Nakhtar

یونسل ، یو فصل ، ویاړنې اولویدنې، لنډه کتنه

31.12.2016 02:11

 

 

 

 

 

«جنت نکند چارهء افسرده ګی ما
تعمیر به اندازهء ویرانی ما نیست
» میر زا غالب

درنو لوستونکو! ددې لیکنې هره برخه اوږدې څیړنې او پراخه مستندې څرګندونې غواړي. دغه څه هغه وخت شوني او د تاریخي ارزښتونوتومنه تر لاسه کوی چې دعلمي او څیړنیزو معتبروڅانګو له لوري سره او ناسره شوي وي. په روان لیکنه کې دیوه خام انځور( چې رنګونه ېې هم ښايي پرځای نه وي لګیدلي) ښودنه په پام کې ده. نه دواقعیتونو دبشپړانځور ایستنه.
دوه پنځوس کاله مخکې دلمریز هجری
۱۳۴۳ کال دجدی په یولسمه د۱۹۶۵م کال دجنوري په لومړۍ نیټه دکابل ښار په څلورمه کارته کې د نورمحمد تره کی په خټین کور کې د هیواد د روښنفکرانو یوې ۲۷ کسیزې ډلې په دې نیت د یوه نوی ټولنیز، سیاسي-سازماني خوځښت ډبره کیښوده چې د استبداد او ټولنیزو بیعدالتیو پر خلاف او د ملي خپلواکۍ د ټینګښت په څنګ کې د دموکراسۍ او پرمختګ یوه نوې لاره پرانیزي او له دې لارې د لومړیو او دویمو مشروطه غوښتونکو،افغان ځوانانو،د آزادی غوښتونکو د سازمان، ویښوځلمیانو،وطن ، ندای خلق ، ګوند مردم او نورو استبداد ضد خوځښتونو لارې ته په څه نوې بڼه لاره پرانیزي.
د عمر له پلوه خوپه دې خوځښت کې د پاخه او هم د ځوان عمر د وخت وتلې څیرې را ټولو شوې وې. خو دا چې لاره ېې نوې او د یوه نوي خوځښت بنسټ ایښودونکي وو نو ځکه ېې یو نسل ګڼواو کړنې ېې هم له ټولو لوړو ژورو سره سره د تاریخ یو فصل ښیو
. د دموکراتیک خلق دټولنې(جمعیت دموکراتیک خلق) د بنسټ ایښودلو په دې تاریخي ناسته کې هغو ټاکل شوو استازو برخه درلودله کوم چې د رابلنې یا) تدارک) دکمیټې له لارې له خپلو شتو کړیو نه غوره شوي وو. د تدارک د کمیټې غړي نورمحمد تره کی، ببرک کارمل، میر اکبر خیبر او محمد طاهر بدخشی وو. داسې ښکاریده چې کنګرې ته څه ناڅه ۳۲ تنه غوره شوی. هغو کړیو چې دغه کسان ېې کنګرې ته غوره کړي وو، په خپله ېې هم ټولیزه شمیره له پنځوسو یا شپیتو تنو زیاته نه ښکاریده. کنګرې ته له غور شوو کسانو څخه دوکتورس آناهیتا راتب زاد، میر اکبر خیبر ، عبدالقدوس غوربندي ، محمد اسمعیل دانش او داکتر درمانګر د بیلابیلو ستونزو له کبله را نه غلل. د کنګرې په ۲۷ تنو ګډون کوونکو کې ۱۲ تنوپښتنو، اته تاجیکو ، درې هزاره وو اودرې تنو ازبیک ورونو برخه لرله.(زما د معلوماتو له مخې داکتر شاولی په خټه پښتون الکوزی او شهرالله شهپر په خټه عرب ازبیک ژبی و)چې دملي جوړښت له مخې ېې خپل غوره اعتبار درلود.داخبره باید وکړو چې دوی ټول د هیواد دروښانفکري هڅو د یوې برخې استازي و نه د خپلو قومي یا ژبنیو اړیکواستازي. همدا شان په دغه جوړښت کې راټول شوي ۲۷ تنه د هیواد په ۱۶ ولایتونو پورې تړل کیدل خو دوی د خپلو ولایتونو استازي هم نه وو. هغه وخت قومي، قبیلوي .ملي ،سمتي یا ژبني توپیرونه نه دومره لمسول شوي وو او نه دومره ښکاره وو چې د روښانفکري خوځښتونوپه دننه کې ځانګړي دریځونه را مخته کړي له همدې کبله د قومونو، ژبي او لوري استازیتوب څه مفهوم نه درلود بلکې د استبداد او نابرابریو پر خلاف د ټولنیز عدالت غوښتنې د استازیتوب لوری ټاکه. همدا شان د کنګرې راټول شوي کسان نږدې ټول د هیواد په پلازمینه کابل کې په زده کړو ،کار اوژوند لګیا وو نو د ولایاتو استازیتوب ېې هم د پام وړ خبره نه وه. د کنګرې غړي د استبداد پر خلاف د ګډې مبارزې لپاره د ګډ آواز اوګډ آرمان هیله من وو خو د ګډ تفکر او د مبارزې په اوږدو کې د واحد دریځ درلودونکي او د یوشان پخو تجربو او د خپل هیواد له تاریخ او پیژندنې او همدغه شان د سیمې اونړۍ له حالاتو څخه د اړینې پوهې درلودونکي نه ښکاریدل. دغو روښانفکرانو له تیرو ناکامو سیاسي سازماني خوځښتونو سره له لیوالتیا سره سره یواځې د هغو خوځښتونو ویاړنو ته هڅیدل خو د هغوی د لویدنو لاملونه ېې یا نه لیدل او یا يي د پیژندنې توان کمزوری و.دغه خوځښت څه کیڼ اړخه خوځښت ښکاریده خو د هغو کسانو شمیره هم په کې دپام وړ وه چې یا د کیڼ اړختوب په مفهوم نه پوهیدل او یاېې هم هغه د هیواد له حالاتو سره په ټکر کې لیده. د بیلګې په توګه د کنګرې له جوړیدو مخکې د مبارزاتي کړیو له یوه وتلي شخصیت میرغلام محمد غبار سره اړیکې ټینګې او هغه د کنګرې کار ته را وبلل شو،(غبار د لومړیو حوزو وتلې څیره وه)خو هغه داسې وښوده چې د یحیی د کورنۍ له مظالمو څخه پوره پیژندنه او ژوندۍ تجربې لري . دا له پاسه راغلې دموکراسي کیدای شي په ټولنه کې د سرونو پیژندنه او بیرحمه ټکونه تر لاس لاندې کړي . له همدې کبله هغه د کنګرې غړي محتاطانه ګامونو ته را بلل او وړاندیز ېې دا و چې په لومړیو ګامونو کې د هند دملي کنګرې په شان یو جوړښت را مخته شي. غبار په راټولو شووو روښانفکرانو کې د ده په خبره د سلطنت پلاس له روزل شووو باښو څخه هم ویره درلودله. دغه څرګندونې د کنګري پر ځینوغړو هم بې اغیزي نه وې. همدا وجه وه چې د کنګرې یوشمیر غړي دراتلونکې په هکله زړه نازړه او ځینو ېې همدا چې نږدې دوه کاله وروسته د خلق دموکراتیک جمعیت مرامنامه د خلق د خپرونې په لومړۍ او دویمه ګڼه کې خپره شوه او هلته د یو ډول مارکسیستي لیننستي فکري تمایلاتو څرک ولګید خپله لاره ېې په آرامه او پټه خوله بیله کړه او په پای کې هغه روښانفکران مخې ته را ووتل چې په فکري لیواتیاوو کې ېې له ټولو توپیرونو سره سره د مسکو په مشرۍ له سوسیالیستي بلاک سره تړاو پټ نه وو. همدغه حالت یو شمیر روښانفکرانو ته دا وسوسه ورکړه چې همدا نوی سیاسي سازماني له کومو نا ښکاره لورو رنګ اخلي او په ورو ورو له خپل ملي هویت څخه ور اوړي.
جمعیت دموکراتیک خلق چې دګوندونو دقانون د نشتوالي په وجه ېې ځان ګوند نشو بللی په خپلو لومړیو ډله ییزو خوځښتونو ، ویناوو او لیدنو کتنو کې خپل کیڼتوب اوله ختیځ بلاک سره تړاو ته زور ورکړاو تر ډیره ېې نړیواله سمپاتې تر ملي بڼې ور واووښته
.د نوموړي خوځښت مشرانو د پیښو او بهیرونو د اټکل اړین توان یا نه درلود یاهم وخت ورنکړل شوچې راتلوونکې په ژوره توګه اټکل او د دردونکو اوښتنواو بیلارې کیدو د مخنیوي توان تر لاسه کړي.راځئ په جرئت ووایو چې بهرنیو تړاونو نه یواځې د خوځښت ملي بڼه ژیړه کړه بلکې همدغې نا اټکل شوې لیوالتیا د خپل منځي سیالیو زور اخیستنې ته له همغه پیله د انشعاباتو، ویش او لارې لارې کیدومخه ورکړه. دا خبره له همغه پیل څخه پټه نه وه چې مسکوي لاسونو خپلو ستراتیژیو ته د رسیدو لپاره پر هغو روښانفکرانو یو ډول پانګونه کوي کوم چې باید وفاداري دوی ته له آزموینو تیره شوې وای.ډیر خام اوآن پاخه څیړونکې او پر احساساتو ولاړ روښانفکران د دموکراتیک خلق د ټولنې په لومړي انشعاب کې ثلیقه ېې توپیرونو ته د لومړیتوب نقش ورکوي خو واقعیت دا وچې نه ثلیقوي توپیرونه بلکې فکري توپیرونه ، طبقاني یا ښه ده چې ووایو قشري دریځونه او بهرني تړاوونه او څه ناڅه د ښاريتوب او کلیوالیتوب پولو ډیر څه سره جلاکول. یوې بیلګې ته ځیر شئ: د موسسې کنګرې کار د ورځي له دوو بجو څخه پیل شو. له هغه مخکې ساعتونه ساعتونه د نورمحمد تره کې په کور کې په ډیرو مسائلو تودې خبرې روانې وې او په ښکاره ېې بیلابیل دریځونه ښودل . د بیلګي په توګه ببرک کارمل او محی الدین زرمتي په دې ټینګار کاوه چې د پښتونستان مسأله دې د یوه سلطنتي میراث په تو ګه سلطنت ته پریښودل شي خو نورمحمد تره کې په دې برخه کې د اولسونو د برخلیک ټاکنې په مارکسیستی اصل ټینګار کاوه. همدغه شان د جمعیت د بیرق په هکله هم نظرونه یو شان نه وو او کله چې نورمحمد تره کی د کنګرې د لومړي وینا کوونکي په توګه ستیژ ته ودرید نو سره تکه ېې د ستیژ پرمخ را وغوړوله او خپل لوری ېې وښود.له بده مرغه همغه وخت هم زموږ د خلکو په خبره حیای حضور هرڅه تر پردې لاندې تیرول نو ځکه ډیر فکري توپیرونه په پیل کې را ښکاره نه وو.د کنګرې د کار په نتیجه کې د مرکزي کمیټې داصلي او عل البدل غړو ټاکنې هم د توپیرونوښودنه کوله. عمومي منشي په ۲۷ رایو وټاکل شو. تر هغه وروسته ببرک کارمل ۲۶ رأیی تر لاسه کړې .دغه کار داسې وښوده چې ښايي نورمحمد تره کي ببرک کارمل ته رأیه نه وي ورکړي. داچې دا منفي رایه د هغه وه او که د کوم بل غړي.تر هرڅه دمخه ېې د دې ښودنه کوله چې پر کارمل د کوم چا باور له همغه پیله ټکنی و. همدغې عقدې د کنګرې له پایته رسیدو سره سم کارمل دې ته ور ټیل واهه چې خپلې پټې ناستې ولاړې پراخه او په پای کې د خپلې استعفی ګواښ را مخته کړي او عملاً د انشعاب په لورګام واخلي. د انشعاب په څه ناڅه لسو کلونو کې دواړه لوري له نوو سازماني کړکیچونو سره مخ شول. د جمعیت دموکراتیک خلق هغه برخه چې کارمل ېې مشري کوله په دې وتوانیده چې د خپلو پاسنیو اړیکو په زورد پرچم جریده را وباسي او څه د پاسه دوه کاله د هغې جریدې ژوند ته دوام ورکړي خو دا بل لوری په ښکاره له هر ډول خپرونې درلودلو نه بې برخې وساتل شو. څرنګه چې یو ګوندي نشراتي ارګان ژور تشکیلاتي نقش لري د پرچم خپرونې د کارمل لوري ته دا توان ورپه برخه کړ چې لږ تر لږه په ښاري روښانفکرانوکې ژورې اغیزې وکړي او د بهرني باور د تر لاسه کولو لاره ېې هم خلاصه شي. لومړي انشعاب د بلشویک او منشوویک د بیلتون څیره دلته هم را ښکاره کړه . په دې توپیر چې دواړو لورو د اکثریت خبره کوله د«خلقي» لوري ببرک کارمل تر انشعابه مخکې د ده د خپلې غوښتنې له مخې مستعفی ګاڼه اوپر دې ېې ټینګار کاوه چې د اصولو له مخې د مساوي رایو په وخت کې د عمومي منشي رأيي په دوو رایو شمیرل کیږي نودعمومي منشي په څنګ کې د میثاق او طاهر بدخشي شتون د اکثریت ښودنه کوي خو د«پرچم» لوري بیا کارمل مستعفی نه ګاڼه او له ځانه سره ېې د ټاکل شوې مرکزي کمیټي د درې غړو شتون خپل اکثریت ګاڼه. د بیلتون په پیل شوو څه ناڅه لسو کلونو کې د پرچم برخه په ښکاره د یو ډول ښاري او کلیوالي «تضاد» په ښودنه له یوه نوي انشعاب سره مخ شوه. داسې چې دستګیر پنجشیري، شهرالله شهپر ، شرعي جوزجاني ، هادي کریم او نورو په جلاکیدو د کارمل ډله تر ډیره له کلیوالي روښانفکري استازو تشه شوه. له کارمل سره پاتې مشرانو لکه سلطانعلي کشتمند، میر اکبر خیبر او د خیبر تر اغیرې لاندې سلیمان لایق بارق شفیعی و نورو څو څو ځله د بیا یوالي غوښتنې وکړې او کارمل ېې تر فشار لاندې ونیوه خو دغو فشارونو د کارمل د عقدو له پړسولو پرته په ښکاره څه ونه ښودل . د همدې برخې په دننه کې د کارمل خلاف د خیبراو یارانو ناستو ولاړو ېې زور واخیست اوپه ښکاره پاتې «پرچم» هم له ویش سره مخ و.دغه شان سره له دې چې له پرچم نه را اوښتې لومړۍ ډلې د خلق کارګرپه نوم یو سازمان راجوړ او څه ناڅه نهه میاشتې ېې خپل ژوند ته دوام ورکړ خو په پای کې دغه ډله د خلقي لوري له اصلي تنې سره یوالي ته راغله. دغه یوالي د خلقي لوري ډیرې نا ښکاره ستونزې را پورته کړې. د ملي او ټولنیزو تضادونو پر بنسټ بیلابیلو دریځونو په خلقي لوري کې دامین او طاهر بدخشي ټکرونه رامخ ته کړل.او حالت ېې تر دې وغزاوه چې د مرکزي کمیټي د پریکړې له مخې دواړه د مرکزي کمیټې له غړیتوب څخه را ولویدل.بدخشي دا پریکړه ظالمانه او جانبدارانه وګڼله او ګوند ته ېې شا ورواړوله او د محفل انتظار په نوم ډله ېې را جوړه کړه خو امین له سختې عقدې سره سره حالات په پټه خوله وځغمل او بیرته ېې له لاسه ورکړی مقام تر لاسه کړ. دا وخت نو امین یوه بل ټکر ته ځان را جوړ کړ. هغه ته دخلق کارګر راغلې مشران او ورسره کادرونه د ځغم وړ نه وو او له هر امکان څخه ېې په ګټه اخیستلو هڅه کوله چې د خپلې ارادې له مخې ګوند له پراخه «پاکونې» سره مخ کړي. همدا شان امین ته د ظاهر افق او د هغه دپلویانو شتون هم د ځغم وړ نه وو. ښکاره خبره خو دا وه چې امین په ټولنیزه پوهه او خلقي باور کې تر ځانه پورته څوک نشو لیدلای په همدې خاطرله طاهر بدخشي، له خلق کارګر نه راغلو مشرانو او کادرونو، له ظاهر افق او داکتر زرغون سره ېې نه پخلا کیدونکې لاره غوره کړه او په راوروسته کې ېې پر پنجشیري برسیره له داکتر صالح محمد زیري او کریم میثاق سره هم د ټکرونو ټغر خپور کړ. دغه ټول څه د دې موجب شول چې د خلقي لوري یوالی د افرادو په فردي اراده پورې وتړل شي. هغه څه چې نن ېې د خپل منځي پراخه ویش او د باور په بحران کې وینو زړي ېې د۱۳۵۷ کال د ثور د اومې له پاڅون څخه مخکې په همدې یادو ټکرونو کې ایښودل شوي وو.په دې کې شک نشته چې ګوند په کمي او کیفي لحاظ ډیره چټکه وده وکړه .هغه وخت په ټولنه کې د استبداد ضد د برابرۍ ، عدالت، دموکراسۍ او پرمختګ شعارونه ډیر جذبوونکي وو او د نړۍ او سیمې په کچه هم په دریمه نړۍ کې د سوسیالیستي لیوالتیا په لور څه ناڅه ۵۷ له استعماري لاسبریو راوتي هیوادونه د سیاسي قدرت په بڼه راڅرګند شوي وو.خو ویلی شو چې دغه ټول چټک غوړیدونکي آرماني بهیر په کورنیو خپل منځي ناروغیو او پردیو لاسونو کې را ښکیل او راتلونکې ېې ډاډ منه نه بریښیده. د بهرنیو لاسوهنو په څنګ کې د دغه خوځښت بهیرونو زموږ په هیواد او دریمه نړۍ کې د ښکاره فردي بحران زیږوونکو هڅو په وجه د ثبات او پایښت تومنه تر لاسه نه کړه.
له انشعابه وروسته په لسو کلونو کې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند دوه لويي څانګې (خلق
» او «پرچم ( باید یادونه وکړو چې دغه نومونه یواځې دخلق او پرچم د خپرونو د نوم په اعتبار راغلي او په دې نوم ګوندونه نه وو.خلقي لوري په نا پریکړه شوې توګه ځان جریان دموکراتیک خلق او هغه بل لوري همداشان ځان جریان دموکراتیک خلق افغانستان ګاڼه) او له دواړو لورو څخه جلاشوي او بیا په خپل منځ کې ویشل شوې بې شمیره ډلې دومره خپلو او پردیو لاسونوسره ولمسولې چې د متقابل باوراو ګډ آرمان ته د رسیدو لارې ېې په کلکه اغزنې کړې. که له نورو او دهغوی له پردیواړیکو غوښتنو تیر شو په خلقي او پرچمي لوري کې د شوروي اتحاد او سوسیالیستي نړۍ د باور تر لاسه کولو هڅې په ښکاره وطني آرماني غوښتنې کمرنګه کړې. دغه حالت ښودنه کوله چې دواړو لورو له اټکل پرته د بهرنیو تضادونو رول ته لومړیتوب ورکاوه. یو وخت خلقی لوری په همدې سیالۍ کې په دې وتوانیده چې د هند، عراق، لبنان او څو نورو هیوادونو په خپرونو کې ځان را ښکاره کړي. دغه خوځښت د پرچم لوری دې ته وهڅاوه چې په چټکه دیوې اعلامیی په جوړولو په کابل کې د شوروي له سفارت څخه هیله وکړي چې د دوی آوازپه ټولو سوسیالیستي هیوادونو کې خپور کړي خو سفارت ورته وايي« سفارت شوروي صندق پستي نیست»له هغه وروسته د پرچم لوری ویني چې عبدالرشید جلیلي د شوروي اتحاد په هغه جمهوریت کې چې په زده کړو بوخت و په یوه کرنیزه خپرونه کې د خپل ګوند په هکله یو څه خپروي . دغه څه روانې سیالۍ ته دومره زور ورکوي چې آن له پټو اوښکاره استخباراتي کړیو څخه شوروي بلاک ته دور نږدې کیدوپه خاطر ګټه واخیستل شي.دغې ناروغۍ د پردیتوب سیوری داسې پر موږ ټولو را خپور کړ چې وتل ورنه ناشوني او پاتې کیدل ېې ناتار زیږوونکي وو.
دلمریز هجري
۱۳۵۲ کال دچنګاش په ۲۶ دمحمد ظاهر نږدې څلویښت کلنه پادشاهي د ده د تره د زوی سردار محمد داود په لاس را پریوته. سردار محمد داؤد د خپل صدارت په وخت کې د هیواد د اقتصادي ټولنیزې ودې په دوو پنځه کلنو پلانونو کې تر ډیره پر شوروي مرستو ولاړ او درنې لاسته راوړنې ېې هیواد ته راوړې وي. د ده سپینه کودتا چې د راتلونکو کودتاوو او یا دې لوري ته د پراخه هڅو لمنه ېې خوره کړه د لویدیز لپاره د ختیځ لمنې ته د افغانستان ورلویدل وګڼل شول. لویدیځ حق درلود دغه کودتا چپي او مسکو پلوه وښيي. له نوي جمهوري نظام څخه د خلقي لوري معنوي ملاتړ او په نوي دولتي جوړښت کې د پرچم د لوري اته وزیران، اولس والیان او تر اویا زیات دیپلوماتان او همدا شان پرجمهورې ارګ کې د پرچم لیوال افسران لاسبري کیدل ټولې د دې نښې وې چې داکوتا چپي او ورسره د مقابلې لارې ولټول شي. د مقابلې وسایل بې له شکه هغه بنسټپالې ډلې وې چې اخیستل ېې آسانه او ګمارل ېې ارزانه و.د پنجشیر، لغمان، ارګون او بدخشان جمهوریت ضد بغاوتونه د ټولو وروستیو وژنو ، لوټ، فساد ، ورانونواو وطن پلورنوپیلامه وه.سردارمحمد داؤد په پیل کې په خپله هم په خبرو او عمل کې له ځانه کیڼ اړخه خوځښتونه وښودل خو ډیر ژر ېې بڼه په اوښتو شوه او دخپل«انقلاب » پرمليتوب ېې ټینګار وکړاو دملي غورځنګ په راجوړیدوېې د یوه ملي مشرښودنه مخته ونیوله. دغې هڅې د نورو لاملونو په څنګ کې غوښتنه کوله چې مسکو پلوه پرچمې ور پورې نښتې برخه له ځانه لرې کړي. سردارمحمد داود ښايي په دې پوه شوی وي چې همغسې چې وروسته شوروي استخباراتو هم ګوته ورته نیولې چې د ده پرچمي کابیني په همغه وخت کې شوروي لوري ته استخباراتي کار کاوه. همدغه څه کیدای شي د پرچم د لرې کیدواو ورسره د کرملین د ناخوښۍ سبب شوی وي. سردارمحمد داؤد له دې وروسته د سیاست ګبڼۍ پسې واخیست او د سیمې په لودیځ پلوو واکمنیو پسې ور روان شو. هغه دې ته فکر ونه کړ چې ده ډیر هغه بنسټپال ټکولي ووچې همدې واکمنیو زیږولي او روزلي وو. دغه حالت د داؤد د واکمنۍ دوام له پوښتنې سره مخ کړ. په دننه کې د خلق او پرچم لوري له یوه پاخه شوي اټکل پرته د درنې راتلونکې ویره واخیسته .د بنسټپالو پلاس د سردارمحمد داؤد د جمهوریت رالویدنه به غرب او د سیمې په غرب پورې تړلو واکمنیو لپاره د کمونیزم ضد مبارزې د بري یوه نښه ښکاریده خو ختیځ د مسکو په مشرۍ تردې سخته ویره درلودله.په همدې خاطر په شوري غوښتنه او د ایران د توده يي مشرانو په وساطت په ۱۳۵۶ کال کې د خلق او پرچم لوري یوالي ته را وبلل شول. د دواړو لورو لپاره دغه بلنه له ټولو نامعلومو پایلو سره د منلو وړ وه ځکه حالات درانه او په چټکه له اټکلونو وتي لورته روان وو. یو ډول په ښکاره میکانیکي او تحمیلي یوالی په نیمګړې بڼه را مخته شو. نیمګړې په دې خاطر چې په خلقي لوري کې حفیظ الله امین د اردو تشکیلات یوالي ته وړاندې نه کړل او د دې په وړاندې پرچمي لوري خپلې پټې ملکې تومنې پټې وساتلې،یوالی پر پنځوس پنځوس برخې درلودلو ولاړ و خو د شمیر له پلوه دغه ویش برابر او عملي نه وو.پرچم تر ډیره په څولویو ښارونوکې هغه هم د طبقاتي او قشري پیوندونوله مخې په لوړو پوړیو کې ډیر څه لرل او د خلقي لوري پخه برخه تر ډیره کلیوالې او دهقاني پرګنوته ورنږدې ښکاریده.دغه واقعیت ښودنه کوله چې پنځوس پنځوس ویش د ښار او لوړو قشرونو په ګټه او د کلي او خوارو پرګنو په تاوان تر شوی و.په همدې خاطر د دغه یوالي دوام عملي نه و.په دغو درنو له اټکل نه پورته حالاتو کې محمد داود د دموکراتیک خلق مشرتابه ډله ونیوله اود نیونو په لړ کې هغه چاته په« معجزه ای» توګه وخت پلاس ورغی چې د ګوند د یوه اړخ د پوځي ګوندي کړیو مشري ېې کوله او دغه کړۍ ېې له یوالي بهر ساتلې وې. امین په ګوند کې تر ټولووتلې جنجالي څیره چې د پیاوړې فردي ارادې خاوند و د پيښو سر ته راووت ، دانقلاب قومانده ېې ورکړه ، د ګوند مشر تابه ېې له زندانه راخوشې کړه، د محمد داؤد واکمني په لږو انساني تلفاتو(ویل کیږي چې له دواړو لورو څخه تر ۱۲۰تنو زیات ونه وژل شول) را ولویده.د قدرت واګې د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند لاس ته ورولویدې.د پرچم لوري په دې پوځي پاڅون اوبري کې کومه ښکاره برخه نه درلودله  . له همدې کبله ېې مشر تابه په پیل کې د پاڅون شاته وهل او د ګوند د مشرتابه خوندي ځایو نو ته د تیښتې خبرې کولې.خو ښکاره دا وه چې د محمد داود واکمني په ډیرو خاموستنو ولاړه وه .لویدل ېې حتمي او مقاومت ېې تر کمزورتیا هم ټیټ و.څرنګه چې د ثور له پاڅون وروسته د ګوندي بې معاشه رهبرۍ پر ځای د دولتي له امتیازاتوډکه رهبري مخې ته ولاړه وه نو د همغه میکانیکي یوالي له مخې باید بیاهم پنځوس سلنه ویش رامخته شوی وای. دلته و چې د پرچم لوري خپلې پټې ملکي تومنې د ګوندې ناحیو له لارې را مخته کړې څو خپله برخه تر لاسه کړي. په یاد مې دي د۱۲ ناحيي ګوندي منشي وم، مرستیال مې یو ډیرد ژبې اوقلمي استعداد خاوند ځوان و، هغه وحید نومیده او نستوه تخلص ېې کاوه.یوه ورځ ناحیی ته د۷۳ تنو پټو پرچمیانو لیست راوړل شو او ویل کیده چې دا کسان پخوا په پټه له سلیمان لایق سره په ګوندي ارتباط کې و. په دغو کسانو کې د هیواد د څو لویو پانګوالو، دړصوفی زاده په شان د شرکتونو د خاوندانو او په بهر کې د لویو لویو افغان تکنو ګراتانو نومونه وو.ما دا خبره له خپل مرستیال سره طرحه کړه. هغه دا کارله ګوندي اصولو سر غړونه او یوه ناروا جوړونه وښوده او تر ما مخکې ېې ګوندي پورتنیو کړیو ته خبر ورکړ.دغې پیښې او دې ته ورته په لسګونو نورو هڅو ښودنه کوله چې ګوندي یوالی یوه د کاغذ پرمخ تر ډیره د بهرنیو سپارښتنه وه. له همدې کبله نه یواځې دغه یوالي عمر نشو کولی بلکې ټکرونو ېې د«انقلاب» وده او ثبات هم له همغه پیله ټکنی کړی و.دا هم په یاد ولرو چې نه د ګوند لومړی انشعاب او هم لس کاله وروسته ګوندي یوالی د کومې ګوندي کنګري له لوري نه طرحه او نه ېې څیړنه او ارزونه وشوه . هرڅه په پاس کې یو ډول معاملو مخته وړل .که ووایو چې زموږ ګوند په ټول عمر کې د یوې کنګرې ویاړ تر لاسه نه کړ دا به څه سخته خبره وي خو واقعیت دا دی چې آن هغه چې بنسټ ایښودونکې کنګره مو نومولې د یوې ریښتینې کنګرې قوت او اعتبارېې نه درلود او دا ځکه چې یوه ګوندې کنګره تر هرڅه دمخه تیر څیړي او ارزونه ېې کوي ، د همدې څیړنې او ارزونې په رڼا کې د نن انځور باسي او په همدې انځور کې د راتلونکې اټکل کوي . هغه ناسته چې د یوه سیاسي سازماني نوي خوځښت لومړۍ خښتې ږدي او د همدې هڅو راتلونکې هم نشي اټکل کولی له کنګرې پرته بل هرڅه نوم اخیستلی شي .که چیرې زموږ ګوند په خپل ژوند کې ډیرې نه دوه یا درې کنګرې جوړې کړې وای نو تر هرڅه دمخه به فردي ارادې کابو اود ډیرو لانجو مخه به ډب شوې وای.( هغه له پاسه د لیکو له انتخاب پرته د پرچمي لوري نندارې چې پلان او مشري ېې هم د شوروي د پټو اوښکاره مشاورینو په لاس کې وه له دې برخې جلادي) په هر صورت دغو کمزوریو او ورسره ناروغیو په داسې حال کې د ګوند ریښې زبیښلې چې نور نو د جمعي تعقل او ارادې ځای په ښکاره فردي ارادو او ځان غوښتنو نیولی و.له ګوند څخه د پرچم د اړخ شړل،نیول اوزندۍ کول خو په کورنۍ برخه کې څه زیات تشویشونه نه لرل ځکه چې ریشې ېې په ټولنه کې ډیرې غزیدلې نه وې او د طوفانونو بار ېې نشوای اخیستلی خو د بهرنیو تړاونو په اړوند ېې هغه څه راروان و چې اټکل ېې یا نه کیده او یا هم فردي ارادو د هغو اټکلونو مخه ډب کړې وه. ځکه فردي ارادې ځان ویني او نور نشی لیدلای یا نه غواړي چې وېې ویني.
له ګوند او واکمنۍ څځه د پرچم شړنې بې له شکه د کرملین سخته غوسه را وپاره وله
. خو د کرملین واکمنو د سیاست او دیپلو ماسۍ پخې تجربې اوسړه سینه درلودله، وخت او د خپل کسات نوبت ته ېې کتل. همدغه څه هم د ګوند د مشرتابه له لوري یا ونه لیدل شول او یا په پټو سترګو ورنه واووښتل او په لاس ېې هغو پیښو ته مخه ورکړه چې له اټکل نه په څنګ تیریدې. او ټولو ته ېې د مرګ کندې کینلې.د انقلاب په همغو لومړیو میاشتو کې د شوروي سفارت ته د شوروی د دیپلو ماسۍ د ډیرو پخو توطئه ګرانو رارسیدل،د یوید کانګوفسکي چې (ظاهراً یو افغانستان پیژندونکی ښودل شوی و) تاوده سفرونه په وروسته کې د اعتمادي او موسی شفیق د خوشې کیدو د غوښتنې په نوم د باریس پاناماریف او سوسلف پټ سفرونه اودې ته ورته ډیر څه تر څيړنې او ارزونې لاندې ونه نیول شول .ځکه په شوروي لوري بې باوري « کفرانه »بیلاریتوب و. بس د «برګشت نايذیر»انقلاب په نیلي سواره او شوروی دوستی راته د ټولو ستونزو د حل کیلي وه.هغه دوستي چې ژوندی تجربې ېې په چکوسلواکیا،یوګوسلاویا ، الباني او روماني کې څه پټې نه وې. موږ نه یواځې له خپل تاریخ نه خبروو نه وو بلکې د نورو د «دوستانو !!» د تاریخ مو هم یواځې په ډیره مینه عنوانونه کتلي و. د ګوند په دننه کې مرګونو لمسونو ته لمنه وهل پټ نه و،له دغو لمسونو څخه امریکایی استخباراتو تر موږه ډیر څه درلودل. په ښکاره ویلی شو چې پخوا خلق او پرچم د شوروي دوستئ په راخپلولو کې وژونکې سیالی ته لاړل خو د پرچم له وهلو وروسته د خلقي لوري په دننه کې د مشرانو په کچه دغه سیالي داسې وغوړیده چې د ټولو سترګې ېې د اصلي توطئوپه وړاندې ړندې کړې. داسې ړندې چې لومړی مو د خپل ګوند د مشر په ناروا وژنه د ګوند ملا ماته کړه او وروسته مو چې خپلې پښې لړزیدلې ولیدلې نو له مخې د کرملین ترحم ته کیناستواو په خپلو لاسو مو خپلو قاتلینوته بلنه ورکړه. دغه ترخه واقعیتونه که هرڅومره په کلماتو کې ونغښتل شي او د بل شان ښودلو هڅې ېې وشي د پټیدو نه دي.ځکه تحکم ،فردې ارادواوفردي ځان غوښتنود جمعي تعقل زنې ورتړلې وې او له همدې کبله د یوه وژنه د ټولو وژنه وه.
پر افغانستان د سرو لښکرو را ماتیدل یو ښکاره پوځي تیری و خو دغه تیري ته یوه ورځ ، یوه میاشت یا یو کال کار نه وو شوی او څه ناڅاپي پیښه هم نه وه
.د وخت واکمن ښه خبروچې وهل شوي پرچمي مشران په مسکو کې راټول شوي او د خلقي لوري ځپل شوي د اعتبار وړ پوځي لویان هم هملته لیدنې کتنې لري خو له دې سره سره یا د ساده لوحانه باورونو په وجه او یاهم د حالاتو د ترنګړي کیدو له ویرې له حیرتانو څخه دشوروي لښکرو راتیریدل یو بری اعلانیده او د ښار له منځه د امن تیرید په خاطر ېې د شپې بندیز لګیده او غوښتنه کیده چې د الارم په وخت کې پر کړکیو تورې پردې را وځړوۍ . البته بیسارو درنو له وسلو او پوځي سړو ډکو الوتکو خو دکابل ټول آسمان نیولی و. خپل ځواکونه ترکوه کرغ پورې شاته وهل او میلمنوته د خپل انګړ ورسپارل او په پای کې د روسي آشپز له زهرو ډک جامونه په سر اړول مګر پر خپل لاس د مرګ هرکلی نه و؟ دې لوبې تر څه دمخه د واکمن سیاسي هوښیاري او د پیښو د بهیرونو پیژندنه او اټکل له پوښتنې سره مخ کړ. د شوروي لښکرو او استخباراتي شبکو او ورسره د هرکورنې کاتب اوسرکاتب په څنګ کې د شوروي مشاورانو شتون نوره هرچاته ښودنه کوله چې د ملي خپلواکۍ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمنۍ جنازې ېې اخیستل شویدي. له دغه تیرې سره سم خلقي لوری لوی او واړه هغه چې زندانونو ته نه وو تللي ټول له پاسه تر لاندې په دویمه اودریمه په بې واکه او د نورو ترحم ته ناستوڅیرو واووښتل. تر دې چې د یوه پرچمي منشي د مشاور ترجمان به د خلقي مشر او منشي مشاور و.له تجاوز سره سم په خلقي لوري کې د ډیرې لږې انتقادي تومنې لرونکي کادرونو له پرچمي لوري مخکې د خلقي مشرانو په غوښتنه له خپلو موقعیتونو څخه را وغورځول شول او ځای ېې یا له مسکو نه را نازل شوو ونیو او یا هم هر مشر د توان ترحده د خپل کلي باسواده او بې سواده پر ځان راټول کړل. ویل کیدل چې د شپږم د جدي نه وروسته سلطانعلي کشتمند له کارمل څخه وغوښتل چې د دې وخت راغلی چې د خلقيتوب شتون په فزیکي توګه پای ته ورسوو. خو کارمل په ځواب کې ورته وايي :نه ! موږ له یوې پنځه ویشت کلنې جګړې سره مخ یو .پریږده چې خلقیان د همدې جګړې د سونګ مواد شي. هو! د کارمل خبره هوښیارانه وه. موږپه دې نوم چې د انقلاب وارثان یود هغې جګړې د سونګ مواد شوو کومه چې اشغال پخو ستراتیژیو ته پلان کړې وه.موږ دې وس، توان او اراده تر لاسه نه کړه چې د یوه جمعي تعقل له لارې حالات محاکمه او پر خپلو دریځونو د ملي ګټو پر بنسټ نوې کتنه وکړو.موږ په یو مخیزه توګه د مسکو رحم ته کیناستو ،هغه دیږې ترحم چې لومړی غاړې غوڅوي او بیا ېې په وینو تنده ماتوي. پردو لاسونو یواځې زموږ شارګونه له وینو خالي نه کړل بلکې هغو ته پرچمي لوری هم تر وسایلو پورته څه نه و.په همدې خاطر ېې کارمل ته چې ډیر ورنږدې هم ښکاریدو له همغه پیله بله داسې څیره تر سترګو کړې ، روزلې او په شا ډبولې وه چې د نورمحمد تره کي او امین خونړۍ مخامختیا په کې دوخت اوشدت له مخې په لږ توپیر د لیدو وړ وه .په سیاست که تړلې وسیلې ډیر ژر ژر له اعتباره لویږي او اړول ېې د خاوندانو پلاس په ضرورت اوړي. د پرچم د تاریخ د پای ته رسیدو شیبې هم را روانې وې. د شوروی اتحاد او سوسیالیستي نړۍ لمر په لویدو و . د کرملین په مشرتابه کې هغو پانګونو کار کړی وچې له ۱۹۶۳ کال څخه همدې لارې ته د متحده ایالاتو کنګرې منلې وې.یوري اندروپف دک.ګ. ب پخواني مشر او دافغانستان لپاره د ده را تلونکي د پام وړ څیرې ډیرڅه په استخباراتي سترګو لیدل. هغه سترګې چې خپل ېې په تته لیدلی شوای خو د پردیو او یا پردیو شوو شتون ېې په رټه نه لیده. میخائل ګرباچف هغه کرملیني مشرچې تر ټولو اوچت اوژبه ورکمونیست ګڼل کیده د شوروي اتحاد د ړنګیدو په ټاکل شوې نښه واووښت. د هغه ماموریت یواځې دا نه وچې د شوروي نظام زنې وتړي بلکې هغه دنده درلودله چې د لویدیز په نړیوال بري کې د برخې په خاطر ټول شوروي جوړکړې بهرني څلي هم ونړوي. دغه لوبه هم په یوه میاشت ، یوه کال کې نه وه راپیل شوې بلکې د شوروي نظام په زړه کې ېې د دغه نظام د نړیدو اوږده لاره وهله.ببرک کارمل د خپل لیوني پرولتري انتر ناسیونالیستی باوراوسویتستي دریځ له مخې نور د هغه بهیر جوګه نه وچې په چټکه د نړیوال کمونیزم د راپرځولو خامه یا پخه وسیله شي. یوه سیاسي بدلون داسې بدلون ته اړتیا وه چې همغه د خلقیانو د راپرځولو لوبه په لږ توپیر را نوي شي.کارمل ښه و که بد، وطنپال و که د خیالی پرولتري انترناسیونالیزم د لیونۍ مینه په څپوکې غرق وطنفروش، یو واقعیت هرچاته د لید وړ و او هغه دا چې کارمل د پرچم لومړی مشر او د ملاتیر و.پرچم هغه وخت آسانه او ارزانه رالویدلی شوای چې دغه د ملاتیرمات او پښې ېې شلې شي. دا ماموریت باید د پرچم په دننه کې یو چاته سپارل شوی وای. دغه څوک دهغه منلي شاګرد او هغه څوک وچې نارې به ېې وهلې: موی سفیدش فلک به رایګان نداد دا خبره جوته ده چې د پرچم را پرځونه د ګربا چف ورکړل شوی ماموریت و. همغسې چې په خلقي لوري کې د کرملین په دوستۍ تیروتنې د هغه لوري زوال حتمي کړپه پرچمي لورې کې هم د کرملین پردوستۍ د ډډو لګولو لیونیو هڅو د پرچم تاریخ ته د پای ټکی کیښود. نه په پردو لاسونو بلکې په خپلو لاسونو او پردو اشارو. له بده مرغه زموږ خام او آن څه پاخه څیړونکي او د پيښو بې خبره او باخبره شاهدان له مخې د پیښو ظاهري لوری لټوې او خپلې موندنې هم له خپلو او پردیو رسنیو څخه را اخلی او له دې لارې تاریخ ته خواړه ورکوي. په داسې حال کې چې د پیښو تل ته نه ورکوزیدل او د رسیو په پاڼو اړولو او را اړولو سره د حقیقت موندنې هڅې او تاریخ ته د هضم وړ خواړه ورکول نه شوني دي او نه ارزښت موندلی شي.د نیچه په قول درسنیو(ورځپاڼو) خپرونې د واکمنو کړیو د شپنیو درنو خوړو سهارنی ټیغ دی. تر څو چې د پیښو تل ته ور کوز نه شو او د حقایقو لټه، پیژندنه، درک او په حقیقت بلیدنه زده نکړو هیڅکله به هم د دې توان تر لاسه نکړو چې د پرون د معما د حل کیلي راتلونکو ته ورسوو. موږ ټول له پرونه جلا ،د نن په ظواهرو کې ډوب او له راتلونکې بې خبره په ناپیدا لورو روان یو.دغه څه به هیڅکله هم د هیواد په کچه د مخکښ نښه نه شي.