Nakhtar

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( دوه ویشتمه برخه )

17.06.2017 00:23

 د قرآن سره مرکه
( دوه ویشتمه برخه )

پوښتنه : ټولنیزی معاملې باید څنګه عملی او تر سره سی ؟

ځواب : دغسی معاملات باید د خپل منځي سلامشورو له مخی طی سی ( الشوری ۳۸ ؛ آل عمران ۲۵۹ ) .
پوښتنه : که راته ووایې چی د مسلمانانو خپل منځي اړیکی او مناسبات باید څنګه وی ، خوشحاله به سم .
ځواب : باید ورورګلویزه وی دا ځکه چی ما واضحأ ویلی دي چی مسلمانان سره وروڼه دي ( الحجرات ۱۰ ؛ التوبه ۱۱ ؛ آل عمران ۱۰۳ ؛الاحزاب ۵ ؛ البقره ۱۷۸ ) .
هغوی باید یو تر بله سره ګران ، دوستان او خواخوږي وی ( التوبه ۷۱ ؛ الفتح ۲۹ ؛ المایًده ۵۴ ؛ الانفال ۱ ) .
که احیانأ د مسلمانانو تر منځ شخړه او او ټکر رامنځته سی نو د هغوی تر منځ باید د سولی او جوړجاړې هڅی وسی ( الحجرات ۹ ) .
هیڅ مسلمان اجازه نلری چی په بل مسلمان ملنډی ووهي یا پیغور ورکړی او یا یې هم په بد نوم سره وبولی ( الحجرات ۱۱ ) .
هیڅ مسلمان حق نلری چی پر بل مسلمان شک او بدګوماني وکړی یا یې د حالاتو پلټنه وکړی یا یې جاسوسي وکړی او یا یې غیبت وکړی ( الحجرات ۱۲ ) .
پوښتنه : یوه ډیره مهمه او بنسټیزه مسأله می په دماغ کی راګرځی او هغه دا چی ستا په نظر د یوې بیلګه ییزه او مثالي اسلامی ټولنی ځانګړتیاوی کومی دي ؟
ځواب : په رښتیا هم دا ډیره مهمه موضوع ده او زه به درته ووایم چی د یوې نمونه اي یا مثالي اسلامی ټولنی څو مهم خصوصیات دا دي :
۱ ـ هغه باید د چا مستعمره نه بلکی خپلواکه وی ( النور ۵۵ ؛ الحج ۴۱ ؛ الانفال ۲۶ ) .
۲ ـ په هغه کی باید امنیت او ارامي موجوده وی ( الاعراف ۵۶ ؛ النور ۵۵ ؛ البقره ۲۰۵ ؛ القصص ۸۳ ؛ ص ۲۸ ) .
۳ ـ د هغه افراد په کفر او شرک مبتلا نه وی بلکی ایمان لرونکي وی ( آل عمران ۱۱۰ ؛ الروم ۳۱ ؛ النور ۵۵ ؛ فاطر ۳۹ ؛ الصف ۱۱ ) .
۴ ـ پر هغه باید صرف الله واکمن وی یعنی الهی احکام پر مسلط وی ( آل عمران ۲۶ او ۸۹ ؛ المایًده ۱۷۵ ؛ الانعام ۵۷ ؛ الاعراف ۵۴ ؛ التین ۸ ) .
۵ ـ په هغه کی د الله قانون نافذ وی ( المایًده ۴۴ ، ۴۵ او ۴۷ ؛ الاعراف ۳ ؛ النور ۵۵ ؛ الزمر ۵۵ ) .
۶ ـ د هغه افراد لمونځ کونکي او زکات ورکونکي وی ( البقره ۳ ، ۱۷۷ او ۲۷۷ ؛ الروم ۳۱ ؛ لقمان ۴ ؛ البینه ۵ ) .
۷ ـ د هغه افراد د ښېګڼو او اخلاقو یوه ټوټه وی او نور کسان هم نیکیو او اخلاقو ته راوبولی ، پخپله د بدیو څخه ځان ژغورونکي وی او نور هم ورڅخه راوګرځوي ( آل عمران ۱۱۰ او ۱۰۴ ؛ التوبه ۷۱ او ۱۱۲ ؛ النحل ۹۰ ؛ الحج ۴۱ ) .
۸ ـ د هغه د حکومت ټولی چاری او معاملې باید د خپل منځي مشورو پر اساس اجرا سی ( الشوری ۳۸ ؛ آل عمران ۲۵۹ ) .
۹ ـ د هغه مشر د ټولنی تر ګردو نېک عمله او صالح انسان وی ( الحجرات ۱۳ ) .
۱۰ ـ اوسېدونکي یې د قانون پابند او مراعا ت کونکي وی ( النسأ ۵۹ ) .
۱۱ ـ په هغه کی هیڅوک هم تر قانون لوړ نه وی یعنی څوک باید  تر قانون اضافه امتیاز ونلری ( القصص ۴ ) .
۱۲ ـ په هغه کی رشوت نه وی ( البقره ۱۸۸ ) .
۱۳ ـ هغه له سوده پاکه وی ( البقره ۲۷۵ او ۲۷۹ ) .
۱۴ ـ په هغه کی بې حیایی او بد اخلاقي نه وی ( الاعراف ۳۳  او ۱۵۷ ؛ الانعام ۱۵۱ ؛ الشوری ۳۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ النسأ ۲۲ ؛ آل عمران ۱۰۴ ، ۱۱۰ او ۱۱۴ ؛ التوبه ۷ او ۱۱۲ ؛ الحج ۴۱ ) .
۱۵ ـ په هغه کی د قمار او شرابو لعنتونه شتون ونلری ( المایًده ۹۰ او ۹۱ ؛ البقره ۲۱۹ ) .
۱۶ ـ په هغه کی د هر انسان اساسي او حیاتی اړتیاوی مهیا وی ( الذاریات ۱۹ ؛ المعارج ۲۵ ) .
۱۷ ـ په هغه کی د رایی آزادي او د رغنده انتقاد بشپړ آزادي موجوده وی ( البقره ۲۵۶ ؛ یونس ۹۹ ؛ آل عمران ۱۱۰ ؛ التوبه ۷۱ ) .

پوښتنه : آیا تا د محمدي امت ذکر او بیان کړی دی ؟
ځواب : هو باالکل ، ما د هغوی په باره کی ډیر وضاحت ورکړی دی او هغوی می د مُسلِمه امت (۱) ، وسطی امت (۲) یعنی پر سمه لاره تلونکی امت ، تر ټول ښه امت (۳) او د مسلمینو (۴) یعنی مسلمانانو په القابو سره نازولي دي (۵) . دغه امت دا امتیاز هم لری چی د نړۍ تر ټولو هغسی غوره امت دی چی الله یې تر قیامته دا ذمه اخیستې ده چی د نیکۍ د خپرولو او د بدۍ د منع کولو هڅه به کوی (۶) ، د حق دین شفاهی او عملی شهادت به ورکوی (۷) او د هغه د استقرار او ټینګښت کوښښ به کوی (۸) .

پوښتنه : آیا د دغه مُسلم امت په باره کی له مخکی څخه هم کومه پیش ګویی موجوده وه ؟ که وی ، نو یو مثال یې راکولای سې ؟
ځواب : هو ، دغسی پیش ګویی موجوده وه . کله چی ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) د کعبې تر بیا جوړولو وروسته الله تعالی ته دعا کړې وه ، په هغه کی یې د همدې مُسلِمه امت ذکر کړی و (۹) .

پوښتنه : آیا تا د صحابهً کرامو بیان یا ذکر هم کړی دی ؟ که یو څه وضاحت راکړې نو ښه به وی .
ځواب : هو ، هغه کسان چی د رسول الله (ص) ملګري وو ، صحابه دي (۱۰) . په تورات او انجیل کی هم په دې هکله پیش ګویی سوې وه (۱۱) . د صحابه وو د ټولنی شروع د خورا لږ او پراګنده حالت څخه وسوه ، وروسته داسی وخت هم راغی چی هغوی یو پیاوړﺉ ځواک سو (۱۲) . دغه اشخاص خپل تر منځو ډیر ګران او یو پر بل مهربانه وو خو د کافرانو په وړاندی خورا جدی او سرسخته وو (۱۳) . په دغه جماعت کی هغه مهاجرین هم شامل وو چی د الله په لار کی یې خپل کورونه او هر څه پریښي وو او د مکې څخه مدینې ته را غلی وو ، او په هغوی کی انصار هم شامل وو چی د نوموړو مهاجرینو سره یې ورورګلویزه سلوک کاوه او دا ټول رښتیاني مسلمانان وو (۱۴) . دغو خلکو د الله د دین په خاطر د سر او مال قربانۍ ورکړې (۱۵) . په هغوی که هغسی پاکو اشخاصو هم شتون درلود چی هره هغه خپلوي او قرابت یې ایسته وغورځاوه چی د ده او الله تر منځ به خنډ کېدله . د دغو انسانانو په زړونو کی ایمان ننوتلی و او الله هم ځنی خوشاله و او هغوی هم د الله څخه راضی ول (۱۶) . هغو اصحابو چی تر یوې ونی لاندی یې په ټولیزه توګه رسول الله ته بیعت وکړ هغوی ټول له یو مخی جنتي دي او هغوی د خورا ایثار او ځان سپارني څخه کار واخیست (۱۷) .
انصارو د مهاجرینو سره د مرستې په خاطر د خورا لویې قربانۍ او ایثار څخه کار واخیست (۱۸) . په اصحابو کی « سابقون الاولون » هم وو چی الله ورڅخه راضی سو او هغوی هم د الله څخه راضی سول (۱۹) .
د رسول الله سره د هغه یو صحابی [ ابوبکر رضی الله عنه ] هم هجرت وکړ او کله چی رسول الله د دښمنانو د خطر له امله په غار کی پټ سو نو دغه صحابی هم ورسره ملګری و (۲۰) .

پوښتنه : ډیره مننه . آیا تا مشخصأ د کوم صحابی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د زید [ رضی الله عنه ] نوم ذکر کړی دی (۲۱) .

پوښتنه : آیا د تابعینو ذکر دی هم کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، الله تعالی د نیکو تابعینو څخه هم هغسی راضی و لکه د نورو اصحابو کرامو څخه چی و (۲۲) .

(۱) : البقره : ۲۸ . (۲) : البقره : ۱۴۳ . (۳) : آل عمران : ۱۱۰ . (۴) : الحج : ۷۸ . (۵) : البقره : ۱۲۸ . (۶) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ . (۷) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۱۳۵ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المایًده : ۸ . (۸) : الشوری : ۱۳ . (۹) : البقره : ۱۲۸ . (۱۰) : التوبه : ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ التحریم : ۸ . (۱۱) : الفتح : ۲۹ . (۱۲) : الفتح : ۲۹ ؛ الانفال : ۲۶ . (۱۳) : الفتح : ۲۹ . (۱۴) : الانفال : ۷۴ . (۱۵) : التوبه : ۸۸ . (۱۶) : المجادله : ۲۲ . (۱۷) : الفتح : ۱۸ . (۱۸) : الحشر : ۹ . (۱۹) : التوبه : ۱۰ . (۲۰) : التوبه : ۴۰ . (۲۱) : الاحزاب : ۳۷ . (۲۲) : التوبه : ۱۰۰ .