سرطاني حجرات او غدوات له منځه وړي.

د ویلني یوشمېرنورې ګټې په لاندې ډول دي:

ویلنی؛ کولیسټرول کموي او هډونه پیاوړي کوي

nana

ژباړه / اجمل درمان

د ترکي روغتیاپوهانو په وینا؛ ویلنی د کولیسټرول د کمولو تر څنګ؛ د انسان هډونه هم پیاوړي کوي.

روغتیا پوهان وایې چې نوې څیړنې په ډاګه کړې چې د ویلنې په پرله پسې توګه استعمال په وسیله د ا نسان په وجود کې د کولیسټرول اندازه کمیږي او په دې کې شته مګنیزیم د انسان هډوکې پیاوړي کوي. که څه هم وېلنی په ښکاره یو ساده شین نبات ښکاري خو په اصل کې په کې ډیرې ګټې نغښتي دي.

روغتیا پوهان وایې د ویلني د تازه پاڼو تازه اوبه د لیمو او شهدو سره په ګډه خوړلو سره د خېټې او معدې ټولې ناروغۍ جوړیږې. د ټوخی او زکام په وخت کې د ویلنې اوبه د تور مرچ او تورې مالګې (په جنوبي آسیا کې استعمالیدونکې مالګې) سره جوش او نوش جان شي؛ وجود ته راحت او آرام ورکوي. همداراز که د اِټکو پر مهال د ویلني پاڼې وژوول شي نو سمدستي اِټکې دروي. که په ګرمۍ کې د زړه بدوالي او استفراق (قي) پر مهال یوه کاچوغه وچ ویلنی د یو کاچوغه لاچي سره په یو ګیلاس اوبو کې جوش او نوش جان شي؛ د یادې ستونزې غوره درملنه ده. همداراز روغتیاپوهان دا هم وایي؛ که د سر درد پر مهال د ویلني پاڼې په تندي (ټنډه) وتړل شي؛ سمدستي د سر درد آراموي.

 

د نعنا له دغو ګټو هم خبر شئ:

الله (جل جلاله) د خپلو بندګانو لپاره په ځینو داسې خوړو کې چې ډیره په اسانه او ارزانه بیه موندل کیږي بې شمیره روغتیايي ګټې ځای پر ځای کړی وي.

یو له هغو بوټو څخه چې د روغتیا لپاره ډیرې زیاتې ګټې لري نعنا (ویلنه) دی. نعنا یو له هغو بوټو څخه دی چې د کال په هر فصل کې په مناسبه بیه د سبزیجاتو په دوکانونو کې موندل کیږي.

زیات شمیر خلک دغه بوټی له خوړو سره د تازه سبزیجاتو په ډول استعمالوي. دلته مو د دغې بوټی له یو شمیر ډیرو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو.

– د خولې بد بوي له منځه وړي

– د انسان وینه تصفیه او صفا کوي

– د ساه بندۍ د ناروغۍ په درملنه کې ډیره زیاته مرسته کوي

– له بدن څخه زهري مواد خارجوي

– د هاضمې د ناروغیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي

– د بدن پوټکي ته ځانګړی ښکلا ورکوي

– د زړه بدوالی لپاره غوره درمل ګڼل کیږي

– د سرطان څخه مخنیوی کوي

– د بدن د مختلفو برخو خارښت له منځه وړي

– د سر درد په ارامولو کې مرسته کوي

– بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي

– د خیټې یو شمیر ناروغیو لپاره ډیره زیاته ګټه لري.

نوټ: هغه کسان چې د معدې په ناروغۍ اخته وي د نعنا له استعمال څخه وړاندې باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي.

 هغه ویټامین چې د سرطان ضد د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي 

Bildergebnis für sonne

یو له هغو ناروغیو څخه چې هر څوک ترې ویره لري سرطان دی. سرطان هغه ناروغۍ دی چې یوازې له نوم اخیستو سره يي هم خلک د خطر او وحشت احساس کوي. د غټو کولمو سرطان په ټوله نړۍ کې د مړینې څلورم ستر لامل ګڼل کیږي. یوازې په امریکا کې د د ناروغۍ کنټرول او مخنیوی ادارې (Centers for Disease Control and Prevention) راپور پر بنسټ په ۲۰۱۱ز کال کې ۵۱۷۸۳ کسان د سرطان ناروغۍ له امله د مرګ په خوب ویده شوي. د هر کس په ذهن کې به سوال پیدا کیږي چې څنګه کولی شي له دغې خطراناکې ناروغۍ څخه ځان وژغوري.

د ناروغۍ مخنیوی تر درملنې غوره ده!

داسې ډیرې لارې او خواړه شتون لري چې انسان له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلی شي او انسان روغ ساتلی شي. ځینې داسې خواړه هم شتون لري چې د بدن دفاعي نظام پیاوی کوي د کوم په مرسته چې د ډیرو مهلکو ناروغیو مخه نیول کیدی شي.

هغه خواړه چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي د غټو کولمو سرطان څخه هم مخنیوی کوي. یوه څیړنه چې د ډانا فاربر (Dana-Farber) نومې سرطان مرکز کې ترسره شوې ښيي چې د ویټامین ډي (Vitamin D) او وحشتناکو ناروغیو تر منځ یو ځانګړی اړیکه لیدل کیږي.

ویټامین ډي او غټو کولمو سرطان
د مشرانو خبره چې که خدای درد پیدا کړی نو درمل يي هم پیدا کړی. ویټامین ډي (Vitamin D) یو له اړینو ویټامینونو څخه دی چې کولی شي انسان له مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. د دغې ویټامین تولید لپاره د لمر وړانګې اړین ګڼل کیږي. د لمر وړانګې د بدن په پوټکي کې شته ویټامین ډي (Vitamin D) په ترکیبولو کې ځانګړی اثر لري. کله چې ویټامین ډي د لمر وړانګو په وسیله تولید شي نو خپل ګټور فعالیت پیلوي.

ویټامین ډي هډوکي پیاوړی کوي او د هډوکو له منځه تللي برخي هم رغوي. دغه ویټامین د کلسیم په جذبولو کې مرسته کوي. یو شمیر څیړنې ښيي چې دغه ویټامین د زړه حملې او ساه بندي ناروغۍ ته هم ډیره زیات ګټه لري.

د ویټامین ډي یو له غوره او پیاوړو ګټو څخه دا دی چې دغه ویټامین انسان د غټو کولمو له سرطان څخه ژغوري کوم چې په نړۍ کې د مړینې څلورم ستر لامل ګڼل کیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا ویټامین ډي د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي کوم چې د کولمو په سرطان د اخته کیدو خطر له منځه وړي. ډاکټر شوجي اوجینو (Dr. Shuji Ogino) په وینا ویټامین ډي په بدن کې ټي (T) حجرات فعالوي کوم چې د سرطاني حجراتو پیدا کولو او له منځه وړلو دنده په غاړه لري.

یوازې په څو افغانیو د سرطان په څير مهلکې ناروغۍ مخه ونیسئ

زرد چوبه یا کورکمن (Turmeric) په ځینو هیوادونو کې د پخلنځی مهمه برخه ګڼل کیږي خو ډیر لږ خلک د دغې خواړه له روغتیايي ګټو خبر دي. زرد چوبه په بدن کې د سرطان په څیر مهلکې ناروغۍ په وړاندې مقاومت کوي او سرطاني حجرات ځان وژنې ته اړ کوي.

زرد چوبه د روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دی ځکه چې دغه خواړه په بدن کې د کیمیاوي موادو او یا هم له حجراتو څخه وتوونکي اضافي مواد کوم چې د انسان په روغتیا ناوړه اغیز کوي په وړاندې مقاومت کوي او د زیان مخه يي نیسي.

کورکمن خپل طبیعي خواصو له امله په بدن کې د ناروغۍ په وړاندې د دفاع دنده په غاړه اخلي. په ځانګړی ډول د ټپونو په وړاندې مدافعت کولو سره دغه خواړه د سرطان ناروغۍ مخه نیسي او هغه سرطاني حجرات چې د کورکمن په وړاندې جګړه کوي په خپله له منځه ځي.

په ابتدايي ډول کله چې د سرطان میکروب بدن ته داخلیږي نو په بدن کې شته کورکمن خپل دفاعي وړتیا په مرسته دغه میکروب له منځه وړي. د سرطان میکروب هغه مهال په بدن کې خپریږي چې په بدن کې د کورکمن اندازه له ځانګړې اندازې څخه کمه وي.

پخوانیو میرمنو د ډوډۍ پخولو پر مهال کورکمن استعمالول او په دې ډول د سرطان ناروغۍ له خپریدو څخه يي مخنیوی کوله خو په اوسنیو وختونو کې د خواړه طریقو کې بدلون له امله کورکمن نه استعمالیږي چې له همدې امله سرطان ناروغۍ هم عامه شوې.

اوس په نړۍ کې د سرطان عام ډولونه د سږو سرطان، د سینې سرطان، د غټو کولمو سرطان او ځینې نور دي چې د دې ټولو لپاره کورکمن ډیر زیات ګټور دی.

د امریکا په نسبت په هندوستان، بنګله دیش او پاکستان کې د سرطان ناروغۍ لس چنده لږه ده ځکه چې دغو هیوادونو کې کورکمن په زیاته اندازه په خوړو کې استعمالیږي.

کورکمن بدن ته له داخلیدو وروسته د انټي بایوټیک (Anti-Biotic) رول لوبوي او همداراز د سرطان زهري خواصو په له منځه وړلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

کورکمن خپل د خوړو اړینه برخه وګرځوئ او په دې ډول د بې شمیرو ناروغیو مخه ونیسئ. د کورکمن له استعمال سره د انسان بدن کولی شي د زیات شمیر ناروغیو درملنه په خپله وکړي او ډاکټر ته د تلو اړتیا به نه پیدا کیږي.

د ناک خوړل په هضم کې مرسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ناک ونه چې جګوالی یې تر لسو مترو پورې رسېږي، تر ډېره په یخو او غرنیو سیمو کې شنه کېږي. د ناک د ونې رېښې تر لرو پورې په ځمکه کې غځېږي. مېوه یې مخروط ته ورته، غوښنه، خوږه او ځیني یې تروشه وي. د ناک په اړه د هغو څېړنو پایلې چې د the journal Food Research International په مجله کې خپرې شوې دي، ثابتوي چې د ناک ځیني ډولونه کولی شي د شکرې ناروغۍ او د وینې لوړ فشار کنټرول کړي، د معدې او دغه راز د کولمو زخمونه ورغوي. ناک د فنولیک (Phenolic) ترکیباتو چې په ځینو بوټو کې هم موندل کېږي، ښه سرچینه بلل شوې ده.

دا چې نن سبا یو زیات شمېر ځوانان او د لوړ عمر لرونکي کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته دي او دا وړاندوینې هم شوې ده چې کېدای شي تر راتلونکو شلو کلونو پورې دغه شمېره نوره هم لوړه شي، نو روغتیا پالان وایي که په ورځني ډول یو دانه ناک وخوړل شي نو د شکرې د ناروغۍ پر وړاندې به مو ځان وقایعه کړی وي.

دوی وایي د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي عوارضو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي.

د ناک پوستکی د (phenolic) تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي چې ان د ACE په څېر کار ورکوي. ACE هغه درمل دي چې د وینې د لوړ فشار لپاره کارول کېږي. دغه راز د ناک تخمیر شوې اوبه د معدې د زخم درملنه کوي. د ناک تخمیر شوې اوبه کولی شي د هغو باکتریاو د ودې مخه ونیسي چې په کولمو او معده کې د اېچ پایلوري پیدا کېدو لامل کېږي.

د ناک بله ځانګړنه دا ده چې معده پاکوي، هغه کسان چې په اسانۍ سره یې په معدې کې خواړه نه هضم کېږی کولی شي له ډوډۍ خوړلو وروسته یو دانه ناک وخوري. روغتیا پالان وایي د ناک د خوړلو تر ټولو اسانه او ګټوره لاره دا ده چې سلاته ترې جوړه شي او بیا وخوړل شي؛ ځکه دا یې هغه لار ده چې د ناک له ټولو ښېګڼو څخه به مو ګټه اخیستې وي.

د ناک د خوړلو سپارښتنه د هغو کسانو لپاره هم شوې ده چې ورزش کوي. ورزشکاران کولی شي مخکې او وروسته له تمرین څخه ناک وخوري. روغتیا پالان یې د هغو کسانو لپاره د ډېر خوراک سپارښتنه کوي چې د زړه، شکرې او د وینې د لوړ فشار پر ناروغیو اخته وي.

دا چې ناک په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان لري نو کولی شي په بدن کې د ازادو راډیکالونو مخه ونیسي.

 له دردونو د نجات لپاره ليمو استعمال کړئ 

news-1438094695-3809_large

تاسي به د ليمو د استعمال په اړه ډيري طريقې اورېدلي وي خو نن مو موږ د ليمو د استعمال په يوه حيرانکونکې طريقه پوهوو چې په عملي کولو سره به يې هيڅکله په اندامونو کې د درد احساس ونکړئ.

ليمو ته خلک سپرفوډ وايي؛ ځکه چې په دې ميوه کې ويټامن B2, B1, A, C مګنيشيم فولک ايسډ، فاسفورس، کيلشيم او پوټاشيم وجود لري.
که غواړئ چې په اندامونو کې مو درد ختم شي نو له ليمو نه کار واخلئ، د دې لپاره :
۱ – دوه ليمو واخلئ او پوست يې د شيشې په داسي بوتل کې واچوئ چې له زيتون تيلو مو ډک کړی وي.
۲ – د بوتل سر کلک بند کړئ او بيا يې د ۱۵ ورځو لپاره يو ځای کېږدئ.
۳ – له ۱۵ وروسته يې خلاص کړئ، په جوړ شوي محلول پمپه ولړئ او بيا يې د درد په ځای ولګوئ.
۴ – د لا ښه تاثر کولو لپاره په محلول ککړه شوې پمبه د درد پرځای په يوه ريتاړه وتړئ او د څه وخت لپاره يې تړلې پرېږدئ.
که ليمو په دې طريقه استعمال کړئ له دردونو په نجات ومومئ.

لیمو حیرانوونکي کمالونه هم لري:

په ګرمیو کې د لیمو استعمال زیات دی. هغه مهال چې د انسان له بدنه خوله ووځي، انسان بې خوده کیږي، لیمو دغه کمبود پوره کوي همدا لامل دی چې د لیمو بیې په ګرمیو کې د نور کال په پرتله څو چنده لوړیږي. لیمو له فایدو ډک دی، لیمو روغتیا لپاره، ښایسته ښکارېدو لپاره، پاکوالي لپاره او ښه اشپزۍ لپاره ډی ګټور دی.

لاندې د لیمو یو شمېر حیرانوونکي کمالونه ذکر کوو:

لیمو پر مټ د فرنېچر یا د کور سامان او لوازم پاک کړئ

د کور د سامان او لوازماتو یا فرنېچر د پاکولو او ځلولو لپاره داسې کورنی پالش جوړ کړئ چې هم یې بوي ښه وي هم د عام پالش په مقابل کې يې بیه کمه وي.

محض لیمو څخه اوبه وباسئ، د زیتون تیلو سره یې ګډ کړئ، دواړه سره ښه وښوروئ څو د یوه بل سره ښه ګډ شي، وروسته دغه په یوه رخت واچوئ او فرنېچر مو پرې پاک کړئ. د څوکیو، میزونو او نورو شیانو ځلیدو ته به په خپله حیران وئ.

د کړکیو پاکوالی

د لیمو په اوبو کې تیزابیت زیات وي همدا لامل دی چې د ګریسو یا ګندګیو چې په کړکیو پورې نښتي وي، په پاکولو کې تر ټولو ښه رول لوبوي. لیمو سره سرکه او اوبه هم ګډولای شئ، د دې درې واړو د ګډولو وروسته پرې کړکۍ ښه په اسانۍ سره پاکولی شئ.

جامو سپينول

په ګرمو اوبو کې د لیمو اوبه ګډې کړې او بیا په کې خپلې سپينې جامې ډوبې کړئ، لږه شېبه وروسته هغه د معمول سره سم ووینځئ. همدا راز داسې هم کولای شئ چې د کالیو مینځلو په ماشین کې د (بلیچ) پر ځای نیمه پیاله د لیمو اوبه واچوئ او جامې پرې پاکې سوتره سپينې صفا کړئ.

له جامو پرې داغونه لرې کړئ

کله کله جامې داسې داغمنې شي چې هېڅ شی يې نه شي پاکولی. لیمو استعمال بیا د داغونو د پاکولو لپاره ډيره اسانه لاره ده. د لیمو اوبه د سرکې سره ګډې کړې او د جامو په هغه ځای چې داغونه پرې دي استعمال کړئ، لږه شېبه يې پرېږدئ او بیا یې ووینځئ، داغونه به د جاودو په څېر ترې ورک شوي وي.

تشنابونه پاکوي

لیمو د اوبو څخه ډکه پیاله په تشناب کې واچوئ، لږه شېبه انتظار وکړئ او بیا په یوه برس پاک کړئ. تشناب به مو هم پاک وي، هم به مو په تشناب کې ښه بوي خپور شوی وي.

پلاستیکي لوښي پاکوي

که په پلاستیکي لوښو مو د خوړو رنګ پاتې شوی وي او نه ترې لرې کیږي نو د لیمو اوبه پرې واچوئ، لږې شېبې لپاره یې ومښئ او بیا یې د وچولو لپاره لمر ته کېږدئ، شېبه وروسته به یې هم رنګ اوښتی وي او هم به لوښی خپل اصلي شکل پاتې وی.

سلور لوښي ځلوي

د چای د یوې کاشوغې په اندازه لیمو اوبه په نیم ګیلاس اوبو او نیم ګیلاس وچو شودو کې ګډ کړئ او بیا دغه ګډ شوي محلول کې لوښي ټوله شپه پریږدئ، سهار يې ومېنځئ او وچ یې کړئ. خو که غواړئ چې ژر يې پاک کړئ نو د لوښو په هغو ځایونو چې داغ پرې لګېدلی وي، د لیمو اوبه واچوئ او په یو پاک رخت يې صفا کړئ.

د تروش لیمو له ګټو خبر یاست؟!

ترش لیمو د اسیدي خواصو په لرلو سره ضد عفوني ده، که د مسافرت پر مهال د اوبو پر پاکوالي مو شک درلود کیدی شي یو څو څاڅکي لیمو پکې واچوی کولای شي چې مکروب یې له منځه یوسي.

هغه څوک چې غواړي ځانونه ډنګر کړي که سهار د ډوډۍ له خوړولو څخه وړاندې لیمو له اوبو سره ګډ کړي او لږ شات هم پکې واچوي تر ماسپښينه به وږی نه شي او په دې سره به د چربي او غوړو له شر څخه خلاص شي.

د ستوني د درد لپاره لیمو تر ټولو غوره دارو دي، د چایو یوه قاشقه لیمو په یوه ګیلاس اوبو کې تش کړی او غړغړه یې  کړی د ستونې درد به مو ښه شي.

د پوزې د بندوالي لپاره هم ډير ګټور دی کیدی شي څو څاڅکي د لیمو اوبو مو د  پوزې پ غار کې واچوی او د پوزې د بندوالي له شر څخه خلاص شی.د معدې او کولمو د درد لپاره یو لیمو په یو ګیلاس اوبو او یوه اندازه شاتو کې ګډ کړی او تر څملاستو یو ساعت وړاندې یې وخورۍ.

له پوزې څخه د وینې بهیدنې یا خون بیني لپاره ډير ګټور دی لږه پنبه د لیمو پر اوبو ککړه کړۍ او په پوزه کې یې کیږدی وینه به یې بنده شي.

که ستاسو په بدن کې زیړ رنګه ټاپي او یا خارښت وي تر ټولو ښه درمل یې لیمو او مالګه دی هغه داسې چې د لیمو اوبو او یوه اندازه ملګه سره ګډه کړۍ او په یاد شوي ځای یې وموږۍ.

د لاسو د پوستکي لپاره ګلیسرین او لیمو ډير ښه وي، لیمو او ګلسرین په مساوي اندازه سره ګډ کړی او بیا یې په لاسونو وموږۍ وګورۍ چې د لاس پوستکی مو څومره نازک کیږي. په ژمي کې له زکام څخه د مخنیوي په موخه خپل لاسونه په لیمو غوړ کړۍ. د لیمو د اوبو خوړل د بډوګو تیږې هم له منځه وړي.

د زنجبیل چای؛ د بې شمیرو عامو ناروغیو تر ټولو غوره او بې ضرره درمل

د الله (جل جلاله) په فضل سره طبیعي بوټي بې شمیره روغتیايي ګټې لري او د بې شمیرو مهلکو ناروغیو مخه نیولی شي. په همدې اساس له نوو څیړنو سره د طبیعي بوټو نورې ګټې هم کشف کیږي. یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د زنجبیلو څخه جوړ شوی چای د ویټامین سي (Vitamin C) یو له غوره منابعو څخه دی.

دلته مو له ځینو هغو عامو ناروغیو سره چې د زنجبیل په مرسته يي درملنه ممکنه ده معرفي کوو:

کانګې
هغه خلک چې په سفر کې د کانګو کولو له خنډ او ستونزې سره مخ وي باید د سفر له پیل څخه وړاندې یو ګیلاس د زنجبیلو چای وڅښي کوم چې په ټول سفر کې انسان له کانګو څخه ژغورلی شي. د زنجبیل له یو ګیلاس چای سره له خپل سفر څخه خوند واخلئ.

د معدې وړتیا پیاوړی کوي
د زنجبیل چای د هاضمې نظام پیاوړی کولو سره په معده او بدن کې د غذايي مواد د جذبیدو وړتیا پیاوړی کوي. په ځانګړی ډول له ډیر خواړه خوړلو وروسته د زنجبیل چای مو خیټې ګیس ختموي او په خیټه کې د ګیس له امله پیدا شوی سوی هم له منځه وړي.

زنجبیل د سوی پیدا کوونکي عناصرو د له منځه وړلو وړتیا لري چې له دې سربیره د زنجبیل د چای یو ګیلاس د سږو او پښتورګو درد هم اراموي.

د ساه اخیستلو ناروغۍ
د زنجبیل چای د سینې خرابوالی او سخت زکام لپاره ډیر زیات ګټور دی له دې سربیره له چاپیریال سره د حساسیت له امله پیښدوونکی د ساه اخیستلو ناروغۍ لپاره هم تر ټولو غوره درمل دی.

د وینې دوران غښتلی کوي
په زنجبیل کې شته ویټامینونه، معدني مواد او امینو اسید په بدن کې د وینې دوران پیاوړی او غوره کولو سره د زړه له زیات شمیر ناروغیو څخه مخنیوی کوي. د زنجبیل چای په رګونو کې پیدا کیدوونکی غوړ له منځه وړي او په دې ډول د زړه د حملې مخه نیسي.

د ښځو د ځانګړو ورځو لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای ښځې د حیض په دوران له تکلیف څخه ژغوري. که چیرې ښځې د زنجبیل په ګرم چای لنده شوې ټوټه په خیټه کیږدي او له دې سره د زنجبیل چای له ګبینو سره ګډ او وڅښي نو دغه عمل يي د حیض له بې شمیره ناروغیو او تکلیفونو څخه يي ژغورلی شي.

د بدن دفاعي نظام لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای په بدن کې د تکسید عملیي اندازه کمولو سره د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او په دې ډول انسان ډیر لږ په ناروغیو اخته کیږي.

ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي
د زنجبیل چای د انسان عصابو ته په سخت ذهني فشار پر مهال سکون او ارامتیا ورکوي او په دې ډول د ذهني فشار له امله د پیښیدوونکي ناروغیو څخه مخنیو کوي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا کې چیرې د زنجبیل چای خوند نه درکوي نو په کې د لیمو او ګبینو له استعمال سره خوند زیاتولی شئ.

دا خواړه د حساسیت مخنیوی کوي

Bildergebnis für ‫ټوخی‬‎

الرجی یا حساسیت یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه ده چې انسان له ډیر زیاتو خنډونو سره مخ کوي. دغه ناروغي د بدن دفاعی سیسټم کمزورتیا له امله رامنځ ته کیږي چې درملنې لپاره يي اړین دی چې انسان پوه شي له کوم څیز سره الرجي لري.

د خاورې، گرد، ځینې خواړه، گلان، ربړ او یا هم له ځینو درملو سره الرجی لرل ډیره زیاته عامه ده چې دغه ناروغي د انسان په پوزه، ستونی، غوږونه او پوټکي باندي اثر کوي.

ځینې داسې خواړه شته چې د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره انسان له دې ناروغی څخه ژغوري چې دلته به مو له ځینو سره اشنا کړو:

۱- مڼه: د ورځې یوه مڼه دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او الرجي مخه نیسي. مڼه د کویرسیتین (quercetin) په نوم یوه ماده لري چې په ځانگړی ډول د الرجی څخه مخنیوي کوي؛

۲- هوگه: الرجي څخه مخنیوی لپاره باید هوګه خپل خواړه یوه اړینه برخه وگرځوئ. هوګه په بدن کې د مختلفو انزایمونو د تولید څخه مخنیوی کولو سره انسان له الرجي څخه ژغوري؛
د هوګې اینټي بایوټیک، انیټې اکسیډنټ او پړسوب ضد خواص به مو د الرجي په موسم کې له ډاکټره وژغوري.

۳- لیمو: لیمو یو له هغه میوو څخه ده چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. لیمو د ویټامین سي او اینټی اکسیډنټ غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د القلي اندازه نورماله ساتي.

۴- شین چای: له الرجی څخه کړیدونکي باید شین چای خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوي چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره د الرجي مخه نیسي. هر ورځ باید دوه گیلاسه شین چای باید وڅښل شي او د لا زیاتو گټو لپاره خپل چاي کې شات او لیمو زیاته کړئ.

۵- زنجفیل: د اینټي اکسیډینټ او پړسوب ضد خواص لرونکي مادو غوره منبع ده او الرجي څخه مخنیوی کوي. د ورځي دوه گیلاسه زنجفیل لرونکی چای څښل به د الرجي سربیره له نورو ډیرو ناروغیو به مو هم وژغوري.

د ساه بندۍ«Asthma » نښې نښانې

-Astma-1415216121-771-640x480
ساه بندي يا asthma ناروغي يو سخته ناروغي ده، چې پيژندل يې هم ستونزمن دي. دغه ناروغي په ژمي کې زياتيږي او ډېر وخت د انسان د مرګ لامل هم ګرځي.

دغه ناروغي په هر وخت کې پر انسان راتلی شي، مګر ډاکټران وايي، چې دغه مرض دوه ډوله دی.

اول: Atopic asthma، چې لامل يې اساسيت او الرجي بلل شوې.

دوهم: not atopic asthma چې ډېر وخت په کوچنيوالي کې پر ماشومانو راځي، چې ډېری وخت يې لامل د يو شمېر خوراکونو او دارو درملو د حساسيت لامل هم کېدای شي.

انهيلر، چې د ساه بندي په مخنيوي کې اغېزمن درمل بلل کيږی

Bildergebnis für ‫انهيلر‬‎

دغه ناروغي له کوچنيوالي تر ډېر عمره د انسان بند کې پاتې وي، چې دايمي ساه بندي يې بللی شو او دې سره د ناروغ پړپوس کې ميکروب پيدا کيږي.
د ساه بندي نښې نښانې

د دې ناروغۍ عامې نښې دا دي، چې د ساه کښلو پر مهال د مريض ساه بنديږي او له مرۍ يې يو ډول اواز راوځي.

د ساه کښلو پر مهال نفس تنګيږي او ټوخی هم زياتيږي او دغه تکليف د شپې پر مهال ډېر زيات وي او د مريض خوب ورسره خرابيږي.

طبي کارپوهان وايي، چې له دې ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره يو شمېر لارې چارې سنجول شوي، تر څو د انسان پړپوس له ډېر خرابېدو وژغورل شي او د ساه بندي ناروغۍ مخه ونيول شي.
د ساه بندي د بېړنۍ درملنې لپاره ډاکټران انهيلر «inhaler» او نيبولايزر «nebulizer» څخه کار اخلي او دغه دوا د انسان پړپوس ته رسيږي او انسان ته په ساه اخيستو اساني پيدا کيږي.

طبي کارپوهان وايي، چې انهيلر او نيبولايزر د ساه بندي لپاره عاجل او اغېزمن درمل دي.

انهيلر داسې يوه دوا ده، چې ولسي خلک يې د چلم په نوم يادوي؛ ځکه چې استعمال يې چلم ته ورته دی او ډېره اغېزمنه درملنه ده، مګر ډېری خلک يې په کارولو نه پوهيږي او له همدې امله د انهيلر له ګټې بې برخې پاتې شي.

Bildergebnis für ‫د نيبولايزر ماشين‬‎

د نيبولايزر ماشين، چې د ونيټولين درملو سره د ساه بندي ناروغ د بېړنۍ درملنې لپاره کارول کيږي

ناروغان بايد له خپل ډاکټر څخه د انهيلر د کارولو طريقه زده کړي او د دې تر څنګ مريض بايد د ډاکټر له مشورې سره سم د بلغم د ويستلو او اساسيت ضد دارو هم استعمال کړي.

په ساه بندۍ اخته ناروغان بايد په خوراکونو کې هم احتياط وکړي او له کوره بهر بايد ماسک استعمال کړي.

د ساه بندۍ ناروغ بايد له ډېرو خوږو او ترخو خوراکونو او يخو اوبو څخه پرهيز وکړي.

د دې تر څنګ ناروغ بايد عطرونه، سپرې او د بدن پوډرو له کارولو څخه ځانونه وژغوري.

ډاکټران وايي، چې د ساه بندۍ ناروغان د وارخطايي پر ځای بايد له احتياطه کار واخلي.

نمجنه هوا، خوشبوګانې، سيګريټ او نور دودونه د ساه بندۍ ستر لاملونو بلل کيږي.

 که د ویښتانو ستونزه لرئ؟ دغه خواړه مو مرسته کولی شي:

ویښتان د انسان د ښایست یوه مهمه برخه ده. انسان کولی شي د ځینو روغتیايي خوړو خوړلو سره له ځنډ او خنډ پرته د خپل خوښې ویښته ولري. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د ویښتانو زرغونیدو او پیاوړې کیدو کې مرسته کوي اشنا کوو.

سالمن (Salmon) نومې کبان
دغه ډول کبان د اومیګا ۳ (Omega-3) نومې غوړ اسید یو له غوره منابعو څخه دی کوم چې د سر د پوټکی روغتیا په ساتلو کې ډیره مرسته کوي. دغه مواد د ویښتانو بیرته زرغونیدو کې مهم رول لوبوي. دغه ډول کبان زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) او امینو اسید (Amino Acid) هم لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکوي.

اووکادو (Avocado) نومې میوه
په دغه میوه کې شته غوړ مواد ویښتانو ته ډیره لږه موده کې ځانګړی ځلا او ښکلا ورکوي. دغه میوه هم خپل ترکیب کې اومیګا ۳ نومې غوړ اسید لري کوم چې د سر پوټکی په روغ ساتلو کې ډیره مرسته کوي. په مسقیم ډول په پوټکي د دغې میوې وهل د کولیجن (Collagen) او الاستین (Elastin) نومې پروټینونو تولید کوم چې د سر د پوټکي لپاره ډیر زیات ګټور دی کې مرسته کوي.

د هګۍ ژیړ
د هګۍ ژیړ په کافي اندازه د اومیګا ۳ غوړ اسید او بایوتین (Biotin) نومې مواد لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکولو سربیره په ډیره لږه موده کې يي اوږدوي. کوښښ وکړئ د خپلو ویښتانو له امله په زیاته اندازه د هګۍ سپینه برخه مه استعمالوئ ځکه چې د هګۍ دغه برخه د بایوتین (Biotin) نومې موادو جذب له خنډ سره مخ کوي.

بادام
بادام هم بایوتین نومې مواد لري. په ورځنی ډول یو کوچنی ګیلاس په اندازه بادام د ښکلی او پیاوړی ویښتانو په لرلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

خوږ کچالو
خوږ کچالو خپل ترکیب کې بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري کوم چې د ویټامین اې (Vitamin A) او نور ټول هغه مواد چې د ویښتانو په زرغونیدو او پیاوړی کیدو کې مرسته کوي جذبولو کې مرسته کوي.

درې خواړه په یخچال کې مه ساتئ

   Bildergebnis für kartoffelBildergebnis für ‫شفتالو‬‎hindwana

په اوسني عصر کې په ښاري سیمو کې تقریبا هره کورنۍ په خپل پخلنځۍ کې یخچال لري، چې په واسطه یې د کورنیو میرمني کولای سي، خپل پاخه کړي خوراکونه وساتي، همداسي د مېوو او سبزیو د تازه ساتلو لپاره یخچال ډیر اهمیت لري.

خو درې داسي خواړه سته چې د نوي تحقیق سره سم کله چې په یخچال کې کښېښودل شي خپله ګټه له لاسه ورکوي چې د هغو څخه:

۱- پټاټې یا کچالو دي.

کله چې په یخچال کې کښېښودل شي، خپل په دننه کې چې کومي اوبه لري، هغه په شوګر یا په خوږې اوړي، چې له کبله یې خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي، او د خوراک په وخت کې بد مزه وي.

۲- شفتالو:

ډیره قیمتي غذا ده، د نورو میوو په نسبت ډیر زیات پوټاسیوم او فایبر۲ په ډیر مقدار لري، خو دغه هر څه هغه وخت له لاسه ورکوي، کله چې په یخچال کې کښېښودل شي.

۳- هندواڼه

د ګرمي تر ټولو ښه علاج او د ګرمي تر ټولو زیاته خوړونکې د هر چا د خوښې میوه، چې ډیر خلک یې د خوراک تر مخه په یخچال کې ایښودل خوښوي، تر څو یخه یخه یې وخوري، خو د نوي څیړني سره سم هندواڼه خپل ټولي ګټي هغه وخت له لاسه ورکوي کله چې په یخچال کې کښېښودل شي او یخه شي.

دغه خواړه د خیټې چینجي د تل لپاره له منځه وړي

 روغتیايي څیړنو پر بنسټ د خیټې چینجي د یو شمیر نورو مهلکو ناروغیو لامل ګرځي او انسان له اندازې زیات کمزوری کوي.

د خیټې چینجي لپاره د درملو مختلف ډولونه شتون لري خو دغه درمل د بدن نورو برخو ته زیان هم رسوي. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې دغه ستونزه د تل لپاره په طبیعي ډول حلولی شي اشنا کوو.

ګازره:
ګازره خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) او بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري. دغه خواړه په خیټه کې د چینجیو لاروا په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. که چیرې د ګازرې اوبه کې لږه اندازه ګبین واچوئ نو دغه مشروب په طبیعي ډول د خیټې چینجي له منځه وړي.

هوګه:
هوګه د بې شمیره ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او ګټوره خواړه ګڼل کیږي. که چیرې له خیټې څخه د چینجي له منځه وړلو لپاره وکارول شي نو ډیره غوره نتیجه ورکوي. له ناپاکو اوبو څخه پیدا کیدوونکي ناروغیو لپاره هم هوګه تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. کولی شئ د روغتیايي ګټو لپاره هوګه تازه او یا هم له ګبین سره یو ځای کولو وروسته وخورئ.

د کدو ځیړي:
د کدو ځیړي کې امینو اسید (Amino Acid)، فټي اسید (Fatty Acid)، ویټامینونه، منرالونه او کاربوهایډریټ شتون لري کوم چې د نورو روغتیايي ګټو سربیره د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره هم ډیر ګټور دی.

ترخه خواړه:
د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره ترخه خواړه زیات استعمال کړئ. د دغې موخې لپاره کریله او د سبزیجاتو ځینې نور ډولونه ډیر ګټور ثابتیدی شي.

 د پوځکی له ګټو ځان خبر کړئ

Bildergebnis für pilze

سماروغ یا پوځکی د انسان روغتیا لپاره ډیره زیاته ګټه لري. دغه بوټۍ اکثر د حکیمانو له خوا په یوناني درملو کې استعمالیږي.

دلته مو د پوځکی له پنځه ګټو سره اشنا کوو:

۱- پوځکی د غذايي او نورو ګټورو موادو غوره منبع ده. څیړنو ثابته کړې چې دغه خواړه د نورو ډيرو ګټو سربیره د زړه روغتیا لپاره ډير زیات ګټور دی. دغه خواړه د انسان زړه له مختلفو ناروغیو د ژغورلو وړتیا لري.

۲- دا معلومه خبره دی چې هیڅ انسان نه غواړي خپل یاداشت له لاسه ورکړي. ساینس ثابته کړې چې دغه خواړه د الزایمر ناروغی خطر تر ۷۰٪ کموي.

۳- پوځکی د فایبر په نوم موادو تر ټولو غوره منبع ده کوم چې د زړه روغتیا ساتلو کې مهمه ونډه لري. که څوک د زړه ناروغي لري نو دغه خواړه به ورسره ډیره زیاته مرسته وکړي.

۴- پوځکی د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي کوم چې له نورو ډیرو نارغو لکه زکام، تبه، حساسیت سربیره په بدن کې ټول هغه راډیکالونه له منځه وړي کوم چې د انسان ځیګر ته ضرر رسوي.

۵- تر ټولو مهمه داده چې دغه خواړه په لوړه کچه د سرطان څخه مخنیوی کوي. هغه کسان چې هره ورځ پوځکی استعمالوي په هغوي کې د سرطان خطر ۶۴٪ کمیږي.

د تندي او مخ کونځي

Bildergebnis für gesicht falten

 

ژباړه: صالح محمد هوتک

د تندي او مخ کونځي عموماً په زړښت کې پیداکیږي خو ځیني وختونه کیدای سي دا ګونځي تر زړښت مخکي هم پیدا سي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو دغو ګونځو ته پراختیا ورکوي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډیره عامه سوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډیر اندېښمن سی د لته یې پر ځینو لاملونو او د حل پر لارو ږغېدلي یو.

لاملونه:

۱ – د لمر وړانګي:

د لمر وړانکي نه یوازي ستاسو د مخ یا تندي په ګونځو کې مهم رول لري، بلکي کیدای سي ستاسو د مخ د پوست د سرطان لامل هم وګرځي، نو د لمر په وړاندي تر ګرځیدلو مخکي باید د لمر ضد کریم وکاروی، پدې ډول به وتوانیږی پوست ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړی.

۲ – د سګریټو څکول:

د تندي او مخ د ګونځو د پراختیا تر ټولو لوی عامل د سګریټو څکول دي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړتوب اصلي عامل بلل کیږي، نو اړینه ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښودل سي.

۳ – د خوب نشتوالی:

که چيري تاسو په کافي اندازه خوب ونه کړی، نو ستاسو بدن نسي کولای چې ستاسو د بدن مړې حجرې را ژوندۍ کړي، نو ځکه تاسو باید د شپږ څخه تر اته ۶-۸ ساعتو پوري په شپه او ورځ کې خوب وکړی نو پدې ډول سره به د ګونځو د پراختیا مخنیوی وکړی.

۴ – د نلونو په اوبو زیات مخ پریمنځل:

د هغه نلونو د اوبو څخه باید په زیاته اندازه د مخ پریمنځلو لپاره کار وا نه خیستل سي چې د اوبو ذخیره ور څخه لیري وي، ځکه چې دغه اوبه د زیات وخت لپاره په نلونو کې وي او کیدای سي په زهرجنو موادو باندي ککړي وي، مګر په اوسني وخت کې دا چاره نا شونې ده چې د نلونو د اوبو څخه دي کار وانخلو خو که چیري د کوهې (څاه/برمې) تازه اوبو ته لاسرسی ولرو نو د مخ پریمنځلو لپاره باید له دې اوبو څخه ګټه واخلو، او همدارنګه د ډول ډول صابونونو استعمال هم ستاسو د مخ طبعي غوړ له منځه وړي نو باید په مخ پریمنځلو کې مو له ‌ډیر احتیاط څخه کار واخلی او په ډیرو تيزابي خاصيت لرونکو صابونونو مخ ونه مینځی او تر مینځلو وروسته باید پاک دستمال(ځان پاک) باندې خپل مخ وچ کړی.

حل لاري:

۱ – د مطالعي طرز مو سم کړی:

کتاب ډیر له نږدي مه لولی که چیری په لیدولو کې کومه ستونزه ولری نو کوښښ وکړی چې د سترګو پر نمبر مو برابري عینکي وکاروی، ځکه کتاب ته ډیر نږدې کتل هم ستاسو د تندي او مخ د ګونځو په پراختيا کي مهم رول لري.

۲ – د لمر ضد عینکي وکاروی:

د لمر ضد عینکي استعمالول ستاسو د مخ د ګونځو د پراختیا مخنیوی کوي.

۳ – منظم تمرین وکړی:

په ورځ کې ۳۰ دقیقی قدم ووهی او ددې سره، سره په اونۍ کې یوه ورځ لږ سخت تمرین وکړی که شوني وي پر سر ودریږی ځکه پر سر دریدل ستاسو د بدن عضلات دې ته مجبوروي چې استراحت وکړي.

۴ – منظم غذائي رژیم:

یو متوازن غذائي رژیم ستاسو د ټول وجود د سالم والي سربیره ستاسو د پوست په سالم والي کې هم مهم رول لري، کوښښ وکړی په زیاته اندازه میوه، سابه او د کب غوښه وخوری.

۵ – مستې:

مستې د ګونځو د ورکولو لپاره یو له مهمو موادو ګڼل کیږي.

تګلاره: یوه کاچوغه مستې راواخلی او یو څه اندازه میده کورکمن ورسره کډ کړی او وروسته يې دمخ په کونځو سو ځایونو ووهی.

۶ – د زیتون تیل:

د زیتون تیل یوله ډیرو ګټورو تیلو څخه ګڼل کیږي.

ګونځي سوي ځایونه د زیتون په تیلو غوړول (مساجول) د ګونځو په کمښت کي مهم رول لري.

۷ – مڼه (سیب):

یوه دانه مڼه راواخلی په اوبو کې وایشوی او تر هغه وروسته یې میده کړی، یوه کاچوغه عسل او یوه کاچوغه وچي شیدې ورسره ګډي کړی او وروسته به مخلوط سوی محلول په ګونځو سوو ځایونو ووهی.

په ورځني ژوند کې په ډیرو ساده بدلونونو سره کولای سی په ژوند کې مو ستر بدلون راولی، ځوان به ښکاره سی او پر خپل ځان به مو باور زیات سي.

 نوې څېړنه: تلیفون د سرطان سبب ګرځېدای شي 

mobile mouse

  په امریکا کې تر سره شوې څیړنه ښيي چې د تلیفون شعاوې (وړانګې) کیدای شي د سرطان سبب وګرځي.

په دغه څیړنه کې چې پر موږکانو تر سره شوې، څیړونکو ادعا کړې چې د تلیفون سره د نږدې والي له امله موږکان د دماغ او زړه په سرطان اخته کېدو ته نیژدې شول.

د امریکا د روغتیا وزارت په مرسته تر سره شوې دغه څیړنه پر ۲۵۰۰ موږکانو تر سره شوه، دې څیړونکو د تلیفون شعاعو ته ورته شعاوي پر موږکانو د لسو ساعتونو لپاره واچولې او په هرو لسو دقیقو کې يې یوه دقیقي ځیني لرې کولې.

د سرطان او شعاعو تر منځ د تړاو په اړه یوې څیړونکي ایلیزابیت کادریس رسنیو ته ویلي چې دغه یوه ډېره ځنډېدلې تجربه په ډیر احتیاط تر سره شوې او پایله یې هیښونکې ده.

د وول سټریټ ژورنال په وینا په دغه څیړنه باندي د امریکا حکومت ۲۵ ملیونه ډالر مصرف کړی تر څو معلومه کړي چې د ګرځنده تلیفونونو شعاوي د روغتیا لپاره څومره ضرري دي.

د انډپنډنټ ورځپاڼي په وینا ځینو علماو او څیړونکې د دې تجربې په اړه شکونه هم څرګند کړی او ویلي چې ورته څیړني باید پر انسانانو تر سره شي نه پر موږکانو.

باید وویل شي چې د نورو وجوهاتو تر څنګ په بیولوژيکی او سلوکي خاصیتونو کې د ورته والي له امله اکثره وخت علما په روغتیايي څیړنو کې پر موږکانو تجربې کوي.

 د فحش کتنې بدې پايلې (دکيمبرج پوهنتون څيړنيز راپور) 

comptr

لیکوال: جاوید نعماني

د اسلام مبين دين د فحشا کتلو، او خپرولو څخه منع فرمايلي،اسلام د انسان ژوندوقايه او فحشايې حرامه ګرځولي، ساينس، او څيړنو هم دا ثابته کړي چي فحشا کتنه، او کول د انساني روح، او جسم لپاره نهايت مضر او خطرناک دی. پر انټرنيټ د فحش ويبسايټونو په کروړونو کي د شمار له کبله دحيا سوځونکو فلمونو کتنه يوه خطرناک پړاو ته رسيدلي، د نورو ناوړه ناروغيو په څير په دې فلمونو عادي کيدل هم خطرناکه ناروغي ده، د لندن کيمبرج پوهنتون په يوه تازه څيړنه کي جوته شوې چي په فحش کتنی ګڼ شميرخطرناکي ناروغی رامينځته کيږي، د کيمبرج کالج دغو نويو څيړنو خطرناک واقعيتونه رابرسيره کړي.

۱: په بربنډو فلمونو کتلو د (کولجايفيکټ) نومي ذهني ناروغي لګيږي، حافظه لمينځه وړي، او خطرناک خو لا دا چي د اعصابو پلي هم له کاره باسي، چي له امله يې د انسان مهمي اعضاوي هم کار ورسره پريږدي، يا ضرر ګوري.

۲: د فحش فلمونو کتونکی د دغو فلمونو داسي عادي شي لکه نشيي چي د نشي عادکيږي، او د خواږه ژوند له خوند اخيستلو بې برخه وي، د فيصلي قوت يي په بې ساري توګه کم شي، پر ځان يې اعتماد زيانمن شي، او د مايوسي ښکار شي.

۳: په دغه ناوړه عمل مبتلا اشخاص روزانه له څلورو تر پنځلسو ساعتونو پوري په دغه بيهوده مشغلا کي مبتلا وي.

۴: عادي فحش ليدونکي پنځوس فيصده له واده کولو بيا تيښته کوي.

۵: په دغه بدترين عادت مبتلا کس په ذهني ناروغيو سربيره جسماني نقصانات هم وړي.

۶: د ډير وخت لپاره فحش کتنه په طبيعت کي خوشکي، غصه او په جنسي رويي کي خرابي را مينځته کوي.

۷: نولس فيصده فحش ليدونکي د سرعت انزال په ناروغی مبتلا وي، پنځويشت فيصده يې له جنسي تعلق سره دلچسپي نه لري، يوديرش فيصد کتونکي د منزل کيدوصلاحيت نه لري، او څلور ديرش فيصده خلګو کي د نامردی مسئلي څرګندي شويدی.

۸: له فحش کتني، او له خپل ځان څخه له خوند اخيستو نه توبه کونکي شپيته فيصده خلکو کي جنسی صحت په څرګنده توګه ښه شوي دی.

۹: په اوه شپيته فيصده توبه کونکو کي د عمومي طاقت، توانائي ، او کار کردګی ګراپ پورته شويدی.

۱۰: څيړنو دا هم جوته کړي چي فحش کتونکي د خصنتينو له درد، د منيو له کمښت، له نه انتشار، او نه انزال غوندي سترو ستونځو سره هم مخامخ وي.

۱۱: څيړونکي وايي: د پنځوس فيصده فحش کتونکو ماشومان معيوب، يا کمزوري وي، يا مورزادي په تلسيميا، او نورو ورته بيماريو کي مبتلازيږي، او يا يي بالکل اولاد نه کيږي.

۱۲: د فحش کتونکي تل د استمناءباليد غوندي بد مرض عاديان وي، چي شريعت داسي کسان لعنتيان بللي، او د محشر په سخته ورځ به يي د الله جل جلاله او د هغه د ټول مخلوق په مخ کي ګوتي اوميدواري (حمل داري) وي، او ګواهي به ورباندي وايي.

اوس فيصله ستاسو په لاس کي ده، که غواړی فحش کتنه جاري وساتی ژوند برباد کړی، يا بيا ځينی توبه کړی او خوشاله ژوند ولري.

د مسلم په یو روایت کی داسي راځی چې د ادم په اولادی باندی د زنا له آمله د وجود په هرې برخې باندې څه ناڅه برخه لیکل شوې ده ، نو دسترګو زنا لیدل دی ( نامحرمی ښځی ته)، د غوږونو زنا اوریدل ( دنامحرمی ښځی د اواز)، د ژبی زنا خبری کول (دنامحرمی ښځی سره)، د لاس زنا نیول (دنامحرمې ښځې)، د پښو زنا تلل (دزنا لپاره) ، زړه بیا ددی غوښتنه او خواهش کوی او بیا ددی ټولو تصدیق (منل) یا تکذیب (ردول) د تناسلی غړو لخوا کېږي.

مسئله واضحه ده، فحش فلمونه ټول دي، یواځي بربنډ فلمونه نه دي، د هاليوډډ، باليووډ، د پاکستانیانو، چینايانو، ترکیانو، او مصريانو او نورو فلمونه، سریالونه، ډرامي او ګیت مالي او نور د دا ډول بصري، سمعي، او یا د ناولونو لوستنه د سترګو، غوږونو او خولې له زنا پرته بل څه نه دي، طبيعي ده چې زړه هم د دغو فلمونو څخه په تاثر کې غواړي چې همدا کړه وړه خپله انسان عملي کړي، چي د فرد، او ټولني خلاف خورا خطرناک عواقب، ابعاد، او نتایج لري.

تاسوته باید څرګنده وی چی د هر حرام عمل ژرترژره پریښودل ضرور او واجب دي، او د ګناه نه وروسته بیا ګناه کول د زړه د توروالي سبب ګرځي، لکه چې په لاندې حديث کې نبي عليه السلام فرمايي:

کله چی یو بنده د ګناه یو عمل سرته رسوی نو ددغه بنده په زړه باندې ددغه عمل له امله یو تور ټکی لګول کېږي او کله چی دا بنده دغه عمل ترک کړی او دزړه په صدق سره توبه وباسی نو زړه یی بیرته پاک شی او که چیرته بیا دوهم ځل لپاره همدغه دګناه عمل سرته ورسوي نو بیا په دغه توروالي کی اضافه والی راځي ان تر دې چی ټول زړه ورباندی تورشي او دا هماغه زنګ دی چی الله تعالی ورڅخه په قرآن کی یادونه کړې ده چې: بلکې دهغوی په زړونو باندی زنګ لګیدلی دی او دا دهغوی دخپلو کړو له امله دی.

سنن ترمذى حديث نمبر ( 3334 ) سنن ابن ماجہ حديث نمبر ( 4244 ).

او داخبره هم په یاد لرئ چی هرکله یو مسلمان د الله تعالی درضا دلاسته راوړلو لپاره یو ناوړه او بد عمل ترک کړي اولاس ترې واخلي، الله تعالی ورته ضرور د هغی بدل (انعامات ) ورکوي. نو ځکه څومره ژر چې کیدای شی ددې عمل څخه دزړه له کومی توبه وباسي او دا ډول حرام کارونه او اعمال ترک کړي، او خپل ځان په داسی کارونو او اعمالو کی مصروف کړی چی ستاسی ددنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځي زیات وخت دقرآن پاک تلاوت کوي او ورسره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ، د امهات المومنین او دصحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم د سیرت مطالعه کوی. او د مفيدو تقریرونو او درسونو اوریدلوته مخه کړي ترڅو د الله تعالی یاد او دآخرت ویره ستاسو په زړونو کې پیداکړي او په دی ډول تاسی له حرامو څخه ځان لیری وساتي.

الله تعالی دې موږ او تاسو ټولوته په سمه لاره د تللو توفیق راکړي. آمین

 دنښـترویبلاګ ادارې یوازنۍ هیله ستاسو روغتیا، دنیوي او اخروي خوښۍ دي.