Nakhtar

اړینې روغتیایي مرستې او دالله تعالی ج نعمتونه

19.11.2016 19:47

په خپله د ځان ډاکټر شئ!

new-doc[1]

 اکثراً له ناروغیو وروسته فکر وکړو چې ولې د کومې نښې له څرګندیدو پرته په ناروغۍ اخته شوو، حال دا چې روغ او جوړ وو.

دا فکر غلط دی؛ ځکه ډیرې داسې علامې شته چې موږ یې معمولي ګڼو او خاصه پاملرنه ورته نه کوو؛ خو په حقیقت کې همدغه علامې ښيي چې په بدن کې هر څه روغ او په نورمال حالت کې نه دي.

دلته څو داسې علامې در پیژنو چې له یوې مهلکې ناروغۍ مو ژغورلای شي:

۱ـ اننګیو چاودیدل: د اننګیو د چاودیدلو یو علت د هوا له حده زیات سوړوالی هم کیدای شي؛ خو د اننګیو چاودیدل له کونجونو څخه په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کموالی ښيي.

د دې ویټامین کموالی په بدن کې د ډیرو ناروغیو سبب کیدای شي، لکه د وینې کموالي سبب ګرځي. له وخته مخکې د دې ویټامین کموالی څخه خبریدلو سره ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ.

۲ـ د قد لنډیدل: شاید دا خبره تاسې ته عجیبه و بریښي؛ خو د عمر زیاتیدو سره د انسان قد لنډیږي خو د انساني قد په ډیر سرعت سره لنډیدل ښيي چې تاسې د هډوکو په ناروغیو لکه آسټیوپوروسز اخته یاست.

د هډکو د ناروغیو څخه مطلب دا دی چې د لویدلو یا ښوېیدلو سره ستاسې هډوکي درز کولای او یا هم ماتیدلای شي.

مخکې له مخکې په دې اړه معلوماتو پر اساس خپلو خوړو کې تغییر راوړلو سره له ډیرو بدو حالاتو څخه ځان ژغورلاي شو.

۳ـ ډیره یخني احساسول: که ستاسو زیاته یخني کیږي، دا ښيي چې تاسې باید خپل د بدن دفاعې نظام تقویه کړئ او یا ستاسې د بدن دفاعې نظام په کومې ناروغۍ اخته دی.

دا په بدن کې د ویټامین سي کموالی او یا په بدن د کوم ویروس د حملې نښه ده، چې تاسې به يي نه پیژنئ نو په داسې حالت کې د وینې یو ټیسټ په واسطه ځان له ډیرو ناروغیو ژغورلای شئ او خپل صحت د لا غوره کیدو کوښښ کولی شئ.

۴ـ د تشو بولو زیړوالی: دا ډیره ضروري ده، چې تاسې خپلو تشو بولو په رنګ باندې نظر وساتئ؛ ځکه چې د تشو بولو رنګ زموږ د بدن د صحت تر ټولو غوره ښکارندوی دی.
که په بدن کې اوبه په مناسبه اندازه موجود وي؛ نو د تشو بولو رنګ به هم شفاف وي؛ که د تشو بولو رنګ ډیر زیات زیړ وي دا په ګردو کې د ناروغۍ ښکارندوی دی او ښيي چې په ګردو کې موجود فاضله مواد په صحی توګه نه دفع کیږي.

۵ـ د پوټکې ناروغي: که ستاسو پوټکې کې په تکراره توګه خارښ یا دې ته ورته کومه بله مسئله لري نو دا ښيي چې تاسې له کوم څیز سره الرجي (حساسیت) لري او یا هم ستاسې بدن تاسې ته ویل غواړي چې تاسې ذهني فشار لاندې یاست او حالات باید له حده زیات جدې و نه نیسی.

۶ـ له عادي خوبه محروموالی: که تاسو ته معلومه وي چې په نورماله اندازه خوب نه درزي او له بیخوبۍ څخه کړیږئ؛ نو دا د جسمې او ذهني فشار نښه ده.

کله چې موږ ویده کیږو زموږ بدن د ذهني او جسمي فشار جوړوونکې هورمونونه چې کورټیسول نومیږي له منځه وړي خو کله چې تر ذهني او جسمي فشار لاندې یو؛ نو داسې نه کیږي او د بیخوبۍ شکایت پیدا کیږي.

له دې سره بدن خپل مرمت نشي کولی او د ډیرو ناروغیو خطر زیاتیږي.

۷ـ مناسب خوب سره ستړیا: که تاسې له مناسبې اندازې خوب سره بیا هم د ستړیا احساس کوئ؛ دا ستاسو د بدن په تایرایډ غده کې د کومې مسئلې شتون ښيي.

د میتابولیزم کنټرولوونکو غدو کې د مسئلې شتون مطلب دا دی، چې ستاسې بدن له ضرورت پرته د بدن ټوله انرژي یو ځای استعمالوي، چې بیا به ستاسې بدن د ډیرو آسانو کارونو کولو توان هم نه لری.

سټروک يا مغزي سکته 

ډاکټر رحیم هلال

مغزي سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې (Cerebrovascular accident  (CVA) بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی.

مغزي سکته يوه عاجله طبي پيښه ده، که پوه شئ چې ورسره مخ ياست يا په نورو کې يې نښې نښانې ووينئ بې له ځنډه يې د درملنې لپاره ګوټلي ګامونه واخلئ. (نښې یې لاندې توضیح شوي)

په دې حالت کې د مغزو د حجراتو مړينه پيلېږي، په لومړيو دریو ساعتونو کې يې د نښو نښانو له منځ ته راتلو سره سم طبي درملنه او اهتمامات حیاتي ارزښت لري.

د  مغزي سکتې ډولونه:

مغزي سکته يا C V A په دوو ګروپونو باندې ویشل شوې چې يو يېIschemic stroke نومېږي چې دماغ ته د وينې د نه رسېدو يا د ويني د جریان د درېدو له امله را منځ ته کېږي.

Stroke

دا د سټروک یا مغزي سکتې يو عام یا زیات پيښېدونکی ډول دی چې د وينې د غلظت په پایله کې د رګونو د بندېدو له امله را منځ ته کېږي؛ پکې مغزو ته د وينې د تلو په وړاندې موانع رامنځ ته کېږي؛ او په نتیجه کې یې پر خپل وخت مغزو ته د وينې په واسطه اکسیجن نه رسېږي.

دوه حالتونه دي چې د دا ډول مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري، يو يې هغه حالت دی چې د بدن په نورو برخو کې په کومو رګونو کې امبولي رامنځ ته شوې وي او د وينې د فشار په واسطه د مغزو اړوند رګونو ته رسېږي هلته د رګ د بندېدو سبب کېږي.

او بل هغه حالت دی چې په خپله د مغزو اړونده کوم رګ کې امبولې منځ ته راشې او د وينې د بندېدو لامل شي.

د دې دواړو حالتونو لپاره دوې بيلې بیلې اصطلاح ګانې کارول کېږي چې اول حالت ته يې امبولیک سټروک (Embolic stroke ) او دوهم هغه  يې Thrombotic stoke  بلل کېږی.

د مغزي سکتې بل ډول ته د وينې سټروک يا Hemorrhagic  stroke  وايي. د دې ډول سکتې سبب په د ماغ کې د وینې د کوم رګ شلېدل (رپچر) وي يا هم کېدای شي چې د مغزو  په پرده کې خونريزي رامنځ ته شې چې بندېدل يې سخت دي.

د دې سټروک پيښې ډېرې کمې دي خو د لومړي ډول سټروک په پرتله خطرناک دی او په ډېرو پيښو کې يې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه علتونه چې د مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري:

ـ د وينې لوړ فشار

ـ ډيابیټ يا شکر ناروغي

ـ د سګریټو څکول یا د نورو د سګریټ د دلوګي تنفس کېدل

ـ د وينې غوړ يا کولیسترول

ـ زیات وزن یا چاغښت

ـ د الکولو څښل

ـ د فزیکي فعالیت نشتوالی

ـ په ښځو کې د حاملګۍ د مخینوي درملو زیات استعمال

ـ کورنۍ مثبته تاریخچه

د سټروک نښې:

د سټروک د تشخیص او درملني  لپاره باید کوټلي ګامونه واخستل شې څو يې د انزارو په ښه والي کې د پام وړ مرسته شوې وي

Stroke

د مغزي سکتې نښې نښانې:

ـ  په تګ کې ستونزه

ـ  سربدالي یا د سرګرځېدا

ـ د بدن د موازينې په ساتلو او ارادي حرکاتو کې ستونزه

ـ په خبرو کولو کې ستونزه او همدارنګه د نورو په خبرو نه پوهېدا

ـ په لید کې ستونزه يا د سترګو تیاره کېدل

ـ  د بدن د کومې برخې بې حسي یا کمزوري کېدل په ځانګړې ډول د مخ، زنګنونو، لیڅو، د حالتونه په ځانګړې ډول د بدن په يوې برخه کې معمولي دي.

ـ  په ناڅاپي ډول سر دردي په تېره بیا کله چې له سرڅرخي له زړه بدوالي او کانګو سره مل وي.

پورته نښې کېدای شې په ناڅاپي ډول منځ ته راشي او امکان لري چې په لومړیو کې دومره شدېدي نه وي خو وروسته وروسته يې د شدت امکان زیات دی.

د مغزي سکتې د پيژندنې لپاره طبي کتابونه د FAST (حروفو) فرمولي له کاروني څخه یادونه کوي، يا په بله مانا د FAST فرموله د مغزي سکتې د تشخیص لاره ده

د بیلګې په ډول:

F_ Face :  Does one side  of the face droops? (ایا د ناروغ مخ کوږوالی لري په دې کې ډاکټر پوښتنه کوې چې ایا له خولې خو مو بې اختیاره لاړي نه راځې او پوښتنه کوي چې خوله خلاصه کړه يا وخانده )

A _ Aram : if a person holds both arms out does one drift downward?   ( کله چې د ناروغ دواړه لاسونه پورته کړای شې ایا په تکیه کولو کې يې پاتي را ځې يا خو په ولاړه کې د بدن کومه برخه خو ځوړنده نه پاتې کېږي)

S_ Speech: Is there speech abnormal or slurred?( په دې کې ډاکټر ګوري چې ایا ناروغ په خبرو کولو کې خو ستونزه نه لري، څو کرته خبر ه تکراروي او مالومه وي چې ناروغ خبري منظمې کوي کنه خبري يې په واک کې نه وي.

T: Time : ژر تر ژره طبي مرسته او درملنه اخستل زیات موثریت لري.

 هغه طبي ازموينې چې مغزي سکته پرې تعینېږي:

د سټروک يا مغزي سکتې د ډول د پيژندې لپاره طبي کارکونکې له بیلا بیلو امکاناتو   او ازموينو څخه کار اخلې تر څو وتوانېږي پر وخت تشخیص وکړي او درملنه پيل کړي.

همدارنګه  له اړوندو فزیکې ازموينو څخه به کار واخلي چې پکې د بدن د موازني، خبرو کولو بیلا بیلو ریفلکسونو،لید او حسیت ارزیابي اود غاړي د رګونو د اوازونو  ارزیابي موجوده ده ، په ځانګړي ډول د وينې فشار به وګوري چې په سټروک کې کېدای شې لوړ وي.

په دې توګه به کره تشخیص په ګوته کړې او هم به د سټروک د ځای په اړه ځان ډاډه کړي.

ـ  د وينې  د لخته کېدو وخت يا Blood clotting time  ، د وينې د خوږې يا ګلوکوز کچه او انتان  چې  د سټروک د احتمال او پرمختګ د مالومولو لپاره موثریت لري.

ـ  انجیوګرام ( Angiogram )  د دې ازمويني او ارزيابي په مرسته د وينې رنګ مالوميږي، د سر رنګه اکسري چې په مرسته يې کوای شې ډاکټر د مغزو د رګونو د بندېدو، رپچر او  وينې بهېدني په اړه مالومات تر لاسه کړي.

ـ د غاړي د رګونو په ځانګړي ډول کروټيټ شریانونو التراساونډ د وينې د څپې او جریان په اړه مالومات ورکوي په دې توګه به ډاکټر مالومه کړي چې ایا د مغزو په لوري خو به د دې رګونو په واسطه د وينې جریان خراب نه وي.

سټي سکن:

 د دې موثري ازموينې په مرسته به ډاکټر  د سټروک د پرمختګ او منځ ته راتلو په اړه ځان ډاډه کړي او مالومه به کړې چې د مغزو په کومه برخه کې څه ډول سټروک منځ ته راغلی، د زیان منې شوې برخې په ځای به ځان ډاډه کړي.

ام آر آی MRI: دا ازموینه نسب سټي سکن ته ډېره دقیقه ده او د سټروک په اړه لا زیات مالومات ورکوای شې.

ECG: د دې تخنیک په مرسته به ډاکټر وشې کړای ترڅو د زړه د څپو په اړه مالومات ترلاسه کړي ، و به کوای شې چې د زړه په رګونو کې د بندښت او جریان په اړه مالوما ت تر لاسه کړي.

الکټروکارډیوګرام: دا ازموينه ( د زړه کاپي شوی انځور ) هم د زړه د ریتم  په اړه مالومات وړاندي کوي تر څو مالومه شې چې سټروک خو د کوم غیر نارمل ریتم  له امله منځ ته راغلی

تداوي: 

د سټروک درملنه د سټروک په نوعیت پورې اړه لري،  اسکیمیک سټروک له درملني هدف داده چې د د مغزو په وړاندي د وينې موانع لري کړي.

او د هیموریجیک سټروک د درملنې هدف د وينې د جریان بندېدل دي.

د اسکیمیک سټروک درملنه

د دې لپاره چې د مغزو اسکیميا تداوي شې په روغتون کې ورته وينې د لتخې ضد يا د وينې نري کېدونکې درمل اسپرین(Asprin) د دې لپاره ورکوي چې دوهمي سټروک درملنه وشې.

د هیمورجیک سټروک درملنه:

د دې سټروک لپاره درمل د دې لپاره کارول کېږي چې  په مغزو کې د وينې لوړ فشار کنترول کړي چې د ويني د بهېدني له امله را منځ ته شوی وي او که  د وينې جریان زیات وي کېدای شې جراحي پروسې ته اړتیا ولېدله شې تر څو  په مغزو کې د وينې راتلونکی جریان بند او هغه رګ پيوند شې چې په مغزو کې د خونريزۍ لامل شوی.

دغه یو عادت مو د ځیګر په مختلفو ناروغیو اخته کوي

ټول خلک په دې پوهیږي چې ټوله ورځ په کور کې تیرول او کوم ځانګړی فزیکي فعالیت نه کولو سره انسان د اضافي وزن، شکر او په ځینو نورو ذهني ناروغیو اخته کیږي خو په یاد ولرئ چې دغه عادت انسان د ځیګر په مختلفو ناروغیو هم اخته کوي.

د سویلي کوریا څیړوونکو خپلو وروستیو څیړنو کې ثابته کړې چې ټوله ورځ په کور کې تیرول او فزیکي فعالیت نه کول د انسان ځیګر په مکمل ډول له منځه وړلی شي.

د سویلي کوریا څیړوونکو خپل د دغې څیړنې څخه وروسته وویل چې فزیکي فعالیت نه کول په انسان کې د ځیګر د اندازې غټیدو او یا هم وازدې نیولو د ناروغیو لامل ګرځي.

په جرنل اف هیپاټولوجي کې خپره شوې یوې څیړنې کې ویل شوي هغه کسان چې ۱۰ ورځې او یا هم له دې څخه زیات وخت په کور کې په ناسته تیروي په هغوي کې د ځیګر د مختلفو ناروغیو خطر ۹ سلنه زیاتیږي.

هغه کسان چې فعاله ورځنۍ ژوند لري او یا هم په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم وهي په هغوي کې د ځیګر د مختلفو ناروغیو خطر ۲۰ سلنه کمیږي.

دغې څیړنې کې نژدې یو نیم لک هغه کسان چې عمر يي په اوسط ډول ۴۰ کاله وو څیړل شوي. د دغې څیړنې په پایله کې په ډاګه شوه چې د دغو کسانو ۳۵ سلنه د ځیګر په مختلفو ناروغیو اخته ول.

د څیړوونکو په وینا د انسان بدن د حرکت او فزیکي فعالیتونو لپاره جوړه شوې او دا حیرانوونکې نه ده چې فزیکي فعالیت نه کول د انسان بدن په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کوي.

دغو څیړوونکو همداراز وویل چې د ځیګر ناروغیو لپاره زیات شمیر درمل شتون نه لري نو له همدې امله خپل د ژوند کولو طریقه بدلول د ځیګر ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

د سویلي کوریا د څیړوونکو په وینا که چیرې څوک غواړي د ځیګر له ناروغیو ځان وژغوري نو په اوسط ډول په اونۍ کې ۱۵۰ دقېقې او یا هم په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم وهل خپل عادت وګرځوي.

اپنډيکس؛ پيژندنه، احتياط او درملنه

Bildergebnis für Appendicitis

اپنډيکس څه شی دی، د پيداکېدو لامل يې څه دی، ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟

د افغانستان په هر لوی روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول څلور ناروغان اپنډيکس له امله عمليات کيږي.

په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.

اپنډيسيټ څه شی دی؟

اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.

دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.

هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.

د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا شي، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.

د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟

په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي

خېټه يې پړسيږي

پر ناروغ سخته تبه راځي

زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.

اپنډيسيټ د ژوند په کومه مرحله کې راتلی شي؟

د ډاکټرانو په وينا اپنډيسیټ د ژوند په هره برخه کې راتلی شي، مګر په لومړيو دوو کلونو کې يې امکان د نشت برابر دی او ډېر وخت د اپنډيسيټ درد له لسو تر دېرشو کلنو کې ډېر پېښېدای شي.

اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟

که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.

ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.

تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.

د اپنډيسيټ عمليات

د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پرواهي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.

متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.

دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسيټ کولمه وشليږي، نو بايد څه وشي؟

د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.

له جراحي وروسته پېښېدونکې ستونزې

ډېر وخت له جراحي وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي، مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي.

کانګې کوي

د ګېډې درد يې زياتيږي

په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.

د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د ځينو بې پرواهيو له امله د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.

د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل متخصص سره مشوره وشي او په دې اړه بايد هېڅ بې پروایي ونه شي.

د پروستات غټیدل یا په زړو نارینه و کې د تشومیتیازو ستونزې

prostate

ډاکټرجمیل حامد

پروستات یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري اودتشومیتیازولیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر۴ سانتی متروپورې رسیږې ، په لوړوعمرونو کې یی اندازه غټه وي خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه ووکې شتون لري ، په مسنونارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي اوپه ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونولوړوي داناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .

هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .

دپروستات دغټیدلونښي نښانې !

داناروغان عموما ژرژردتشومیتیازوکولواړتیا احساسوي چې کله کله دتشومیتیازولږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشومیتیازوسره په ټولیزه توګه دردشتون نلري اوداستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څوڅوځله دتشومیتیازو دکولولپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم داناروغان دتشومیتیازوله دریدو اوبیاپیل کیدوڅخه هم سرټکوي اوډیری ناروغان دتشومیتیازوپه فشارسره له نه وتلوهم شکایت کوي اوکله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیرپه ځنډسره یی اودس وچیږې یعني ترڅودقیقوپوري یویوڅاڅکی راځي اوپه ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي اویاناروغ دتشومیتیازوکنترول له لاسه ورکوي .

ددې ناروغۍ لاملونه !

په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خو ارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .

پیژندنه !

دکلینیکي نښونښانواودقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شوچې داناروغان وپیژنوخودکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني اویاهم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.

درملنه !
دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي .

دجراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي .

د سرطان ابتدايي نښې؛ دغه مرحله کې يي درملنه ممکنه وي

 

د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم یو شمیر خلک هر کال د سرطان د مختلفو ډولونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د امریکا د روغتیايي کارپوهانو په وینا د سرطان د ناروغۍ ځینې ابتدايي نښو نظر کې نیولو سره دغه ناروغي په وخت پيژندل کیدی شي او په دغه مرحله کې يي درملنه هم ممکنه وي.

دلته مو د سرطان د مهلکې ناروغۍ له ځینو نښو سره اشنا کوو چې په مرسته يي انسان کولی شي د دغې ناروغۍ د پرمختګ مخه ونیسي او درملنه يي وکړي.

په خیټه کې په غیر ضروري ډول د ګیس یا باد شتون:
که چیرې هاضمه خرابه وي او په خیټه کې په غیر معمولي ډول ګیس پیدا شي نو دا د ښځو په هګۍ دانۍ کې د سرطان د شتون نښه کیدی شي. د امریکايي روغتیايي کارپوه بیټ په وینا د هګۍ دانۍ سرطان د خاموش وژوونکی په نوم هم یادیږي خو که چیرې د لګن خاصره په برخه کې د درد احساس کیږي، له لږ خواړه خوړلو سره مړیږئ، ملا مو تل درد کوي او د رفع حاجت په دواړو ډولونو کې ښکاره بدلون لیدل کیږي نو دغه نښې عادي مه ګڼۍ او له ځنډ پرته د اعتبار وړ متخصص ته مراجعه وکړئ.

د ښځو له رحم څخه د غیر معمولي وینې یا مایع خارجیدل:
که چیرې د لږ عمر په میرمنو کې له ځانګړو ورځو څخه وروسته د وینې نښې، لښته شوې وینه او یا يي پر لباس د وینې نښه ولیدل شي او یا د کوم غیر معمولي مایع خارجیدل ولیدل شي نو دا هم د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي او ناروغه کس باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د نارینه په ملا کې دوامداره ناروغۍ:
لومړی خو په دې ځان پوه کړئ چې د ملا زیات شمیر دردونه په هیڅ ډول د سرطان لامل نه وي خو په نارینه کې د غټو کولمو او یا د پروستات د سرطان په صورت کې کله کله په ملا کې په مسلسل ډول درد وي نو له همدې امله ډاکټر ته مراجعه کول به غوره وي. د نارینه د روغتیا په اړه د یوې روغتیايي مجلې پر بنسټ د ملا او لګن خاصرې درد د پروستات د سرطان له امله هم پیدا کیږي.

د نارینه د ورنونو، لګن خاصرې او خیټې ناروغۍ:
د پروستات سرطان د نارینه په ورنونو، لګن خاصره او خیټې کې د درد لامل ګرځي. له دې سربیره د نارینه د تناسلي الې په ښکتنۍ برخه او شاوخوا کې د ځینو ناروغیو او روغتیايي خنډونو لامل هم ګرځي. همداراز د تناسلي الې په لاندینۍ برخه او شاوخوا کې سوۍ هم د سرطان نښه کیدی شي.

په نارینه او ښځو کې په دوامداره توګه ټوخی:
که څه هم ټوخی د ستونې د سوی او د یخې هوا له نښو څخه دی خو که چیرې ټوخی په مسلسل ډول ادامه پیدا کړي او له درملنې سره له منځه نه ځي نو بیا د تایرایډ، سږو او یا هم د ستونې د سرطان نښه کیدی شي. د سرطان د ناروغۍ یوه کارپوهه کترینا وایټیکر په وینا د غیر معمولي ټوخي په صورت کې کوم چې له منځه نه ځي باید له ځنډ پرته ډاکټر ته مراجعه وشي.

د نارینه او ښځو په وزن کې غیر عادي کموالی:
په لږه موده کې په غیر عادي ډول د وزن کموالی یوه ډیره خطرناکه مسئله ده کوم چې د سرطان د څو ډولونو نښه کیدی شي. د امریکا د سرطان د ټولنې په وینا په لږه موده کې ۱۰ پاوڼډه وزن کمیدل د سرطان یوه ابتدايي نښه کیدی شي. دغه نښې د خیټې، د خوړو د نل او د سږو د سرطان نښې کیدی شي. خو پام کوي ځینې وختونه د تایرایډ د غدو او ذهني فشار له امله هم وزن کمیږي نو له همدې امله له ځنډ پرته باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

د لمفي غدو پړسیدل:
د نارینه او ښځو دواړو په بدن کې لمفي غدې شتون لري کوم چې په غاړه او بغلونو کې موقعیت لري. د دغو غدو پړسیدل د سړې هوا له امله هم رامنځ ته کیږي خو که چیرې د دغو غدو پړسوب د څلورو اونیو لپاره په خپل حالت پاتې شي نو باید له ډاکټر سره مراجعه وشي ځکه چې د سرطان له نښو څخه ګڼل کیږي.

د نارینه او ښځو په پوټکو کې بدلون:
د پوټکي په رنګ او کیفیت کې هر ډول بدلون د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي. که چیرې د پوټکي پر مخ شته د کومې دانې رنګ بدلیږي او یا د جسامت اندازه يي زیاتیږي نو دا هم د پوټکي د سرطان نښه کیدی شي.

په ځوانانو کې د سرطان مهمې نښې؛ دغه مرحله کې ژوند ژغورل کیدی شي

د ټین ایج د سرطان مرکز د یوې څیړنې پر بنسټ د سرطان د هر درییم ناروغ درملنه د نوموړی د روغتیا له پوره خرابوالی څخه وروسته پیل کیږي.

په ځوانانو کې د سرطان تشخیص یو ډیر ستونزمن کار دی. هر کال ۲۵۰۰ هغه کسان چې له ۱۳ څخه ۲۴ کالو پورې عمر لري کې د سرطان ناروغي تشخیص کیږي.

د سرطان دغه مرکز په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ پنځه نښې بیانې کړي چې په مرسته يي په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ تشخیص کیدی شي.

دغه نښې عامې ناروغۍ هم ګڼل کیږي او خلک ورته ځانګړی پاملرنه نه کوي خو د دغو نښو په اړه معلومات لرل به ډیر زیات ګټور وي او شاید د ژوند ژغورلو لامل شي.

ځینې مهمې نښې:

۱. هر وخت د تکلیف احساس
۲. پړسوب، زخم یا اپوفېسېس (Apophasis) کیدل
۳. ناببره ډیر زیات وزن له لاسه ورکول
۴. تل د ډیر زیات ستړیا احساس کول

د دغې ادارې په وینا که چیرې کوم کس کې دغه نښې شتون لري او نه ښه کیږي باید له ځنډ پرته مختصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د سرطان د څیړنې نشنل نومې انسټیټیوټ ډاکټر انجل اډګر وویل چې په ځوانانو کې نسبت ماشومانو او زیات عمر لروونکو ته سرطان له ځنډ وروسته تشخیص کیږي چې له همدې امله په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه ده.

د ډاکټرانو په وینا که چیرې سرطان له ډیر خپریدو او ناروغ له اندازې زیات کمزوره کولو څخه وړاندې تشخیص شي نو درملنه يي ممکنه ده او د انسان ژوند ژغورل کیدی شي.

دوه پر درې برخې سرطان د بدبختۍ له امله پېښيږي

 اوس هم ډېر خلک داسې ګومان کوي، چې ساينس يوازې پر تجربو او عملي شيانو بارو لري، مګر هر وخت داسې نه وي.

برتانيا کې د نوې طبي پلټنې په نتيجه کې ويل شوي، چې پر سرطان ناروغۍ اخته دوه برخې خلک يوازې د خپلې کمبختۍ له امله وي، چې د ناروغۍ کوم ځانګړی لامل يې نه وي معلوم.

ساينس پوهان وايي، چې د انسان بدن کې لکونه حجرې شتون لري او ځينې حجرې چې خرابې شي، نو د سرطان لامل ګرځي او د دغو حجرو کنټرول د انسان د توان کار نه دی.

برتانيا کې د سرطان «جون هوپ کينز» روغتون او څېړنيز مرکز په خپله تازه څېړنه کې ليکلي، برتانوي ساينس پوهان هڅه کوي، چې د انسان بدن کې د حجرو د خرابيدو لاملونه په ګوته کړي او د سرطان د مرګوني مرض مخنيوی وکړي.

ساينس پوهان وايي، چې د انسان بدن کې د زرګونو حجرو څخه يو شمېر حجرو کې بدلون راځي او د دغه بدلون په نتيجه کې انسان د سر، سينې، پړپوس او د نورو برخو پر سرطان اخته شي.

ياده څېړنه کې راغلي، چې دوه برخې انسان د بدبختۍ له امله پر سرطان اخته کيږي او پاتې نور يې میراثي، د خراب چاپېريال، سيګريټ، نسوارو او کيمايي موادو له امله پر دغه ناروغۍ مبتلا کيږي.

په ياده څېړنه کې د ۲۲ ډوله سرطاني حجرې څېړل شوي او پايله يې دا راوتې، چې د سرطان ډېری پېښې د بدبختۍ يعنې له کوم ځانګړی لامل پرته رامنځته کيږي.

د پروفيسر برټ وګيليسټين په مشرۍ کې ترسره شوې څېړنه کې راغلي، چې د بدبختۍ تر څنګ د سرطان د نهو ډولو يو شمېر نور لاملونه هم شته. د مثال په ډول د ژبې، پړپوس او سينې سرطان د سيګرټو له امله هم پيښيږي، همدا رنګه د پوستکي سرطان د لمر او اور ته د تاو له امله پيښېږي او يو مهم لامل يې دا هم ښودل شوی، چې کورنۍ کې دې دا مرض ميراثي له مشرانو راغلي وي.

ډاکټر برټ وايي، که سرطان ناروغي په لومړي سټيج کې تشخيص شي، نو درملنه يې ممکن ده، چې پر سرطان اخته ځای د عمليات يا درملو په مرسته کنټرول شي.

ساينس پوهان وايي، چې يوه برخه هغه سرطاني ناروغۍ دي، چې د بې پروايي له امله رامنځته کيږي. د نمونې په ډول له سيګرټو، چرسو، شيشې او داسې نورو شيانو پرهېز، مناسب وزن ساتل، پاک خوراک له شرابو ځان ژغورل د سرطان په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د افغانستان په اړه په نوو طبي څېړنو کې راغلي، چې د سرطان ډېری ناروغۍ د کميايي وسلو او بمونو د کارولو له امله رامنځته کيږي.

د غوښې ډیر استعمال مو په سرطان اخته کوي

د غوښې خوښوونکو ته به دا یو خواشینوونکی خبر وي خو ساینسپوهانو په دې وروستیو کې ثابته کړه چې د غوښې زیات استعمال د سرطان لامل ګرځي.

له دې مخکې ساینسپوهانو د غوښې په اړه مختلف نظرونه درلود خو هغه مهال هم ساینسپوهانو د غوښې له زیات استعمال څخه منع کوله خو اوس تجربه شوه چې د غوښې زیات استعمال مضر دی.

د کلیفورنیا پوهنتون ساینسپوهانو ثابته کړه چې په سور رنګ لرونکې غوښه کې یو ډول قندي مواد د (Ne45Gc) په نامه وجود لري کوم چې په انسان کې د سرطان لامل ګرځي.

ډاکټر اجیت وار د دې څیړنې په هکله وویل چې دغه ډول قندي مواد د انسان په بدن کې نه لیدل کیږي او کله چې د سور رنګ لرونکې غوښې سره بدن ته داخل شي په بدن کې د دې په خلاف انټي باډیز (Antibodies) تولیدیږي د کوم پر اساس چې لومړۍ په بدن کې سوۍ او ورسته په رسولي باندې بدلیږي.

ساینسپوهانو په وینا په دغه ناروغۍ یوازې هغه کسان اخته کیږي چې سور رنګ لرونکې غوښه ډیر زیات استعمالوي خو هیره دې نه وي چې د دغې غوښې کمه او په طریقه استعمال له سرطان سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.

ساینسپوهانو دغه نوې پنځول شوې قندي مواد په انسان کې د شکر ناروغۍ لامل هم ګڼي. دغه څیړنه د ساینس په جریده کې خپره شوې.

کباب د سرطان ناروغۍ لامل کېدای شي

غوښه په نوې طریقې پخول همیشه د انسان غوښتنه ده؛ خو ساینسپوهانو په یوه نوې څیړنه کې ویلې دي چې د کبابو شوقیان باید نور له دې خوړو څخه ځان وژغوري؛ ځکه چې کباب د سرطان په څیر خطرناک ناروغۍ سبب ګرځیدلۍ شي.

د کاناډا هیواد وینکوور ښار په یوه کانفرانس کې ډاکټرانو څرګنده کړه چې مصالحه لرونکې غوښه که د غوا، پسه، چرګ او یا هم د کب وي کله چې پخیدو لپاره له دیګې پرته په اور کیښودل شي لکه سیخ کباب او بیا وخوړل شي د سرطان ناروغي سبب ګرځي.

په هغو غوښو کې چې له دیګې پرته په اور پخول کیږي د سرطان پیدا کولو ماده کارسینو جیز له شراب او سګرټ څخه هم په زیاته اندازه پیدا کیږي.

کاناډايي ډاکټر ایس ایم چندرا موهن وايي چې د دې څیړنې په جریان کې له ۱۰۱ روغ او د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو څخه د هغوي خوړو په اړه پوښتنې وکړې چې په نتیجه کې ثابته شوه په هغو کسانو کې چې له دیګې پرته په اور پخ شوي غوښه استعمالوي نسبت نورو خلکو ته ۹ چنده د سرطان په ناروغي د اخته کیدو خطر زیات وي چي په سګرټ کې ۸ چنده او شرابو کې ۴ چنده په سرطان د اخته کیدو خطر نسبت عامو خلکو ته وي.

دا لومړی ځل نه دی چې څیړونکي مستقیم په اور پخ شوي کباب د سرطان سبب وګڼي بلکې له دې مخکې د امریکا د سرطان ملي انسټیټیوټ د يوې څیړنې په نتیجه کې څرګنده کړې وه چې له دیګې پرته پوخ شوی کباب د سرطان ناروغي لامل ګرځي.

په څیړنه کې ویل شوې ده کله چې غوښه په ګاز یا په سکروټو د پخیدو لپاره کیښودل شي؛ نو له دي څخه وتونکي کیمیاوې مواد پولي سایکلیک ایرومیټک هایډروکاربن (polycyclic aromatic hydrocarbons) له غوښې سره یوځاي کیږي چې د لابراتوارې څیړنې پر اساس همدغه مرکب د سرطان سبب ګرځي.

روغتیايي څیړونکې خبرداری ورکوي چې خلک باید له دې ډول کبابو څخه زیاته استفاده ونه کړي که نه خپل دې شوق مقابل کې به بیا ډېره لوړه بیه پرې کوي.

د مثانې یا ګردې د سرطان ستره نښه

stop-cancer 2

سرطان وژونکی مرض یو له هغو ناروغیو دی چې په پټه انسان ښکاروي او که پر وخت یې علاج ونشي، وروسته یې علاج له امکانه وځي.

تازه څېړونو ښودلې چې د سرطان ځينې داسې نښې شته دی چې په پیل کې د دغه مرض په پېژندلو کې مرسته کوي.

د برتانیې یو شمېر څېړونکو پر هغو خلکو غږ کړی چې په تشو بولو کې یې وینه راځي نو ژر تر ژره دې ډاکتر ته مراجعه وکړي. څېړونکو ویلي چې مهمه نه ده چې دغه وینه دې محض یو ځل راغلي وي او وروسته یې دوام نه وي کړی.

دوی ښځو ته ځانګړی خبرداری ورکړی چې په دې اړه پاملرنه وکړي او د وینې د لیدلو وروسته دې سمدستي ډاکتر ته ځان وښيي.

څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د ګردې یا د مثانې سرطان علاج که په پیل کې وشي، د مرګ څخه د ژغورلو ډير امکان يې شته دی او په وروستي پړاو کې علاج او له مرګ څخه د ژغورولو امکان بیا د لس سلنه څخه هم کم وي.

څېړونکو پر دې سربېره ویلي چې د تشو بولو سره د وینې د راتګ سره سره د ګردې یا مثانې د سرطان بله علامه بې وجې د وزن کمېدل او په یوه طرف نه ختمیدونکی درد کېدل هم دي.

د یادونې وړ ده چې د سرطان وژونکي ناروغۍ پورته دوه ډولونه یواځې برتانیه کې هر کال له ۱۷زرو  څخه ۷۶۰۰ کسان وژني.

هګۍ؛ خوراک او هم روغتیا

The-Health-Benefits-Of-Eggs

د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي ځکه چې دغه خواړه هغه غذايي مواد لري کوم چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلی شي.

نن غواړو د هګۍ ځینې مهمو ګټو سره مو اشنا کړو:

۱- عصبي روغتیا لپاره ډیر اړین دی:

هګۍ د کولین (Choline) نومې مواد غوره سرچینه ده کوم چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري. هګۍ د اعصابو روغتیا ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د هګۍ ژیړ خاصه اندازه فولیټ (Folate) لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي. هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ (Vitamin 12) د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

۲- هډوکې پیاوړی کوی:

هګۍ د ویټامین ډي (Vitamin D) لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډیر اړین دی. له دې سربیره په هګیو کې شته کلسیم (Calcium) او فاسفورس (Phosphorous) له بدن څخه اوستیوپروسېس (Osteoporosis) نومې مواد له منځه وړي او هډوکې لا پیاوړی او کلکوي.

۳- د بدن وزن په یو حالت ساتي:

هګۍ زیاته اندازه پروتین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یوه غوره انتخاب دی. د هګۍ استعمال د زیات خواړه خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتیدو په مخنیوی کې مرسته کوي.

۴- د نوکانو او ویښتانو لپاره ډیر ګټور دی:

څیړنې ښيي چې هګۍ سلفر (Sulphur) لرونکی امینو اسید (Amino acid) لري کوم چې نوکانو پیاوړی کولو سربیره ویښته هم پیاوړی او ښکلی کوي. هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم (Selenium)، اوسپنه (Iron) او زینک (Zinc) د ویښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي.

۵- سترګو لید زیاتوي:

هګیو کې لیوتین (Lutein) او زیاګزانتین (Zeaxanthin) نومې مواد وجود لري کوم چې د کروټینایډ (Carotenoids) ډولونه دي. دغه مواد د سترګو لید زیاتولو کې خاص اهمیت لري. پورتني مواد انسان د سترګو له مختلو ناروغیو لکه د سترګې ګل (catract)، سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي.

۶- د سینې سرطان خطر کموي:

مختلفو څیړنو پر بنسټ هفته کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي.

دغو خوړو سره مو ذهن پیاوړی کړئ

هر هغه خواړه چې مونږ يي په ورځنۍ ډول استعمالوو زمونږ په وینه کې له جذبیدو سره زمونږ د بدن اړتیا پوره کوي او د بدن په ځینې برخو بیا ځانګړی اثر کوي.

د نړیوالې روغتیايي ادارې راپور پر بنسټ د ځینو خوړو استعمال د انسان ذهني وړتیا تر ۲۰ سلنه زیاتولی شي. دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې کولی شي د انسان ذهني وړتیا پیاوړی کړي.

۱- توت: د ذهني فشار او غصې په نتیجه کې د انسان اعصاب له وخت وړاندې کمزوری کیږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي. د توتانو په مختلفو ډولونو کې شته طبیعي مواد د ذهني فشار اثر په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. له ناک او چارمغز سره د توتانو استعمال د انسان عصبي حجرات ځوان ساتي چې په مرسته يي د انسان د فکر کولو وړتیا پیاوړی کیږي.

۲- کیله: د دماغ غوره فعالیت لپاره باید په وینه کې د ګلوکوز اندازه لږ تر لږه ۲۵ ګرامه وي او کیله یو له هغو میوو څخه دی چې خاصه اندازه ګلوکوز لري او ذهني وړتیا پیاوړی کولو لپاره ډیر زیات ګټور دی.

۳- هګۍ: ویټامین بي (Vitamin) د انسان یادداشت پیاوړی کوي او د اعصابو د عکس العمل خودلو عملیه ګړندی کوي. د ساینسپوهانو په وینا هګۍ د ویټامین بي تر ټولو غوره منبع ده.

۴- ماسته: ماسته د انساني بدن د اړتیا وړ مواد پوره کولو تر ټولو غوره طریقه ده. ماسته زیاته اندازه کلسیم، مختلف ویټامینونه او ځینې نور ګټور مواد لري کوم چې کولی شي د انسان ذهني وړتیا پیاوړی کړي.

۵- کب: کبان د اومیګا-۳ (Omega-3)، پروتین، اوسپنه او ویټامین بي خزانه ګڼل کیږي. په کبانو کې شته مواد د یاد تازه کولو او استدلال وړتیا زیاتوي.

۶- تور بانجان: دغه خواړه د عصبي حجراتو د پیغام رسوونکو مالیکولونو تر منځ اړیکه پیاوړی کوي کوم چې د ذهني وړتیا پیاوړی کولو کې ځانګړی ارزښت لري.

۷- کافي: په کافي کې شته د کیفین (Caffeine) په نامه ګټور مواد د انسان ذهني وړتیا او سترګو لید پیاوړی کوي. کافي د هغو کسانو لپاره چې زیات وخت کمپیوټر ته ناست وي یو له غوره مشروباتو څخه دی.

د سترس یا ذهني فشار له منځه وړلو لپاره اړین خواړه

joghurt-knoblauch-sauce

ژباړن: محمداکبر حقمل

کېدای شي سترس یا ذهني فشار له تاسو سره هر ځای مل وي لکه په کاري چاپيریال، موټر چلونې، جشنونو، مراسمو، غونډو کې او یا هم په کور کې.

د (ایسنا) په رپوټ کې راغلي او وايي څېړونکي په دې عقیده، چې د استرس یا ذهني فشار له خواړو سر ټینګې اړیکې لري، د دوی په نظر که چې هره ورځ نامنظم او ګډ وډ خواړه وخوړل شي نو د سترس یا ذهني فشار لامل ګرځېدلای شي او که چېرې سترس لرونکي کسان د خواړو سمه او مناسبه ټاکنه ولري او په منظم ډول یې وخوري، نو ورځنی سترس به یې د امکان تر حده کم شي او د دې خواړو نومونه به لاندې واخیستل شي.

څېړونکو د کانولوګ هول فوډ سایټ د غذایي توکو په لړلیک لیکلي، چې دا ډول خواړه کولای شي انسان له سترس څخه لرې وساتي یا په بله وینا آرام ورکوونکي دي.

لومړني خواړه مستې دي، د مستو خوړل بیا په ځانګړې توګه د دوبي یا اوړي په موسم کې ګټورې دي ځکه سپکې دي او هضم یې هم آسانه دی.

په هند کې د بدني غړو متخصص ډاکټر شیفا شارما په دې اړه وایي: مستې یا هر لبني محصول په تر ټولو زیاته کچه د تیروسین په نامه داسې ماده لري، چې د مغز د سروتونین میزان لوړوي او دا سروتونین د اعصابو د ذهني فشار یا استراس کچه ټیټوي او آرامه کوي یې.

دوهم خواړه ترخې شرینۍ دي، د دوی په وینا د استرس هورمون کچه کموي او د استرس اړوندې بیوشیمیایي ناآرامتیاوې متعادلې کچې ته راولي.

بل د طبعي قند یا طبعي خواږه لرونکې مېوې کولای شي استرس مو له منځه یوسي.

بل د ونو بادام باید وخوړل شي ځکه بادام د B2 او Eویټامینونه لري، چې داهم بشپړه ونډه لري.

بروکلی کلم او د اوږې خوړل دي، چې داهم په دې برخه بشپړه ونده لري.

که غواړئ د وینې لوړ فشار مو ټیټ کړئ!

435669_Bq2y7phn

په ژوند کې زمونږ ځینې غیر صحي شوقونه مونږ په ډیرو مهلکو ناروغیو اخته کولی شي. د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي له سگریټ څښلو، حرامو مشروباتو څښلو، غوړ لرونکو خواړو خوړو او منظم فزیکي بوختیا نه لرل. د کورنۍ تاریخ، ارثي خواص او عمر هم کولی شي مونږ په ځینو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار اخته کړي.

وینې لوړ فشار د وینې شریانونه زیانمنولو سره زمونږ ژوند گواښي. مونږ کولی شو له طبیعت څخه د دې ناروغۍ درملنې لپاره گټه پورته کړو.

لاندې ځینې دارويي بوټې درپیژنو چې د وینې لوړ فشار په ټیټولو کې ډیره مرسته کوي.

۱ـ ساعت گل (Passion Flower): دغه گل خپل جوړښت په اساس په دغه نوم نومول شوی. د دغه گل استعمال به مو له ذهني فشار او تشویش څخه وژغوري چې له دې سره به د وینې لوړ فشار هم ټیټ شي.

دغه گل د خوب طبیعي درملنې لپاره هم استعمالیږي.

د دغې گل پاڼې باید په اوبو کې وخوټول شي او له خوټیدو وروسته يې له اوبو څخه د فشار او خوب لپاره استفاده کولی شئ.

۲ـ سنبل (Lavender): خپل بدن ته د سنبل څخه لاسته راغلو تیلو په وسیله مساج ورکول به د وینې فشار تر ۵۰٪ را ټیټ کړي.

سنبل د بدن رگونه خلاصولو سره شریانونو ته ارامتیا وربښي چې په دې وسیله د وینې لوړ فشار کموي.

تاسو کولی شئ چې د سنبل له تیلو څخه او یا هم له گل څخه د غسل کولو په وخت کې استفاده وکړئ. همدا رنگه کولی شئ چې د سنبل پاڼې او گل وخوټوئ او د چای په ډول يي استعمال کړئ چې له دې سره به مو د فشار سربیره د خیټې درد او انسومنیا (insomnia) (بې خوبي یا کم خوبي) له ناروغیو به مو هم وژغوري.

۳ـ ریحان (Basil): ذهني فشار او خپگان ستاسو د روغتیا اصلي دښمنان دي او ریحان د ذهني فشار او خپگان څخه بدن ته رسیدلی ضرر دفعه کوي.

په بدن کې له غیر صحي تغییراتو څخه مخنیوی کوي، د بدن انرژي او استقامت زیاتوي او د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کولو کې عمده رول لوبوي.

د وینې له ټینگیدو څخه مخنیوی کولو سره د وینې دوران ښه کوي چې له دې سره د زړه ناروغیو چانس کمیږي. له ورځني استعمال سره د وینې لوړ فشار د کولیسټرول کنټرولولو په وسیله ټیټوي.

۴ـ والرین (Valerian): یو همیشه شین بوټی دی چې سره گلونه لري او ریښې يې د درملو لپاره استعمالیږي. دغه بوټی د بدن عضلات اراموي او د وینې لوړ فشار ته ډیره زیاته گټه لري. له ورځني استعمال سره د خپگان مخه نیسې چې له دې سره د وینې لوړ فشار هم ټیټیږي.

۵ـ پودینه یا نعنا (Oregano): پودینه د کرواکرول (carvacrol) په نامه مواد لري چې د فشار په ټیټولو کې ډیر مثبت اغیز لري. دغه بوټی د زړه درزا کموي یعني د وینې فشار په رگونو او زړه کې کموي. تاسو کولی شئ د مالگې پر ځای خپلو خوړو کې له پودينې څخه استفاده وکړئ؛ ځکه چې په مالگه کې موجود سودیم د وینې فشار لوړوي.

په روژه مبارکه کې مو دغه عادتونه او خواړه مو له تندې ژغوري

د ګرمۍ په موسم کې زیات شمیر خواړه د انسان تنده زیاتوي خو داسې خواړه هم شتون لري چې کولی شي تاسې ټول ورځ له لوږې او تندې لرې وساتي. دلته مو له هغو خوړو او لارو سره اشنا کوو چې په مرسته به يي د لوږې او تندې احساس نه کوئ.

– له تندې څخه ځان ژغورلو تر ټولو ساده او اسانه طریقه د لیمو، ګبین او اوبه استعمال دی. خپل د اړتیا وړ ګبین او لیمو په اوبو کې مخلوط کړئ او له ښه مخلوطولو وروسته يي وڅښئ. دغه مشروب د تندې په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي او ټوله ورځ به د تندې احساس نه کوئ.

– روژه ماتي پر مهال تړمې اوبه وڅښئ. هیڅکله هم روژه مو په یخو اوبو مه ماتوئ. د یخ شربت او مشروباتو څخه ځان وژغورئ. د روژه ماتي لپاره تړمې اوبه او یا کم رنګی چای تر ټولو غوره مشروبات ګڼل کیږي.

– روژه له طبیعي خوږو خوړو لکه خرما، ممیز او یا هم ګبین سره ماته کړئ. دغه خواړه په بدن کې د قند اندازه بیرته نورمالوي او د انسان اشتها کنټرولوي. روژه مو له طبیعي قند لروونکي خواړه، تړمې اوبه او یا هم غوړ نه لروونکي خوړو سره ماته کړئ.

– ډوډۍ، پنیر او ځینې نورې وچې میوې له استعمال څخه ځان وژغورئ. که د ډیرې لوږې احساس کوئ نو داسې خواړه چې په معده فشار نه واردوي استعمال کړئ.

– د چرګې هګۍ ژر نه هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د لوږې احساس له منځه وړي. که غواړئ د ورځې لخوا د لوږې احساس ونکړئ نو د پیشلمي پر مهال د هګیو استعمال مه هیروئ. خو پام کوئ چې هګۍ له غوړ سره مه استعمالوئ.

– له پیاز پرته سلاد د رمضان لپاره یو له غوره خوړو څخه ګڼل کیږي. سلاد خپل د روژه ماتي او پیشلمي د خوړو یوه اړینه برخه وګرځوي او کوښښ وکړئ د غوړ لروونکي خوړو پر ځای هم سلاد استعمال کړئ.

– ګاز لروونکي مشروباتو استعمال محدود کړئ. ګاز لروونکي مشروبات مو معده تحریکوي کوم چې کولی شي انسان د معدې پړسوب په ناروغۍ اخته کړي.

– په پیشلمي کې فایبر لروونکي خواړه استعمال کړئ. سابه او میوه زیاته اندازه فایبر لري نو په پیشلمي کې د سابه او میوې استعمال مه هیروئ. فایبر لروونکي خواړه زیاته اندازه اوبه جذبوي او له خوړلو وروسته د اوږدې مودې لپاره بدن ته د اړتیا وړ اوبه رسوي او انسان له تندې ژغوري.

– د روژه ماتی او پیشلمي تر منځ موده کې لږ تر لږه شپږ ګیلاسه اوبه وڅښئ تر څو د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره شي او په ناروغیو اخته نه شئ.

– په پیشلمي کې د رومي بانجان، مرچ او درمل له استعمال څخه ځان وژغوري ځکه چې دغه خواړه د بدن د اوبو اړتیا زیاتوي.

– میوه د پیشلمي لپاره تر ټولو غوره خوړو څخه ګڼل کیږي. په میوه کې شته فایبر د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي او تنده له منځه وړي.

ولي باید هر سهار عسل او دال چیني وخورو؟

عسل او دال چیني

او دال چیني ګډه فارمولا کولای شي انسان له ډیرو ناروغیو وساتي، دغه دواړه داسي خاصیتونه لري چې دانسان قوت مدافعه زياتوي، او د جسم نور فعاليتونه غښتلي کوي.

لاندې هغه علتونه دي چې د سهار پر چایو دال چیني او عسلو خوراک ته سړی تشویقوي:

د زړه ناروغۍ

عسل یو ډیر تقویه ورکوونکی خوراک دی، په ځانګړې توګه د انسان د وینې جریان چټکوي او زړه تقویه کوي، خصوصا د ورزشکارانو لپاره ډیر ګټور خوراک دی.

د کولیسټرول «د وينې غوړ» د کمښت لپاره طبیعي درمل دي، ځکه چې په عسلو کې په زیاته کچه کلشیم، پوټاشیم، او له زنګ وهنې څخه د وینې رګونه ژغوري او همداسي په رګونو کې د وازګو را ټولیدو مخنیوی کوي.

طبي څیړونکو موندلې چې په عسلو کې په هغه اندازه د زنګ وهني څخه د ژغورلو مواد سته په کومه اندازه چې په پالک، مڼه او فراوله کې موندل کیږي.

څیړونکو پر ۲۵ کسانو د ۵ اوونیو لپاره پرله پسې تجربه وکړه، هغوی ته یې هره ورځ ۴ غټي کاچوغي عسل ورکړل، نو پايله يې دا شوه، چې په دې سره د هغوی په رګونو کې د شته وازګو کچه ټیټه شوه، ځکه چې عسل د زنګ وهني د مخنیوي ځانګړی خصوصیت لري، چې د رګونو د پاکونې کار په ښه توګه اجرا کوي.

که څه هم دا علاج د کولیسټرول د کچې په راټیټولو کې ډیر فعال نه و، خو د یو وقایوي درملنې په توګه دلته هم ګټور وو.

په ورته وخت کې دال چیني هم د غذا او زنګ وهنې د مخنیوي لپاره یو ګټور بوټی دی، د انسان زړه تقویه کوي، د وینې جریان ښه کوي، د زړه حرکت ته ګټه لري، او کولیسټرول کموي.

که هره ورځ په مناسبه اندازه دال چیني په عسلو کې ګډ شي او بیا له وچې ډوډۍ سره وخوړل شي، نو د زړه له ډیرو مشکلاتو خلاص شئ.

د بدن دفاعي ځواک

دال چیني که په پورته طریقه وخوړل شي، نو دا ډېر ګټور ځکه دی، چې دواړه د بکټیریا ضد خوراکونه دي، د داسې غذا او ویټامنونو لرونکی دی، چې د انسان دفاعي ځواک قوي کوي، بدن له هر ډول بکټیریا، جراثیمو او وایرسونو څخه ساتي.

عسل پرېمانه ګلوکوز هم لري، چې د انسان بدن ته قوت ورکوي، او د جسم ټول غړي خپلو وظایفو ته اماده ساتي. بل خواته بیا دال چیني د بدن د حجراتو سره کومک کوي چې ګلوکوز په اسانه جذب کړای شي.

د معدې دردونه

دال چیني معده نرموي، د هاضمې نظام ورسره سميږي، د معدې د راټولیدو او دردونو مخنیوی کوی، او همداسي د خواګرځي، اسهال، پړسوب او سرګرځېدني مخه نیسي.

عسل هم هاضمه تقویه کوي، هضم اسانه کوي، د ځيګر فعاليت نور هم قوي کوي، د معدې د دردونو او قبض مخنیوی کوي.

هره ورځ عسل باید د دال چیني سره وخوړل سي، تر څو د معدې دردونه ختم سي.

یادونه:

دال چیني یو قسم بوټی دی، په هندوستان، پاکستان او عربي هیوادونو کې د مصالحې په توګه کتغ ته لویږي، پنساران او مصالحو والا یې ښه پيژني، په عربي کې ورته قرفه ویل کیږي. او په انګریزي کې ورته : Cinnamon ویل کیږي.

له سوځیدلو سره باید کومې لومړنۍ مرستې ترسره شي؟

 سوځیدل د مختلفو ټپونو لامل ګرځي چې ځینې ډولونه يي د بدن د پوټکي ټول طبقې له منځه وړي. اور او بریښنا د دریمې درجې سوځیدو تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي.

سټانلي ایم. ذیلډو (Stanley M.Zildo) خپل کتاب «لومړنۍ او عاجلې مرستې» کې لیکي چې د دریمې درجې سوځیدو ټپ سپین رنګ لري، د پوټکي ټولې طبقې له منځه وړي او لږ درد هم لري ځکه چې د ټپ په برخه کې ټول رګونه له منځه تللي وي.

دلته مو له ځینو هغو لومړنیو مرستو سره اشنا کوو کوم چې باید د دریمې درجې سوځیدلو سره ترسره شي:

۱- که د اور ښکار شوی کس اوس هم د سوځیدو په حال کې وي نو اور باید د کمپلې، د تخت پوښ، غالۍ یا قالینه، جاکټ او یا نور سامان چې وزن يي لږ زیات وي په وسیله مړ شي. هغه ټوکر یا رخت چې له زخم سره وصل وي باید له زخمې څخه جلا نه شي.

۲- په ځانګړی ډول کله چې غاړه، مخ او یا هم د خوله شاوخوا سوځیدلی او زخمي شوی وي نو په اور سوځیدلی کس په سمه توګه ساه نشي اخیستی او یا هم کله د ساه اخیستو ستونزه د لوګی له امله رامنځ ته کیږي. کوښښ وکړئ چې سوځیدلې کس وتوانیږي ساه واخلي.

۳- لوند رخت او یا هم یخې اوبه باید د زخمي شوو برخو د حرارت درجې ټیټولو لپاره استعمال کړئ. د ویلي شوی یخ اوبه د مخ، لاسونو او پښو په ټپونو باید استعمال نه شي.

۴- سوځیدلې برخې له بې میکروبه رخت، نری، پاک او سپین کتان او یا هم د بالښت پوښ په مرسته پټ کړئ. خو هغه مواد چې په زخم کې نښلي لکه مالوچ په مرسته باید زخم پټ نشي. د تیل مختلف ډولونه او تیل ته ورته مواد باید په زخم استعمال نشي.

۵- له ځنډ پرته امبولانس ته زنګ ووهئ او سوځیدلی کس روغتون ته ورسوئ ځکه چې عاجلې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.

تر سوځېدلو وروسته باید څه وکړو؟

burn

کله مو چې لاس ګرم څيز سره ولګیږي، وسوځي نو مستقیما داسې یو څه پسې ګرځئ چې د سوځېدو علاج وکړئ او تکلیف یې کم کړئ.

ډیر خلک بیا د ځينو ناسمو شیانو په استعمالولو سره خپل تکلیف دوه چنده کوي او وړه ستونزه جدي کوي. همدې لپاره باید خلک له یو شمېر احتیاطي تدابیرو څخه کار واخلي او ځينو کارونو څخه لکه تڼاکي ماتول، سوځېدلي ځای سره لاس درلودل او نورو څخه ځان وژغوري.

لاندې ځېنې کارونو مو لومړنۍ مرستې کوي، کور کې دننه يې تیارولای شئ څو تر یوه بریده خپل تکلیف ارام کړئ او تر ډاکتره ځان ورسوئ.

تر سوځېدو وروسته هېڅکله یخ مه استعمالوئ

یخ د پوستکي لاندې د وینې د روانېدو مخه نیسي چې له کبله یې اغېزمن شوي ځای ته نور تاوان هم رسیږي. د دې پر ځای داسې وکړئ چې سوځېدلی ځای د اوبو یخې بمبې ته کېږدئ او که امکان یې درلودلو، سوځېدلی ځای تر لسو دقیقو پورې په اوبو ومینځئ.

غاښونو یخ کریم

د غاښونو کریم هم سوځيدلي ځای د درد په ارامولو کې کار ورکوي. د دې لپاره لومړی داسې وکړئ چې سوځېدلی ځای یخو اوبو لاندې تر یوه وخته پورې کېږدئ، بیا يې په ارامه په یوه کاغذ باندې وچ کړئ او غاښونو کریم پرې ولګوئ.

چایو کڅوړې

د چای په کڅوړو Tea bags ټیننک نومې تېزاب وي، چې د سوځېدلي زخم څخه حرارت کشوي او تکلیف یې کموي. که مو کوم ځای وسوځي، نو دوه یا درې یخ خو خېشته د چایو کڅوړې په سوځيدلي ځای کېږدئ او د دې لپاره یې وتړئ چې له ځای اخوا دیخوا ونه خوري.

سرکه

په سپینه سرکه کې ایسټيک ایسډ موجود وي چې د سوځېدلو وروسته تکلیف، خارښت او پړسوب په کمولو کې مهم رول لوبوي. همدا راز سرکه جراثیم کشه ده، د سوځيدلي زخم ګرموالی هم کموي او هم د سوځيدلي ځای تکلیف کموي. سرکه په کوم پاک کاغذ باندې واچوئ او ورو ورو يې په سوځېدلي ځای ووهئ.

شات

شاتو په طبیعي ډول انټي بایوټک (جراثیم ضد) وي او جراثیم له منځه وي. شات چې لومړی په زخمي ځای ولګوې نو جراثیم له منځه ځي همدا راز شات سوځېدلی ځای یخوي او د زخمي ځای په ډکولو کې هم مرسته کوي.

شېدې

په شودو کې موجود پروټین هم د سوځېدو تکلیف کموي او د اغېزمن شوي ځای د ژر ښه کېدو کار تېزوي. که مو لاس وسوځي نو ژر یې په شودو کې تر ۱۵ دقیقو پورې کېږدئ، پایلې به یې مثبتې وي.

وټامن سي

وټامن سي د سوځيدلي ځای زخم ژر ډکوي، د وټامن سي استعمال د نوي پوستکي لپاره ضروري دی. د سوځيدلي ځای زخم ډکولو لپاره باید هغه خواړه ډير وخوړل شي چې وټامن سي لري.

په خوب کې د خریدو مخه ونیسئ

Man sleeping and snoring

 هر انسان په ۲۴ ساعتونو کې خاصه اندازه خوب کولو ته اړتیا لري خو د خپل ملګری خرهاری له امله په بیا بیا له خوبه پاڅیدل نه یوازې انسان په ذهن ناوړه اغیز کوي بلکه په انسان کې د مختلفو ناروغیو لامل هم ګرځي.

د خرهاری یو له عواملو څخه په خوله او پوزه کې د چوخړو (پوزې او خوله ترشحات) زیاته اندازه ده. که انسان د چوخړو اندازه کمه کړي نو د هوا لپاره فضا پراخیږي کوم چې د خرهاری اندازه کموي او یا يي په مکمله توګه له منځه وړي.

له خرهاری څخه د خلاصون بله لار هم جوس دی. باید کوښښ وشي چې په جوس کې اومه مواد استعمال شي. اومه سبزیجات او میوې له استعمال سره په دغه خواړه کې شته ګټور مواد نه ضایع کیږي. له تازه سبزیجات او میوې څخه لاسته راغلی جوس ډیر استعمال کړئ او کوښښ وکړئ چې په ښه ډول هضم شي ځکه چې له دې سره به له مختلفو ناروغیو څخه په امان یاست.

کوښښ وکړئ چې په جوس کې له میوې څخه زیات سبزیجات استعمال کړئ ځکه چې له میوې څخه لاسته راغلی جوس زیاته اندازه قندي مواد لري کوم چې انسان په ځینې نورو ناروغیو اخته کولی شي. خو سبزیجات د نورو ګټو سربیره زیاته اندازه قندي مواد نه لري.

خرهاری له منځه وړونکی جوس
دلته د هغه جوس جوړولو طریقه وړاندې کوو چې له نورو ګټو سربیره په انسان کې د چوخړو اندازه کموي کوم چې د خرهاری اصلی لامل ګڼل کیږي.

– ۲ مڼې
– ۲ ګازرې
– د لیمو څلورمه برخه
– د ګوتې بند په اندازه سرکه

لاندې خواړه مه استعمالوئ
ځینې خواړه شته چې په انسان کې خرهاری اندازه له پخوا هم زیاتوي او د خرهار څخه مخنیوی لپاره باید له لاندې خواړه څخه ځان وساتئ.

– زیاته اندازه چاکلیټ استعمالول
– زیاته اندازه غوړ کې سره شوي خواړه استعمالول
– هغه خواړه کوم کې چې زیاته اندازه اوړه استمال شوي وي
– زیاته اندازه پروسس شوي خواړه استعمالول

له پورتني خواړه څخه ځان ساتل او په زیاته اندازه تازه جوس استعمالول کوم کې چې زیاته اندازه سبزیجات استعمال شوې وي انسان له خرهاری څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ارامه خوب پنځه دښمنان

cant-sleep

له ټولې ورځې ستړیا وروسته ارامه خوب کول د هر انسان ارمان وي خو ډیره لږه اندازه بې احتیاطي او خپل خوراک ته توجه نه کول انسان له دغه نعمت څخه محرومولی شي. که د شپې ارامه خوب نه لرئ نو خفه کیږئ مه ځکه چې له خوبه مخکې دغه لاندیني پنځه ټکي به مو خوب ارامه کړي:

کیفین: په عام ډول خلک له خوبه مخکې یو پیاله چای یا کافي څښي کوم چې د انسان خوب خرابولو کې مهمه ونډه لري چې دغه کیفین بیا د چای او کافي سربیره په ځینو درملو کې هم پیدا کیږي نو په همدې اساس کیفین لرونکي درمل له ویده کیدو مخکې مه استعمالوئ. ډاکټرانو په وینا کیفین لرونکي درمل باید ۸ ساعته له ویده کیدو مخکې وخوړل شي.

هیره دې نه وي چې د چای او کافي ځینې ډولونه کیفین نه لري او تاسې کولی شئ له خوبه مخکې يي استعمال کړئ.

الکول: الکول لرونکي خواړه او مشروبات له نورو بې شمیرو زیانونو سربیره د انسان خوب ناارامه کولو کې هم مهمه ونډه لري. نويو څیړنو ثابته کړې چې په الکول کې داسې کیمیاوي مواد موجود دي کوم چې له یوې خاصې اندازې وخت وروسته انسان نا ارامه کوي.

اوبه یا نور مشروبات: د اوبه زیاته اندازه استعمال د انسان روغتیا ته ډیره زیاته گټه رسوي او د اضافي وزن کمیدو سبب هم گرځې خو له ویده کیدو مخکې زیاته اندازه اوبه څښل به د بیا بیا پاڅیدو لامل شي او ستاسې خوب به متاثره کړي. خوب ارامه کولو لپاره له ویده کیدو ۹۰ دقیقې مخکې زیاته اندازه اوبه مه څښئ.

یخچال کې ساتل شوي خواړه: په عام ډول خلک خپل خواړه یخچال کې ساتي او شپې ډوډۍ کې يي استعمالوي چې په حقیقت کې یخچال کې یخ وهل شوي خواړه کې موجود امینو اسید د اعصابو ټایراماین فعالوي د کوم په اساس چې انسان ته خوب نه ورځي نو په همدې اساس د شپې له خوا تازه خواړه استعمال کړئ.

رومیان یا له رومیانو څخه جوړه شوي خواړه: رومیان د انسان روغتیا لپاره ډیرې زیاتې گټې لري خو ټول هغه خواړه چې زیاته اندازه اسید لري د زړه سوي سبب گرځې چې له دې امله د انسان خوب ناارامه کیږي. که بیا هم غواړئ دا ډول خواړه استعمال کړئ نو له ویده کیدو ۳ ساعته مخکې يي استعمال کړئ.

که ارامه خوب نه لرئ؛ دغه خواړه به مو مرسته وکړي

bebe_durmiendo

ډیرو خلکو ته پوښتنه پیدا کیږي چې ولي د شپې ارامه خوب نه لري. د خوب هم لکه د نورو ناروغیو په څیر مختلفو خواړو سره درملنه ممکنه ده. د ښه خوب لپاره مناسب خواړه په مناسب وخت خوړل ډیر اړین دي.

په ځانگړې ډول دوه ساعته له ویده کیدو مخکې باید هیڅ ډول خواړه ونه خوړل شي تر څو دغه موده کې ستاسې مخکې خوړل شوي خواړه هضم شي او ارامه خوب وکړئ.

دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو کوم چې په ارامه خوب کولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي:

۱- بادام: بادام زیاته اندازه مگنیزیم لري چې نه یوازې ستاسو خوب بهتره کوي بلکې عضلات هم اراموي. بادام زیاته اندازه پروتین لري چې د خوب پر مهال بدن د خوږو موادو بیلانس ساتي.

له خوبه مخکې یوه کاچوغه بادامو څخه لاسته راغلې کوچ او یا هم ۱ اونس خپله بادام د انسان خوب ته ارامتیا وربښي.

۲- چای: شپې لخوا له کیفین څخه ځان ساتل ډیر گټور دي او شپې له خوا کیفین نه لرونکی چای خوب راوستلو کې ډیر عمده رول لوبوي. د خوب راوستلو لپاره شین چای هم یو غوره انتخاب دی. شین چای زیاته اندازه ثیانین (Theanine) لري کوم چې د انسان خوب زیاتوي. که خوب څخه مخکې چای څښئ نوباید کیفین نه لرونکی شین چای وڅښئ.

۳- کیله: که غواړه شپې لخوا پوره او ارامه خوب وکړئ نو کیله یو ځل ضرور تجربه کړئ. کیله زیاته اندازه مگنیزیم او پوتاشیم لري کوم چې ذهني فشار له منځه وړي او عضلات هم ارامه کوي. کیله د ترېپتوفان (Tryptophan) په نوم مواد لري چې دغه مواد وروسته بیا په سیروتونین (Serotonin) او مېلاتونین (Melatonin) باندې بدلیږي او دا هغه هورمونونه دي کوم چې اعصاب ارامه کوي.

۴- لبنیات: مستې، شیدې او پنیر هم ترېپتوفان لري او د اعصابو فایبر نورماله کوي. له دې څخه معلومیږي چې له ویده کیدو مخکې مستي خوړل نه یوازې خوب ارامه کوي بلکه انسان له تشویش کولو هم ژغوري.

۵- وربشو څخه لاسته راغلې خواړه: وربشو څخه لاسته راغلې خواړه معتدل، نرم، ارامه کوونکۍ، اسانه جوړیدونکي او کم قیمت لري. دغه خواړه ډیر زیات کلسیم، مگنیزیم، فاسفورس، سلېکان (Silicon) او پوتاشیم لري کوم چې خوب زیات او ارامه کوي. خوږو موادو ته پام کوئ ځکه چې بورې او نور خوږو موادو استعمال له ویده کیدو مخکې اعصاب ناارامه کوي.

که لږ خوب کوئ، نو د عصبي ناروغیو یرغل ته ټینګ شئ!

M_Id_401088_Kids_Sleep

ساینسپوهان وایي چي د خوب کموالی نه یوازې دا چي د عصبي ناروغیو لامل ګرځي بلکې د انسان دماغ هم وړوکی کوي؛ نو په همدي اساس په وخت او اندازه خوب کول د روغو اعصابو لپاره ډیر اړین دي.

په ټوله اروپا کي د خوب پر کموالي شو‎ی تحقیق ښیي چي د خوب کموالی د عصبي ناروغیو سبب ګرځي.
په اروپا کې شوی تحقیق د ۱۴۷ کسانو چي عمرونه یي د ۲۰ او ۸۴ کلونو تر منځ و دماغي حالت او د خوب دورانیه وڅیړله او د تحقیق په جریان کي د هر کس د اعصابو دوه سټي سکنونه هم وویستل شول.

لومړی سټي سکن د تحقیق لاندې کس څخه د خوب اهمیت او دورانیه په اړه تر پوښتنو وروسته وویستل شو او دویم سټي سکن بیا درې نیم کاله وروسته د نتیجې د معلومولو لپاره وویستل شو.
له تحقیق څخه معلومه شوه چي ۳۵٪ خلک د خوب کموالي څخه په پیدا کیدونکې ناروغیو اخته دي او همدا راز د سټي سکن له معاینې څخه څرګنده شوه چي د هغه کسانو دماغ چي خوب نه پوره کوي نسبت هغو کسانو ته چي خوب پوره کوي ډیرې چټکۍ سره وړوکی کیږی چې دا تاثیر په هغو کسانو کي چي عمرونه یي له ۶۰ کلونه زیاته وي نوره هم چټکه وي.

طبي کارپوهان وایي چي د خوب کموالی د ډیرو ناروغیو سبب ګرځي چي د هغې له جملې څخه الزایمر او اورډیمنشیا چي یاداشت ضعیفوي او د فکر کولو صلاحیت له منځه وړي د یادولو وړ دي.

د خوب کموالی د بدن دفاعي نظام، زړه او یاداشت باندې هم منفي اثر لري.

د خوب کموالي په خاطر په دماغ کي پروټین د نورمال حد څخه زیاتیږی او په دماغ کي موجودو خالي ځایونو باندې برید کوي.

که غواړئ روغ او سالم دماغ ولرئ؛ نو د خوب پوره کولو ته وخت ورکړئ او د خوب کموالی بې اهمیته مه ګڼئ.

پنځه ډوله خوراکونه د سترګو روغتيا کې مرسته کوي

Close-Up Of Young Boy's Eye

سترګې د روح کړکۍ بلل کيږي او بايد د روغتيا په اړه يې جدي پاملرنه وشي. په ځانګړې توګه د عمر په تېرېدو سترګې خپل فعاليت کموي او کله خو لا بيخي کار پريږدي.

د يادونې وړ ده، چې کله سترګې روغې وي، نو زموږ سترګې رڼا ډېره ښه محسوسوي او کله چې کمزورې شي، نو هر څه ورته خړپړ ښکاري او د دنيا له رنګونو هېڅ خوند نشي اخيستی.

طبي کارپوهان وايي، که غواړئ، چې سترګې مو تل ښې فعالې وي، نو لاندې ياد شوي خوراکونه مو د سترګو روغتيا کې ښه مرسته کولای شي.

ګازرې: ګازرو کې بيټاکروټين مواد «وټامن اې» ډېر زيات وي او د انسان عمر د زياتېدو سره، چې کومه کمزوري راځي، د هغې مخه نيسي او د سترګو د رڼا او غمي ساتنه کې مهم رول لري.

پالک: پالکو کې وټامن سي، بيټاکروټيڼ، ليوټين اوزيکسنټيڼ مقوي مواد دي.

طبي څېړنو ثابته کړې، چې نوموړي مقوي مواد د سترګو د نظر او غمي روغ ساتلو کې ځانګړی رول لري.

مالټې: مالټې ليوټيڼ او زيکسټين لرونکي مقوي ميوه ده او د سترګو روغتيا لپاره ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

هګۍ: هګۍ هم د ليوټيڼ او زيکسټين تر څنګ «زېنک» مقوي مواد لرونکي دي، چې د عمر تېرېدو سره سترګې له کمزورۍ ساتي.

مګر هغه کسان، چې د فشار، فالج يا ګردې تکليفونه لري، بايد هغوی يې له خوړلو ډډه وکړي.

ماهي: د ماهيانو خوړل هم د انساني بدن په ځانګړې توګه د سترګو د حفاظت لپاره ډېر مهم او په زړه پوره خوراک دی، چې سترګې له وچېدو، پردې او د نظر له کمزورۍ ژغوري.

دغه خواړه مو له ړندیدو ژغوري

dry_eye

تاسې به اورېدلي وي چې گازرې او نارنج رنګ ته ورته خواړه د سترگو دید زیاتوي او باصرې حس له ناروغیو او کمزوریو ژغوري. دا رښتیا ده، ځکه چې دغه خوړو کې بیټا کیروټین (Beta-Carotene) مواد چې ویټامین اې (vitamin A) غوندې دی، وجود لري چې دغو خوړو ته ژیړ رنگ ورکوي او سترګې او دید ته يې ډیر گټور دي.

خو یوازې بیټا کیروټین د سترګو دید نه زیاتوي، بلکې ډېر نور خواړه هم شته چې لید مو زیاتوي او د باصرې حس له مختلفو ناروغیو ژغوري.

لاندې خواړه د سترگو دید لپاره ډېر خوړئ:

۱- شنې پاڼې لرونکي خواړه:
شنې پاڼې لرونکي خواړه د لیوتين (Lutein) او ژیزانتین (Zeaxanthin) غوره سرچينه ده. یاد مواد د سترگې شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو کوم چې د ړندیدو اصلي لامل دی، مخنیوي کولو سربیره د سترگو د اوبو ساتنه کوي.

۲- هگۍ:
د هگۍ ژېړ هم پر لیوتین او ژیزانتین لرلرو سربیره ډېره زیاته اندازه زینک (Zinc) هم لري چې د سترگو شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو مخه نیسي او انسان له ړندېدو ژغوري.

۳- ستروس او توتان:
دغه میوې پرېمانه پيمانه ویټامین سي (Vitamin C) لري، چې انسان له ړندېدو ژغوري او په سترگو کې موجود اوبو څخه ساتنه کوي او د کمېدو مخه يې نیسي.

۴- بادام:
بادام له ویټامین اي (Vitamin E) څخه ډک دی. ویټامین اي (Vitamin E) هم په سترگو کې د داغ پیدا کېدو او ړندېدو مخه نیسي. څېړنو ثابته کړې ده چې د ورځې یو موټۍ بادام بدن د ویټامین اي اړتیا پوره کوي.

۵- د کبانو غوړ:
ټونا (Tuna)، سالمون (Salmon) او انچووي (Anchovy) نومې کبانو کې ډي ایچ اې (DHA) نومې مواد په زیاته اندازه پیدا کېږي. ډی ایچ اې (DHA) یو ډول غوړ اسید دی چې د سترگو له وچوالي څخه چې (Dry eye syndrome) په نوم یادېږي مخنیوی کوي.

دماغ خرابونکي لس عادتونه

 ویل کیږي چې د دماغ د ښه ساتلو لپاره تر ټولو اړینه خبره داده ده چې دماغ په کار واچول شي، او همدا ده چې د علماو او مفکرینو دماغونه تر ډیر وخته کار کوي، خو هغه خلک چې دماغي کار نه کوي، د عمر په تیریدو «زهایمر» یا د اعصاب خرابي په ناروغۍ اخته کیږي.

دلته هغه لس عادتونه در ښیو چې دماغ ته زیان رسوي، که ددغه عادتونو څخه انسان ځان وژغوري، کیدای شي تر یو حده یې ځان د اعصابو د خرابیدو څخه ژغورلی وي.

https://i2.wp.com/elegant-magazin.com/wp-content/uploads/2015/03/jaja-1024x696.jpg?resize=620%2C421

۱- د سهار ناشته:

که غواړې سالم دماغ ولرې، نو د سهار ناشته کله هم مه پرېږده، څوک چې د سهار ناشته نه کوي، د هغه په بدن کې د شوګر (خوږې) کچه کمیږي، چې له کبله یې ددماغ ځینو برخو ته کافي غذا نه رسیږي، او په دې توګه دغه دماغي برخي د وخت په تېریدو سره له کاره غورځي.

https://i2.wp.com/static1.squarespace.com/static/5315f4cfe4b05e4b399258c5/t/54778977e4b09b5c21304974/1417120119660/overfed.jpg?w=620

۲- ډیر زیات خوراک کول

په خوراک کې اعتدال ساتل د ډیرو مرضونو څخه انسان ژغوري، زمونږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته په دې خبره ټینګار کړی چې په خوراک کې اعتدال وکړي، په خورک کې دي اسراف نه کوي او داسی وخت دي خوراک پریږدي چې لا یې اشتهاء ورته کیږي.
کیداي سي د نورو ډیرو ګټو څخه یې یوه لویه ګټه همدا وي چې په دې توګه دماغ هم سالم پاته کیږي، ځکه چې کله خوراک ډیر وسي، د دماغ واړه واړه رګونه وپړسیږي، او زهني وړتیا کمزورې سي.

https://i2.wp.com/resources0.news.com.au/images/2013/08/13/1226561/606388-woman-smoking.jpg?w=620

۳- سګریټ څکول

وايي سالم عقل په سالم جسم کي وي، که چیري بدن ناروغه وي، دماغ به حتما ورسره متضرر کیږي.

په علم ثابته سوې چې سګریټ څکول د بلا مرضونو مور ده، چې په هغو کې سرطان، د سږي ناروغۍ، د معدې او زیاتي نوري ناروغۍ ورسره تړلي دي، خو پر دماغ یې لوی اثیر داوي چې دماغ ځیني برخي په کراره کراره د سګریټ څکولو له وجي خپل صلاحیت له لاسه ورکوي او له کاره غورځي، چې له کبله یې ډیر احتمال د «زهایمر» ناروغي ورسره پيدا کیږي.

https://i0.wp.com/hungryhouse.co.uk/blog/wp-content/uploads/2013/08/EidSweets.jpg?w=620

۴- ډیر خواږه خوړل

ډیر خواږه خوړل ددې سبب ګرځي چې دماغ ته پروټین او نوره غذا په سمه توګه ونه رسیږي، ځکه چې ددغه غذا او دماغ تر منځ خواږه حایل کیږي، چې له کبله دماغ د سوء تغذیه سره مخ کیږي او ددماغ د ځینو برخو تلف کیدو او یا هم سمیدو مخه نیسي.

https://i0.wp.com/cdn.zmescience.com/wp-content/uploads/2015/01/AirPollution2.jpg?w=620

۵- خیرن ماحول او هوا

د انسان په جسم کې تر ټولو زیات اکسیجن دماغ استهلاکوي، د خیرني هوا استنشاقول دماغ ته د اکسیجن رسیدلو مخه نیسي، چې له کبله یې ددماغ وړتیا خرابیږي.

https://i0.wp.com/www.entrepreneurmag.co.za/wp-content/uploads/2014/09/Bean-Eyes.jpg?w=620

۶- لږ خوب

پوره خوب دماغ ته ارامتیا ور بښي، او لږ خوب ددې سبب کیږي چې د دماغ یو شمیر برخي ژر له منځه ولاړي سي.

https://i1.wp.com/img.webmd.com/dtmcms/live/webmd/consumer_assets/site_images/articles/health_tools/fibromyalgia_overview_slideshow/getty_rf_photo_of_pillow_on_head.jpg?w=620

۷- د ویدېدو په وخت کې سر پټول

کله چې سړی ویدیږي، باید سر پټ نه کړي، ځکه چې په دې کار سره د اکسیجن مخه نیول کیږي، د دوهم اکسیډ کربون ګاز ترکیز زیاتیږي، چې له کبله یې دماغ ته د اکسیجن نه رسیدو په وجه متاثره کیږي.

https://i0.wp.com/mediad.publicbroadcasting.net/p/wnpr/files/styles/related/public/201401/Working_while_sick.jpg?w=620

۸- د ناروغي په وخت کار کول

کله چې انسان نارغه وي، نو ښه خبره داده چې استراحت وکړي، د زیاتي مطالعې، درس ویلو او تکلیف ورکوونکو کارونو څخه دي ځان وژغوري، کنه دماغ باندي بد اثر لویږي.

https://i2.wp.com/iai.tv/assets/Uploads/_resampled/CroppedImage608342-thinking-the-unthinkable.png?w=620

۹- فکر نه کول

په انسان کې د دماغ وجود کیدای شي تر همدې کار پوري محدود کړو، انسان پیدا سوی د همدې لپاره دی چې د الله تعالی په موجوداتو کې فکر وکړي او خپل خالق تعالی په ښه توګه وپيژني.

الله تعالی په ډیرو مواردو کې انسان فکر کولو ته را بللی، او په همدې وجه کله چې انسان فکر کوي دماغ وده کوي، او کله چې دماغ خپله ورسپارل سوی کار نه کوی، طبیعي ده چې د وخت په تیریدو سره به کار پریږدي، او زنګ به وهي.

talking with freinds

۱۰- د ټولني څخه لیري کیدل او د خلګو سره خبری نه کول

د ټولني او ماحول سره ګډ اوسیدل او د هغوی سره فکري بحثونه کول د دماغ د ترقي او فعالیت د زیاتېدو سبب ګرځي.

د مغزو روغتیا لپاره د چوپتیا ارزښت

alone-boy-at-hill-waiting-for-youhd-wallpaper

ژباړه: غرڅنۍ ساهو

آیا د چوپتیا په اړه څه پوهېږئ؟ په ښار يا کلي کې ژوند کوئ؟ ستاسو اعصابو او مغزو لپاره چوپتيا څه ارزښت لري؟ په دې لڼد راپور کې مو په اړه یې پلټنې کړي.

په ۲۰۱۱ ز کال کې د روغتیا ساتنې نړیوال سازمان يو راپور خپور کړ چې د ټولنې صوتي ککړتیاوې یو مدرن طاعون وباله؛ او وویل چې د غږونو شور ماشور پر اعصابو بده اغیزه کوي.

هغه خلک چې لویو لارو ته نږدې کورونه لري، د ورځې څه چې د شپې هم له شور نه په کراره ساه نه باسي. ډیري يې په دې هڅه کې دي چې د استراحت لپاره آرامه ځای ومومي.

د دغو ستونزو لرې کولو لپاره د طبابت نړۍ کې نوې لارې منځته راغلي چې یوه يې هم لس دقیقي رژیم يا سهارنۍ چوپتیا ده.

دلته څو ټکي د مغزو روغتیا لپاره په ګوته کوو:

  1. چوپتیا يا سکوت استرس کموي:

د څیړنو پر بنسټ د وینې لوړ فشار ،ښه نه اوریدو او د زړه حملې لامل د غږونو شور دی. او همدا راز د وجود ټول سلامت په خطر کې اچوي.

لوړ آوازونه؛ د مغزو آمیګدال چې د احساساتو درک په غاړه لري، تحریک کوي یې چې ورسره استرس ډیریږی او کورتیزول هورمون تولید کېږي.

په داسې حال کې چې سکوت یا چوپتیا د بدن او مغزو ټوله نارامي لرې کوي او انسان ته سکون ور به برخه کوي.

  1. چوپتیا ذهني توان بیرته لاسته راوړي:

په ورځني ژوند کې تل حسي اطلاعات مغزو ته لېږدول کېږي. پړیکړې، د ستونزو حل او د ورځني ژوند کنترول ماغزه ډیر بوخت ساتي او هره ورځ بار بار دا کارونه تر سره کوي، چې له همدې امله د مغزو توان او تمرکز کمېږي چې ښایې د نورو مسایلو حل لپاره یو څه ستونزې انسان ته پېښ شي.

نو کله چې استراحت کوو او چوپتیا غوره کوو، ماغزه بیرته د بیا رغونې او  انرژې ذخیره کولو توان مومي.

  1. چوپتیا د مغزي سلولونو بیا رغونې لامل کېږي:

د ۲۰۱۳ ز کال څیړنو پر بنسټ چې خپله تجربه يې په موږک تر سره کړې وه، پایلې يې د Brain په نشریه کې خپرې شوې؛ د ورځې دوه ساعته چوپتیا له امله په هیپوکامب کې نوي سلولونه جوړېږي چې د مغزو دا برخه د یادښتونو ساتنه او د احساساتو کنترول په غاړه لري. څو شیبې چوپتیا د موسیقي نه اوریدلو نه ښه ده.

د یاداشت د پیاوړتیا لپاره اوه مهم ټکي

yadasht

که تاسو د هغو کسانو څخه یاست چې هر وخت مو خپلې کړې ژمنې هیرې وي، تلیفون مو ورک وي او یا د الماریو، صندقانو او موټر کیلیاني درڅخه هیرې وي، نو لاندې اوه ټکو ته پام وکړئ، هیله ده دی چې یاداشت مو سم سي.

لاندې ټکي د هغو کسانو لپاره نه دي چې خپلې ژمنې قصدا هیروي، لکه اکثره واکمن سیاستمدار.

یاداشتونه ساتل د انساني دماغ تر ټولو مهمه وظیفه بلل کیدای شي، دماغ معلومات له ځانه سره خوندي کوي او بیا د اړتیا په وخت کې کار ځیني اخلي.
د بولډ سکای په نوم روغتیايي پاڼې لاندې اوه هغه عوامل په ګوته کړي چې د دماغ د یاداشت وظیفه تقویه کولای شي.

۱- دماغ باید په کار واچول شي
مثلا هره ورځ د قرآن کریم یو آیت یادول، یو حدیث یادول، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول، بله ژبه زده کول، د سختو سوالونو لپاره جوابونه لټول او نور ورته اعمال تر سره کول، تر څو دماغ په کار ولویږي او یاداشت ورسره قوي شي.

۲- د التهابونو علاج کول

په بدن کې د هر زخم او التهاب درملنه پر وخت وشي، کنه امکان لري چې په دماغ کې د ځینو خلایاو د تخریب سبب شي، چې وروسته پر یاداشت هم بد اثر لرلای شي.

۳- نوي څه زده کول

که تاسو غواړئ چې په طبیعي توګه خپل یاداشت قوي کړئ، نو نوي یادونه جوړ کړئ، لکه د نویو خلکو سره تعارف وکړئ، نوي ځایونو ته سفرونه وکړئ، نوي کتابونه مطالعه کړئ او حتی نوي خوراکونه وازمایئ.

۴- پر دماغو بوج کم کړئ

که چیرې تاسو یو داسې کار کوئ چې د دماغي ستړیا سبب ګرځي، نو خپل دماغو ته لږ وخت ورکوئ چې ارام وکړي او په بل داسې یو شي ځان اخته کوی چې د اعصابو ستړیا مو کموي.

۵- په پروبیوتیک باندې غني خواړه

هغه خواړه چې پروبیوتیک ماده یا ژوندۍ بکتیریا (Probiotic) لرونکي وی، لکه مستې، شلومبې، سرکه وغیره، د یاداشت د تقویه لپاره ښه دی.

۶- فکر کول

په منظم ډول فکر کول هم د یاداشت د تقویې سبب کیږي، د موقت وخت لپاره په یو مسئله کې ښه فکر کول د ذهن ارامتیا تر څنګ د ښه پاملرنې سبب هم ګرځي چې له امله یې اوږدمهال لپاره د ښه یاداشت سبب ګرځي.

۷- ورزش کول

په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل باندي ګرځېدل د یاداشت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي.

که ورۍ مو وینه کوي، لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ!

painful-gum-abscess

د وریو څخه د وینې تللو ډير لاملونه شته دي، لکه حمل، د وینې کمی، سكروي SCURVY (يو ډول د وريو د پړسيدو او وينې كېدو ناروغتيا چې غاښونه كمزوري كوي او لويږي او د ويټامين سي د نشتوالي له امله پيدا كيږي)، خو تر ټولو عام یې د خولې د پاکوالي خیال نه ساتل دي.

د خولې مناسبه صفايي نه کول د وریو د سوزش ویره پیدا کوي او که مناسب علاج یې ونشي، نو ستونزه له بدو بدتره کیږي او په داسې صورت کې باید د غاښونو ډاکتر ته حتما مراجعه وشي.

پر دې سربېره ځينې کورنۍ نسخې شته دی چې په بېړني حالاتو کې ډیر کار ورکوي او د وریو څخه د وینې تلو په عام قضیو کې یې استعمالولای شئ خو که ستونزه جدي وه، حتما ډاکتر ته ورشئ.

ګرمو مالګینو اوبو باندې غرغړه

د وریو څخه د وینې د راتګ په صورت کې تر ټولو اسانه او ارازنه کورنۍ نسخه د ګرمو مالګینو (هغه اوبه چې مالګې باندې تروشې شوې وي) اوبو باندې غرغړه کول دي. دې سره باکتریاوې ختمیږي او هم ورۍ تر یوه بریده قوي کوي.

دې لپاره باید تاسو یو ګیلاس تړمې اوبه د چای د یوې کاشوغې سره ګډې کړې او بیا يې غرغړه کړئ. دا کار باید د ورځې درې ځل وکړئ.

سوډا باندې برش

یوه بله اسانه طریقه داده چې د پخلي په سوډا باندې غاښونه برس کړئ. سوډا د وړو جراثیمو د ختمولو لپاره ښه اغېزمن کار ورکوي. د سوډا لپاره باید نرم برس استعمال شي او هم باید غاښونو په نرمۍ سره برس شي.

«ټي ټري» تیل

د جراثیمو د له منځه وړلو لپاره «ټي ټري» تیل د وریو د وینې په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي. د دې استعمالولو لپاره د تېلو څو څاڅکي یو ګیلاس تړمو اوبو کې ګډ کړئ او بیا یې غرغړه کړئ. پر دې سربېره تاسو کولای شئ چې د تيلو څو څاڅکي د غاښونو په برس واچوئ او غاښونو باندې یې ووهئ.

د زیتونو تیل

زیتون هم د وریو څخه د وینې په درولو کې اغېزمن رول ادا کوي. په زیتونو کې موجود اجزاء د خولې دننه باکتریاوې ختموي. تاسو محض د چای یوه کاشوغه زیتون تیل په خپل خوله کې واچوئ، څو ثانيې یې خوله کې تاو راتاو کړئ او بیا یې تل کړئ.

لونګ

که مو کور کې لونګ موجود وي نو د وریو څخه د وینې تلو مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه او د کار وړ نسخه درسره لنډه شته دی. محض دومره وکړئ چې وچ لونګ خوله کې واچوئ، بیا یې وژویئ، څو دقیقو لپاره یې همداسې خوله کې پریږدئ، مثبتې پایلې به یې ژر وګورئ.

د پودینې تیل

د پودینې تیل یو څاڅکی د غاښونو په نرم برس باندې واچوئ او بیا پرې غاښونو پاک کړئ. د دې تیلو بوي او خوند د ویلني په څېر وي چې د خولې د باکتریاو په ختمولو کې مهم رول لوبوي. همدا لامل دی چې د غاښونو په ډیرو کریمونو کې استعمالیږي.

د ژیړو غاښونو سپینولو اسانې او ارزانې لارې

ځینې عام عادتونه لکه په ورځنۍ ډول چای، کافي او یا دې ته ورته نور مشروبات څښل د غاښونو د ژیړوالي لامل ګرځي.

له نیکه مرغه د ژیړو غاښونو سپینولو اسانې او ارزانې لارې شتون لري چې انسان کولی شي له کوم لګښت او سختۍ ګاللو پرته خپل ژیړ غاښونه سپین کړي.

نن مو له ځینو هغو اسانو او ارزانو لارو سره چې په لږه موده کې له کوم ځانګړی لګښت او مضر اغیز لرلو پرته غاښونه بیرته سپینوي سره اشنا کوو.

د خوړو سوډا (Baking Soda)
د خوړو سوډا د غاښونو د سطحې سخت او کلک داغونو په له منځه وړلو کې ډیر اغیزمن دی. خپل د خوښې د غاښونو کریم پر ځای خپل د غاښونو برس د خوړو د سوډا په بوتل کې دننه کړئ او له هغې وروسته خپل غاښونو پرې برس کړئ.

د ځمکنی توت (Strawberry) کریم
څو دانې ځمکني توتان په ښه ډول میده او نرمه کړئ. د ځمکني توتانو دغه جوړه شوې خمیره په ژیړو غاښونو ووهئ او د یو څو دقیقو لپاره يي پریږدئ. له څو دقیقو وروسته خپل خوله په اوبو ووینځئ.

د ریحان پاڼې
د ریحان څو پاڼې لمر ته کیږدئ تر څو وچې شي. له هغې وروسته وچې شوې پاڼې ښه میده کړئ. د ریحان دغه میده شوې پاڼې په خپل برس واچوئ او غاښونه مو پرې برس کړئ.

د لیمو اوبه او مالګه
د لیمو اسیدي خاصیت دغه خواړه ته سپینوونکی خاصیت ورکړی. یوه دانه کوچنۍ لیمو د اوبو په یو ګیلاس کې واچوئ او یوه کاچوغه د مالګې له تیږې څخه لاسته راغلې مالګه ورزیاته کړئ او ښه يي ګډ کړئ. جوړ شوی محلول د لنډې مودې لپاره خوله کې ښه وخوځوئ. او دغه عمل ته د ګیلاس د اوبو تر خلاصیدو ادامه ورکړئ.

د مشروباتو په وسیله د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کړئ

juice-recipes5

 له ناروغۍ د ژغورلو یوه اسانه طریقه دا ده چې هغه خواړه استعمال کړو چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. د سبزیجاتو او میووو ډیر ډولونه زیاته اندازه اینټې اکسیډنټ، ويټامینونه او منرالونه لري چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړي کوي او مونږ کولی شو دغه خواړه د جوس په شکل استعمال کړو.

۱ـ د لیمو جوس: لیمو یو له ډیرو ارزانو میوو څخه ده چې په اسانۍ سره هر چیرته پیدا کیږي؛ خو دغه میوه بیا روغتیا لپاره بې شمیره گټې لري. دغه میوه ډیره زیاته اندازه اینټې اکسیډینټ (antioxidants) او ویټامين سي (vitamin C) لري چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او په بدن کې د القلي او تیزابو بیلنس ساتي.

د لیمو جوس او یا په چای کې د لیمو له ورځنی استعمال سره به په ناروغۍ اخته کیدو چانس کمزوری شي.

۲ـ د مڼې سرکه: لکه څنگه چې د مڼې سرکه د مڼې له جوس څخه جوړیږی او د مڼې جوس بیا زیاته اندازه هغه ویټامینونه او منرالونه لري چې بدن ته گټه رسوي. مڼې جوس کې موجود صحې مواد عبارت دې له کلسیم، پوتاشیم، سودیم، فاسفورس، کلورین، مگنیزیم، سلفر، اوسپنه او فلورین.

دغه مشروب هم خپل ترکیب کې سرکه لري او سرکه د بدن دفاعي سیسټم فعالیت او د ناروغیو په مقابل کې مقاومت زیاتوي.

۳ـ شین چای: شین چای د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو لپاره تر ټولو غوره مشروب دی. شین چای کې یو ماده د اي جي سي جې (epigallocatechin gallate, or EGCG) په نامه موجوده ده چې دغه ماده په بدن کې د باکتریا او ویروس د زیاتیدو مخه نیسي.

یوې نوې څیړنې پر بنسټ اي جي سي جي په بدن کې د سرطان جوړیدو مخنیوی کوي.

۴ـ کرن بیري جوس (Cranberry): کرن بیري یو ډول میوه ده چې په جبه زاره ځمکه کې شنه کیږي او جوس يي ډیر خوندور وي.

د دغو میوې په جوس کې ډیر قوي اینټې اکسیډنټ لکه فلوونایډ (flavonoid) او ويټامین سي موجود دي چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

کرن بیري جوس همدا راز د زړه له ناروغیو مخنیوي کوي او د انسان تشو بولو سیسټم هم تنظیموي.

۵ـ چوغندر جوس: چوغندر جوس نه یوازې دا چې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي بلکې نورې ډیرې گټې هم لري. ځینې مهم او صحي مواد چې د چوغندر په جوس کې موجود دي عبارت دي له کایروټین (carotene)، ويټامین سي، کاریوټینایډ (carotenoid)، سلفر، کلسیم، اوسپنه، منگنیزیم او پوتاشیم.

دغه جوس وینه تصفیه کوي، عصبي سیسټم ،صفرا کیسه او ځیگر پیاوړی کوي.

۶ـ کیوي جوس: دغه جوس زیاته اندازه ویټامین اې (vitamin A,)، ویټامین سي او ویټامین اي (vitamin E) لري چې د بدن دفاعي سیسټم ته ډیر اړین دی.

کیوي زیاته اندازه فایبر (fiber) او پوتاشیم لری چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري.

۷ـ باراکولي جوس: د باراکولي ورځنی استعمال بدن دفاعي سیسټم ته ډیره زیاته گټه رسوي ځکه چې سبزیجاتو کې زیاته اندازه بيټا-کایروټین (beta-carotene)، ويټامین بي ۱ او سي، کلسیم، پروتين، پوتاشیم او سلفر موجود وي.

۸ـ د گازرې جوس: د گازرو جوس یوه خوږه مشروب دی چې د هر عمر انسانان يي خوښوي همدا راز د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سربیره نورې ډیرې گټې هم لري.

گازرو کې ویټامین سي، ویټامین بي کمپلیکس، پوتاشیم، اوسپنه، سودیم او فاسفورس وجود لري چې له ناروغیو مخنیوي کوي، د ځیگر فعالیت پیاوړی کوي، عصبي سیسټم تقویه کوي.

که غواړئ اعصاب مو تقویه شي؛ نو دغه خواړه تجربه کړئ

Fruits-and-Vegetables

د ساینسپوهانو په وینا ټول هغه مواد چې په خپل ترکیب کې اینټې اکسیډنټ (antioxidants) او اومیگا-۳ (omega-3) ولري اعصاب او یاداشت تقویه کوي.

۱ـ غوز (چار مغز): لکه څنگه چې دغه میوه خپله هم د مغزو شکل لري کیدی شي چې په دې طریقه طبیعت غواړي مونږ ته ووايي چې دغه میوه د څه لپاره گټوره ده.

د ۲۰۰۹ز کال یوې څیړنې چې په موږکانو شوې وه ثابته کړه چې د چارمغز استعمال سره اعصاب او د معلوماتو تجزیه کول بهتره کیږي.

د ۲۰۱۰ یوه بله څیړنه چې د الزایمر ناروغۍ په اړه غونډه کې وړاندې شوه ثابته کړه چې هغه موږکان چې د الزایمر له ناروغۍ کړېدل د چارمغز په خوړلو سره د هغوي د زده کړې وړتیا او یاداشت بهتر شو.

چارمغز ډیره زیاته اندازه انټې اکسیډنټ لري چې د څیړونکو په وینا د عصبي حجرو له زیان څخه مخنیوي کوي.

۲ـ گازرې: ټولو ته معلومه ده چې گازرې د سترگو لپاره ډیره زیاته گټه لري خو اوس ثابته شوه چې گازرې اعصابو ته هم ډیره زیاته گټه لري.

د یوې څیړنې په اساس چې ۲۰۱۰ز کال کې خپره شوه گازره خپل ترکیب کې ډیره زیاته اندازه د لوتیولین (luteolin) په نامه مواد لري چې زیات عمر له امله د اعصابو له کمزورۍ او مغزو له سوي څخه مخنیوي کوي.

زیتون تیل، تور مرچ او کرفس هم ډیره زیاته اندازه لوتیولین لري.

۳ـ د توتو ډولونه: د ډیرو څیړنو په اساس که غواړئ خپل اعصاب او یاداشت تقویه کړئ د توتانو استعمال به ډیر گټور ثابت شي.

د ۲۰۱۰ز کال یوې څیړنې وښوده چې ۱۲ اونۍ د ځنگلي توتانو د جوس له استعمال سره نهه هغه کسان چې یاداشت يې مخ په کمزورۍ وه او په زده کړه کې یي هم ستونزې سره مخ شوي وو بیرته خپل نورمال حالت ته وگرځید.

د څیړنو پر بنسټ توت زمیني له استعمال سره ذهني فشار کمیږي او د اعصابو وړتیا زیاتیږي.

۴ـ کافي او چای: کافي او چای د الزایمر (Alzheimer’s) د ناروغۍ مخنیوي کولو سربیره عصبي سیسټم پیاوړی کوي.

د څیړونکو په وینا کافي د الزایمر ناروغۍ لپاره یوه غوره درملنه ثابتېدای شي.

چای هم د اعصابو په تقویه کې مهم رول لري. څیړونکو له دوه ډلو څخه ازموینه واخیسته چې په پای کې ثابته شوه هغه خلک چې چای استعمالوي د هغوي اعصاب، یاداشت او د معلوماتو تجزیه کولو وړتیا ډیره غوره وي نسبت هغو کسانو ته چې چای نه څښي.

۵ـ پالک: دغه د شنو پاڼو لرونکی ساگ د ویټامین سي او ویټامین اي تر ټولو غوره منبع ده او د څیړنو په اساس د د غې ساگ یوه مهمه گټه د عصبي سیسټم پیاوړی کول دي.

هغه مېوې چې له کم خوني مو ژغوري

roghtya

 ژباړه: حمیدالله حمیدي

نامناسبه تغذیه، د بډوډو او ینې ناروغۍ هغه عوامل دي چې د وینې له کمښت سره مو مخ کوي. د درملو تر څنګ چې روغتیا پالان یې د وینې کمښت لرونکو ته توسیه کوي، ځینې مېوې هم شته چې په دې برخه ګټورې تمامېږي.

که څه هم چې مېوې نه شي کولی په کلي ډول د وینې د کمښت ستونزه حل کړي، خو بیا هم په مېوه کې شته اوسپنه په بدن کې جذب کېدای شي.

روغتیا پالان وایي، ځیني هغه خواړه چې به خپل ترکیب کې اوسپنه لري، که له لیمو سره وخوړل شي د بدن د اړتیا وړ اوسپنه پوره کولی شي.

لیمو او مالټه:

لیمو او مالټه له ويټامین سي څخه مالامال مېوه ده او د روغتیا لپاره ګټوره مېوه بلل کېږي. کولی شئ په سهارنۍ کې هم د مالټې له جوسو څخه ګټه واخلئ، دغه راز په سلاد کې د لیمو په کارولو سره به مو د بدن د وینې له کمښت څخه مخنیوی کړی وي.

الو:

الو د مېوو له ډلې هغه مېوه ده چې ګڼې روغتیایي ګټې لري. دغه خوندوره مېوه هضم اسانه کوي، قبضیت او التهاب له منځه وړي، دردونه اراموي او په ټوله کې د اوسپنې سرچینه بلل کېږي چې دغه څه بیا د کم خونۍ مخه نیسي.

د الو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې کولی شئ هم یې تازه وخورئ او هم دغه مېوه وچه کړئ او د اړتیا پر وخت ترې ګټه پورته کړئ.

مڼه او ناک:

مڼه خوندوره او مغذي مېوه ده، کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي چې په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل مو له ګڼو ناروغیو ژغوري. دغه راز ناک هم د هغو مېوو په ډله کې راځي چې د مڼې په شان د بدن اوسپنه پوره کوي. د دې لپاره چې له دې دواړو مېوو څخه په سم ډول ګټه پورته کړې وي، ښه ده چې د دواړو مېوو ترکیب جوړ شي او بیا نوش جان شي.

خټکی تاواني نه دی، اته غټي ګټي یې دلته ولولئ

roghtya

خټکی ښه خوند، ښه بوی او ډیري اوبه لري، چې له ګټو او مهمو ویټامنونه څخه ډکه میوه ده.

لاندي مضمون د نن ټکی اسیا لیدونکو لپاره د دوه لویو لاملونو پر اساس ژباړل شوی.

لومړی: د افغانستان په ډیرو سیمو کې د خټکي په اړه یوه غلطه خبره مشهوره ده چې وايي، خټکی مه خوره، کنه د کلونو کلونو جوړ شوی زخم به درته را پورته کړي.. او ځیني بیا وايي چې اپریشن دي کړی وی، نو خټکی مه خوره، ځیني بیا وايي چې خټکی زهرجن دی، باید احتیاط ورسره وشي.

خو دا خبره کله هم علمي بڼه نه لری، بلکي کلیوالي زړې خبري دی، چې علم باندي د بطلان کرښي را کاږلي دي.

دوهم: په افغانستان، پاکستان، ایران او شاوخوا سیمه کې د خټکیو ښه موسم دی، او د افغانستان خټکی خو بیا په ټوله سیمه کې په نامه دي، په همدې مناسبت لاندي یو څو ګټي ستاسو سره شریکوو، خدای دی وکړي چې د دې ګټوري میوې سره نوره دښمني ختمه کړئ، خپله یې هم وخورئ او په ملګرو، دوستانو او حتی په ناروغانو یې هم وخورئ.

۱- خټکی د ویټامین أ (vitamin A) سرچینه ده

که چیري په ویټامین أ په سې ګرځئ، نو د خپل ورځني خوراک په لیسټ کې د خټکي یو څو ټوټې ور اضافه کړئ، همدا درته کفایت کوي.

ویټامین أ د سترګو د دید او صحت لپاره اساسي عنصر دی.

په امریکا کې تر هندواڼې خټکی خلک ډیر خوښوي، کیدای سي د ښه خوند تر څنګ یې لویه وجه همدا وي چې ویټامین أ ښه پریمانه لري.
په همدې هیواد کې پر ۵۰ زره ښځو باندي څیړنه شوې، ددغو ښځو عمرونه د ۴۵ – ۶۷ کلونو تر منځ وه، دوی په خپل غذائي نظام کې داسي خوراکونه لرل کوم چې ویټامین أ لري، معلومه شوه چې ددوی سترګي تر نورو ۴۰ سلنه روغي دي، د کسي بدلولو یا علاج کولو ته یې اړتیا نه ده پيښه شوې، خو هغه چې په غذائي نظام کې ویټامین أ کم وه، هغوی د سترګو، د بندونو او زړه اپریشنونو ته اړ شوي وه.

مخکې مو وویل چې ویټامین أ د خټکي اساسي عنصر دی.

په خټکي کې یو بل مهم عنصر دی چې بیټاکاروټین ورته وایی، دغه عنصر په بدن کې ځان په ویټامین أ بدلوي، په وروستیو کې ځیني څیړني ښيي چې بیټاکاروټین د سرطان څخه د بدن ژغورني لپاره هم ډیره ګټه لري. په دې اړه لږ رڼا ددې لیکني پای کې هم اچول شوې.

۲- خټکی په زیاته اندازه ویټامین سي لري.

ویټامین سي نو اوس هر سړی ښه پيژني، چې څومره ګټی او زمونږ د صحت لپاره څومره اهمیت لري. د نن ټکی اسیا د روغتیا په برخه کې په دې اړه مکرر مضامین راغلي.
خټکی د ویټامین سي یو د مهمو خزانو څخه دی، حتی د مالټې او امرود سره په دغه مورد کې ځان برابروي.

ویټامین سي د بدن دفاعي سیسټم مضبوطوي، د ویني سپین کریات (بالونه یا زرې) په فعالیت راولي، تر څو په بدن کې د وایرسونو او بکټیریا خاتمه وکړي او همداسي جسم ته نور نابلده اجسام نه پریږدي، بلکي پر هغوی پر وخت برید کوي او له منځه یې وړي.

ویټامین سي د سرطان څخه په مخنیوي کې هم فعال رول لري.

ددي ويټامین مهمه دنده دا هم ده چي په کولمو کي د فولیک اسید، اوسپني او نورو ويټامینونو جذب چټک کړي.

۳- تنفسي سیسټم فعاله وي، او سږي پاکوي

نوي څیړني ښيي چې د خټکي په څېر د ویټامین أ څخه برخمن خوراکونه د سګریټ څيښونکو لپاره هم ډیر ګټور دي، که چیري څوک سګریټ څیښې او یا د سګریټ دودونو سره ډېر مخ کیږي، نو هغوی باید خټکی د خپل غذائي معمول برخه وګرځوي.

په سګریټ کې یوه داسي سرطاني ماده هم شتون لري چې هغه په بدن کې ویټامین أ ختموي، نو که چیري سګریټي د خپل بد عادت تر څنګ د خټکي خوړلو ښه عادت هم خپل کړي، نو هغه ویټامین أ چې د سګریټ له وجي له منځه ځي، هغه به بیا د خټکي په واسطه تر لاسه کولای شي.

( هسی تر سګریټو یوه یادونه ضروري بولم: که تاسو سګریټ څيښئ، اول خو یې خپله پریږدئ، که یې نه شئ کولای نو بیا داسي وکړئ چې مهرباني وکړئ خپل د کور ماشومان، میرمني، ملګري او دوستان د سګریټو په دود مه وهئ، بیرون ته وزئ او چی څومره مو زړه وی هغومره یې مضر او مردار دودونه خپل پاک بدن ته کش کړئ، ځان ته که ضرر رسوئ نو هغوی چې تاسو ورسره مینه لرئ، ورسره ژوند تیروئ، د هغوی څه ګناه چې د سګریټو په دود یې د ډیرو نارغیو سبب ګرځوئ؟ )
راځو خټکي ته…

۴- د زړه ناروغیو مخنیوی کوي، او د رګونو د پاکوالي لپاره ګټور دی

په خټکي کې په ځانګړې ډول یو عنصر زیات دی چې اډینوزین ورته ویل کیږي.

څوک چې د زړه ناروغي لري، ډاکټران ورته داسي دواوي ورکوي چې هغه کې اډینوزین عنصر موجود وي، ځکه چې دغه ماده په زړه او رګونو کې د ویني د یخۍ کېدو مخه نیسي، او جریان یې تیزوي.

په خټکي او هندواڼه کې موجود فولیک د زړه د یو ناڅاپي برید څخه هم انسان ژغوري.

۵- ستړیا، خفګان او پریشاني ختموي

په هغه وخت کې چې انسان ستړی، خفه یا هم له څه وجي څخه پریشانه وي، اعصاب یې په یو شي کې بند وي او د حل لاري ته یې نه رسیږي، نو خټکی دي وخوري، تر څو یې ماغزه په ارامه شي او ښه پریکړه وکړای شي.

ځکه چې په خټکی کې کافي اندازه پوټاشیم شتون لري، کوم چې د زړه تکان تنظیموي او دماغ ته اکسیجن په ښه توګه او منظم ډول رسوي، چې له امله یې اعصاب ارامیږي او فکري وړتیا زیاتیږي.

۶ – د عمومي صحت لپاره ګټور دی

په عمومي ډول خټکی د بدن لپاره ډیری زیاتي ګټي لري، که له یوه اړخه په ښه پراخه کچه ویټامین أ او ویټامین سي لري، نو بل اړخ ته لاندي ویټامینونه هم په پوره اندازه لري، لکه B1، B2، B3، B5، B6، B9، E، K.

نور معادن هم ښه ډیر لری لکه کلشیم، اوسپنه، پوټاشیم، فوسفور، مګنیزیوم، او رويي (zinc).

لاندی مهم غذايي مواد هم لري، لکه: پروټین، غوړ، غذائي فایبر، خواږه، کاربو هایډرایټ، اوبه.

په رشتیا چي د ویټامینونه، معادنونو او غذا مهمه سرچینه ده. (نور مو خوښه خپله!)

۷- د سرطان له ټولو ډولونو څخه انسان ساتي

د سرطان ډیر ډولونه دي، لکه د معدې سرطان، د پروستات سرطان، د تیو سرطان، د بچه دانۍ یا رحم سرطان، د سږي سرطان، د پانکرانس سرطان..

ددې ټولو څخه په مخنیوي او علاج کې مهم رول خټکی لري، ځکه چې اکسیډ ضد مهم عناصر لري چې هغه عبارت دي د (بیټاکاروټین، لوټین ،زیا، زانثین، کریبتوزانتین)، چې دا ټول د اکسیډ پر خلاف مهم عناصر دی، چې د جسم خلایوي ساتي او د سرطان مخه نیسي.

۸- د شوګر څخه مخنیوی کوي

د سالم غذائي عادت یا نظام لپاره مهمه داده چې په غذا کې هغه مواد موجود وي چې جسم ورته اړتیا لري.

په میوو کې خټکی یو د هغو څخه دی چې د بدن نیمی اړتیا ویټامینونه، معدنونه، او پروټینونه پوره کوي، په عین حال کې کالریز ډیر کم لري، ښه ډیره غذا لری. ځکه نو د شوګر ناروغانو لپاره هم خټکی بهتره دی او هم د ددغه مرض په مخنیوي کې موثر رول لري.

خټکی مو له لاندې ناروغیو هم ژغورلی شي

 خټکی سربیره پر دې چې د انسان په وده او نمو کې خاص ارزښت لري د یو شمیر ناروغیو په وړاندې د ډال رول هم لوبوي.

خټکی زیاته اندازه ویټامين اې (A)، بي (B) او سي (C) لري. له یاد ویټامینونو سربیره دغه میوه کې زیاته اندازه فاسفورس او کلسیم هم شتون لري.

په یوه خټکی کې ۱۵ ملي ګرامه کلسیم، ۲۵ ملي ګرامه فاسفورس، ۰.۵ ملي ګرامه اوسپنه، ۳۴ ملي ګرامه ویټامین سي، ۶۴۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ۰.۰۳ ملي ګرامه ویټامین بي یو (B1) شتون لري.

دلته مو له هغو ناروغیو سره اشنا کوو چې له خټکی سره يي مخنیوی ممکن دی.

۱- د معدې تیزابیت ختموي: خټکی زیاته اندازه اوبه لري کوم چې د انسان هاضمې سیسټم لپاره اړین ګڼل کیږي. دغه میوه کې شته منرالونه د معدې تیزابیت ختمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- د سرطان درملنه: خټکی کې شته کوټینایډ نومې پروتین د سرطان ناروغۍ لپاره طبیعي درمل ګڼل کیږي او په غټو کولمو کې د سرطان خطر له حد څخه زیات کموي. خټکی په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي کوم چې کولی شي انسان په سرطان اخته کړي.

۳- د زړه له حملې مخنیوی کوي: خټکی کې شته یوه خاصه ماده اډینوساین د وینې رګونو منجمد کیدو مخه نیسي او په دې ډول په انسان کې د زړه حملې خطر کموي. خټکی په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډیره له منځه وړي.

۴- پښتورګو لپاره ګټور دی: د خټکی استعمال پښتورګي صفا کوي او په پښتورګو کې جمع شوی کثافت هم له منځه وړي. که چیرې خټکی له لیمو سره وخوړل شي نو د یورک اسید ناروغیو لپاره ډیر ګټور ثابتیدی شي.

۵- د سینې سوۍ: دغه میوه خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه اوبه لري چې په همدې اساس د سینې سوۍ لپاره هم تر ټولو غوره او ګټور درمل ګڼل کیږي.

دڼیا (ګشنیز) مو پښتورګي پاکوي

gesh
صالح محمد هوتک

 

ژباړه: صالح محمد هوتک

طبي نړۍ کې ورته د روغتیا د خزانې نوم ورکول سوی دی، علمي نوم یې  Coriandrum Sativum او موږ ورته ګشنیز یا دڼیا وایو، په اسیا او افریقا کې په پراخه پیمانه موندل کېږي او تر نیم متر جګېږي.

 

دڼیا (ګشنیز) د ګڼ شمېر طبعي موادو په شتون سره ستاسو پښتورګي پاکوي،قوي یې ساتي، او د روغتیا لپاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې زموږ بدن ورته ضرورت لري، لکه: ویټامین آې، ویټامین بي، ویټامین سي، همدارنګه اوسپنه، کلسیم، پوتاشیم اومګنیزیم هم لري.

دڼیا (ګشنیز) د نورو زیاتو ګټو سربېره د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا، د زړه د ناروغیو، وینی فشار، پریشانۍ د کموالي او د بې خوبۍ تر څنګ د پښتورګو د ډبرو د لمنځه وړلو لپاره هم زیات ګټور دي.

همدا راز ډنیا (ګشنیز) قوي اشتها راوړنکي دي یعني د خوړو په هضم کې مهم رول لري، ځکه ډنیا د هضم غدو ته د هضم لپاره شیره تولیدوي او په دې توګه اشتها زیاتوي.

د ګشنیزو په وسیله مو پښتورګي پاک کړئ!

تګلاره:

  • لومړی څه اندازه ګشنیز راواخلئ او پاک یې ومینځئ.
  • بیا یې میده، میده کړی.
  • ورسته میده سوي ګشنیز په اوبو کې د لسو دقیقو لپاره و ایشوئ.
  • د څو دقیقو لپاره يې پرېږدئ چې یخ سي، وروسته یې تر یوې پاکې صافې وباسی (فلټر کړئ) تر څو د ګشنیزو خالصي اوبه پاته سي.
  • د ګشنیزو خالصي اوبه په یخچال او یا هم یخ ځای کې کښېږدئ او یو، یو ګلاس د ورځي ورڅخه چیښئ.

ان شاءالله څو ورځي وروسته به یې پایله پخپل ادرارو (تشو بولو) کې ووینئ.

یادونه:  ښځي باید یاده سوې کړنه او یا هم د دڼيا (ګشنیزو) د استعمال څخه د امیندوارۍ او میاشتني عادت پرمهال په کلکه ډډه وکړي ځکه د دوی لپاره خطرناکي پایلي لري.

د ملا او ملا تیر د خوږ یا درد د درملنې  سوپر نسخه

ژباړه: زیب منتظر مسید

که تاسو د ملا یا ملا تیر دړد او خوږ ځوروي، په ځانګړې توګه، د درنو فزیکي چارو او هره ورځني سختو کارونو نه وروسته، نو دغه نسخه د تاسو لپاره ده . دغه درمل یا د درمنلې لارې چارې، د اولمپيک د ورزش کونکو لخوا چې، د ملا او ملا دتیر له دړده تر بل هرچا ښه خبر دي او هغه پرې تیريږي، د همدغو دړدونو د مخنیوي او درملنې د پاره جوړه شوې ده. بله ښیګړه یې دا ده چې، دغه درمل یا وسیله ډیره خوږه او خوندوره هم ده .

که ستاسو ملا او د ملاتیر زیاتره او پرله پسې په منظم ډول دړد او خوږ نه کوي، نو دغه درمل درته هرومرو ګټه رسولی شي. په هرحال، دغه درملنه یا درمل او نخسه، ستاسو د ملا او ملا د تیر د دړد په مخنیوي کې مرسته کولای شي او اغیزمن تمامیدای شي.

مخکې تر دې چې ویده شئ، یوازینی څه چې باید و یې کړئ، دا دي چې، دا لاندې وچې میوې وخورئ:
یوه دانه وچ تور الو
یوه دانه وچ انځر یا توغه 
یو دانه وچ زردالو یا مندته

د یوې نیمې میاشتې لپاره دغه کار هر ه شپه و کړئ. جانبي زیانونه یا عوارض نلري.

دغه درې وچې میوې د جوړو د ملا دتیر انساج بیرته رغوي او هغه پیاوړې او غښتلي کوي.
دغه ساده نسخه له ډیر پخوا څخه، ورزش کوونکي د ملا د تیر د انساجو د بیرته رغونې او پیاوړتیا د پاره کاروي.

دغه خواړه مو د خولې بد بوي له منځه وړي
Bildergebnis für bad-breath-works


ځینې ناروغۍ او خواړه د خولې بد بوي لامل ګرځي خو بیا داسې طبیعي خواړه هم شتون لري چې د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

دلته هغه خواړه درپیژنو چې د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې مرسته کوي:

۱- مڼه: د مڼې په اړه یوه عامه انګلیسي اصطلاح ده چې وايي د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټرانو لرې ساتي. مڼه له نورو ډیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې هم ځانګړی اثر لري. مڼه په هوګه کې بد بوی تولیدونکي انزایمونه غیر فعاله کوي. په مڼه کې یو ډول مواد د پولیفینول (Polyphenol) په نامه شتون لري کوم چې په هوګه کې د بد بوي تولیدونکي مادې له منځه وړي.

۲- چای: څیړنو ثابته کړې چې شنه او تور چای هم د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. شنه چای د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره نسبت تور چای ته ډیر اثر لري دا ځکه چې شنه چای خپل ترکیب کې خاصه اندازه انټي اکسیډنټ (Antioxidant) لري. په شنه چایو کې شته انټي اکسیډنټ د پولیفینول (Polyphenol) په نامه هم یادیږي کوم چې په خولې کې د بد بوي تولیدونکي باکتریا مخه نیسي.

۳- اوبه: د اوبه زیات استعمال د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او د هاضمې سیسټم ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي. اوبه له معدې څخه اضافي غذايي مواد پاکوي او له معدې څخه ټول هغه مواد چې د خولې بد بوي لامل ګرځي خارجوي.

۴- ماسته: څیړنو ثابته کړې چې هره ورځ د ماسته ۶ اونسه (Ounce) استعمال د خولې بد بوي کموي. په ماسته کې ځینې مواد لکه ستریپټوکوکس (Streptococcus)، ترموفیلس (Thermophilus) او لکتوباسیلس (Lactobacillus) شتون لري کوم چې په خولې کې بد بوي پیدا کوونکي باکتریا له منځه وړي.

۵- بادام: په بادامو کې شته فایبر (Fiber) د خولې لپاره د خولې کریم رول لوبولی شي. بادام د فایبر نومې موادو غوره منبع ده کوم چې د خولې او غاښونو لپاره ډیر ګټور ګڼل کیږي. بادام د خولې بد بوي له منځه وړلو سربیره د غاښونو له خرابیدو هم مخنیوی کوي

 لاندې طریقې مو د خولې او پښو بد بوي له منځه وړي



ټول بدن نه بلکه د بدن ځینې برخې بد بوي تولیدوي. د تنګ او تړل شوی بوټانو له امله د نارینه پښې بد بوي کوي او خوله بیا د ځینې خواړه او معدې مختفې ناروغۍ له امله بد بوي کوي.

د بدن د مختلفو برخو بد بوي له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول کیمیاوي درمل شتون نه لري خو یو څو کورني ټکي پام کې نیولو سره د خولې او پښو له بد بویي څخه ځان ژغورلی شئ.

اوبه: له زیات نه زیات اوبه وڅښئ. د بدن د اړتیا وړ اوبه څښل د خولې د بد بوي یو له غوره درملو څخه دی. کله چې بدن د اوبو له کموالي سره مخ شي نو په خوله کې د لاړو جوړولو وړتیا کمزوری کیږي او همدا په خوله کې د بد بوي لامل ګرځي.

ويټامین سي: مالته، لیمو او نور ویټامین سي لروونکي خواړه خوله تازه ساتي او په دې ډول د خولې د بد بوي په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

مڼه: کله چې مڼه د غاښونو په وسیله پرې کوو نو خوله کې د لاړو جوړولو عملیه ګړندی کیږي کوم چې په طبیعي ډول د خولې له پاکولو سره د خولې بد بوي هم له منځه وړي.

د دار چیني چای: دار چيني له نورو بې شمیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. د دار چیني چای د انسان خوله او نفس تازه ساتي نو له همدې امله په ورځ کې یو ځل د دار چیني چای څښل مه هیروئ په ځانګړی ډول هغه کسان چې د خولې له بد بوي څخه کړیږي.

پودینه: پودینه د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي چې له همدې امله د غاښونو مختلفو کریمونو کې هم په زیاته کچه استعمالیږي. که د خولې بد بوي له منځه وړل غواړئ نو په خواړه کې د پودینې استعمال مه هیروئ.

نظافت: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي. خپل پښې وچ او پاک وساتئ. له غسل وروسته د ګوتو تر منځ شته فاصله هم وچ کړئ. یوه جوړه جرابې د اوږدې مودې لپاره مه استعمالوئ. جرابې له ویستلو وروسته ووینځئ او بوټان مو ازادې هوا ته کیږدئ.

د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر: د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر استعمال کړئ او خپل بوټان تازه هوا او یا هم لمر ته کیږدئ.

د ازادو بوټانو استعمال: تنګ بوټان هم د پښو د بد بوي لامل ګرځي نو له همدې امله داسې بوټان استعمال کړئ چې په پښو کې مو ازاد وي او تازه هوا ننوتلو لپاره خالي ځای ولري.


 که د خولې له بدبويۍ کړېږئ؛ دا کرښې ولولئ:


د خولې بد بوی ډیر لاملونه لري چې له هغوی څخه د ګردې ناروغي، هاضمې سیسټم خرابوالی، د وینې شکر زیاتوالی او ځیګر ناروغي د یادولو وړ دي. د خولې بد بوی د ځینو ناروغیو سربیره غاښونو ته پاملرنه نه کول، د خولې مختلفې ناروغۍ او د خولې وچوالي له امله هم رامنځ ته کیدی شي.

د خولې بد بوی له منځه وړلو لپاره د ورځې دوه ځلي باید غاښونه برس شي تر څو خوله کې پاتې غذايي مواد، باکتریا او له منځه تللي حجرې ووینځل شي؛ خو په یاد ولرئ د خولې بد بوي د غاښونو خرابوالي له امله هم پیښیږي چې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

دلته هغه کورنۍ لارې چارې درښیو چې د خولې بد بوی له منځه وړلو کې به مو مرسته وکړي:

۱- چای وڅښئ: څیړنو ثابته کړې چې په شنه او تور چای کې د پولیفینول په نامه مواد موجود دي چې په خوله کې بد بوی زیاتوونکي باکتریا زیاتیدو مخه نیسي. پولیفینول په خوله کې د موجود باکتریا د هایدروجن سلفاید تولیدولو مخه نیسي.

۲- خوله زینک لرونکی مایع په وسیله مینځل: زینک په خوله کې د سلفر مرکباتو مخه نیولو سره د خولې بد بوی له منځه وړي.

۳- د خولې بوی ښه کولو لپاره ځینې بوټې استعمال کړئ: ځینې بوټې لکه نعنا، ګشنیز او ترخون د خولې بد بوی له منځه وړلو سربیره د خولې بوی ښه کوي. د خولې بوی ښه کولو لپاره یاد شوي بوټې باید یوې دقیقې لپاره وژول شي.

۴- خوله خپل ترکیب کې الکول لرونکې مایعاتو په وسیله مه وینځئ ځکه چې د الکول هر ډول د خولې بد بوی لامل ګرځي.

۵- ډیر مایعات وڅښئ: د اوبه او نورو مایعاتو زیات استعمال به مو خوله تازه او مرطوبه وساتي. د چینايي درملنو په اساس د خولې بد بوی د خیټې زیاتې تودوخې له امله هم کیدی شي چې دغه تودوخه د اوبو، مایعاتو او ځینو سبزیجاتو په مرسته له منځه تلی شي.

۶- له ‌ذهني فشاره ځان وژغورئ: په ډیرو خلکو کې د خولې بد بوی ذهني فشار له امله رامنځ ته کیږي. ذهني فشار به خوله کې د سلفر مرکبات تولیدولو سبب ګرځي چې له امله يې د خولې ښه بوی له منځه ځي.

بادرنګ هم حیرانوونکې روغتیايي ګټې لري
Bildergebnis für ‫بادرنګ‬‎

الله (جل جلاله) هیڅ کوم نعمت له ګټې پرته ندی خلق کړی. ځینې خلک فکر کوي چې بادرنګ هیڅ کومه روغتیايي ګټه نه لري. خو داسې نه ده. بادرنګ هم بې شمیر روغتیايي ګټې لري.

بادرنګ کې شته روغتیايي مواد انسان له ځینو مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو او د انسان روغتیا بهتره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دلته مو د بادرنګ له ځینو مهمو ګټو سره چې په مرسته يي کولی شئ د ځینو مهمو ناروغیو مخنیوی وکړئ اشنا کوو:

    د زړه سوی له منځه وړلو کې مرسته کوي.
    د خیټې تیزاب او خیټې کې شته دانو په درملنې کې مهم رول لوبوي.
    د ګردې او مثانې څخه د تیږې په له منځه وړلو کې ډیر زیات ګټور دی.
    د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.
    د خولې بد بوي له منځه وړي.
    زیاته اندازه اوبه لري او په دې ډول د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي.
    د سر درد رغوي
    د پوټکي روغتیا په ساتلو او بهتره کولو کې مهم رول لوبوي.
    د سرطان ضد خاصیت لري.
    ادرار راوړوونکی خاصیت لرلو له امله د بدن فاسد او زهري مواد خارجوي.

جلاب راوړوونکی خاصیت لري
د تورو مرچو په اړه په زړه پوري معلومات
 

Bildergebnis für black pepper

د الله تعالى له بې شمېره نعتمونو نه يو هم تور مرچ ده، تور مرچ په خوراكونو كي ډېر كارېږي، تاسو ته به معلومه وي چي تور مرچ چېري پيدا كېږي او څرنګه كرل كېږي، خو ايا تاسو ته دا معلومه ده چي د دې مصالې اهميت اروپايي قومونه هندوستان ته راكش كړل او په اخر كي  هغوى د هندوستان حكمرانان سول

نن صبا تور مرچ په كورونو كي پراته وي او په ډېره اساني تر لاسه كېږي چي موږ خاص اهميت هم نه وركوو، البته په يوه زمانه كي دا دومره قيمتي و چي تور زر بلل كېدل، چي د مېلمنو په خوراك كي يې ګډول د كوربه عزت لوړاوه، په اروپا كي  د دې قيمتي او ناياب مصالې ټول په لټه و، خو هغوى ته دا معلومه نه وه چي چېرته كرل كېږي او دا څنګه تياروي، هلته د دې په اړه څو بې بنياده متلونه مشهور و،  چي په هغوى كي يو په دې ډول دى چي الوتونكي ډېر زهر لرونكي ماران د تورو مرچو د ځنګلونو ساتنه كوي، ځايي اوسېدونكي ځنګله ته اور وركړي ماران د لنډ مهال لپاره د ځنګله پسي واخلي بيا دا مصاله تر لاسه كوي، چي له امله يې رنګ هم تور دى او په دې كي د اور خوند دى
تورمرچ د هندوستان په كيرلا سيمه كي كېږي، تور مرچ ځانګړي وښكي لري چي رنګ يې زرغون دى، د دې ځاى خلك له زرګونو كلونو راهسي دا وښكي راشكوي، تر څو پيړيو پوري په يورپ كي د تورو مرچو پلورونكي او ډېر دولت ګټونكي تجاران يوازي عربان و، ځكه چي د دې سيمي لار يوازي دوى ته معلومه وه، هغوى خپلو پيرېدونكو ته دا راز نه وايه، د دې راز د پټولو لپاره د اروپا بې بنسټه متلونو هم تجارانو ته ډېره ګټه كوله او هغوى به يې وېرول چي همداسي ده لكه څنګه چي تاسي واياست، تر ډېره وخته پوري د تورو مرچو تجارت يوازي عربانو كاوه،  خو د دوى دا تجارت تر ډېره وخته پوري همداسي پاته نه سو

د تورو مرچو استعمال د رومانيانو په وخت كي شروع سو، البته په پنځلمه عيسوي پيړي كي د اروپا د شمتنو كورنو نه ماسيوا، د تورو مرچو كارول د طاعون  او ځينو نورو ناروغيو لپاره د درملو په بڼه شروع سو، چي په خپرېدو يې د  هغه ځاى ډېر خلك مړه سول

د دې قميتي مال او د ډېري غوښتني له امله په 8 جولايي 1497 م كي پرتګال تر ټولو ښه بېړۍ  واسكوډګاما (vasco d agama  )   د تورو مرچو د منبع د معلوملولو لپاره روانه كړه، ډګاما د فلاټيلا د ستونزو د مقابله كولو د سمندر د هواوو په مرسته د افريقا د ساحلو د كټن سمندري لاري نه په مې 1498 م كي هندوستان په ته راورسېدو بريالۍ سوه، همدا راز همدوى ته په يورپ كي د انډيا د سمندري لاري معلومولو مقام هم ورپه برخه سو،

په 15 پېړۍ كي د كيرلا لپاره تورمرچ دومره ازرښت درلود لكه نن چي د خليجي رياستونو لپاره تيل ارزښت لري

ډي ګاما هندوستان ته د راتلو نه په 8 كلونو كي دننه، پرتګال په دې سيمه كي ځان ښه ټينګ كړ او دلته يې يوه قلعه هم جوړه كړه، د 16 پېړۍ په لومړيو كي د پرتګال د مصالو په تجارت كي مخته تللى و، كوم مال چي هغوى په تجارت نه سواى تر لاسه كولاى هغوى به هغه په خپل زور تر لاسه كوى، د تورو مرچو په خاطر پرتګال د هندوستان د مصالو لرونكي ساحلي سيمي په خپله محاصره كي واخيستې
Bildergebnis für black pepper

كله چي د پرتګال په دې يقين راغلى چي په هندوستان كي د تورمرچو تجارت د هغوى په واك دى نو هغوى خپله توجه د نورو مصالو په پيدا كو ته واړوله، د هغوى د لټون لپاره بله مصاله دارچيني (يو ډول هندوي خواړه) وه، چي په 16 پېړۍ كي د اروپا د خلكو ډېره خوښه وه، دا له تورو مرچو هم ډېره ارزښتمنده وه، خو د دې منبع هم دوى ته نه وه معلومه، د كيرلا د شاوخوا په سمندر كي د عربانو په تجارتي بېړيو باندي په چاپو اچولو  باندي هغوى ته په وار وار دارچيني په لاس ورتله، ځكه نو هغوى شك واخيست چي دا مصاله په همدې شاوخوا كي كېږي، خو د كيرلا سمندر نه وړاندي دوى يو مخ نابلده وه

په 1506 م كي پرتګاليان د عربو د يوې بېړۍ پسي پټ پټ روان و چي په طوفان  كي لار ځني وركه سوه، هغوى په يوه نا اشنا ساحل كي پناه واخيسته، دا ده سرې لنكا ساحل و او دار چيني همدلته پيدا كېده، همداسي دوى ته د دار چيني مصالې منبع معلومه سوه

تورمرچ او دارچيني غوندي مصالې د نړۍ په خوراكونو كي يو لوى بدلون راوست او نن هم ډېر ارزښت لري

دخنزیر غوښه ولی حرامه ده – څیړونکو خطرناکی پایلی موندلی

Bildergebnis für rare-pork-tenderloin

ژباړه:- ډاکتر نجیب الله (ملګری)

د اسلام مبارک دین کی د خنزیر غوښه ناپاکه او حرامه ګڼل شوی خو په نوره کفری نړۍ کی یی بیا ښه په شوق خوری .

موږ مسلمانان ویاړو چی الله ج له داسی پلیتۍ څخه منع کړی یو.

نویو ساینسی څیړنو جوته کړی چی د (ټیپ ورم) په نوم یو ډول چینجې له خوګ څخه انسانانو ته انتقالیږی کله چی بدن ته داخل شی ځان دماغ ته رسوی او د مغزو په خوراک شروع کوې ساینسپوهانو دغه چینجی د خنزیر سره په تړاوو د Pork tape worm یعنی د خنزیر ټیپ چینجی په نوم نومولې څیړونکو زیاته کړی چی د ټیپ ورم له ډولونو  څخه یوه نوعه یی داسی ده چی د انسان دماغو باندی برید کوی.

د لندن د ( سکول آف های جین اینډ تراپیکل میډیسن) ډاکتره هلیناهیلبی وایی چی پورک ټیپ ورم په خاص ډول د انسان دماغ ترخپل برید لاندی نیسی ددی ډول چینجیو یوه نوعه Teenia Solium په دوه طریقو د انسان بدن ته ننوزی یو په دی ډول چی د خنزیر غوښه نیمه خامه وخوړل شی او بل یی په دی ډول چی که د خوګ غوښه مکمله هم پخه شی بیا هم د یادو چینجیو هګۍ بدن ته داخلیږی او دغلته له هګیو څخه چینجی راوزی چی عصابی نظام ته له رسیدو سره سم ځان دماغ ته رسوی.

په دوهم حالت کی یاد چینجې د لاروا په ډول د خنزیر په فضله موادو کی پاتی کیږی چې دغه فضله موادو نژدی کسان مستقیم تر خطر لاندی دی کله چی دغه چینجې دماغ ته داخل شی نو د Neurocysticerosis په نوم ناروغې پیدا کوی چی لومړیو کی د یادی ناروغۍ نښی نښانی داسی وی چی مرګی، د غړو فلج او بلاخره د مرګ تر کومی رسول دی ډاکترانو وینا ده چی ددی ناوړه  ناروغۍ مکمل علاج ته لاس رسې نشته د روغتیا ماهرین وایی د یادی ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې یواځینې لار له خنزیر څخه ځان ساتل دی.


موسکا بې لګښته خیرات

Bildergebnis für lachen

کله نا کله انسان په خپل ژوند کي له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر حلقه یې تنګه شي, د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي,  په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند وي,  مخ یې توره لمبه وهي او څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یواځینی شی چي د هغه مخ د کتلواو لیدلو وړ ګرزوي هغه (تبسم) یوه وړه موسکا ده ،

موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني  ټنډي ګونجي ختموي او  دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي .

که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چي د هغه د مخ ښکلا برېښوي، د هغه اود هغه د دوستانو په زړونو کي  د خوښي اوانبساط زړي شنه کوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کي هغه فطري احساس دی چي د هغه په خوشاله ساتلو او د وقایعو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، غالبا انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي ، تاسوبه داسي کسان ډېر لیدلي وي چي که له یوې خوا ددنیا غمونوپه سر اخېستی وي او تل د غمونو په سیوري کي د ژوند شپې اوورځي تېروي خو په عین وخت کي الله تعالی ورته د موسکا هغه نعمت هم ورباندي پېرزو کړی وي چي کله یې وینې هغه یې په داسي شکل په شونډو خپره وي چي ناروغانو ته روغتیا ډالۍ کوي ,  د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله کوي او د مصېبت وهلیو اوښکي وچوي، دنیوي غمونو د هغه د موسکا مخه نه وي نېولي, د ژوندانه ترږمیو د هغه د غاښونو په برېښ  تور پوښ نه وي غوړولی , او د ژوندانه په هر جمپ د هغه د موسکا ډېوه بله وي چي نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي .

ډېر داسي پېچلي دریځونه د انساني تاریخ په بهېرکي مېنځ ته راغلي دي چي غوره حل یې ځلانده موسکا ګڼلي شوي ده ، همدغي بې بهاموسکا ډېري داسي ستونځي په نطفه کي شنډي  کړي دي چي ممکن وولمبو یې وچ او لامده ټول سوځولي وای.

هغه کسان څومره بدمرغه دي چي په څېرو یې موسکا نه لیدلي کېږي که هغوی ته معلومه وای چي ددې وړې موسکا څومره مثبتي ګټي دي یوه شېبه به یې هم بخل نه وای ورباندي کړی ، موسکا د اعصابو ستوماني له مېنځه وړي ، نېکمرغي اوخوشالي زېږوي ، زړه ته سکون وربښي ، د مخ عضلاتو ته قوت بښي او هغه فعالوي ، انسان  د تنهایې له تیارو څخه راباسي ، اود خلګو په زړونو کي د هغه مینه او هرکلی پیدا کوي ، دموسکا درخته نوري هم زیاتي مېوې لري چي انسان په هره ګړۍ کي ورڅخه استفاده کولای شي .

موسکا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي ، یوازي یوه د پراخي ټنډي موسکاده ولوکه وړه وي تاسو یې آزمویلای شۍچي څومره په مقابل طرف ژوره اغېزه کوي .

له طبي پلوه هم ډاکټرانو په خپلو روغتیایي څېړنو کي دا خبره جوته کړي ده چي هغه څوک چي موسکا یې عادت وي د هغوی عمرونه د هغه چا په نسبت اوږده وي څوک چي له دې نعمت څخه بې برخي وي دا ځکه چي هغوی تل خوشاله وي په زړونو کي کوم رنځ نه پرېږدي او د همدغي موسکا په برکت عداوتونه نه پالي،  موسکا یې له ژوند څخه د خوشالي یوه زانګو جوړه کړي وي.

ځکه خومونږ اوس هم زیات داسي کتابونه په ولکه کي لرو چي لومړنیو پوهانو او علماوو لیکلي دي چي هغوی هم له دې برکتناکي وني څخه بې پروا نه دي پاته شوي د هغوی په لیکنو کي ټوکي ټکاري د لېونیانو اوناپوهانو په هکله قصې نکلونه او هغه اشعار  شامل دي چي لوستونکي په تنهایې کي خندوي او کوم چي اسلامي کتابتون اوس هم ورباندي غني دی ، هغوی دا پانګه ځکه راتلونکو نسلونو ته په مېراث پرې اېښي ده چي دا د موسکا ډېوه د مسلمانانو تر مېنځ تل ترتله ځلانده پاته شي .

دلته مونږ یواځي د (تبسم) موسکا خبره کوو هغه قهقهه خندا ګاني چي خېټي په کي ناڅي او شور او ځوږ جوړوي اود حاضرینو هټ هټې وي نه شرعاً روا دي او نه زمونږ د بحث موضوع دی دا ډول قهقهه خندا ګاني نه یواځي دا چي خوشالي نه جوړوي بلکه پایلي یې هم وېر او ماتم وي،

زمونږ مقصد هغه پسته او نازکه موسکا ده چي ستازړه خوشاله کړي په شونډو خپره شي غاښونه په کي سپین شي او د مخ سوراواوږده را کم کړي اوباړخوګانو ته كش ورکړي اونورو ته هم خوشالي اونېکمرغي ور وبښي.

داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چي د انسانانو په زړونو کي د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې :

عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان)

له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  ستا تشه موسکا ستا د مسلمان ورور په مخ کي یوه صدقه او خیرات دی .

عن ابن عمر رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إن تبسمك في وجه أخيك يكتب لك به صدقة وإماطتك الأذى عن الطريق يكتب لك به صدقة وإن أمرك بالمعروف صدقة وإرشادك الضال يكتب لك به صدقة  (الترغيب والترهيب)

له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داچي د مسلمان ورور دخوشاله کولو په نیت هغه ته وخاندې پدې سره  یوخیرات درته لیکل کېږي، که له لاري څخه یو ضرر لېري کړې په دې هم یو خیرات درته لېکل کېږي ، که یوچاته دنېک کار امر وکړې نو هم یو خیرات درته لیکل کېږي، که له یوچا څخه لار ورکه وي او لار وروښيې هم یو خیرات درته لیکل کېږي .

موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چي د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي.

ستا یوه وړه موسکا نه بیه لري اونه وخت نیسي ستا د ستونځو د حل یوه غوره وسېله موسكاده , هغه  ستا په واک کي ده عربي کي يوه مقوله ده وایې :

ابتسم تبسم لك الدنيا :

موسکا شه چي جهان در ته موسکاشي .

لیکنه: ابو خلیل قدوسي


شين چای د خولې سرطان په مخنيوي کې مرسته کوي

Bildergebnis für ‫شین چای‬‎

 طبي کارپوهان وايي، چې شين چای د خولې سرطان په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د امريکا طبي ژورنال «ماليکيولر نيوټريشن اينډ فوډ ريسرچ» په خپله تازه ګڼه کې د يو نوي تحقيق له مخې ليکلي، چې شين چای کې داسې مواد موجود دي، چې د هغو عواملو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، چې د خولې د سرطان لامل کيږي.

په څېړنه کې ويل شوي، چې شنه چای کې «ای جي سي جي» په نوم داسې مواد موجود دي، چې د بدن عام حجراتو ته زيان نه اړوي، مګر د کينسر حجرات له منځه وړي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې شين چای ولې او څنګه يوازې د سرطان حجرات له منځه وړي.

په دغه طبي څېړنه کې راغلي، چې سرطان په لومړيو وختونو کې مرګونی نه وي، بلکې د وخت په تېرېدو، چې درېيمې او څلورمې درجې ته رسيږي، نو د مريض روغتيايي حالت خرابيږی او دغه مهال ناروغ له خوراکه هم لويږي، ځکه چې د کمزوري بدن له امله هر ډول خواړه نه شي هضمولی.

په څېړنه کې راغلي، چې محققينو پر حيواناتو څېړنې کړي او اوس دغه تجربې پر انسانانو کوي او ډاکټران هيله من دي، چې د سرطان د له منځه وړلو لپاره به يوه کامیابه درملنه پيدا کړي.

څېړنه کې دا هم راغلي د سرطان د درملو ډېر زيات منفي اغېزې هم وي، مګر د شين چای هيڅ ډول منفي اغېزې نه شته.

د ګرم چای څښل بدن ته ډېر زيانمن دی


ګرم چای څښل انساني بدن ته ډېر زيات زيان اړوي.

د لندن ايسټ کينت طبي پوهنتون او برټس ساينس ټولنې له خوا په ګډه طبي څېړنه کې ويل شوي، له چای څخه چې کوم لوګی خيژي، که دغه وخت کې يې څوک وڅښي، نو دغه لوګی انساني بدن ته ډېر زیات زيان اړوي.

ګرم چای څښلو سره د انسان له پوزې او نور بدنه د وينې تويدو ناروغی رامنځته کېدای شي او که د ګرم چای څښلو له امله د چا پوزه يا د بدن له بلې برخې وينه روانه شي، نو بايد تر څلورويشتو ساعتونو چای ونه څښي، تر څو د بدن رګونه په سمه توګه خپل کار له سره پيل کړي.

يوې پخوانۍ طبي څېړنه کې ويل شوي و، چې تاوده مشروبات څښل انسان د مرۍ په سرطان اخته کولای شي.

۲۰۱۲ز کال کې د ګليسګو طبي پوهنتون په خپله څېړنه کې ويلي و، چې څوک زيات چای څښي، نو د نورو خلکو په پرتله پنځوس سلنه زيات د غدود په سرطان اخته کېدای شي.

د ويښتانو او پوستکي لپاره د شين چای لس په زړه پورې ګټې

green-tea

ليکوال : استاد فضل الدين احسان

شين چائ په لومړيو کې په چين کې ډير مشهور وو او د سلګونو کلنو لپاره په طبي ډول د سر درد او نفسياتي ناروغيو يا ‌ډيپريشن ناروغيو د تداوي لپاره استعماليده خو نن صبا د نړي په سطحه د شين چاي څخه د صحت په مختلفو برخو کې ګټه اخستل کیږی .

شين چاي په زياتی اندازی سره د اوکسيديشن ضد ماده لري او انزایم، امينو اسيدونه او فولي فينول درلودونکی دی او همدارنګه د ويټامين بي ،فولک اسيد، منګانيز، پوتاشيم، منګنيزيم او کافين درلوهم په خپل ځان کې لري .شين چاي د پوستکي او ويښتانو لپاره يوه مؤثره ماده کڼل کيږي چې يې په تفصيلي ډول سره يې لاندی بيانوو.

د پوستکي د بڼې يا څيرې د ښه کولو لپاره :

شين چاي ستاسو د پوستکي بڼه ښه کوي او ستاسو پوستکی صحتمند کوي ، پوستکی د توکسين څخه پاکوي ، د پوستکي داغونه او ناروغه ځايونه صحتمند کوي اود اورپواسطه سوزيلی پوستکی جوړوي.

په 2003 ميلادي کال کې د جيورجيا طبي کالج څيړنو ښودلې ده چې شين چائ د پوستکي په ځوانولو کې ډير رول لري او همدارنګه کولای شو چې د پوستکي د ناروغيو او زخمونو لپاره يې هم استعمال کړو.

د استعمال طريقه :

د ضرورت په اندازه استعمال شين چائ راواخلي او يو يا دوه کاچوغې ګبيني يا شات ورواچوی او د لږ اندازه د ليمو د اوبو سره يې ګډ کړۍ او د 10 نه تر 15 دقيقو لپاره يې په خپل مخ يا داغونو کيږدئ او وروسته يې بيا ووينځۍ د اطريقه په اونۍ کې يو يا دوه ځل تکرار کړئ ، انشا الله ستاسو پوستکي به ښه او صحتمند شي.

د سترګو د پرسوب او د سترګو لاندي د تورو کرښو د کموالي لپاره:

شين چائ د اکسديش ضد او تانين مادی په درلودلو سره د سترګو د پړسوب او تورو کرښو د درملنې لپاره استعماليږي او د سترګو شاوخوا دوينې هغه واړه انساج صحتمند کوي کوم چې د پوستکي د تخريب سبب ګرځيدلي او د سترګو پړسوب کموي.د ويټامين K په درلودلو سره د سترګو شاوخوا تورې کرښې هم له منځه وړي.

د استعمال طريقه:

د استعمال په اندازه استعمال شوی شين چائ راواخلی او په يخچال کې يې د 30 دقيقو لپاره کيږدی وروسته يخ شوی چاي د سترګو نزدی يا په تخريب شوي ځايونو کيږدی او د 15 د قيقو لپاره يې پرې پريږدئ ، دغه طريقه په ورځ کې دوه ځلې استعمال کړی .

د زړښت يا زيات عمر نښو نښانو له منځه وړلو لپاره:

شين چائ د زړښت ضد او د اکسديشن ضد مادي په هم حيث استعماليږي لکه د کمزوري پوستکي لپاره ،لمر وهلي پوستکي لپاره، د زيات عمر لرونکي پوستکي لپاره ، واړو کرښو او کونځو د کنترول لپاره هم استعماليږي. يو بل مهم علاج يې پوستکی د کينسر څخه هم ساتل دي .

د استعمال طريقه:

دری کاچوغی مستی يوه کاچوغه د شين چائ پاڼې او لږ اندازه ادرک سره ګد کړی او په مخ او غاړه باندې يې کیږدئ او د 20 دقيقو لپاره يې پرې پريږدۍ او بيا يې په ګرمو اوبو ووينځۍ دا طريقه په اونۍ کې دوه يا يو ځل تکرار کړۍ.
د مخ د ځوانۍ دانو او ګرمکيو د درملنې لپاره :

شين چائ د کاتيوچين په نوم يوه انتي بيوتيکي ماده لري او دغه ماده هغه ګرمکۍ او دانې له منځه وړي کومې چې د بکتريا پواسطه رامنځ ته کيږي او همدارنګه د کاتيو چين په نوم ماده د بدن د هورمونو توازون په ساتلو کې هم مرسته کوي چې د بدن د هورمونو د عدم توازون په نتيجه کې د مخ دانې رامنځ ته کيږي.هغه سره داغونه کوم چې په مخ کې د دانو شاوخوا رامنځ ته کيږي له منځه وړي.

د استعمال طريقه:

د يوې پيالې څلورمه برخ تازه تيار شوی چائ د پيالې د څلورمې برخې د اوبو سره ګډ کړئ او د پنبې پواسطه يې د مخ په دانو او ګرمکيو پورې کړۍ او د 10 څخه تر 15 دقيقو لپاره يې پريږدئ او بيايې په معتدلو اوبو پريمنځۍ او دا عمل په ورځ کې يو يا دوه ځل تکرار کړۍ.

د پوستکي د ښويه کيدو او پاکيدو لپاره:

شين چائ ستاسو د پوستکي ناپاکي ، د غټو سوريو له منځه وړلو لپاره او پوستکی صحتمند اوځليدونکي جوړوي .ستاسو پوستکی مرطوب ساتي.

د استعمال طريقه:

تيار شوی دوه پيالې چائ سوړ کړۍ او د خپلې خوښې تيلو سره يې يوځای کړۍ او دغه محلول دسپرې په یوه پاک بوتل کې واچوي بيا دغه سپرې په ورځ کې يو يا دوه ځلې استعمال کړۍ.شين چاۍ ځيني خلک د پوستکي ګلابي کولو لپاره هم استعمالوي.

د ويښتانو وده تشويقولو لپاره :

شين چائ په زياتې اندازې سره د اکسديشن ضد ماده لري چې ددې مادې پواسطه د ويښتانو وده زياتوي او شين چائ د کاتيوچين په نوم ماده لري چې دغه ماده د ډي هايدروټيسټوسټيرون (Dihydrotestorsterone) د ودې مخنيوي کوي چې دغه هورمون د ويښتانو د غورځيدلو عمده عامل دی. شين چائ د نوي ويښتانو وده تشويقوي او د سر دپخې يا د سر د پوستکي د ناروغيو د کنترول لپاره هم استعماليږي .

د استعمال طريقه:

لومړی بايد سر په معتدلو اوبو ووينځۍ او بيا يې په تازه معتدل پوخ شوي چاي مکمل لوند کړئ لس دقيقې وروسته يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه طريقه دوه يا درې ځلې په اونۍ کې تکرار کړي دا عمل د يو څو مياشتو لپاره تکرار کړۍ .

د لمر وهلي پوستکي ساتنه او محافظت لپاره :

شين چائ ستاسو پوستکي د لمر د ضرر رسونکو ماورائ بنفش وړانګو څخه ساتنه کوي.شين چائ د تانيک اسيد ،تيوبرومين او پولي فينول په درلودلو سره ستاسو لمر وهلئ پوستکۍ صحتمنداو نرم کوي.

د استعمال طريقه:

دوه يا دری پيالې تازه پوخ شوی راوخلی او په يخچال کې يې د يو څه وخت لپاره کیږدئ يوه نرمه ټوټه پرې لمده کړی او په لمر وهلي ځاي باندې يې استعمال کړۍ دغه دوه يا درې ځلې په ورځ کې تکرار کړئ.

ويښتانو ته د ځلا ورکولو لپاره :

سره ددې چې شين چائ ستاسو ويښتان صحتمند او قوي کوي .شين چائ ستاسو ويښتان د ټول عمر لپاره ځلا داره کوي او سره ددې ستاسو ويښتان ګردوغبار څخه ساتي

د استعمال طريقه:

څلور ګيلاسه ګرمو اوبو ته د اندازې مطابق شين چائ ورواچوۍ او د يو ساعت لپاره يې پريږدۍ چې ترسو محلول معتدل شي بيا په دی محلول باندې خپل ويښتان لمده کړۍ او د 10 دقيقو لپاره يې پرې پريږدئ بيا خپل ويښتان په شامپو باندې ووينځۍ بيا يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه عمل په اونۍ کې دوه يا درې ځلې تکرار کړۍ.

د پوزې يا د مخ په پوستکي کې د غټو سوريو بندولو لپاره :

لکه څرنګه چې شين چائ د اوکسيدشن ضد او استريجنټ مادې په درلودلو سره د پوزې يا د مخ د پوستکي سوري کوم چې وروسته د بکتريا پواسطه متاثره کيږي بندوي او ستاسو پوستکۍ نرم او صحتمند کوي .

د استعمال طريقه :

يوه پياله غليظ چائ راوخلي او سوړ يې کړۍ بیا يې د بيا ددغه چائ يو څو کاچوغې بنتو نايت يا کوسميتک کلې خاورې سره ګډ کړۍ کله چې محلول ترې جوړ شي نو دغه محلول د مخ په سوریو ووهی چې سوري په مکمل ډول پرې ډک شي او دا محلول تر هغه پورې پرېږدئ چې تر څو پرې وچ شي د وچيد څخه وروسته يې ومښي بیا مو مخ په نرمو اوبو ووينځۍ.

د پوستکي د نرموالي او صافوالی لپاره :

د شين چائ وچې پاڼې د پوستکي په نرموالي کې ډير رول لري او د پوستکی د مړو ا نساجو ،د پوستکي ککړيتاوو له منځه وړلو لپاره هم استعماليږي .

د استعمال طريقه :

يوه کاچوغه وچ چائ ،يوه پياله بوره،نيمه پياله د زيتون تيل او دوه کاچوغې شات سره ګډ کړۍ او يو محلول ترينه جوړ کړئ او بيا يې په مخ استعمال کړۍ او په اخر کې يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه عمل په اونۍ کې دوه يا درې ځلې استعمال کړۍ.

شین چای؛ د بې شمیرو ناروغیو یوازینۍ درمل یوه بله ګټه هم لري

شین چای له سلګونو کلونو راهیسې د بې شمیرو ناروغیو د درمل په ډول استعمالیږي. خو اوس اروپا کې دغه مشروب د پوټکي د ناروغیو څخه خلاصون لپاره هم کارول کیږي.

د جرمني یوې خپروونکي ادارې راپور پر بنسټ شین چای اوس د پوټکي مختلفو کریمونو جوړولو یوه اړینه برخه ده او د پوټکي لپاره استعمالیدونکي ټولو کریمونو کې استعمالیږي.

د غیر طبیعي ښکلا لپاره استعمالیدونکي توکي تولیدوونکو اتحاديي مشر برګټ هوبر وویل چې په شین چای کې شته ویټامینونه، معدنیات او ځینې نور روغتیايي مواد د زخم رغولو خاصیت لري.

نوموړی زیاته کړه چې شین چای د پوټکي روغتیا لپاره هم ډیر زیات ګټور دی ځکه چې په شین چا د چای د نورو ډولو په پرتله ځانګړی کیمیاوي عملیې نه ترسره کیږي د کوم پر بنسټ چې د دغې مشروب طبیعي خواص پر خپل ځای پاتې کیږي.

په میونخ ښار کې د نورکاویر اسکول اف کاسمیټکس یو پروفیسر الیګزازنډرا کیزلر وايي چې په شین چای کې شته کلوروفیل د انسان پوټکی تازه ساتي او په شین چای کې شته کیفین بیا پوټکی ښکلی کوي.

د شین چای یوه بله ګټه دا ده چې دغه مشروب کې شته ګټور ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد یوازې څو ساعتونو کې د انسان په بدن اثر کوي او د اوږدې مودې لپاره يي اثر پاتې کیږي.

د چای یوه بله ګټوره او حیرانوونکې ګټه

د استرالیا روغتیايي څیړوونکو ثابته کړې چې چای هم کولی شي د شیدو په څیر د انسان هډوکي غښتلي او پیاوړي کړي.

د فلینډر پوهنتون روغتیايي څیړوونکو د یوې څیړنې په پایله کې ویلي چې هغه کسان چې د چای څښلو عادت لري د هغوي هډوکي پیاوړي وي او په اسانۍ سره نه ماتیږي.

د دغې څیړنې پر بنسټ په ورځنی ډول درې ګیلاسه چای څښل د کومې حادثې په پایله کې د هډوکي د ماتوالي خطر تر ۳۰ سلنې پورې کمولی شي.

هیره دې نه وي چې د نړیوالو روغتیايي راپورونو پر بنسټ اوسمهال په نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات کسان د هډوکو د موقتي کمزورۍ په ناروغۍ اخته دي.

په دغې څیړنې کې د ۱۲۰۰ زیات عمر لروونکو ښځو ژوند د ۱۰ کلنو لپاره تر نظر لاندې ونیول شو او د هغوي د خوړو عادت او استعمال ته ځانګړې پاملرنه کیده.

دغو لسو کلنو کې د ۲۲۸ ښځو هډوکي ماتې شو په داسې حال کې چې هغو ښځو چې په ورځنی ډول درې ګیلاسه چای څښلې د مختلفو پیښو سربیره روغې پاتې شوې.

د روغتیايي کارپوهانو په نظر په چای کې شته فلیونویډز نومې مواد د انسان هډوکي پیاوړي کوي او د ماتیدو مخه يي نیسي.

تور چای هم بې شمېره گټې لري

tulsi-black-tea

یو له ډیرو استعمالېدونکو مشروباتو څخه تور چای دی چې اوس د څیړنو په اساس ثابته شوې چې دغه مشروب خپلو خاصو ترکیباتو له امله ډیر زیاتې گټې هم لري. دغه چای له شین چای سره د صحي گټو او خوند په لحاظ.ډیر زیات توپیر لري.

۱ـ انټي اکسیډنټ غوره منبع ده: تور چای د انټي اکسیډنټ یوه غوره منبع ده چې په بدن کې د ډي این اې (DNA) له زیانمنیدو څخه مخنیوی کوي. همداراز د سامعې حس او پارکینسون (Parkinson’s) له ناروغیو مخنیوی کوي.

۲ـ د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي: تور چای کې موجود (alkylamine antigen) د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي. تور چای انسان له عامو ناروغیو لکه زکام او تبې څخه ژغوري.

۳ـ ذهني فشار له منځه وړي: تور چای کې موجود ایل- ثیانین (L-theanine) مرکب له بدن څخه ذهني فشار هورمونونه له منځه وړي چې د توجه وړتیا پیاوړي کوی او انسان ته ارامتیا وربښي.

۴ـ هاضمه ښه کوي: تور چای کې د تنین (thanin) په نامه یو ډول مواد موجود دی چې هاضمې سیسټم پیاوړی کوي. دغه مواد مو د کولمو او معدې له ناروغیو ژغوري.

۵ـ خوله او غاښونو له ناروغي څخه مخنیوي کوي: تور چای د خولې او غاښونو د روغتیا لپاره یو غوره درملنه ثابته شوې. تور چای په خوله کې د بکتریا له خپریدو مخنیوی کوی او د غاښونو سپینه پرده پیاوړې کوي. د تور چای پوليفینول (polyphenol) مواد مضره باکتریا له منځه وړي.

۶ـ زړه روغ ساتي: تور چای له استعمال سره د زړه ناروغیو خطر کمیږي. په تور چای کې موجود انټي اکسیډنټ زړه د حملې او د رگونو له بندیدو مخه نیسی.

۷ـ د بدن انرژي زیاتوي: تور چای اعصابو ته د وینې جریان زیاتوي چې په همدې اساس د انرژي زیاتوالي سبب گرځي. تور چای کې موجود مناسبه اندازه کیفين (caffeine) اعصاب پیاوړی کوي.

۸ـ له سرطان څخه مخنیوی کوي: تور چای د بدن څخه د سرطان حجرو له منځه وړلو سره له دغې ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. تور چای کې یو ډول مواد د ټي ایف-۲ (TF-2) په نامه موجود دي چې سرطاني حجرات له منځه وړي او د سرطان ناروغی خطر کموي.

۹ـ کولیسټرول ټیټوي: تور چای اوچت (triglyceride) او کولیسټرول

تور چای مو له ګرمۍ څخه ژغوري

په انګلینډ کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې چې په ګرمیو کې د تور چای څښل انسان له ګرمۍ څخه ژغوري.

په لوف برګ پوهنتون کې ترسره شوې دغې څیړنې پر بنسټ یو ګیلاس تور چای د بدن تودوخې ټبټولو سره انسان له سختې ګرمۍ څخه ژغوري.

د دغې څیړنې پر بنسټ په اصل کې ګرم مشروبات څښل په بدن کې د خولې جریان ګړندی کولو سره د بدن تودوخه ټیټوي.

په څیړنې کې ویل شوی خوله او د خولې بخارات له بدن سره خارجیدو سره د بدن د تودوخې درجې کې بدلون راولي او د بدن د تودوخې توازن په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

څیړوونکي وايي چې د ګرمو مشروباتو څښل د تودوخې درجې بوج زیاتوي چې په پایله کې انسان ډیره زیاته خوله کوي او د بدن دنننۍ تودوخه ټیټوي.

په دې څیړنې کې همداراز ویل شوی چې ساړه مشروبات یا د واورې استعمال په اصل کې د بدن د تودوخې درجه لوړوي. د څیړوونکو په وینا واوره د خوله اندازه کموي چې په پایله کې د بدن د تودوخې درجه لوړیږي.

هیره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې ډچ روغتیايي مرکز په خپلو وړاندیزونو کې ویلی و چې د تیرو لسو کلونو ساینسي څیړنو ته په کتنې سره څرګنده شوې چې چای د انسان روغتیا لپاره بې سارې ګټې لري.

د دغې روغتیايي مرکز د وړاندیزونو پر بنسټ په ورځنی ډول پنځه ګیلاسه تور چای څښل انسان د وینې فشار، شکر او فلج په څیر مهلکو ناروغیو څخه ژغوري.

په دغو وړاندیزونو کې ویل شوی چې چای باید له شیدو پرته استعمال شي او شین چای هم ډیرې روغتیايي ګټې لري.

که د هاضمې له خرابوالي کړیږئ نو مایوسه کیږئ مه

ځینې کسان د هاضمې له خرابوالي کړیږي او معده يي نشي کولی ځینې خواړه لکه پروټین او یا نور غوړ لروونکي خواړه په وخت هضم کړي چې له همدې امله انسان د ناارامۍ احساس کوی.

دلته مو د چای له هغو ډولونو سره اشنا کوو چې کولی شي په اسانۍ سره په معده کې شته خواړه هضم او خارج کړي. د چای دغه ډولونه له هضم پرته نورو ډیرو ناروغیو لپاره هم ګټور دي.

۱- د چایو ځینې ډولونه د خواړه په چټک هضمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د چایو یو له ډولونو څخه چې د خواړه په هضم کې ډیره زیاته مرسته کوي او ځانګړی خوند هم لري د بولدو (Boldo) نومې بوټی چای دی. د دغې بوټی چای د صفرا کیسې ترشحات او د ځیګر فعالیت زیاتولو سره هر ډول خواړه په چټکۍ سره هضموي.

یادونه: بولدو په ترکۍ ژبه کې د ګلو یو ډول بوټی دی چې پاڼې يي د شین چای په مختلفو ډولونو کې هم استعمالیږي.

د بولدو د چای جوړولو طریقه:
۱. ځانګړی اندازه اوبه وایشوئ.

۲. اوبه پریږدئ چې خپل حرارت له لاسه ورکړي او د بولدو بوټي څو پاڼې په کې واچوئ.

۳. د لا زیاتو ګټو لپاره یوه اندازه مروۍ، ترخون او یا هم د ویلنې پاڼې په کې زیاتولی شئ.

۴. اچول شوي مواد د یو څو دقیقو لپاره په اوبو کې پریږدئ، له څو دقیقو وروسته اوبه د یوې لوښي په وسیله چاڼ کړئ او خپل د خوښې په اندازه بوره اچولو سره دغه اوبه وڅښئ.

۲- له بولدو پرته د مروۍ یا مروری (Chamomile) بوټی چای هم د خیټې باد له منځه وړي او خوړل شوي خواړه ډیر په چټکۍ سره هضموي. په مروۍ کې شته ګټور مواد خواړه هضموي، د خیټې باد له منځه وړي او د کولمو او خیټې د پړسوب څخه هم مخنیوی کوي.

د مروۍ د چای جوړولو طریقه:
۱. لږه اندازه اوبه وایشوئ.

۲. اوبه پریږدئ چې خپل حرارت له لاسه ورکړي، د یو ورغوي په اندازه ویلنه او مورۍ په یوه تشه پیاله کې واچوئ.

۳. ایشول شوې اوبه هم په دغه پیاله کې واچوئ او د پنځو دقیقو لپاره يي پریږدئ.

۴. اوبه د یوې لوښي په وسیله چاڼ کړئ او له خوږولو وروسته يي وڅښئ.

۳- باید کوښښ وشي له هر وخت خواړه خوړلو وروسته د سوڼ یا زنجبیل چای وڅښل شي. زنجبیل د خیټې مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو ښه درمل دی چې له همدې امله د روغتیا په نړۍ کې ځانګړی شهرت او ارزښت لري. زنجبیل کې شته ګینجېرول (Gingerol)، شوګول (Shogaol) او ځینې نور مواد په زیات شمیر درملو کې کارول کیږي. دغه مواد د کانګې کولو، زړه خرابوالی، د هاضمې خرابوالی یا نشتوالی څخه مخینوی کوي، په خیټه کې د ګیس او د خیټې پړسوب مخه نیسي، په خیټه کې د دروندالی احساس له منځه وړي، هاضمه غښتلی او پیاړی کوي، د صفرا او پانقرانص د کیسو ترشحات زیاتوي.

د زنجبیل د چای جوړولو طریقه:
۱. نیم لیمو ترې کړئ او په یو لیټر اوبه کې يي وایشوئ.

۲. د اوبو حرارت بیرته له منځه یوسئ او د پاک شوی زنجبیل ټوټې په کې واچوئ. لږه اندازه خپل د خوښې وچ چای هم په کې زیاته کړئ خو که چیرې مروۍ لروونکی وچ چای په کې واچوئ نو ګټه به يي نوره هم زیاته شي.

۳. اچول شوي مواد څو دقیقو لپاره اوبو کې پریږدئ تر څو ښه خیشت شي، د یوې لوښي په وسیله اوبه چاڼ کړئ او لږه اندازه ګبین اچولو وروسته يي وڅښئ.

دغه کورني نسخې مو د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري

زیات شمیر خلک د قبض له ناروغۍ څخه کړیږي چې دغه ناروغي بیا انسان په زیات شمیر نورو ناروغیو اخته کولی شي چې له همدې امله پر وخت او له ځنډ پرته مخنیوی يي ډیر زیات اړین دی.

 

روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ناروغي باید عادي ونه ګڼل شي او پر وخت درمل يي وشي. له نیکه مرغه انسان کولی شي دغه ناروغي له کوم ځانګړی لګښت پرته ځیني کورني درملو په مرسته درمل کړي.

دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره اشنا کوو چې کولی شي دغه ناروغي له کوم ځانګړی لګښت، ډاکټر او درملنې پرته درمل کړي.

فایبر: فایبر (Fiber) پاکوونکی خاصیت لري او په کولمو کې شته خواړه او فاضله موادو په خارجولو کې مرسته کوي. د دال په مختلفو ډولونو، بادام، سبزیجات او وچو میوو کې په زیاته اندازه فایبر شتون لري. په ورځنی ډول ۲۰-۳۵ ګرامه فایبر استعمالول انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغورلی شي. هغه کسان چې فایبر زیات استعمالوي باید اوبه هم زیات وڅښي.

د نعنا (پودینه) یا زنجبیل چای: نعنا او زنجبیل د معدې د مختلفو ناروغیو لپاره ازمویل شوي تر ټولو غوره درمل دي. په نعنا کې شته مینتول نومې مواد کولمې غښتلي کوي او زنجبیل بیا په بدن کې حرارت تولیدولو سره د خواړه په هضم کې مرسته کوي.

ګټور غوړ: زیتون، دانې لروونکي وچې میوې او ځینې نور خواړه د ګټور او اړین غوړ تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. دغه غواړه د کولمو سیستم پیاوړی کولو سره انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري.

د لیمو اوبه: د لیمو په اوبو کې شته سیټرک اسید د خوړو په هضم او له بدن څخه زهري موادو په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. هر سهار یو ګیلاس د لیمو اوبه استعمال انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري.

کافي (Coffee): کافي د کولمو تحریکولو سره قبضیت له منځه وړي. نور ټول هغه مشروبات چې ګرم خاصیت لري هم د دغې ناروغۍ په درمل کې مرسته کوي.

ورزش: په ورځنی ډول ټاکلې اندازه ورزش د قبض د ناروغۍ له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي. له هر خواړه وروسته هڅه وکړئ لږ تر لږه ۱۰۰ قدمه حرکت وکړئ.

که له ذهني فشار سره مخ یاست، دا خواړه وخورئ!

mind pressure

د غیر عادي ژوند له امله ډیر خلک په ذهني فشار اخته کیږي او دا ټولو ته معلومه ده چې ذهني فشار د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او په ډیرو ناروغیو يي اخته کوي. ذهني فشار او پریشاني یوازې د انسان په روغتیا نه بلکې د انسان په خوي او عادت هم منفي اغیز کوي.

ذهني فشار او پریشانۍ مو د یاداشت، زده کړې وړتیا، وینې لوړ فشار، زړه ناروغۍ اوهډوکې پړسوب په ناروغیو اخته او د بدن دفاعي سیسټم مو کمزوری کوي. دا ټول هغه لاملونه دي چې پر اساس يې خلک غواړي ذهني فشار او پریشاني څخه ځان وژغوري.

لاندې خواړه مو ذهني فشار او پریشانۍ څخه خلاصوي:

۱ـ شین چای: شین چای د پولي فېنول (polyphenols)، فلاونایډ (flavonoid) او کایتېچېن (catechin) په څیر پیاوړي اینټې اکسیډنټ لري چې د انسان طبیعت او مزاج ښه کولی شي او اعصابو ته ارامتیا وربښي. هغه خلک چې د ورځې لږ تر لږه پنځه گیلاسه چای څښي له غوره روغتیا او طبیعت څخه برښمن وي نسبت هغو کسانو ته چې دغه اندازه چای نه څښي.
کله مو هم چې د پریشانۍ احساس وکړ یو گیلاس چای وڅښئ. هغه خلک چې شین چای نه خوښوي تور چای هم استعمالولی شي خو بیا هم د شین چای اغیز به د تور چای په نسبت ډیره وي.

۲ـ غرني توت: غرني توت ذهني فشار او پریشاني کموي. غرني توت د ویټامین سي (C) او اي (D) سربیره د مگنیزیم او منگنیز غوره منبع دي چې دغه یاد ویټامینونه او منرالونه ذهني فشار او پریشانۍ په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د دغه توت ورځنی استعمال د خوب له ناروغیو هم مخنیوی کوي.

۳ـ شیدې: د شیدو ورځنی استعمالوونکي ډیر ذهني فشار نه احساسوي. یو گیلاس شیدې بدن ته کافي اندازه اینټې اکسیډنټ، ویټامین اې (A)، ویټامین ډي (D)، کلسیم او پروتین مهیا کوي. دغه غذايي توکي په بدن کې ازاد شوې راډیکالونه له منځه وړي کوم چې د ذهني فشار او پریشانۍ لامل گرځي او تاسو ته ارامتیا دربښي.
ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تگلاره خپل ورځ له یو گیلاس شېدو سره پیلول دي. که غواړئ د شپې غوره خوب وکړئ نو له ویده کیدو مخکې یو گیلاس گرمې شیدې وڅښئ. که شيدې مو نه خوښیږي نو د شېدو پر ځای پنیر او مستې هم استعمالیدی شي.

۴ـ پالک: دغه سبزي د ویټامین سي (C)، اې (A) او بي (B) ټول ویټامینونو غوره منبع ده. د شنه پاڼو لرونکی سبزې ډیره زیاته کلسیم، پوتاشیم، مگنیزیم او فاسفورس لري چې له بدن څخه د ذهنې فشار هارمونونه له منځه وړي او انسان خوشحاله ساتي.

۵-  بادام: بادام ډیره اندازه ویټامین اي (E)، ویټامین بي (B)، مگنیزیم، زینک (zinc) او ډیر صحې غوړ لري. همدا راز بادام د فایبرو غوره منبع هم ده. د ذهني فشار او پریشانۍ لپاره بادام سربیره غوزان (چهارمغز) او پسته هم استعمالولی شئ.

بادام، غوزان او پسته ذهني فشار هارمونونه له منځه وړي، وینې لوړ فشار ټیټوي او بدن ته کافي اندازه انرژي وربښي.

 د بی خوبۍ مجربه قرآني نسخه

Bildergebnis für ‫خواب‬‎

خوب چي دالله جل جلاله  په بې پایانه نعمتونه کښي یو لوی او ستر نعمت دئ او هیڅ ذوی الروح بې خوبه ګوزاره نشي کولای  او الله جلاله په خپل سپیڅلي کلام قرآن کریم کښي فرمایي چي
وجلعنا الیل سکنا ۰ یعنی ماشپه ستاسو دارامۍ دپاره ګرځولې ده۰ یعنی تاسو چي ورځنۍ چاري ترسره کړئ او په ورځ کې ستړي شئ نودشپې په راتګ سره خوب ستاسو انتظار کوي ۰ نوکله چي انسان ویده شي دورځي چي هرڅومره ستړئ شوئ وي دشپې دخوب په کولو سره یې ټوله ستړیا له مینځه ځي

۰
او که یوڅوک بې خوبه شي  دهغه بیا دماغ سم کارنه کوي دنا ارامۍ احساس کوي  او له نورو خلګو سره  په جنجال کښي واقع کیږي ۰ او هغه قیدیان چي په جیلونوکښي وي هغوئ ته چي ډیره سخته سزا ورکول کیږي  هغه سزا دبې خوبۍ ده  یو قیدي چي دبې خوبۍ له سزا سره مخامخ شي هغه بیا پر خپلو کړو ډیر ژر اقرار کوي۰ خو دخوب  نه راتلو په وخت کې ځیني خلګ  دواوي  او ګولیاني  استعمالوي چي داکار ډاکتران هم نه خوښوي  ځکه یو څوک چي  په ګولیو ځان عادت کړي بیا هغه ته بې له ګولیو خوب نه ورځي
او داکار دماغي زیان او تاوان هم لري او ډاکټرانو داخبره ثابته کړې ده چي یو انسان باید کم ترکمه  ۷ اوه ساعته خوب او زیاته اندازه ۸ اته ساعته خوب وکړي
خو داوخت ډیر داسي  لاملونه شته چي موږته دهغو له لاملونو او ستونزو له کبله خوب نه راځي
کوم وخت چي دانسان خوب کم شي دهغه دبدن قوت هم  کمزوری شي ځکه خو کوم وخت چي  داسلام مشهوره غزا یعنی غزوة بدر پیلېده   دجنګ ترورځ  په مخ کې شپه کښي الله جل جلاله پرمسلمانانو خوب راوستو رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه دشپې له اولې حصې څخه بیا ترسهاره ویده شو حتی چي پهره دارانو ته هم  الله جل جلاله خوب وروستو او  اودجنګ  په شپه الله جل جلاله ټول کفار بې خوبه کړل دهغوی خوب رډ شو ترسهاره بې خوبه وو کله چي سهار شو صحابه کرامو هیڅ ذهني ستړیا نلرله او کفار و دبې خوبۍ له وجې  ستړیا او نا ارامۍ محسوسوله داسي نوري ډيري فایدي شته چي له خوب سره اړیکه لري۰ او قرآن کریم چي دالله ج له طرفه  څخه دمسلمان دپاره له شفا څخه ډک کتاب رالېږل شوی دی او مسلمان به پر دې سپیڅلي کتاب داعقیده او یقین ساتي چي دا اسماني کتاب زما دهرې بېمارۍ دپاره شفا ده۰ لکه څنګه چي  الله جل جلاله فرمایي
وننزل من القرآن ماهو شفاء و رحمة اللمؤمنین
یعنی ما داقرآن کریم دمسلمانانو دشفا لپاره رالېږلئ دئ ۰ یعنی په  دې کتاب کښي الله جل جلاله دهرشي دپاره  شفا ایښې ده ۰ رابه شو اصلی  خبرې ته چي دخوب دپاره ډیر آیتونه علماوو یادکړي چي په ویلو سره یې مسلمان ته  خوب ورولې له مسلمان سره دا مرسته کوي چي ژر خوب ورشي
 دقرآن کریم یو آیت چي  دخوب دپاره ډیر مجرب او ما خپله هم تجربه په کړې  دخوب دپاره بې اندازې زیات مجرب دئ هیله ده چي دا ایت کریمه د ویده کېدو په وخت کښي په اوداسه سره پر راسته اړخ ویده شي له  بسم الرحمان الرحیم څخه وروسته دې  بیا دغه مبارک آیات   اوه ځله ووایو انشاء الله  ډیر ژر به خوب راشي دغه آیت کریمه دقران کریم په پنځلسمه سیپاره کښي دئ
چي دمولانا مسعود اظهر چي یو لوی دیني عالم دئ هغه په خپل کتاب ۰ لطف الطیف
 کې راوړئ دئ آیت داسي دئ
وَ تَحسَبَهُم اَیقاظََّا وَّ هُم رُقُودٌ
۰۰۰
دکتاب نوم  لطف اللطیف
صفحه نمبر ۸۵
۰۰۰۰۰
په اسلامي مینه
محمدعلی عمری
مسلم باغ