Nakhtar

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( یوولسمه برخه )

06.06.2017 03:43

د قرآن سره مرکه
( یوولسمه برخه )

پوښتنه : انسان په کومه درجه یا کوم مقام کی ځای لری ؟
ځواب : انسان تر ډیرو مخلوقاتو افضل دی او بهتر مقام لری یعنی اشرف المخلوقات دی ( الاسرأ : ۷۰ ؛ التین : ۴ ؛ البقره : ۳۴ ) .
پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي دي چی تا انسان د الله تعالی نایب یعنی نماینده بللی دی ، آیا دا رښتیا ده ؟
ځواب : هو ، زما په متن کی انسان ته همدا ستر نعمت عطا سوی دی او کله چی الله د هغه د جوړولو په هکله ملایکو ته خبر ورکړ چی زه پر مځکه باندی خپل خلیفه جوړوم ( البقره ۳۰ ) ، نو فرشتو ورته وویل چی آیا هغه څه ایجادوې چی پر مځکه فساد جوړوی او وینی تویوي ؟ خو الله ورته وویل چی بیشکه ماته هر څه ښه معلوم دي نه تاسو ته ( البقره : ۳۰ ) .
پوښتنه : نو آیا انسان د دې ستر امتیاز تر څنګ یو مسؤل او ذمه وار مخلوق هم دی که څنګه ؟
ځواب : هو ، هغه ډیر مسؤلیتونه لری . مثلأ : بې خبره او بې ثبوته باید په چا پسی څه و نه وایی او نه هم څه وکړی ، هغه د الله د عبادت له پاره خلق سوی دی ( الذاریات : ۵۶ ) ، نو ځکه به د هر انسان حتی رسولانو سره هم حساب کتاب کیږی ( القیامه : ۳۶ ؛ الاسرأ : ۳۶ ؛ الاعراف : ۶ ) .
پوښتنه : آیا انسان دښمن لری ؟ که وی نو ستا په نظر هغه څوک دی ؟
ځواب : د انسان تر ټولو ستر دښمن شیطان دی ( البقره : ۳۶ ) .
پوښتنه : آیا تا داسی هم ویلی دي چی الله پر ځینو کسانو باندی شیطان مسلط کړی دی حال دا چی هغوی ځانونه سم بولی ؟
ځواب : هو دا صحیح ده . هر څوک چی د رحمان د ذکر څخه غافل وی نو الله پر هغوی شیطان مسلط کوی او هغه یې ملګرﺉ وی او د سمي لاری څخه یې لیری ساتی حال دا چی هغوی ځانونه پر سمه لار روان بولی ( الزخرف : ۳۶ ـ ۳۷ ) .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د انسان لویي لویي نفساني غوښتنی کومی دي ؟
ځواب : د انسان څو عمده نفسي خواهشات چی ما ذکر کړي دي ، دا دي :
۱ ـ جنس ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۲ ـ اولاد ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۳ ـ مال او دولت ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۴ ـ سوَرلي ( آل عمران : ۱۴ ) [ لکه د آس ، موټر او نورو] ؛
۵ ـ څاروی او اهلي حیوانات ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۶ ـ مځکه او د هغې پیداوار ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۷ ـ کور او محل ( التوبه ۲۴ ) ؛
پوښتنه : نو آیا تا د زړه د تسکین او ډاډمنېدو کومه طریقه هم ویلې ده ؟ که وی ، یوه بیلګه یې راته ویلی سې ؟
ځواب : هو ، ولی نه . یوه بیلګه یې دا ده چی مؤمنان د الله په ذکر سره ډاډمن کیږی او زړونه یې له خوفه بېغمه کیږی ( الرعد : ۲۸ ) .
پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي دي چی ته مو پرله پسې صبر ته هڅوې . آیا د دې کار یوه ګټه را ته ویلای سې ؟
ځواب : هو باالکل همداسی ده . ستر څښتن تاسی په لوږه ، بېره ، ځانی او مالی زیانونو سره امتحانوي او زېرﺉ درکوي چی کله د څه مصیبت سره مخامخ سی ، نو ووایی چی موږ صرف د الله مال یو او د هغه خوا ته ورتلونکي یو [ یعنی ِانا للهِ وَ ِانا الیهِ راجعون ] . پر دغسی خلکو بېله شکه د خپل رب عنایتونه او رحمتونه لوریږی ( البقره : ۱۵۵ ، ۱۵۶ ، ۱۵۷ ) .
پوښتنه : نن د نفاق او فتنې یو عجیب حالت مسلط دی . ځینی کسان په ناخبرۍ او ځینی په تجاهل سره او ځینی نور بیا قصدأ ستا د ارشاداتو څخه لږ یا ډیر مخ اړوي او په ډول ډول پلمو او حیلو سره دلایل جوړوی او ادعا کوی چی زه ( یا موږ ) د فلاني شخص یا فلاني سیسټم او یا هم فلاني جوړښتون د قوانینو پیروي کوم ( یا کوو ) . دغسی کړنو او خلکو ته ستا ځواب څه دی ؟
ځواب : ما هر څه ته واضحأ اشاره کړې ده او صریحأ می ویلي دي چی اسلام یو بشپړ دین دی او پخپله الله هغه ستاسو له پاره انتخاب او خوښ کړی دی ( المایًده : ۳ ) . ما هغوی ته ویلی دي چی صرف د هغه څه پیروي وکړﺉ چی د الله له خوا درته نازل سوی ، له هغه پرته د نورو اولیاوو پیروي مه کوﺉ ( الاعراف : ۳ ) . په کوم شي کی چی تاسو اختلاف ولرﺉ ، نو د هغه فیصله الله ته وسپارﺉ ( الشوری : ۱۰ ) . د الله او د هغه د رسول اطاعت کوﺉ ، اختلاف مه کوﺉ که نه بې زړه به سیً او قوت به مو له منځه ولاړ سي ( آل عمران : ۶۴ ) . که مو په یو شي کی اختلاف پیښ سو ، نو که واقعأ هم پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لرﺉ ، هغه الله او رسول ته راجع کړﺉ ( النسأ : ۵۹ ) .
پوښتنه : واقعأ چی ترخه حقایق دې بیان کړل ، اوس خو نو باالکل واضح سوه چی څوک ستا ارشادات و نه منی او مراعات یې نکړي حال به یې دغسی وی لکه تا چی اشاره ورته وکړه چی نن عملأ  بې زړه سوي دي او هم یې قوت له منځه تللی دی او څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي . په هر صورت ، موږ په سترګو وینو چی ځینی کسان دومره ضد کوی ، د حق څخه انحراف کوی ، او جاهلانه حرکات کوی چی حد نلری . د دغسی کسانو سره باید توندي وسی که نرمي ؟
ځواب : یا ، د جاهلانو سره باید توندي او مقابله ونسي او ځان ورسره سر په سر نکړی بلکی د هغوی څخه مخ واړول سی ، رُخ بدل سی او د سلام په کولو سره ځان ترې لیری کړی ( الاعراف ۱۹۹ ؛ الفرقان ۶۳ ) .
پوښتنه : په رښتیا هم دا ډیره عالمانه او عاملانه لارښوونه ده . په دې اړه می بل سوال دا دی چی آیا ممکنه ده چی ستا ډیره حصه ومنل سی او عملی کړای سی خو یوه برخه یې عملی نسی ؟
ځواب : دا هیڅ امکان نلری او له همدې امله نن هره خوا فساد او مصیبت مسلط دی او ما واضحأ ویلی دي چی زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار معنا لری ( البقره : ۴۱ ، ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ ) .
پوښتنه : ځینو لار ورکو او جاهلانو ته که ستا احکام بیان سی نو هغوی ډول ډول پلمې او حیلې جوړوي . آیا راته ویلای سې چی د هغوی لویي پلمې کومی دي ؟
ځواب : دغسی ګمراهان وایی چی موږ یوازی هغه څه کوو چی پلرونو او نیکونو مو کول ، آن که یې اجدادو اړونده کړني په نادانۍ او ناپوهۍ سره کولې ، بیا هم دوی هغه نه پریږدي او دوام ورکوی ( البقره ۱۷۰ ) .
پوښتنه : نو تا هغه کسان چی د الله نښانیو ته غور او فکر نه کوی ، څه بللی دي ؟
ځواب : ما هغوی ړانده بللی دي ( الاسرأ ۷۲ ؛ الحج ۴۶ ) .
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com، والسلام .