Nakhtar

په جرمني کې د مـیرویس نیکــه د جامع جومات خبرتیـــا

27.05.2017 22:29

 

په جرمني کې د مـیرویس نیکــه د جامع جومات خبرتیـــا
دبایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې د افغانانو د اسلامي او فرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامع جومات) مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواو وروڼوته د روژې مباره کې د راتګ له امله مباره کي وايي او دوی ټولو ته ددې مهمې فریضې په ادأ کولو کې له پاک رب څخه توفیق غواړي.
د میرویس نیکه د جامع جومات نوی مشرتابه هیئت چې یوه میاشت مخکې د خوښۍ په فضأ کې وټاکل شو په خورا درنښت سره ټولو مونشن مېشتو او مونشن ښار ته څېرمه افغانانوته خبرورکوي، چې د روژې مباره کې له لمړۍ ورځې څخه د میرویس نیکه په جامع جومات کې د قران عظیم الشان ختم پیل او د تراویح لمونځ ادأ کیږي.
ستاسوعزتمنو راتګ به د میرویس نیکه جوماتوالو دخوښي سبب اوقدمونه به مو انشالله د نېکۍ په تله کې ولوېږي.
د يادولو ده، چې د تراویح لمونځ له پاوکم یوولسوبجو څخه د شپې تر دوولسو بجو پورې دوام مومي. 
بلــــــــــــــــــــــــــنه:
عزتمنو خویندو او وروڼوته د زړه په مینه بلنه ورکول کیږي، چې د میرویس نیکه دجامع جومات په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړي.
پتــــــــــــــــــــــــــه:
MACHTLFINGER    STRASSE 10
81379 - MÜNCHEN  UBAHN 3
دمختل ففنګ سیمه د مونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت