Nakhtar

بیــــــا څــــــــه را روان دي؟

08.05.2017 21:26

بیــــــا څــــــــه را روان دي؟

Hassin
د لمریز هجری څور لسمي پیړۍ په څلورمه لسیزه کې دآسیا په جنوب urine i kabulکې یو ډیر وروسته پاتې ساتل شوی هیواد دپراخیدونکو روښانفکري خوځښتونودرا پاڅیدنې په تاوده مرکز واووښت
.دغه هیواد افغانستان و هغه چې اقبال لاهوري ېې په خپل موزون آواز کې دآسیا زړه بولي.په هیواد کې له پاسه دنا پیژندل شوې او نا تعریف شوې دموکراسۍ څه ناسمه خامه او له نورو را کاپي شوې ننداره روانه وه. ددغې نندارې لومړي او تر ټولو مخکې لوبغاړي هغه روښانفکري احساسات وو کوم چې له استعمار ، کورني استبداد او ټولنیزو بیعدالتیو ېې کرکه درلودله او تر ډیره دنړۍ په کچه هغه لوري ته لیوال وو چې داستقلال ، ازادۍ ، برابرۍ او ټولنیز عدالت شعارونه ېې را اوچت کړي وو. داوخت نړۍ دخپل ایدیالوژیک او سیاسي فکري ویش لوړې کچې ته رسیدلې وه. په پرمختللې اروپا کې دغه ویش او ورنه را پاڅیدونکي ټکرونه څه ناڅه ویره وونکي بریښیدل او دوخت ډیرو وتلو متفکرینو له دې سره سره چې ایدیالوژي ګانې ېې دنوو ارزښتونو درا غوړیدو مورینې کڼله خو دایدیالوژیګانو تر نوم لاندې له یو ډول غیر واقعي او په دروغو پوښل شوو ایدیالوژیو څخه کرکه پټه نه وه .همدا و چې په اګزیستانسیالیزم تورن فرانسوي وتلي لیکوال البر کامو په خپل وخت دنړیوالو ایدیالوژیو دمحکومیت خبره را پورته کړه او دوخت امریکایی او شوروي ایدیالوژی ګانې ېې وغندلې.
خو په دریمه هغه لویه او له نفوسه ډکه نړۍ کې چې دانوم هم وینستون چرچل پرې ایښی و له ټولیزو، سیاسي سازماني خوځښتونو سره دتفکر او تعقل پر ځای تر ډیره خام او داټکل له توانه وتي احساسا ت ملګري وواو په دې توګه هدفي غوښتنې تتې او شعاري ناري اوچتې او درنې وې. همدغه حالت ټولنه ډیر ژر په دننه او له بهر سره داړیکو په برخه کې له ټولنیزنه پخلا کیدونکي ویش اولیکه لیکه کیدو سره مخ کړه.کین اړخي ، ښي اړخي او منځپا لي هغه چې تر لومړیو دوو ډیر اووښتونکي اودریځ بدلیدونکي وو یو دبل مخته ودریدل. دغه ویش او تقابل دنړۍ زبر ځواکونو ته دخپل منځي سیالیو ډګر پراخه کړ او دټولنې په ځوانو پوړیو پټې او ښکاره پانګونې پیل شوې.دهمدې لسیزې دپای په کلونو کې کابل پوهنتون دمتضادو ډلواو فکري خوځښتونو په تاوده ډګر بدل شو. هلته بنسټپألې مذهبي ډلې دوخت دکیڼ اړخو هغو ډلو په وړاندې ودرول شوې چې دټولنیزو بدلونونو لاره ېې په مذهبي تفکراتو کې نه لیدله او دپراخه فکري او آن عقيدتي آزادیو تر شعارونو لاندې راغلي وو. دغه وخت دکابل پوهنتون په اډانه کې سره له دې چې « اخواني» غوښتنې او نارې سورې دوخت دشرعیاتو له پوهنځي څخه په اوریدو وې او له هغه لورې دنیازی، رباني ، سیاف یانورو نومونه اوغږونه را رسیدل خو څیرې ېې لا ډیرې بربنډې نه وې، دغه وخت لومړنۍ دمصري اخوا ن المسلمین دمشرانو حسن البنأ ، سید قطب ،محمد قطب او نوروپر پلو روان خوځښت په ښکاره او په ډیره ویروونکې توګه دکابل پوهنتون له هغو پوهنځیو څخه را پورته شو چې مخامخ دامریکا دمتحده ایالاتو په روزنیزوپلانو او یا مالي مرستو ولاړ وو. په دې برخه کې دکابل انجینري پوهنځي ته ډیر محصلین دثانوي تخنیک له لارې راتلل هغه ښونځي هم مخامخ تر امریکایی روزنې لاندې و . دکابل پوهنتون دتعلیم اوتربیی پوهنځی چې د« مسلمانو ځوانانو» دفعالیت بل دپام وړ مرکز وهم تر مخامخ امریکایی قیمومیت لاندې واو دامریکایی فرانکلین موسسې سیوری لا پرې پروت و.ددغو دوو یادو پوهنځیو اخواني خوځښت دومره ژرپراخه او وپړسول شو چې نور نو دشرعیاتو دپوهنځي غږ په لویدو شو. دهغه وخت دکیڼ اړخه خوځښتونو تر ټول لوی خوځښت ددموکراتیک خلق خوځښت و. ددغه خوځښت ډیرو وتلو کادرونو چې هغه وخت دانجینرۍ دپوهنځي محصلان وو لکه ماما رؤف ، جلال ، عمر اونورو به تل دا نارې وهلې چې امریکايي ښوونکو دګلبدین حکمتیار، عمر او حبیب الرحمن په شان ډیرې خطر ناکې څيرې ډیرو ویروونکو پیښوته روزلي او را مخته کړي ېې دي. دغه څیرې دومره په پوهنځي کې نه وي لکه چې په سفارت او ور پورې تړلو امریکایی فرهنګي مرکزونو کې .دغه شان دتعلیم اوتربيي دپو هنځي اخواني خوځښت هم دیوه بل حبیب الرحمن تر مشرۍ لاندې په پړسیدو وو.دلمریز هجری ۱۳۴۹ کال په اوږدو کې په کابل پوهنتون کې یوه جوړه شوې توطئه په لاره ولویده .دا تور لګیده چې کیڼ اړخو ځوانانو دقرآن شریف پاڼې سوځولې دي .ددې توطئي مشري دشرعیاتو دپوهنځي یوه محصل عبدالرحیم نیازی کوله ، نیازي تر دې وخته پورې د«ځوانو مسلمانو» دخوځښت مشرګڼل کیده . خو نیازي لکه چې خپلې توطئي وخوړ . ډیر ژر سخت ناروغه شو او دعلی آباد او او وزیر اکبرخان روغتونونو وښوده چې نیازي دجګر په سرطان اخته دی. هغه ېې دصبغت الله مجددي په نقدي مرستو هند ته ولیږه خوډیر ژر ېې جنازه کابل ته را وړل شوه له دې وروسته د« دځوانو مسلمانو» دخوځښت چارې دانجینرۍ پوهنځي اخواني مشرانو اوپه سرکې ګلبدین حکمتیار ته ور پاتې شوې.له دغه وخته وروسته داخواني خوځښت ویره وونکې څپې سختې درنې شوې داسې بریښیده چې دغه مهال دمصر داخوان المسلمین خوځښت هم په ټوله عربي نړۍ کې دحسن البنأ له څه نرم چلند څخه دسید قطب او محمد قطب په مشرۍ سخت دریځي او آن فردي او ډله ییز ترور ته ور اوښتی و.حالاتو همغه وخت ښودنه کوله چې امرکایي روزونکي دنیمې یا یوې پیړۍ لپاره دخپل نفوذ زړي له همدا اوسه په مهارت روزي. ډیر وخت نه وو تیر شوی چې دغو ایښودل شوو زړو خپل مرګونی زهرې رنګ وښود. دکابل پوهنتون انګړ ېې دسیدال سخندان په وینو سور کړ.حکمتیار ددغې وژنې مسؤل وپیژندل شو او له لږ بند وروسته پاکستان ته وتښتید او هلته تر نوې روزنې لاندې ونیول شو. له دې پیښې وروسته (ښايي مخکې وي) يې په لغمان کې دیوه ځلمي خلقي ژوند دحکمتیار دډیر نږدې ملګري لغماني حبیب الرحمن په لمسه په ډیره بیرحمۍ ترینه واخیست. له دغو جنایتونو وروسته پاکستان هم ولیدل چې دافغانستان دتاریځي ځپلو امریکا روزلي زړي ددوی افغان دښمنو غرضونوته ډیر مناسب وسایل دي. هغه وخت چې په افغانستان کې دشاهي کورنۍ دخپل منځي شخړو له کبله سلطنت راولوید او دسردار محمد داؤد په مشرۍ یو ډول جمهوری نظام عنوان شو.دلویدیځ او دسیمې په لویدیځ پورې تړلو هیوادونو دا وپتیله چې محمد دؤد دخپلو فکري او سیاسي آن اقتصادي تړاوونو له مخې دوخت شوروي اتحاد لوري ته لیوال دی او ښايي جمهوریت ېې هم دهغو هیوادونو په پله ګام کیږدې کوم چې دسوسیالیستي لیوالتیا لاره ېې غوره کړیده. دغه وضعیت لویدیځ او سیمه ییزې اډې ېې دې ته را وخوځولې چې له همدغو روزل شوو« اخواني» ډوله څیرو او خوځښتونو څخه ګټه پورته کړي. دسردارمحمد داود خان دجمهوریت لومړي کلونه څه آرام تیر شول خو همدا وخت امریکا په سیمه کې دیوه نوې ظاهراً اقتصادي تړون بنسټ کیښود. دغه نوی تړون« دسیمې دآبادونې دپیمان»یا (آر سي ډي) په نوم را څرګند او له افغانستان څخه وغوښتل شول چې ددغه تړون غړیتوب تر لاسه کړي . څرنګه چې دغه تړون د«سنتو »دسازمان مرستندوی ښکاریده اوډیر اختیارات ېې د پاکستان وو او تړون په ښکاره دلویدیځ دستراتیژیکو موخو په خاطر را جوړیده نو سردار محمد داؤد دافغانستان دناپیلتوب دخوندي ساتنې اړتیا غوره وګڼله او له دغه تړون سره یو ځای نه شو. همدا وچې لویدیځ دامریکا په مشرۍ داود خان تر عملي فشار لاندې را ووست او همغه په انجینري او دتعلیم او تربيي په پوهنځیو کې روزل شوي ېې دنوي جمهوریت درا پرځولو یا کمزوري کولو لپاره وسله وال بغاوت ته را ولیږل او په بدخشان، لغمان ،پنجشیراو ارګون کې ددولت خلاف وسله وال بغاوتونه دګلبدین حکمت یار ، عمر او جوړه حبیب الرحمانانو په مشرۍ را پیل شول .محمد داود دغه بغاوتونه مات او دبغاوتونو هغه مشران چې حکومت ته پلاس ورغلل له دنیا تیر کړل ، خوحکمتیار،مسعود او نورپاکستان ته په تیښته بریالي شول او دبیا او نوې روزنې تر پروګرام لاندې راغلل. تر دغه وخته امریکا او پاکستان روزلې اخواني ډلې چې وروسته ېې تنظیمي نومونه ورکړل دومره پیاوړي شوي وو چې دامریکا ، پاکستان ، سعودي ،خلیج او آن ایران په مرسته اولمسه ېې په افغانستان کې ولاړ رژیم درانسکورید له ویرې سره مخ کړی و. په هیواد کې دننه هم رژیم له خپلو لومړنیودموکراتیکوژمنو په اووښتو واو دوخت له شوروي اتحاد سره ېې هم اړیکې دشلیدو ترپولو رسیدلې ښکاریدې.همدا وچې رژیم دایران په منځګړتوب پاکستان ته ورنږدې او دامریکا دبل سیمه ییز ژاندارم یعنې مصر سره ېې پټ او ښکاره تارونه وغزول. دغه حالت امریکا او دهغه هیواد سیمه ییزو یارانو ته درژیم کمزورۍ او اړتیاوې ور په ګوته او په پاکستان کې روزل شوې بنسټپالې ډلې ېې دواک نیولو ته وهڅولې. ددې ویره را څرګنده شوه چې درژیم را پرځیدنه به له ځانه سره دټولوکیڼ اړخو اودموکراتیکو ځواګونو دپراخه وژنې پیغام هم ولري .دسردار محمد داؤد دیوې بیړنۍ لیونۍ پریکړې له مخې دافغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوند مشران ونیول شول او ګوند دې ته اړشو چې درژیم عمر ته دپای ټکی کیږدي. په دې کار سره داخواني تنظیمي خوځښتونو هڅې ناکامې او شاته ووهل شوې خو دا ماته دامریکا ، لویدیځ او دهغوی دسیمه ییزو اډو لپا ره دځغم وړ نه وه نو ځکه دامریکا دوخت دسیا مشربرژنسکي دافغانستان پولو ته راغی او دتوپک مخه ېې افغانستان ته سیخه کړه . نړیوال سیمه ییز تضادونه سیمې اوافغانستان ته را دننه شول او افغانستان ددغو تضادونو دټکرپه مرکز واووښت. له بده مرغه دوخت شوروي اتحاد هم په نا اټکل شوې توګه پر افغانستان پوځي یرغل راوړ او خپله دخوښې واکمني يي واک ته ورسوله. دغه کار په پاکستان کې ناستو امریکا، پاکستان او لویدیځ روزلو بنسټ پالو ته نوی توان وروباښه. اوه ګوني تنظیمونه په پاکستان او اته ګونې په ایران کې دافغانستان دورانولواو را پرځولولپره وګمارل شول او له دې لارې دنړیوال کمونیزم دځپلو سیالي توده شوه. دغه بهیر دزوال په حال کې شوروي امریکایی سیال دامریکا پښوته ورټیټ او دکابل واکمني هم دې ته اړ شوه چې خپل ګوندي او دولتي دپام وړ ځواک دپاکستان روزلو تنظیمي ډلو په ګټه کمزوری ، له تونه لویدلی او دعمل له ډګره لرې وساتي .دغه بیسارې فردي واکمنۍ دشوروی، امریکایی او پاکستاني نه جوړیدنکو سیالانو ترحم ته کیناسته.دغې لویدنې ښودنه کوله چې نور نودکیڼ اړخوځواکونو عمر پای ته رسیدلی دی. همدا چې دنجیب الله درژیم دکورنیو کمزوریو څخه په ګټه اخیستو دپردو پلاس جوړو شوو توطئو دبغاوتونو په بڼه درژیم د را پر ځولوخبره یقیني کړه اوپه دغه کار نور دنړۍ دیو قطبي کیدو وروستۍ پاڼه هم واووښته نو دامریکا انګلیس او نورو لویدیځ والو لپار نور بنسټپال تنظیمونه هم له خپل وسیله ېې اعتبار نه را ولویدل او دله منځه تللوارزانه لاره ېې تر کار لاندې ونیول شوه.دغه ارزانه اوبې لګښته لاره دتنظیمونو خپل منځي نښتو ته مخ ورکول و. په دې لوبه کې جمعیت اسلامي ، شورای نظار او دحکمتیار حزب اسلامي تر ټولو مخکښ وو.په دې تو ګه دغو خونړیوتنظیمي نښتوچې دپردو دګټو په حساب روانې وې تر هرڅه دمخه دکابل ښارداختر عبدالرحمن دغوښتنو او دحمید ګل دمخامخ لارښونو له مخې وران اوڅه ناڅه ۶۵ زرو کابلیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. داسمه ده چې په دې خونړۍ پردو جوړه کړې کربلاکې دټولو تنظیمونو لاس په وینو سور دی خوپه دې کربلا جوړولو کې دحکمتیار حزب اسلامي تر ټولو مخکې ښکاریده. هغه وخت دده دتنظیم په شان یو بل بنسټپال تنظیم (جمعیت اسلامي) دواک په دلی ناست وو، له خپل سیال حزب اسلامي سره ېې روغه جوړه هم وکړه، صدارت ېې هم دحکمتیار استازي او وروسته خپله ده ته پریښود خو دجهاد تر نوم لاندې جګړه او ورانونه دیوې شیبې لپاره هم ونه دریده او داځکه چې جګړې باید ټول هغه له کاره لویدلي وسایل سوزولي وای چې نور لویدیځ ته دارزښت وړ نه وو.دغو پیښو او ورسره دغلا، لوټ او اخلاقي فسادبې ساري خپریدنې یوې کوچنۍ دودیزې مذهبي ډلې(طالبانو) ته ددې چانس ورکړچې ددغو جګړو،لوټ اوفساد ټغر ور ټول کړي . دطالبانو دخوځښت دنیمګړې واکمنۍ تر ټینګښت پورې نړیوال حالات څه بل لوري ته واووښتل. امریکا ـانګلیس او اروپايي همغږو ېې داسې وپتیله چې دسړې جګړې بریو دوی دې توان ته رسولي دي چې دنړۍ دلاندې کولو خوبونه ېې رښتیا شي. همدې احمقانه غوښتنې په پیل کې دافغانستان له لارې دمنځنۍ آسیا دلاندې کولو تنده را پورته او پر افغانستان پوځې یر غل د۲۰۰۱ کال ددسامبر له خونړي ناتار مخکې تر لاس لاندې ونیول شي او پلمې هم په خپله را جوړې کړي. افغانستان اشغال شو او دواکمنو په نوم پر هند دواکمنو ګورنر جنرالانو په شان واکمن یو پر بل پسې واک ته راوستل شول.اشغال دافغانانو تاریخي اشغالی ضد ږلږلې بیا تاریخي آزمویښت ته را وغوښتې. داشغال ملا په ورورو خو په کلکه په ماتیدو شوه. دغې ماتي چې دلویدیځ دګډې تاریخې ماتې رنګ ېې ځانته غوره کړ، امریکا اوانګلیس دپاکستان په مرسته بیا دې ته اړ کړل چې خپل په ظاهر کې له دوی سره مخالف ځواک (دحکمتیار اسلامي حزب) بیا ډګرته را مخته کړي او دټولو تیرو جنایتونه بښنه ورکړي. اوس پوښتنه داده چې : امریکا اوانګلیس دنورو په سر کې له دې لوبي څخه څه غواړي؟ ځواب روښانه دی : دامریکا او لویدیځ هغه خیال چې دشوروي اتحاد په را پرځیدونور نړیوال سیال نه لري په اوبو لاهو شو.روسیه بیا په پښو ودریده ، چین دیوې لويي لاسبرې اقتصادي امپراطورۍ په توګه روسيي ته ورنږدې شو.ایران تر امریکایی فشارونو لاندې همدې نږدیتوب ته لیوالتیا چټکه کړه،ترکیه لویدیځو توطئو او فشارونو دې ته اړ کړه چې روسيي ته مخه کړي، هند دامریکا او ناتو په جال کې لویدلې پاتې شو خو هیڅکله ېې هم لویدیځ باور تر لاسه نه کړ، پاکستان هم دامریکا اوانګلیس له ژورو کمزوریو نه په خبرتیا دسیمې همدې همغږۍ ته ور لیوال شو. داټول څه ښيي چې نړۍ په چټکه دوه قطبي کیدوته په ور پورته کیدو ده. دغه دویم قطب په ښکاره په هغه سیمه کې بڼه اخلي چې افغانستان ېې دوصل مرکزي نقطه ده. امریکا انګلیس او پانکواله لویدیځه نړۍ دخپلو نړیوالو او سیمه ییزو ګټو او دسیالیو دپر مخ وړلو لپار دې ته اړ شوه چې دنړۍ ددوه قطبي کیدو او دنړیوال بیلانس دبدلون دمخ نیوي لپاره دنوي سیال قطب دجوړیدومخه ډب کړي. تردې مهاله دطالبانو تر نامه لاندې دافغان اولسونو اشغالي ضد خوځښت دسیمې ګاونډې هیوادونه دې ته را مات کړل چې دغه خوځښت داستقلال غوښتنې دیوه روا واقعاً موجود خوځښت په توګه ومني او دې نظرته هم ورسي چې که سبادامریکا پاکستان او دکابل دواکمنو په مرسته راجوړ شوی «دخراسان داعشي خلافت» دوی ته په یوه خطر اوړي ددغه خطر دمخنیوي لپاره باید په یوه داخلي قوت تکیکه وکړي دغه داشغال ضد او دداعش ضد ځواک دطالبانو تر مشرۍ لاندې وسله وال خوځښت وګڼل شي.دغو حالاتو امریکا اوانګلیس دنورو په سرکې دې ته وهڅول چې په دې سیمه کې نوي وسایل تر لاسه او پر هغو خپله لوبه مخته یوسي.هغه تنظیمي او مزدورې ډلې چې دوی په واکمنۍ کې را ټولې کړې وې نورې له توانه لویدلې او په عیش او فساد کې ډوبې شوې وې . په دې خاطردحکمتیار شړیدلې او له توانه لویدلې ډلې ته دا چانس ورکړلشو چې دهیواد اشغال ته غاړه کیږدي،هغه جهاد چې ده تیر پنخلس کاله بی شمیره انسانان پکې له تیغه تیر کړل نور ناروا وګڼې او داشغال له هغه ګورنر جنرال سره همغږی شي کوم چې دوطن داشغال ددوام نا پایه حجت ېې لاسلیک کړیدی.ځینې دا څرګندونې هم کوي چې حکمتیاردجګړییزو لیکو له کتاره لویدلی و، هغه دخپل ځان او خپلو قاروني شتو دخوندي ساتنې لپاره له اشغال سره دهمغږۍ لاره غوره کړه او له امریکا سره ېې داشرف غني هغه امنیتي پلان ته زړه ښه کړچې وخت او زمان نه پیژني.ځینې نور بیا په دې باوردي چې اشرف غني او ډله ېې دډاکتر نجیب الله په برخلیک اخته ده.دغه کار هغه دې ته اړ کړی چې دنجیب الله حالات تکرار نشي او مخکې له مخکې دحکمتیاردولت ورکړو وسله والوته ددې مخه ورکړي چې دمخالفوډلو دغوړیخوځیدو په حال کې بغاوتونو په وړاندې یو څه دی هم په لاس کې ولري.له دې سره سره داهم دلید وړ ده چې امریکا انګلیس او ناتو دخپلې ماتي چټک بهیر ویني، کیدای شي چې دوخت دشوروي مشرانو په څیر ېې قصد داوي چې دافغانستان کورني حالات داسې خونړي کړي چې سباته له هیچا سره دا توان نه وي چې ددوی په جنایتونو او دجګړې په تاوان غوښتنو فکروکړي. هغه څه چې په ښکاره لیدونکي او سخت ویروونکي دي هغه دادي چې دوطن حالات دنجیب الله دواکمنۍ دورستیو شیبوپه پرتله ډیر بنګنوونکي دي. دکابل په ښار کې دومره پټ اوښکار یو دبل وینو ته تږي تنظیمي او ملیشايي وسله وال را ټول شویدي چې یوه کوچنۍ نښته کولی شي داسې اورونه خپاره کړي چې دنجیب الله له سقوط وروسته جوړه کربلا به په لسګونو ځله تر هغې خونړۍ او نه ایساریدونکې وي.