Nakhtar

ولــــــــــــــې مطمـــــــــــــئن ؟

22.11.2016 22:56

..ولــــــــــــــې مطمـــــــــــــئن ؟

nazar mohammad

محمدآصف خواتی                             

تیره ورځ ملي امنیت دهیواد پیژندل شوی لیکوال اودسولې فعال ښاغلی نظرمحمد مطمئن پداسې ډول نیولی چې ګواکې یو خطرناک ترهګریې ګوتو ته ورغلی وي.  لیکوال دښاغلي مطمئن سره نه پیژندګلوي لري اونه په بشپړ ډول دنوموړي دسیاسي آندونوسره همغږی دۍ خو دافغانستان دروان بهیر اوپه هیوادکې دتلپاتې سولې دټینګښت په اړه دنوموړي په ارزونو اوشننو کې لوړملي احساس اودهیواد دواکمن ترینګړي اوګواښمن وضعیت څخه نارضایتي ویني . همداڅه ددلامل وګرزیدل چې دښاغلي مطمئن دتوقیف په هکله چې دڅلوروګړیو څخه یې زیات وخت ونه نیوخپل غبرګون ددې لیکنې له لارې څرګندکړم، دنوموړي داډول نه منونکی توقیف وغندم اودمدني ټولنې فعالان او لیکوالان دسیاسي ملحوظاتوپرته  دې ته راوبولم چې دملي امنیت له لوري دمدني ټولنې دفعالانواو لیکوالانودڅار، نیونو اوشخصیت دترور په وړاندې بې تفاوتۍ ته دپای ټکی کیږدي .  

دلته داپوښتنه پیداکیږي چې ولې ملي امنیت ښاغلی مطمئن په داسې یوه بڼه ونیوچې یوترهګر نیول کیږي؟لیکوال اوشناندمطمئن ناپیژندل شوی څوک نه و چې دیوه ترهګر او جنایتکار په بڼه ونیول شي ، دڅلوروګړیو وروسته بیرته خوشی شي اوورته وویل شي چې موږبه خپلو څیړنوته دوام ورکړواو تاسې به دهغو په جریان کې واچوو.  که خبره دڅیړنوڅخه وي نوولې یې مخکې دڅیړنونه  هغه دیوه ترهګرپه بڼه ونیولوچې داپخپله دیوه عادی حقوقي شخصیت سپکاوی دۍ.  دملي امنیت ددې ډول چلند نه بریښي چې دهغوی موخه دښاغلي مطمئن  معنوي ترور، تنبیه او ډارونه وه چې نورهغه څه په خوله رانه وړي کوم چې دنني حکومت تګلارې اوکړنې ترپوښتنې لاندې راوړي.

ښاغلی مطمئن دنني دوه سري حکومت دسولې  دتګلارې له جدي منتقدینو څخه دۍ چې دایې په یوه دیموکراتیکه ټولنه کې که هغه په افغانستان کې شتون ولري مسلم حق دۍ.  څنګه به یو افغان چې په خپل هیوادکې دسولې رښتینی لیوال وي اودخپلوخلکو مرګ اوژوبله ورته دزغم وړ نه وي دهیواد دولسمشر دسولې په هکله دواکمنۍ هغه  دریځ ته لبیک ووایي اوهغه انتقادنه کړي چې په هغه کې څرګند پارادوکس یا تناقض لیدل کیږي. ولسمشر له یوې خوا دملګروملتو نه هیله کوي چې  دګلبدین حکمتیارنوم له تورلیست څخه وباسي اوپه عین وخت کې بیا د ددې نړیوالې مؤسسې څخه  غواړي چې دطالبانو دمشرمولوي هیبت الله نوم همدې لست ته ورداخل کړي.

دولسمشر داډول دریځ  دکوچنی بوش ددریځ کاپي ده چې ویلي یې و څوک چې زموږسره نه دي ترهګر دي. حکمتیار چې دنني حکومت سره  سوله وکړه نورنوملامت نه بلکه سلامت دۍ، هغه ترهګر نه   بلکې دموکرات اوددې هیوادرښتینی خادم دۍ اوباید دم، م له تور لست څخه وایستل شي خو مولوي هیبت الله چې متفکر ولسمشر دافغانستان دمنتخب ولسمشر!؟ په توګه نه مني  ترهګردۍ اوبایدپه تورلست کې ونیول شي.  دولسمشر له دې ډول دریځ څخه دملګروملتو دتورلست داصلي ماهیت څخه هم پرده پورته کیږي چې خبره په ترهګریزو یا جنایتکارانه کړنو کې نه بلکه دامریکا سره په انډیوالۍ اویا نه انډیوالۍ کې ده.

هغه څوک چې په نړیوالو چارو کې دمتحده ایالتونودکرغیړنو کړنو اوتګلاروڅخه ملاتړ کوي که دزرګونوخلکو په وینویې لاسونه ککړ هم وي هغه غوره اوددرناوی وړسیاسي څیره ده اوپربله خوا که چا یا کوم سیاسي سازمان دامریکې دبشري ضدکړنو په وړاندې ودرید هغه ترهګر اودبشردحقوقو ناقض دۍ. دښاغلي مطمئن په نیولوکې همدې فکتوررول لوبولی دۍ چې نوموړي په خپلو لیکنو اوشننوکې دنني حکومت تګلارې انتقادولې  او حکومت هغه  توقیف کړ اوپدې توګه یې  ورته وښودل  چې خپل آندونه اونظریات د  حکومت  دتګلارو سره عیارکړي.

هو! داده زموږهیوادته دصادرې شوې دموکراسۍ اودبیان دآزادۍ څرګنده بیلګه ، داده دهیواددملي امنیت ددستګاه رښتینې څیره اوبالاخره داده په افغانستان کې په اصطلاح دنړیوالې ټولنې دپنځلس کلن شتون پایله.    

پای