Nakhtar

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( یوویشتمه برخه )

16.06.2017 00:26

 د قرآن سره مرکه
( یوویشتمه برخه )

پوښتنه : دا خو تر لمر سپینه ده چی تا د انساني ژوندانه د سمون او سکون له پاره ډیر مهم ، اساسی او حیاتی لارښوونی کړی دي چی نړۍ یې ساری نه دی لیدلی . نو آیا د ټولنیز ژوندانه په باره کی دې هم هدایات لورولي دي که یا ؟

ځواب : هو ، ما چی د انسان د ټولنیز ژوندانه د سَمَوَلو او اصلاح کولو له پاره کوم هدایات کړي دي لنډیز یې دا دی :
۱ ـ ټول انسانان د بشري حیثیت او شرافت له مخی برابر دي دا ځکه چی ټوله د آدم (ع) اولاد دی . د رنګ ، نسل ، ژبی او سیمی له مخی هیڅ ډول توپیر او امتیاز جایز نه دی ( الحجرات ۱۳ ؛ النسأ ۱ ؛ الاسرأ ۷۰ ) .
۲ ـ د فضیلت او ښېګڼی معیار تقوا ، ایمان او ښه عمل دی ، نه بل څه ( الحجرات ۱۳ ) .
۳ ـ انسانان د عقیدوي پلوه دوې ډلی دي چی هغه کافران او مؤمنان دي ، یعنی کفر او ایمان ( التغابن ۲ ) .
۴ ـ د یو صحیح ټولنیز ژوندانه د ایجاد او تکوین له پاره ما د نارینه او ښځی تر منځ د نکاح امر کړی دی ( النسأ ۳ او ۲۵ ؛ النور ۳۲ ) .
میړه او ماندینه باید خپل تر منځ په محبت او الفت سره ژوند وکړی ( النسأ ۱۹ ؛ الروم ۲۱ ) .
دواړه یو بل ته د لباس حیثیت لری ( البقره ۱۸۷ ) .
دواړه یو د بل له پاره تسکین هم دی ( الاعراف ۱۸۹ ؛ الروم ۲۱ ) .
دواړه یو پر بل مساوی حقوق لری ( البقره ۲۲۸ ) .
میړه ( نارینه ) د کور پالندوی او منتظم دی ( النسأ ۳۴ ) .
هغه دا مسؤلیت لری چی د خپلی میرمنی او اولادو له پاره ډوډۍ او نفقه ، اوسېدنځای او نوری اړتیاوی پوره کړی ( الطلاق ۶ ؛ النسأ ۳۴ ) .
ښځه د کور ملکه ده ( الاحزاب ۳۳ ) .
هغه باید د نامحرمو نارینه وو څخه پرده ( سَتر ) وکړی ( الاحزاب ۵۹ ؛ النور ۳۱ ) .
نارینه ته تر څلورو ښځو پوری د نکاح اجازه سته خو د یوې څخه د زیاتو میرمنو د لرلو په صورت کی د هری یوې تر منځ باید عادلانه او مساوی سلوک وکړی ( النسأ ۳ او ۱۲۹ ) .
میړه د ډیر مجبوریت په وجه او په خاصو حالاتو کی خپلی میرمنی ته طلاق ورکولای سی ( البقره ۲۲۹ ، ۲۳۱ ، ۲۳۲ او ۲۳۷ ؛ الطلاق ۱ ) .
میرمن د خپل میړه څخه « خُلع » اخیستلای سی ، یعنی د مَهر د پریښوولو په صورت کی طلاق غوښتلای سی ( البقره ۲۲۹ ) .
۵ ـ پر والدینو فرض دی چی خپلو اولادو ته صحیح تربیه او روزنه ورکړی او هغوی ته دین ور زده کړی ( مریم ۵۵ ؛ لقمان د ۱۳ څخه تر ۱۹ پوری ؛ البقره ۱۳۲ ) .
۶ ـ اولاد به حتمأ د خپلو والدینو خدمت کوی او د هغوی سره باید ښه سلوک وکړی ( النسأ ۳۶ ؛ البقره ۸۳ ؛ الاسرأ ۲۳ ؛ العنکبوت ۸ ؛ لقمان ۱۴ ) .
۷ ـ صلهً رحمي یعنی د خپلوانو سره ښه رویه کول یا خپلوي پالنه ضروري ده ( النسأ ۳۶ ؛ البقره ۸۳ او ۱۷۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ الاسرأ ۲۶ ؛ الروم ۳۸ ) .
۸ ـ د بېوزلو او مسکینانو د اړتیاوو پوره کول د شتمنو خلکو مسؤلیت دی ( الاسرأ ۲۶ ؛ البقره ۸۳ او ۱۷۷ ؛ النسأ ۳۶ ؛الروم ۳۸ ) .
۹ ـ د ګاونډیانو ( النسأ ۳۶ ) او مسافرو سره هم باید ښه سلوک وسی ( الاسرأ ۲۶ ؛ الروم ۳۸ ؛ البقره ۱۷۷ او ۲۱۵ ؛ النسأ ۳۶ ؛ الحشر ۷ ) .
پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا اساسی او ضروری معلوماتو څخه . اوس به راسم دې ته چی  آیا تا دې خورا مهمی مسألې ته هم اشاره کړې چی د کومو کومو ښځو سره نکاح نا روا یعنی حرامه ده ؟
ځواب : ما چی د کومو ښځو سره نکاح حرامه بللې ده هغه مُحَرمات دا دي :
لومړی ـ مور ( النسأ ۲۳ ) ؛
دوهم ـ لور ( النسأ ۲۳ ) ؛
درېیم ـ خور ( النسأ ۲۳ )  ؛
څلورم ـ عمه ( النسأ ۲۳ )  ؛
پنځم ـ خاله ( النسأ ۲۳ )  ؛
شپږم ـ وراره او وریره ( النسأ ۲۳ )  ؛
اووم ـ خورځه اوخوریی ( النسأ ۲۳ )  ؛
اتم ـ هغه ښځه چی شیدې یې رودلی وی ( النسأ ۲۳ )  ؛
نهم ـ رضاعی ( د شیدو شریکه ) خور ( النسأ ۲۳ )  ؛
لسم ـ خواښې ( النسأ ۲۳ )  ؛
یوولسم ـ بچه اندره ( د ماندینې د بل میړه څخه لور ) ( النسأ ۲۳ )  ؛
دوولسم ـ مږور ( نږور ) ( النسأ ۲۳ ) ؛
دیارلسم ـ په یو وخت کی دوې خویندی ( النسأ ۲۳ ) .

پوښتنه : آیا تا کومه مناقشه یا مناظره هم بیان کړې ده که څنګه ؟ که یو مثال هم راکړې ، ښه به وی .
ځواب : یا ، زما د بلنی طریقه مناقشه نه ده (الحج : ۶۷ ـ ۶۹) ، بلکی ما یوازی مُحاجه (الحج : ۶۷ ـ ۶۹) یا مجادله غوره بللې ده چی هماغه د بحث معقوله طریقه ده (النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶) او صرف په همدې می اکتفا کړې ده . ځکه ، زما د بلنی هدف تلقین او هدایت دی (النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶) . د بیلګې په ډول ما د ابراهیم (ع) او یو مغرور پاچا محاجه داسی بیان کړې ده :
ابراهیم (ع) هغه ته د دعوت په ورکولو سره داسی وویل : زما رب هغه دی چی څوک ژوندﺉ کوی او مړ کوی یې . مغرور پاچا : ژوندی کونکی او مړ کونکی خو زه یم . ابراهیم (ع) : که داسی ده نو الله خو لمر د ختیځ څخه راخیژوی ، خو ته هغه د لویدیځ څخه راوخیژوه .
د دې سوال په اورېدو سره کافر پاچا وارخطا او سرځوړﺉ سو او وبیرېدﺉ (البقره : ۲۸۵) .