Nakhtar

ترمپ: امریکایی ناسیونالیزم که د زور پوځي ګلوبالیزم؟

23.01.2017 00:55

ترمپ: امریکایی ناسیونالیزم که د زور پوځي ګلوبالیزم؟

Hassin
مشران دې خدای نه لیوني کوي د لیونود کړو وړواټکل د پیاوړو اروا Tramp omfarver flagپوهانو له توانه هم وتلی وي
. په ټولنیزو ستونزمنو بهیرونو کې ټولنه دې ته اړ کیږي چې خپل اصل ته را وګرځي، ملي توب ته لیواله شي او په هغو پسې لاړه شي چې ستونزو د لیونتوب کچې ته رسولي دي. د راولاړ شوی ناسیونالیزم د یاغي لیونتوب اټکل شونی نه دی، بری ېې هم د تیرو نړول او د نوو په نیمه لاره کې پاتې کیدل ديداغوښتنه نه بلکې یو جبر دی چې زاړه به اوړي او د نوو جوړښت به له پوښتنې سره مخ ويمتحده ایالات د پانګوالې نړۍ په سرکې د نړۍ ستر اقتصادي، پوځي، تخنیکي ، علمي او مالي قدرت دیدغه لوړ توان او طاقت ته رسیدو څو پیړۍ وهلي.اوس ېې د لویدو نښې را څرګندې او ځغم ېې هم ټولنې ته دروند کار دی.یو یا څو تنه به د زړو نړولو او د نوو رغولو ته ژمنې ورکړي خو تر سره کول ېې زمان غواړي او په آسانه ډیر شوني نه بریښي ځکه د زړو ټینګ مقاومت او د نوو لړزیدلې پښې یواځې له اټکله وتی کړکیچ چاغولی شي نه څه نور.په پانګوال نظام کې د پیښو او بهیرونو تګ لوری هم دولتونه یا حکومتونه نه ټاکي بلکې د پردې شاته داسې واکمن ځواکونه د پيښو او بهیرونو لوری ټاکي چې پیژندنه ېې ستونزمنه ده.
په ښکاره خو دولتونه او حکومتونه د همدې پټو بانکي لاسونواجرایی متخصیصین دي نه نورڅهوايي دونالد ترمپ د امریکا خلکو نه دی ټاکلی بلکې د بریښنايي ټاکنو ډلو ټاکلی دید ټاکنو دغه بریښنايي ټولنې په کومو پټو لاسونو پورې اړه لري او څه غواړي دا هم نا څرګنده خبره دهپه هر صورت ښکاره خبره دا ده چې لویدیز د سړې جګړې وړلو دې خیال ته ورساوه چې د نړیوالې واکمنۍ پیر ېې را رسیدلی دیهمدې خیال په لیونۍ منډه دې ته ورټیل واهه چې له کورنیو ستونزو پښه واړوي او د هیوادونو او اولسونو په لاندې کولو سره د نړۍ ترځمکې لاندې او باندې زیرمو ته ځان ورسوي او له همدې لارې کورنۍ ستونزې هم کابو او د نړۍ واکمنې هم تر لاسه کړيدا لوبه لویدیځ ته درنه او په داسې بیه واووښته چې خیالونه او خوبونه ېې ور ګډوډ اوکورنۍ ستونزې ېې د نظامونو د لویدو تر کچې ور وپړسولېدغه حالت په ټوله پانګه واله نړۍ کې یو یاغي له اټکله وتی ناسیونالیزم را وپاراوهدغې پارونې په امریکایی ټولنه کې داسې څوک واک ته راوست چې د کړو خو ېې لا څه څرک نشته خو د ویناوو او څرګندونولړۍ ېې په بیلو بیلو لارو روانې دي.
دونالد ترمپ د همدې نوو هڅود مخ څیره، وايي:«امریکا امریکائیانو ته را ګرځوم»،« واک له نن څخه خلکوته ورلیږدول کیږي»،« امریکا له سره جوړوم
»، « امریکا له همدا نن څخه جوړه ده»… دا خبرې په احساساتو ولاړې ،پاروونکې او خلکو ته خیالی امید ورکونکې دي عملی کول ېې د خبرو په شان آسانه نه دي امریکا یوه نا متجانسه ټولنه دههلته د بیوزلۍ او شتمنتوب پولې د پیړیو په اوږدو کې پخې شوي دي، هلته سره پوستان په جنوساید کې خوړل شوي خو د سپینو او تورو پولې سختې او زړه ېې له چاودنو ډک دیهلته د کډوالو او اصلي اوسیدونکو ژورې کرکې واکمني کوي، هلته د اسلام او نورو ادیانو د توپیري دریځونو څپې ډیرې درنې دي، هلته بیکاري او له جګړه ییز خوځښت نه پرته ، د نورمالو اقتصادي بهیرونو چینې وچې شویدي . د دې ټولو ستونزو اړول یواځې په دې چې امریکا د امریکائیانو ده، اسلامې بنسټپآلنه به وهل کیږي، د کډوالو په وړاندې به دیوالونه را پورته کیږي… څه آسانه خبرې نه ديدا هر څه د بري پر ځای د ستونزو چاغیدو اوچاویدوته مخه ورکولی شي.ترمپ په خبرو او ژمنو کې خپل طبقاني لوړ واکمن موقعیت هم داسې له پامه غورځوي چې یو ډول نوی چپ هویت ښيي. کله چې تور اوباما واګې تر لاسه کړې نو ډیرې تودې ژمنې ېې امریکايي ټولنې ته ورکړې . د هغه ژمنې په پیل کې په سوسیالیستي لوالتیا تعبیراو ډیر ژرېې ژبه اوعمل ورواړاوهترمپ هم له لږو ستونزو سره مخ نه دییواځې دموکراتان او ویریدلي جمهوري غوښتونکې ېې مخې ته خنډ نه دي ، نوو نا تعریف شوو اقتصادي پانګونو ته د کمپنیو را غوښتنه د امریکايي ټولنې د ښځو آزادي، د تور پوستو تاریخي غوښتنې ، د کډوال څنډڼه او د اسلامي احساتو را پرځونه، د مکسیکویی کډوالو په وړاندې د دیوالونو اوچتول او امریکا ته د کډوالود ورتګ پولې تړل د لږو کړکیچونو د را پارونې لاملونه نه دي.وايي چې ترمپ د اشرف غني شاګرد را وتی دید هغه استاد په کورني او بهرني سیاست کې همداسې خامې لږ نه درلودلېژمنه ېې کړې وه چې په سلو ورځو کې آزموینه رانه واخلی که ناکام وم له واکه مې را کوز کړي سل نه درې سوه ورځې تیرې شوې ، نه ښونکی و نه ممتحن او نه ممیز بس خپله ېې له ځانه آزموینه واخیسته او ځان ېې مشروط اعلان کړ،درې څلور سوه ورځې نورې تیرې شوې د مشروطیت آزموینه ېې هم په بډه ووهلهاوس نو د دغه استاد شاګرد به څه کوي .د کار اوعمل توان لري که خپله ناکامي او مشروطیت په بډو وهي او هسې د قدرت ورځې شماريدا به زمان وښيي.
ترامپ امریکا د دفاعي نوو توغندیو د سیستم په لګولو له ګواښونو خوندي ساتي،اتومي پیاوړتیا ته ځان ژمن ښيي،ناتو په مصرف رسیدلی طاقت بولي، د اروپا يي اتحاد د پاشل کیدوهیله من دی، ملګري ملتونه یو اضافي بار بولي ،ایران او شمالي کوریا په جګړه او راکټي ګوزارونو ګواښي، د چین یوالی نه مني او پر چین د خپلو اقتصادي غوښتنو تپل غواړي، له شمالي کوریا سره د چین اړیکې تر پوځې ګواښ لاندې نیسي، خپل سفارت له تل ابیب څځه بیت المقدس ته رالیږدوي، د اسرائیلو او سعودي وهابیت ملاتړ ته ېې مټې رانغښتي، هند ېې له یاده ویستلی او جاپان ډیر لږ په خوله راوړي، له روسيي سره د اړیکو سمول د اتومې زیرموپه را کمولو پورې تړي
د دې ټولوژمنو تر سره کول نړۍ چیرته بیایید ایران ځپل، د چین ګواښل ، اسرائیلوته ډډه ورکول او له روسیی سره دوستي دا مګر شونې ده؟ امریکا د اروپايي اتحاد په ائتلاف کې نړیوال ځواک و،که دا ائتلاف ړنګ شي ، امریکا نور نه نړیوال ځواک دی او نه د نړیوالو پيښو دروند بار په غاړه اخیستی شيهمدا اوس د برجام په مسأ له کې اروپایی یوالی د ایران په څنګ کې ولاړ دید برجام په ړنګولو د ایران اوسیمې منابعو او بازار ته د اروپا د ور رسیدو لاره تړي د دغې لارې تړل اروپايي اتحاد له پښو غورځوي او دا په خپله د نړیوالو ټکرونو درنه غوټه بیرته اروپا ته راګرځوياروپا له هغه ناسیونالیزم څخه چې فاشیزم او ملیتاریزم ېې را وزیږاوه سخته ویره لري امریکايي ناسیونالیزم د اروپايي ناسیونالیزم د هڅونې مرستندوی ګرځي .همدا هم د امریکایی او اروپايي ائتلاف مزي شلويپه دغسې حالاتو کې که د ترمپ ناسیونالیستي ډوله هڅې د امریکا په څلورو دیوالو کې را ګیر پاتې شي نړیوال اغیز ېې را لویږي او د پیل شوي ګلوبالیزم ټغر ور ټولیږي او که د پخوا په شان هغه په نوو متضادو دریځونو د پوځي ګلوبالیزم لاره وهي نو متحد خوېې نشته او که په یواځېتوب کې ځغلي نوهم به د امریکا جوړونه ورنه پاتې وي او هم به په هغو ناکامو هڅو کې ورښکیل وي چې پرون د پانګوالې نړۍ په لوی ائتلاف کې هم تر سره نه شوېد اروپایی اتحاد په وړاندې د ترمپ سړه پاملرنه تر ټولو مخکې آسیاته د ورتیریدو پولې ړنګوي اروپا به آسیا ته په ورنږدې کیدوټولې هغه هڅې دښمنانه وګڼې کومې چې د ترمپ سیاستونه ېې را مخ ته کويترمپ په انګلوساکسوني ائتلاف کې چې د تیر ګلوبالیزم مخکښ ګڼل کیده یواځې له بریتانیا څخه یادونې کوي ، استرالیا او کا ناډا او آن نیوزیلند ېې په کاري تګلارو کې نه ښکاري دا ښيي چې په نړیوال ډګر کې یواځې په بریتانیا حساب کوي او د آسیا په سیمه ییزو پیښو کې ېې اسرائیل او سعودي په نښه کړیديد افریقا او لاتینې امریکا په وړاندې هم اعلان شوی سیاست نه لري ، مصر ېې له ټول طاقت سره له سترګو غورځولی او ترکیی ته هم ښايي څه پټې اشارې ولريد ناتو مالي لګښت د بار راکمول غواړي ، دغه بار په اروپا راځي ، اروپا د ابار نشي وړلیهمدا شان د ملګرو ملتونو د لګښت له ځانه کمول غواړي ، اروپا د دغه باروړلو توان هم نه لريکه ناتو بې ډودۍ پاتې او خپل زوال وویني دا به بشریت ته یو ښه زیری وي خوکه ملګري ملتونه د جامعهء ملل په برخلیک اخته شي نو د بشریت د راتلونکې اټکل به نور هم ګران شيآیا ترمپ او ډله به ېې چې ډیر تند پلویان ېې هم را ټول کړي له دې ټولو ستونزو را ووتی شي؟ دابه زمان وښيي.