Nakhtar

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( نه ویشتمه برخه )

23.06.2017 23:59

د قرآن سره مرکه
( نه ویشتمه برخه )

پوښتنه : آیا تا د کافرانو او منکرانو د دې تهمتونو او اعتراضونو مقابله کوله ؟ بل دا چی کفارو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه څه معجزې او دلایل غوښتل ؟ که په دې هکله مختصر معلومات راکړې ، ښه به وی .

ځواب :هو ، ما د دې ټولو تهمتونو او اعتراضونو ځواب ځای پر ځای ویلی دی (۱) . د مکې کفارو د هغه څخه عجیبی معجزې غوښتې او ورته ویل به یې چی موږ تر هغه مهاله ستا خبره نه منو څو چی زموږ له پاره مځکه څیری او یوه چینه ورڅخه جاری نکړې او یا هم دا چی ځانته د خرماوو او انګورو باغونه جوړ کړې او په هغو کی ویالې وبهوې ، یا دا چی لکه ته چی ادعا کوې نو دغه آسمان ټوټه ټوټه کړه او پر موږ یې راواچوه ، یا دا چی خدای او ملایکی مستیقمأ زموږ سره مخامخ کړه ، یا دا چی ستا له پاره دې د سروزرو یو کور جوړ سی ، یا دا چی  آسمان ته وخیژه خو بیا هم تر هغو پوری موږ یقین نه کوو تر څو چی له هغې خوا زموږ له پاره یو داسی لیکلی سند رانه وړې چی موږ یې ولولو (۲) .

پوښتنه : آیا کفارو او مشرکانو به مزاحمت ورته کاوه که یا ؟ که  وی ، نو یو مثال یې راکولای سې ؟  
ځواب : هو ، د حق مخالفین د هغه د بلنی اورېدلو او ځان پوهولو ته هیڅ  نه چمتو کېدل ، بلکی کله چی به ده هغوی ته زما آیتونه ویل نو هغوی به غالمغال او شور کاوه او ګډوډﺉ به یې جوړاوه تر څو په دغسی هنګامه کی چا ته د غور او فکر کولو موقع مساعده نسی . د دې حربې او شیطانۍ په ذریعه به نوموړو خلکو خپله جبهه پیاوړې بلله (۳) .

پوښتنه : آیا څه خاص چلنجونه به یې هم ورکول ؟
ځواب : هو خورا ډیر . کله کله به یې د ټوکو او ملنډو په توګه ورڅخه پوښتل چی قیامت به کله راسی ؟ (۴) . کله به یې په مسخرو سره داسی دعا کوله چی اې الله ! که دا واقعي حق وی او ستا له لوری وی نو پر موږ باندی له آسمانه ډبری را واوروه ، یا کوم بل دردناک عذاب راباندی نازل کړه (۵) . کله به یې دا اعتراض کاوه چی پر دغه نبي هیڅ خزانه نه ده نازله سوې (۶) . او کله به یې ویل چی د ده سره هیڅ کومه ملایکه نه لیدل کیږی (۷) .
یو وخت د ډیری مودې له پاره وحی رانغله ، نو کفارو به مسلسل ویل چی رب یې ورڅخه خوابدی سوی دی او دﺉ یې همداسی پر میدان پرې یښی دی (۸) .

پوښتنه : د دې ټولو سپکاویو او خواریو په وړاندی هغه (صلی الله علیه وسلم) څه غبرګون ښودﺉ او څه به یې کول ؟
ځواب : نبی (صلی الله علیه وسلم) بیا هم د دې ټولو بې ادبیو او بدو خبرو د توپان په وړاندی خپل عرض وړاندی کاوه ، د حق اظهار به یې کاوه او د بد اخلاقه خلکو څخه به یې ځان ګوښه کاوه (۹) . د ده ستره هیله دا وه چی خلک ایمان پر راوړی او هدایت حاصل کړی او له همدې امله به پریشان او غمجن و (۱۰) .

پوښتنه : په دغسی مشکل حالت کی د هغه (صلی الله علیه وسلم) سره ستا مرسته او لاسنیوﺉ موجود و که یا ؟ که و ، نو څه دې کول ؟
ځواب : ما د کفارو د پروپاګنډو په مقابل کی د ده د اصلی حیثیت د ښه ترا څرګندولو له پاره دﺉ په ډیرو ښه لقبونو سره نازولی دی تر څو عامو خلکو د ده په هکله صحیح تصور کولای . ما داسی ویلی دي چی محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله بنده (۱۱) ، د هغه رسول (۱۲) ، او نبي دی (۱۳) . هغه نذیر (۱۴) ، بشیر (۱۵) ، احمد (۱۶) ، مُبشر (۱۷) یعنی زیرﺉ ورکونکی ، مُذکِر (۱۸) یعنی د دین ور په یادونکی ، مُنذز (۱۹) ، یعنی خبر ورکونکی ، داعی الا الله (۲۰) ، یعنی د الله خوا ته رابلونکی ، مُزمِل (۲۱) یعنی په کمپل کی پیچلی ، مُدثِر (۲۲) یعنی په تلتک کی پیچلی ، خاتم النبیین (۲۳) ، یعنی آخری نبي ، هادي (۲۴) ، یعنی د هدایت لارښوونکی ، رحمته للعالمین (۲۵) ، یعنی د ټول جهان له پاره رحمت ، سراج منیر یعنی د هدایت روښانه څراغ (۲۶) ، د حق شاهد (۲۷) ، د امت خیر غوښتونکی او غمخور (۲۸) ، د مسلمانانو له پاره رؤف (۲۹) ، یعنی د شفقت او مهربانۍ لورونکی ، او رحیم (۳۰) دی .
ما داسی هم ویلی دي چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د « راعِنا » خطاب مه کوئ بلکی د « اُنظرنا » خطاب ورته کوئ ( البقره : ۱۰۴ ) .
پوښتنه : خبره له خبری زیږی . ما داسی هم اورېدلی دي چی تا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د پورتنیو نومونو او لقبونو څخه علاوه په نورو صفتونو سره هم ستایلی دی . که دا خبره صحیح وی ، نو کیدای سی چی څو بیلګې یې راوښیې ؟
ځواب : هو ، همداسی ده او ما رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په نورو القابو او صفاتو سره هم ستایلی دی چی څو مثالونه به یې ذکر کړم : شاهد ( الفتح ۸ ؛ الاحزاب ۴۵ ؛ مزمل ۱۵ ) . نذیر یعنی زیری ورکونکی ( الفتح ۸ ؛ الفرقان ۵۶ ؛ الاعراف ۱۸۸ ؛ هود ۲ ؛ سبا ۲۸ ) . عزیز ( التوبه ۱۲۸ ) . طه ( طه ۱ ) . رسول ( الفتح ۹ ، ۱۲ ، ۱۳ ؛ آل عمران ۱۰۱ ؛ الاحزاب ۲۹ ؛ آل عمران ۳۲ ، ۸۱ ؛ الاحزاب ۲۱ ، ۴۰ ؛ محمد ۳۲ ؛ الصف ۶ ) . عبدالله ( الجن ۱۹ ) . حق ( یونس ۱۰۸ ) . امین ( الدخان ۱۸ ) . نعمت ( البقره ۲۳۱ ) . رحمت ( الانبیأ ۱۰۷ ) . نبي ( آل عمران ۱۶۱ ؛ الاحزاب ۴۵ ؛ الاعراف ۱۵۸ ) . عبده ( الحدید ۹ ؛ الکهف ۱ ؛ الفرقان ۱ ) .

پوښتنه : ډیر منندوی یم . آیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هڅی او دعوت نتیجه ورکوله ؟ آیا کافرانو خنډونه ورته ایجادول که یا ؟
ځواب : د ده دعوت به سَوکه سَوکه ټول عرب تر اغیزې لاندی راوستل چی له امله یې د اسلام جبهه ټینګه او غښتلې کېده او د کفر په ځواک کی لږښت راتی (۳۱) . خو د دې سره سره باطل فکره انسانان ډیر فعال وو . هغوی د حق د بلنی څخه د خلکو د پام اړولو په خاطر د ساعتیریو محاذ خلاص کړ ، د خوشحالولو او تفریح کارونو ته یې لاس واچاوه ، د عیاشۍ او لوبو نندارې یې راویستلې او د دلچسپو افسانوي کیسو بیانونه یې شروع کړل (۳۲) .

پوښتنه : ډیره مننه د دې جامع وضاحت څخه . نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د دې مزاحمتونو په وړاندی څه کول ؟
ځواب : کفارو د ده سره د معاملو او موافقو هڅی هم وکړې او داسی به یې ویل چی د دغه قرآن پر ځای کوم بل قرآن راوړه یا په همدغه کی زموږ د خوښي سره سم ترمیم راوړه . په دې هکله الله تعالی خپل نبي ته وفرمایل چی « دغو خلکو ته ووایه چی زه د دې اختیار نه لرم چی په هغه کی له ځانه څه بدلون راوړم . زه صرف د هغو وحیو پیرو یم چی ما ته رالیږل کیږی . که زه د خپل رب نافرماني وکړم نو د قیامت د عذاب څخه بیریږم » (۳۳) .

پوښتنه : الله (ج) د دې خنډونو او تکلیفونو په بدل کی څه کومک ورسره کاوه ؟
ځواب : الله خپل نبي ته د کفارو د دغسی معاملو په مقابل کی د ثابت قدمۍ او د هغوی د چلونو څخه د ژغورنی تلقین وکړ او الله د ځان له خوا د ده د ساتنی بشپړ ډاډ ورکړ (۳۴) .
د حق مخالفینو د غیرالله څخه د ده د بیرولو هڅی هم وکړې خو الله تعالی په هر حالت کی دﺉ ثابت قدمه کړ او په هر حالت کی یې د ده د حفاظت اطمینان ورکاوه (۳۵) .

پوښتنه : د اهل کتاب والاوو رویه څنګه وه ؟ آیا هغوی په دې مبارزه کی کوم رغنده رول نه لوباوه ؟
ځواب : اهل الکتاب یعنی یهودو او عیسویانو هم د ده څخه انکار وکړ او مخالف یې سول ، حال دا چی د ده په حقانیت ښه پوه وو (۳۶) . د هغوی په انکار کی حسد ، ضدیت ، او مطلب پالنه نغښتې وه (۳۷) .

(۱) : الاعراف : ۱۸۴ ؛ یس : ۶۹ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۲۹ ؛ السجده : ۳ . (۲) : الاسرأ : ۹۰ ـ ۹۳ . (۳) : حم سجده : ۲۶ . (۴) : الاعراف : ۱۸۷ ؛ الاحزاب : ۶۳ ؛ النازعات : ۴۲ . (۵) : الانفال : ۳۲ . (۶) : هود : ۱۲ . (۷) : هود : ۱۲ . (۸) : الضحی : ۱ ، ۲ ، ۳ . (۹) : الاعراف : ۱۹۹ . (۱۰) : الکهف : ۶ ؛ الشعرأ : ۳ ؛ النحل : ۱۲۷ ؛ النمل : ۷۰ ؛ الانعام : ۳۳ . (۱۱) : الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ النجم : ۱۰ . (۱۲) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۱۳) : آل عمران : ۶۸ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ التوبه : ۷۳ ؛ الممتحنه : ۱۲ ؛ التحریم : ۱ . (۱۴) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۵) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۶) : الصف : ۶ . (۱۷) : الفرقان : ۵۶ ؛ الفتح : ۹ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ ؛ الاحزاب : ۴۶ . (۱۸) : الغاشیه : ۲۱ . (۱۹) : الرعد : ۷ . (۲۰) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۱) : المزمل : ۱ . (۲۲) : المدثر : ۱ . (۲۳) : الاحزاب : ۴۰ . (۲۴) : الشوری : ۵۲ . (۲۵) : الانبیأ : ۱۰۷ . (۲۶) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۷) : النحل : ۸۹ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ الحج : ۸ . (۲۸) : التوبه : ۱۲۸ . (۲۹) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۰) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۱) : الرعد : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۴۴ . (۳۲) : لقمان : ۶ . (۳۳) : یونس : ۱۵ . (۳۴) : الاسرأ : ۷۴ ـ ۷۵ ؛ هود : ۱۱۲ ـ ۱۱۳ . (۳۵) : الزمر : ۳۶ . (۳۶) : البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ، ۱۴۴ ، ۱۴۶ ؛ آل عمران : ۸۶ ، ۹۹ ؛ الانعام : ۱۱۴ ؛ الرعد : ۴۳ . (۳۷) : القصص : ۵۰ ؛ آل عمران : ۱۹ ؛ البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ؛ النسأ : ۵۴ .
درنو دوستانو ، هیله ده چی دغو تحفو یو څه ایماني او روحاني ګټه رسولې وی .  
ما خپل ایماني ، وجداني او اخلاقي مسؤلیت اقلأ ادا کړ خو ستاسی څخه یې په عوض کی صرف او صرف دعا طلبوَم . تاسی ته دې ستر رب د دې تحفو د لوستلو ، خوښولو او نظر څرګندولو ستر اجر درکړی .
روژې مو الله تعالی قبولي او مقبولي کړه . که احیانأ یوه روژه کمه سی نو د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم او رب العزت دې دا اختر د حسرتونو او مصیبتونو وروستی اختر کړی ، آمین .
ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی