Nakhtar

لــــه قــــران عظـــــیم الشــــان ســــره د مرکـــــو توحیـــــد

25.06.2017 00:02

لـــه قـــران عظـــیم الشـــان ســـره د مرکـــو توحیـــد

محترم ډاکترصاحب نثاراحمدصمدواصفي

دنښترویبلاګ اداره له هرڅه لمړی تاسو ټولو درنو لوستونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي اوهیله لري چې له خپلو درنو کورنیو سره به دمبارکې روژې له ټولو مفاداتو څخه برخمن شوي یاست.
باید زیاته کړوچې د نښترویبلاګ سږ کال هم له نېکه مرغه دقدرمن او قدردان ډاکترصاحب نثاراحمدصمدواصفي له په زړه پورې ملګرتیا څخه برخمن و.

تاسوکولای شئ په لاندې توګه لـه قـران عظـیم الشـان سـره د مرکـو توحیــد په مینه مینه ولولئ اومخ ته پرتې پوښتنې مو په اساني سره ځواب کړئ.
دمحترم ډاکترصاحب د زحمتونو او ایماندارۍ بدله یوازې الله تعالی ج ورکولای شي خوموږهغه لوی ذات ته کولای شو لاسونه لپه او دمحترم ډاکترصاحب اودرنې کورنۍ لپاره یې دهوسا اوبسیا ژوند او اخروي ښېګڼو دعا وکړو.
الله ج دې ورته د دومرو زخمتونو عوض یو په زره ورکړي .امین

( لومړۍ برخه )

درنو لوستونکو ، دغه خاصه لړۍ چی د « د قرآن سره مرکه » نومیږی ، د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دا زما د هغه کتاب ځینی انتخابي برخی دي چی اووه اته کاله مخکی می تهیه کړی او لیکلی دی خو تر اوسه چاپ سوی نه دی .
دلته د قرآنکریم څخه د حال په ژبه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . سوالونه انساني دي خو ځوابونه قرآني دي . نو هیله من یم چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! نو دا تاسو او دا هم د دې لړۍ لومړۍ برخه ، والسلام .
ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی .
 
سَلام‌ عَلیکَ ، سلامتی دی وی پر تا (۱) ‌
سَلام لکَ ، سلامتی دی وی درباندی  (۲)
پوښتنه : که لطفأ خپل ځان را وپیژنې ؟
ځواب : زه د الله کتاب یم (۳) ، نوم می قرآن دی (۴) .
پوښتنه : خو ما داسی هم اورېدلي دي چی ته د قرآن څخه علاوه نور نومونه او صفتونه هم لرې ، آیا خپل دغسی څو اسمونه او صفات را ښوولای سې ؟
ځواب : هو ، زه ډیر نومونه او صفتونه لرم چی د بیلګې په توګه به ځینی دروښیم :
کتاب  (۵) ، رحمت (۶) ، حکمت (۷) ، حدیث (۸) ، هُدا یعنی هدایت (۹) ، فرقان یعنی د حق او باطل بېلوونکی (۱۰) ، مُبین یعنی ښکاره دلیل (۱۱) ، ایمان (۱۲) ، کریم یعنی لوی (۱۳) ، کلام (۱۴) ، عدل (۱۵) ، برهان (۱۶) ، نور (۱۷) ، شفا (۱۸) ، موعظت یعنی نصیحت (۱۹) ، ذکر (۲۰) ، مبارک (۲۱) ، حکیم (۲۲) ، مُهیمین یعنی ساتونکی (۲۳) ، منیر (۲۴) ، مصدق یعنی تصدیق کونکی ، د پیش ګویانو مصداق (۲۵) ، حبل الله یعنی د الله رسۍ (۲۶) ، بهترین کلام (۲۷) ، تنزیل یعنی نازل سوی (۲۸) ، علم (۲۹) ، نعمت (۳۰) ، حق (۳۱) ، هادی
(۳۲) ، عجب (۳۳) ، تذکره یعنی یادونه (۳۴) ، عُروة الوثقی یعنی ټینګه رسۍ (۳۵) ، صِدق یعنی رښتیا (۳۶) ، امر (۳۷) ، بُشری یعنی زیری ورکونکی (۳۸) ، عزیز (۳۹) ، بلاغ یعنی پیغام (۴۰) ، قصص یعنی بیان ، قصې (۴۱) ، صراط ، یعنی لاره (۴۲) ، عظیم (۴۳) ، بشیر یعنی زیری ورکوونکی (۴۴) ، نذیر یعنی خبردارﺉ ورکونکی (۴۵) ، مجید یعنی سترتیا لرونکی (۴۶) ، حُکم یعنی فیصله (۴۷)....
پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی ته د چا تألیف یا کلام یې ؟
ځواب : زه د الله تعالی کلام یم (۴۸) .
پوښتنه : دا صحیح ده چی الله نازل کړی یې ، نو مځکی یا دغه دنیا ته چا راوړﺉ یې ؟
ځواب : د الله په امر یوې ملایکې راوړی یم چی جبریل نومیږی (۴۹) .
پوښتنه : پر مځکه دی چا ته تشریف راووړ ، یعنی جبریل (ع) چا ته ورتسلیم کولې ؟
ځواب : زه محمد (ص) ته راوړل کېدلم ، یعنی د هغه پر مبارک زړه را نازل کېدلم (۵۰) .
پوښتنه : اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی ته کله دغه دنیا ته را نازل سوې ؟
ځواب : زما د نازل کېدو پیل د روژې د مبارکی میاشتی په یوه شپه کی وسو چی لیلة القدر نومیږی (۵۱) .
پوښتنه : لطفأ راته ووایه چی ته چیری نازل سوی یې ؟
ځواب : زما نزول په مکه کی پیل سوی دی (۵۲) .
پوښتنه : آیا صرف په همدې مکه او د هغې په مربوطاتو کی نازل سوی یې او که په نورو ځایو کی هم را نازل سوی یې ؟
ځواب : زه د مکې څخه علاوه په مدینه او د هغه په مربوطاتو کی هم نازل سوی یم (۵۳) .
(۱) : سورهً مریم ، آیت ۴۷ . (۲) : سورهً الواقعه ، آیت ۹۱ . (۳) : البقره : ۲ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ الحجر : ۱ ؛ النمل : ۱ . (۴) : الانعام : ۱۹ ؛ یونس : ۳۷ ؛ یوسف : ۳ ؛ الاسراء ( بنی اسرایًل ) : ۹ . (۵) : البقره : ۲ ؛ النسأ : ۲۹ ؛ فاطر : ۱۰۵ . (۶) : الانعام : ۱۵۷ ؛ الاعراف : ۵۲ ، ۲۰۳ ؛ یونس : ۵۷ ؛ یوسف : ۱۱۱ ؛ النحل : ۶۴ ، ۸۹ . (۷) : الاسرأ : ۳۹ ؛ الاحزاب : ۳۴ (۸) : النجم : ۵۹ ـ ۶۰ ؛ الکهف : ۶ ؛ الطور : ۳۴ . (۹) : البقره : ۲ ، ۹۷ ، ۱۸۵ ؛ آل عمران : ۱۳۸ ؛ المایًده : ۴۶ ؛ الانعام : ۱۵۷ ؛ القصص : ۴۳ . (۱۰) : البقره : ۱۸۵ ؛ آل عمران : ۴ ؛ الفرقان : ۱ . (۱۱) : المایًده : ۱۵ ؛ یوسف : ۱ ؛ الحجر : ۱ ؛ الشعرأ : ۲ ؛ النمل : ۱ . (۱۲) : آل عمران : ۱۹۳ . (۱۳) : الواقعه : ۷۷ . (۱۴) : التوبه : ۶ ؛ الفتح : ۱۵ . (۱۵) : الانعام : ۱۱۵ . (۱۶) : النسأ : ۱۷۴ . (۱۷) : النسأ : ۱۷۴ ؛ المایًده : ۱۵ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ الشوری : ۵۲ ؛ التغابُن : ۸ . (۱۸) : یونس : ۵۷ ؛ الاسرأ : ۸۲ ؛ حم السجده : ۴۴ . (۱۹) : آل عمران : ۱۳۸ ؛ المایًده : ۴۶ ؛ یونس : ۵۷ ؛ هود : ۱۲۰ ؛ النور : ۳۴ . (۲۰) : الحجر : ۹ ؛ النحل : ۴۴ ؛ الانبیأ : ۵۰ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الطلاق : ۱۰ . (۲۱) : الانعام : ۹۲ ، ۱۵۵ ؛ الانبیأ : ۵۰ ؛ ص : ۲۹ . (۲۲) : آل عمران : ۵۸ ؛ یونس : ۱ ؛ لقمان : ۲ ؛ الزخرف : ۴ . (۲۳) : المایًده : ۴۸ . (۲۴) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۵) : البقره : ۴۱ ، ۸۹ ، ۹۷ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ آل عمران : ۳ ؛ یس : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ ، ۳۰ . (۲۶) : آل عمران : ۱۰۳ . (۲۷) : الزمر : ۲۳ . (۲۸) : الشعرأ : ۱۹۲ ؛ یس : ۵ ؛ الواقعه : ۸۰ . (۲۹) : البقره : ۱۲۰ ؛ آل عمران : ۶۱ ؛ الرعد : ۳۷ . (۳۰) : الاضحی : ۱۱ . (۳۱) : البقره : ۲۶ ، ۹۱ ؛ المایًده : ۸۴ ؛ الانعام : ۶۶ ؛ الانفال : ۶ ؛ القصص : ۵۳ . (۳۲) : الاسرأ : ۹ ؛ الاحقاف : ۳۰ ؛ الجن : ۲ . (۳۳) : الجن : ۱ . (۳۴) : الحاقه : ۴۸ ؛ المدثر : ۴۹ ، ۵۴ ؛ الدهر : ۲۹ ؛ المزمل : ۱۹ ؛ طه : ۳ . (۳۵) : البقره : ۲۵۶ . (۳۶) : الزمر : ۳۲ . (۳۷) : الطلاق : ۵ . (۳۸) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۸۹ ، ۱۰۲ ؛ النمل : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲.(۳۹) : حم السجده : ۴۱ . (۴۰) : ابراهیم : ۵۲ ؛ الانبیأ : ۱۰۶ . (۴۱) : آل عمران : ۶۲ . (۴۲) : الفاتحه : ۶ . (۴۳) : الحجر : ۸۷ . (۴۴) : حم السجده : ۴ . (۴۵) : حم السجده : ۴ ؛ الفرقان :۱ ؛ النجم : ۵۶ . (۴۶) : ق : ۱ ؛ البروج : ۲۱ . (۴۷) : الرعد : ۳۷ . (۴۸) : التوبه : ۶ ؛ الزمر : ۲۳ ؛ الفتح : ۱۵ . (۴۹) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۱۰۲ ؛ الشعرا : ۱۹۳ . (۵۰) : محمد : ۲ ؛ البقره : ۹۷ ؛ آل عمران : ۳ ؛ الاعراف : ۲ ؛ النحل : ۴۴ . (۵۱) : البقره : ۱۸۵ ؛ الدخان : ۳ ؛ القدر : ۱ . (۵۲) : الانعام : ۹۲ . (۵۳) : التوبه : ۱۰۸ ؛ آل عمران : ۱۲۳ ، ۱۴۰ ، ۱۴۲ ؛ الاحزاب : ۲۲ ؛ البقره : ۱۴۴ ، ۱۹۸؛ الحج : ۲۷ ـ ۲۸ ؛ الفتح : ۱۰ .
( دوهمه برخه )

پوښتنه : ما اورېدلی دي چی ته یوازی د مسلمانانو له پاره نه ، بلکی یو نړۍ شموله کتاب یې . آیا همداسی ده ؟

ځواب : هو باالکل ، زما هدایت د ټول بشر له پاره دی (۱) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی ستا موضوع څه ده ؟

ځواب : دا خو ډیره ښه خبره ده ، زما موضوع انسان دی (۲) .

پوښتنه : آیا مشخصأ را ته ویلای سې چی له دې څخه ستا مقصد او مطلب څه دی ؟

ځواب : زما اصلی مقصد دا دی چی انسان د ګمراهۍ څخه وژغورم او هدایت او ښېګڼه ور په برخه کړم (۳) .

پوښتنه : دا خو ډیر عالی هدف دی ، نو آیا ستا په کومه خبره کی څه شک او شبهه پیدا کېدای سی ؟

ځواب : یا ، زما په هیڅ خبره کی آن د شک کوم ګنجایش هم نه ځاییږی او زما هره خبره حقیقي ، یقیني او قطعي ده (۴) .

پوښتنه : نو چی ته حق یې ، آیا ستا د حقانیت یو څو لنډ دلایل راته ویلای سې ؟

ځواب : هو ، زما د حقانیت څو بیلګې به داسی در وښیم :

الف ـ زما هره خبره پر حقیقت ولاړه ده (۵) .

ب ـ زما په خبرو کی هیڅ تضاد نسته (۶) .

ج ـ زما غوندی بل هیڅ کلام وجود نه لری (۷) .

د ـ زما په متن کی آن د یوې ذرې په اندازه هم لږښت او ډېرښت نسی راتلی (۸) .

پوښتنه : له دې معلومه سوه چی هر څوک باید پر تا ایمان راوړی . نو په دې ارتباط راته ویلای سې چی ته پر انسانانو باندی څه حقوق لرې ؟

ځواب : هو ، پر ما ایمان راوړل حتمي دی . پر انسانانو باندی زه ډیر حقونه لرم خو پنځه یې بنسټیز دي چی فرد فرد یې باید جدأ او حتمأ مراعات کړي ، یعنی :

۱ ـ پر ما ایمان راوړل چی د الله کتاب یم ( ۹) ؛

۲ ـ زما لوستل او تلاوت کول (۱۰) ؛

۳ ـ نور کسان په پوه کول چی غور وکړي (۱۱) ؛

۴ ـ زما پر لارښوونو او سپارښتونو باید عمل وسی ، مثلأ پر الله ایمان لرل ، لمونځ کول ، زکات ادا کول ، حج کول ، لنډه دا چی ښه اعمال کول او د بدو څخه ځان ساتل (۱۲) ؛

۵ ـ زما تبلیغ کول او تر خلکو پوری می رسول (۱۳) .

پوښتنه : دا خو ډیر اړین او مهم معلومت وو . اوس به راسم یوې بلی حساسی مسألې ته او هغه دا چی ځینی خلک وایی چی زه خو مسلمان یم ( یا موږ خو مسلمانان یو ) ، خیر دی چی د قرآن یعنی ستا بعضی احکام او اوامر عملی نکړو ( چی مثالونه به یې وروسته درسره مطرح کړم ) . نو آیا په دغسی حیلو او پلمو به برایًت حاصل کړي ؟

ځواب : نه ، داسی نه ده بلکی  زما  ټول حکمونه او هدایتونه به عملی کوي ، او زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار په معنا دی او داسی کسان به په الهي عذاب مبتلا کیږی (۱۴) .

پوښتنه : ډیره مننه . آیا ستا څخه وروسته به هم کوم بل آسماني کتاب نازل سی ؟

ځواب : یا ، تر ما وروسته به هیڅ کوم بل آسماني کتاب نازل نسي او زه پر آخری نبی (ص) باندی نازل سوی یم نو ځکه زه وروستی کتاب یم (۱۵) .

پوښتنه : نو چی ته آخري کتاب یې معنا یې دا ده چی باید تر قیامت پوری وساتل سې . که داسی وی نو ته د خپلی تلپاتی ساتنی څه ثبوت او تضمین لرې ؟

ځواب : ډیر ښه سوال دې وکړ ، الله پخپله تر قیامته زما د ساتنی ذمه او مسؤلیت اخیستی دی (۱۶) . زه په هره دوره او هره موده کی د ژوندیو انسانانو په سینو کی ساتلیً پاتیږم (۱۷) . هسی خو زه په هره زمانه کی په شفاهی او تحریری دواړو شکلونو سره پاته یم او شتون لرم (۱۸) .

پوښتنه : د دې معنا دا ده چی ته د ټول انساني ژوندانه له پاره هدایت یې ، آیا همداسی ده ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده او زه د انساني هر اړخیزه هدایت لاره یم (۱۹) .

پوښتنه : ډیر تشکر. اوس به راسم دې موضوع ته چی ستا دعوت څه شي دی ، یعنی خلک څه ته رابولې ؟

ځواب : زما دعوت ( بلنه ) دا ده چی انسان د خپل خالق خوښ کړﺉ او ټاکلی دین چی اسلام دی قبول کړي (۲۰) ، د خپل رب د احکامو اطاعت وکړي (۲۱) ، په هر کار او معامله کی د رسول الله (ص) پیروي وکړي (۲۲) ، او د آخرت د بریالیتوب له پاره ایمان او ښه عمل خپل کړي (۲۳) .

پوښتنه : چی داسی ده ، نو آیا تا د انساني مسایلو ټول جزیًیات هم بیان کړي دي ؟

ځواب : ما اصلأ د انساني ژوندانه اصول او مبادي په بشپړ تفصیل سره بیان کړي دي (۲۴) ، د جزیًیاتو د تفصیل او عملی تشریح مسؤلیت زما حامل یعنی محمد (ص)  ته سپارل سوی دی (۲۵) .

 (۱) : یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۱ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ ؛ التکویر : ۲۷ . (۲) : الانفطار : ۶ ؛ الانشقاق : ۶ ؛ العصر : ۲ ؛ الدهر : ۱ ؛ یس : ۷۷ . (۳) : العصر : ۱ ـ ۴ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الطلاق : ۱۱ ؛ البقره : ۲۵۷ . (۴) : الحاقه : ۵۱ ؛ الواقعه : ۹۵ ؛ آل عمران : ۶۰ ؛ الاحزاب : ۴ . (۵) : الانعام : ۵ ؛ یونس : ۱۰۸ ؛ البقره : ۹۱ ؛ المایًده : ۸۴ ؛ الرعد : ۱ . (۶) : النسأ : ۸۲ . (۷) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ . (۸) : حم سجده : ۴۱ ـ ۴۲ ؛ الحجر : ۹ . (۹) : البقره : ۲۸۵ ؛ (۱۰) : البقره: ۱۲۱ ؛ (۱۱) : النحل : ۶۴ ؛ (۱۲) : آل عمران: ۱۱۰ ؛ (۱۳) : المایًده : ۶۶ ، آل عمران: ۱۱۰ ؛ (۱۴) : آل عمران : ۱۱۹ ؛ البقره : ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ التوبه : ۸۶ ؛ (۱۵) : الاحزاب : ۴۰ . (۱۶) : الحجر : ۹ . (۱۷) : العنکبوت : ۴۹ . (۱۸) : القیامه : ۱۷ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ . (۱۹) : البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۹ ، ۸۵ ؛ الاسرأ : ۹ ؛ الذاریات : ۵۶ . (۲۰) : آل عمران : ۱۹ ، ۲۰ ، ۸۵ ؛ المایًده : ۳ ؛ الانعام : ۱۲۵ ؛ الحج : ۳۴ ؛ البقره : ۲۰۸ . (۲۱) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ التغابُن : ۱۲ . (۲۲) : آل عمران : ۳۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۲۳) : البقره : ۶۲ ، ۸۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ هود : ۲۳ ؛ ابراهیم : ۲۳ ؛ العصر : ۳ . (۲۴) : الانعام : ۱۵ ؛ هود : ۱ . (۲۵) : النحل : ۴۴ ، ۴۶ ؛ آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ ۵۹ ؛ الاحزاب : ۲۱ .
( درېیمه برخه )
پوښتنه : دا خو په رښتیا هم ډیر مهم معلومات وو . اوس به یوه ذهني او معلوماتي پوښتنه وکړم او هغه دا چی آیا تا داسی حروف هم استعمال کړي دي چی د بیلو بیلو تورو په شکل وی ؟ که وی ، نو کوم دي او تعداد یې څو ته رسیږی؟

ځواب : هو ، ما دغسی حروف ذکر کړي دي چی « مقطعات » بلل کیږی او شمیر یې ۱۴ ته رسیږی . دا حروف د سورتونو په پیل کی راغلي دي ، مثلأ :

الم (۱) ، المص (۲) ، الر (۳) ، طه (۴) ، طس (۵) ، طسم (۶) ، حم (۷) ، حم عسق (۸) ، ق (۹) ، ن (۱۰) ، ص (۱۱) ، یس (۱۲) ، المر (۱۳) ، کهیعص (۱۴) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا الله تعالی ستا په متن کی قسم هم اخیستی دی که یا ؟

ځواب : هو ، الله زما په متن کی څو ځله په خپل ځان قسمونه اخیستي دي (۱۵) .

پوښتنه : دا چی موضوع د قسم په ارتباط ده ، نو آیا الله تعالی په خپلو مخلوقاتو هم قسم اخیستی دی ؟

ځواب : الله پر خپلو ځینو مخلوقاتو د قسم غوندی تأکید کړی دی ، مثلأ :  والعصر (۱۶) یعنی په زمانه می قسم ، والشمس (۱۷) یعنی په لمر می قسم ، والیل (۱۸) یعنی په شپه می قسم او ډیر نور .

پوښتنه : د دغو قسمونو او ټینګارونو څخه یې مطلب څه دی ؟ یعنی الله تعالی ستا په متن کی دغسی تأکید ولی کړی دی ؟

ځواب : تر څو انسانان د ایمان ځینو اساسی معیارونو او حقیقتونو ته په ټینګه متوجه کړی ، مثلأ د ملایکو په باره کی (۱۹) ؛ د قرآن د حقانیت په باره کی (۲۰) ؛ د رسول الله (ص) د حقانیت په هکله (۲۱) ؛ د محشر د ورځی حقانیت (۲۲) ؛ د انسان د حالت په هکله (۲۳) او نور .

پوښتنه : هو باالکل همداسی ده . اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی آیا کولای سم وپوښتم چی ستا د تلاوت آداب کوم دي ؟

ځواب :  ډیر ښه ، زما د تلاوت څو مهم آداب په دې ډول دي :

لومړی ـ پاک او صاف والی (۲۴) ؛

دوهم ـ تر هر څه مخکی تعوذ ( یعنی اعوذ باالله من الشیطن رجیم ) ویل (۲۵) ؛

درېیم ـ وروسته تسمیه ( یعنی بسم الله الرحمن الرحیم ) ویل (۲۶) ؛

څلورم ـ سَوکه سَوکه او په سړه سینه تلاوت کول (۲۷) ؛

پنځم ـ په تلاوت کی له تلواره کار نه اخیستل (۲۸) ؛

شپږم ـ په خشوع او خضوع سره تلاوت کول (۲۹) ؛

اووم ـ پر هغه باندی غور او تدبُر کول (۳۰) ؛

اتم ـ د نورو له خوا په چوپتیا او ډیره توجه سره زما تلاوت اورېدل (۳۱) ؛

نهم ـ د سجده آیتونو په لوستلو یا اورېدلو سره سجده ادا کول (۳۲) ؛

پوښتنه : د تلاوت آداب خو په رښتیا هم ډیر مهم دي . په همدې ارتباط آیا راته ویلای سې چی د ستا د تلاوت ښه وخت کله دی ، یعنی ته باید څه وخت تلاوت سې ؟

ځواب : د ممنوعه وختونو څخه پرته هر وخت تلاوت کېدای سم . خو ښه وخت یې سهار دی (۳۳) .

(۱) : البقره : ۱ ؛ ال عمران : ۱ ؛ العنکبوت : ۱ ؛ الروم : ۱ ؛ لقمان : ۱ ؛ السجده : ۱ . (۲) : الاعراف : ۱ . (۳) : یونس : ۱ ؛ هود : ۱ ؛ یوسف : ۱ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحجر : ۱ . (۴) : طه : ۱ . (۵) : النمل : ۱ . (۶) : الشعرأ : ۱ ؛ القصص : ۱ . (۷) : المومن : ۱ ؛ حم سجده : ۱ ؛ الزخرف : ۱ ؛ الدخان : ۱ ؛الجاثیه : ۱ ؛ الاحقاف :۱ ؛ الشوری : ۱ . (۸) : الشوری : ۱ـ ۲ . (۹) : ق : ۱ . (۱۰) : القلم : ۱ . (۱۱) : ص : ۱ . (۱۲) : یس : ۱ . (۱۳) : الرعد : ۱ . (۱۴) : مریم : ۱ . (۱۵) النسأ ۶۵ ؛ یونس ۵۳ ؛ تغابن ۷ ؛ مریم ۶۸ ؛ الحجر ۹۲ ؛ المعارج ۴۰ ؛ الذاریات ۲۳ . (۱۶) : یونس : ۱۵ . (۱۷) : یس : ۶۹ ؛ انبیأ : ۵ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ . (۱۸) : الیل : ۱ . (۱۹) : الصافات ۱ ـ ۵  ؛ (۲۰) : الواقعه ۷۵ ـ ۷۷ ؛ (۲۱) : یس ۱ ـ ۲ ؛ (۲۲) : الذاریات ۱ ـ ۶ ؛ (۲۳) : العادیات ۱ ـ ۶ ؛ (۲۴) : الواقعه : ۷۹ . (۲۵) : النحل : ۹۸ . (۲۶) : العلق : ۱ . (۲۷) : المزمل : ۴ . (۲۸) : القیامه : ۱۶ ؛ طه : ۱۱۴ . (۲۹) : الاسرأ : ۱۰۹ . (۳۰) : النسأ : ۸۲ ؛ ص : ۲۹ . (۳۱) : الاعراف : ۲۰۴ . (۳۲) : مریم : ۵۸ ؛ الاسرأ : ۱۰۷ ؛ السجده : ۱۵ . (۳۳) : بنی اسراییل ۷۸ .
( څلورمه برخه )
پوښتنه : موږ خو دومره پوهیږو چی ته د خیر او ښیګڼو یوه نمونه یې . نو کولی سې چی ستا ځینی فضایل یا ښېګڼی راته ووایې ؟

ځواب : زما ښېګڼی ډیری دي چی څو مختصری بیلګې به یې داسی در وپیژنم :

لومړی ـ زه د الله کلام یم (۱) ؛

دوهم ـ زما غوندی بل کلام نسته او زه بهترین کلام یم (۲) ؛

درېیم ـ زما کار دا دی چی انسانان د ګمراهۍ د تیارې څخه راوباسم او د هدایت رڼا ته یې راوبولم (۳) ؛

څلورم ـ زه زړونو ته حوصله بخښم او ذهن او فکر ته ټینګښت عطأ کوم ( ۴) ؛

پنځم ـ زه د ټولو انسانانو د روحي ناروغیو له پاره د شفا پیغام یم (۵) ؛

شپږم ـ زه ایمان والاوو ته بشارت یا زیری یم (۶) ؛

اووم ـ زما اغېزه ثابته او مُسَلمه ده (۷) ؛

اتم ـ زما تلاوت یو ډیر لوی عبادت دی (۸) .

پوښتنه : والله دا خو ډیر مهم ټکې وو . اوس به د لوستونکو یا اورېدونکو پام یوې بلی موضوع ته را واړم او هغه دا چی آیا راته ویلای سې چی پر تا باندی مخالفینو اعتراضونه هم کړي دي ؟ که وی لطفأ یې څو بیلګې راته ووایه .

ځواب : هو ، پر ما باندی مخالفینو یو څه اعتراضات او نیوکي کړي دي چی ځینی یې دا دي :

لومړی ـ وایی چی زه د رسول الله (ص) له خوا جوړ سوی یم او ګواکی الله تعالی نه یم نازل کړی (۹) ؛

دوهم ـ وایی که موږ دا ومنو چی ته د الله له خوا نازل سوی یې ، نو بیا سوال دا دی چی ولی په یو ځایی توګه نه یې نازل سوی او ولی لږ لږ نازل سوی یې (۱۰) ؛

درېیم ـ وایی چی رسول الله (ص) زه د یو عجمي شخص [ غیر عرب ] په مرسته جوړ کړی یم (۱۱) ؛

څلورم ـ وایی چی زه باید د هغو دوو مشهورو کسانو څخه پر یوه نازل سوی وای چی د عربو د دوو مشهورو ښارونو [ یعنی مکې او طایف ] مشران وو (۱۲) ؛

پنځم ـ وایی چی زما پر ځای کوم بل [ نرم دریځه ] قرآن باید نازل سوی وای تر څو د دوی له پاره د منلو وړ وای (۱۳) ؛

شپږم ـ وایی چی زه باید د دوی د هیلو مطابق بدل سم (۱۴) ؛

اووم ـ زه یې شعر او شاعري بللی یم (۱۵) ؛

اتم ـ زه یې د پخوانیو خلکو بې سر او بې پښو داستانونه ګڼلی یم (۱۶) ؛

نهم ـ زه یې د خوب او خیال پاشلیً بیان بللی یم (۱۷) ؛

لسم ـ زه یې جادو بللی یم (۱۸) ؛

پوښتنه : استغفرالله ! د پخوانیو کافرانو او نننیو ملحدانو نظر خو بالکل یو دی . هغوی ولی داسی کول یا یې ولی اوس کوی ؟ یعنی ستا مخالفت ولی سوی دی یا کیږی ؟

ځواب : د بیلا بیلو خلکو له خوا زما سره مخالفت سوی دی چی د علتونو څو مثالونه یې دا دي :

لومړی ـ د نفساني غوښتنو پیروي (۱۹) ؛

دوهم ـ د لاس تنګۍ او بدحالۍ خطر (۲۰) ؛

درېیم ـ د ظلم او زیادتیو ناوړه عادت (۲۱) ؛

څلورم ـ د پلرونو او نیکونو په پټو سترګو تقلید (۲۲) ؛

پنځم ـ خپل منځي تعصب او ډلی ډلی والی (۲۳) ؛

شپږم ـ مجرمانه ذهنیت او تفکر (۲۴) ؛

اووم ـ ضدیت او سپین سترګي (۲۵) .

(۱) : التوبه : ۶ ؛ الفتح : ۱۵ ؛ یونس : ۳۷ . (۲) : الاسرأ : ۸۸ ؛ یونس : ۳۸ ؛ البقره : ۲۳ ـ ۲۴ ؛ هود : ۱۳ ـ ۱۴ . (۳) : ابراهیم : ۱ ؛ الاسرأ : ۹ . (۴) : النحل : ۱۰۲ . (۵) : یونس : ۵۷ ؛ الاسرأ : ۸۲ ؛ حم سجده : ۴۴ . (۶) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۸۹ ، ۱۰۲ ؛ النمل : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ . (۷) : الزمر : ۲۳ ؛ الاسرأ : ۱۰۷ ، ۱۰۹ ؛ الحشر : ۲۱ . (۸) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ ؛ الاحزاب : ۳۴ . (۹) : یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ ؛ الانبیأ : ۵ ؛ الفرقان : ۴ ؛ السجده : ۳ . (۱۰) : الفرقان : ۳۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۶ ؛ التوبه : ۸۶ ، ۱۲۴ ، ۱۲۷ ؛ محمد : ۲۰ . (۱۱) : النحل : ۱۰۳ ؛ الفرقان : ۴ . (۱۲) : الزخرف : ۳۱ . (۱۳) : یونس : ۱۵ . (۱۴) : یونس : ۱۵ . (۱۵) : یس : ۶۹ ؛ انبیأ : ۵ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ . (۱۶) : الانعام : ۲۵ ؛ الانفال : ۳۱ ؛ النحل : ۲۴ ؛ الفرقان : ۵ ؛ المطففین : ۱۳ . (۱۷) : الانبیأ : ۵ . (۱۸) : السبا : ۴۳ ؛ الزخرف : ۲۰ ؛ الانبیأ : ۳ ؛ الاحقاف : ۱۷ ؛ المدثر : ۲۴ . (۱۹) : القمر : ۳ . (۲۰) : القصص : ۵۷ . (۲۱) : العنکبوت : ۴۹ . (۲۲) : البقره : ۱۷۰ ؛ المایًده : ۱۰۴. (۲۳) : ص : ۱ ـ ۲ ؛ الفتح : ۲۶ . (۲۴) : المطففین : ۱۲ . (۲۵) : البقره : ۸۹ ـ ۹۰ ؛ العنکبوت : ۴۷ .
( پنځمه برخه )
پوښتنه : ځینی ملحدان او حتی تش په نوم مسلمانان او سیکولران دا استدلال کوی چی که د مسلمانانو بد اعمال د زلزلو او نورو آفتونو سبب کېدای سی نو باید کفار خو اوس ټول یا غرق سوي وای او یا په مځکه ننوتلي وای . دغسی منکرانو ته څه ځواب لرې ؟

ځواب : د هغوی د دې شبهې په باره کی به درته ووایم چی کافران دې کله هم دا ګومان نه کوی چی الله دوی ته مهلت ورکوی ( او په عاجل عذاب او آفت یې نه وژنی ) یعنی دا دې د دوی په ګټه وی . بلکی الله مهلت یوازی د دې له پاره ورکوی چی ګناهونه یې ډیر سی او د دوی له پاره سپکونکیً عذاب تیار دی (۱) .

پوښتنه :  هغوی دې الله اصلاح او فلاح کړی چی بې دلیله او چټی دغسی ضدیت درسره لری . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی د دې دنیا په باره کی څه فکر کوې ؟

ځواب : دا دنیا د انسانانو ازمویَنځی دی (۲) ، دا یو مؤقتی او فاني ځای دی او تر دې وروسته به قیامت راځی او یو بل مستقل او تلپاته جهان به شتون ولری (۳) . دا دنیا د لوبو ځای دی (۴) ، د خطا ایستلو ځای دی (۵) ، د ښکلاوو او ویاړ ښودلو نوم دی (۶) ، د آخرت په پرتله دا ډیر محدود او کوچنی دی (۷) .

پوښتنه : ستا د دې خورا مهمو ارشاداتو او لارښوونو څخه ډیره مننه . بله پوښتنه می دا ده چی ستا په نظر د انسان د ژوند څخه مقصد څه دی ؟ مطلب دا چی انسان ولی خلق سوی دی ؟

 ځواب : د انسان د ژوندانه مقصد د الله بشپړ اطاعت ، عبادت او بندګي ده (۸) .

پوښتنه : سبحان الله ! یوه بله مسأله چی له ډیره وخته یې په ذهن کی لرم دا ده چی ځینی پوهان او پروفیسوران ادعا کوی چی موږ په لابراتوار کی دا یا هغه ژوندی شی جوړ کړ . آیا را ته ویلای سې چی مخلوق ( په تیره بیا انسانان ) څومره قدرت لری ؟

ځواب : خورا لږ حتی هیڅ ، که ټول مخلوق هم سره یو ځای سی ، حتی یو مچ به لا جوړ نه کړای سی (۹) .

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د عربو د هغه مهال مشرکانو الله ته عقیده لرله یعنی الله یې مانه ؟

ځواب : هو همداسی ده ، هغوی الله د کایناتو خالق او مُدبر باله (۱۰) .

پوښتنه : چی داسی ده نو د بتانو عبادت یې ولی کاوه ؟

ځواب : هغوی دا بتان د الله له پاره وسیله او واسطه بلله (۱۱) او د هغو په عبادت سره یې ځانونه الله ته نږدې احساسول (۱۲) .

پوښتنه : استغفرالله ! نن خو هم ډیرئ کسان په بې خبرۍ او غیر شعوري توګه د خالق پر ځای د مخلوق څخه مراد او مرسته غواړی . الله تعالی دی هغوی پوه کړی . په هر صورت ، آیا داسی ګناه هم سته چی نه بخښل کیږی ؟ که وی نو هغه کومه یوه ده ؟

ځواب : هغه شِرک دی چی هیڅ نه بخښل کیږی (۱۳) .

پوښتنه : آیا د کوم مشرک له پاره بخښنه یا مغفرت غوښتل کېدای سی ؟ ځکه ځینی کسان په بې خبرۍ یا بې تفاوتۍ سره وایی چی فلانی ( کافر یا مشرک...) دې خدای وبخښی . آیا د الله څخه د کافر له پاره دغسی مغفرت غوښتل کیدای سی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، دا ځکه چی د هغه کفر ، شِرک او غیر مسلمانتوب له وړاندی لا معلوم او ثابت دی چی ځای یې دوږخ دی (۱۴) .

 (۱) : آل عمران ۱۷۸ ؛ (۲) : الملک : ۲ ؛ هود : ۷ ؛ المایًده : ۴۸ ؛ الانعام : ۱۶۵ ؛ الکهف : ۷ . (۳) : یونس : ۲۴ ؛ الکهف : ۴۵ . (۴) : الانعام : ۳۲ ؛ العنکبوت : ۶۴ ؛ محمد : ۳۶ ؛ الحدید : ۲۰ . (۵) : آل عمران : ۸۵ : الانعام : ۷۰ ، ۱۳۰ ؛ الاعراف : ۵۱ ؛ لقمان : ۳۳ ؛ فاطر : ۵ . (۶) : الحدید : ۲۰ . (۷) : النسأ : ۷۷ ؛ التوبه : ۳۸ ؛ الرعد : ۲۶ ؛ یونس : ۲۴ . (۸) : الذاریات : ۵۶ ؛ البقره : ۲۱ ؛ یونس : ۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ الانبیأ : ۲۵ . (۹) : الحج : ۷۳ . (۱۰) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۱۱) : یونس : ۱۸ ؛ الزمر : ۴۳ . (۱۲) : الزمر : ۳ . (۱۳) : النسأ : ۴۸ ، ۱۱۶ . (۱۴) : التوبه : ۱۱۳ـ۱۱۴ .
( شپږمه برخه )
پوښتنه : که ستا خوښه وی اوس به یو څو ذهني او معلوماتي پوښتنی مطرح کړم . ما اورېدلی دي چی ستا په متن کی یو داسی سورت دی چی په هر آیت کی یې د « الله » لفظ موجود دی ، که وی نو دا کوم سورت دی ؟

ځواب : دا سورهً المجادله دی .

پوښتنه : د ام القری څخه علاوه تا « مکه » په بل کوم نوم سره بللې ده ؟

ځواب : هغه « بکه » ده ( آل عمران : ۹۶ ) .

پوښتنه : ستا په متن کی تر ټولو اوږد آیت کوم یو دی ؟

ځواب : د سورهً البقره ۲۸۲ نمبر آیت دی .

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ستا په آیتونو کی تر ټولو کوچني او لنډ آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟

ځواب : والضحی ؛ والفجر ؛ والعصر ؛ الرحمن .

پوښتنه : هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟

ځواب : البقره ۲۸۲ ؛ آل عمران ۱۵۴ ؛ الفتح ۲۹ .

پوښتنه : آیا پوښتلای سم چی ستا په متن کی څو سورتونه د اشخاصو په نوم دي ؟

ځواب : اووه سورتونه د انسانانو په نوم دي : سورهً مریم ، سورهً محمد ، سورهً ابراهیم ، سورهً لقمان ، سوره ً یونس ، سورهً یوسف ، سورهً نوح .

پوښتنه : ډیره مننه ، آیا کولای سم چی وپوښتم ستا تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟

ځواب : سورهً الکوثر ، سورهً العصر ، سوره ً اخلاص .

پوښتنه : الله تعالی په کوم ځای کی فرمایلي دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟

ځواب : سورهً المایًده ، درېیم نمبر آیت .

پوښتنه : څو سورتونه د نبیانو په نوم دي ؟

ځواب : شپږ دي ، یعنی : سورهً یونس ، سورهً هود ، سورهً یوسف ، سورهً ابراهیم ، سورهً محمد ، سورهً نوح .

پوښتنه : ما اوریدلی دي چی یو څو سورتونه د حیواناتو په نوم هم سته . که وی نو هغه کوم دي او د کومو حیواناتو په نوم دي ؟

ځواب : پنځه دي ، یعنی : البقره [ غوا ] ، النحل [ مچۍ ] ، النمل [ میږی ] ، العنکبوت [ غڼی ] ، الفیل [ فیل ] .

پوښتنه : د رسول الله (ص) د کوم اکا نوم ستا په متن کی ذکر سوی دی او چیری ؟

ځواب : ابی لهب ، په سورهً تبت کی .

پوښتنه : تا د خپل متن په کوم ځای کی رسول الله (ص) احمد هم بللی دی ؟

ځواب : په سورهً الصف آیت نمبر ۶ کی .

پوښتنه : کوم نېک اشخاص ، چی نبیان نه وو ، تا په احترام یاد کړي دي ؟

ځواب : شپږ دي : لقمان ( لقمان ۱۲ او ۱۳ ) ؛ د مصر عزیز ( یوسف ۳۰ ، ۵۱ ، ۷۸ ، ۸۸ ) ؛ ذالقرنین ( الکهف ۸۳ ، ۸۶ ، ۹۴ ) ؛ طالوت ( البقره ۲۴۷ ، ۲۴۹ ) ؛ عمران ( آل عمران ۳۳ ، ۳۵ ؛ التحریم ۱۲ ) ؛ زید ( الاحزاب ۳۷ ) .

پوښتنه : د کوم سورت په پیل کی « بسم الله الرحمن الرحیم » نسته ؟

ځواب : د سورهً التوبه ( برأت ) په پیل کی نسته .

پوښتنه : په کوم ځای کی الله تعالی ستا د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟

ځواب : د الحجر سورت  په نهم آیت کی .

پوښتنه : ما داسی اورېدلی دي چی ستا دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او دوه سورتونه هم ۴۵ آیتونه لری . که همداسی وی نو دا کوم سورتونه دي ؟

ځواب : هو ، سورهً بنی اسراییل او سوره یوسف هر یو ۱۱۱ آیتونه لری ، او سورهً فاطر او سورهً ق هر یو ۴۵ آیتونه لری .

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی تا په خپل ټول متن کی صرف د یوې ښځي نوم ذکر کړی دی ؟ که وی هغه څوک ده ؟

ځواب : هو ، دا مریم (ع) ده ( التحریم ۱۲ ؛ آل عمران ۴۵ ؛ مریم ۲۷ ؛ المؤمنون ۲۵ ؛ المایًده ۷۵ ) .
( اوومه برخه )
پوښتنه : الله تعالی په سورهً الانبیا کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟
ځواب : رحمته للعالمین ( آیت نمبر ۱۰۷ ) .
پوښتنه : آیا ستا په متن کی داسی سورت یا سورتونه هم سته چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟
ځواب : هو ، درې سورتونه دي : سورهً طه ، سورهً رحمن ، سورهً یس .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی کوم سورت د میوې په نوم دی او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی ؟
ځواب : سورهً التین [ انځر ] او سورهً الروم [ د روم سلطنت ] .
پوښتنه : په سورهً الاحزاب کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد سوی دی ؟
ځواب : خاتم النبیین ( الاحزاب ۴۰ ) .
پوښتنه : آیا تا د ظالمانو نومونه هم ذکر کړي دي ؟ که وی نو هغوی څوک دي ؟
ځواب : هو ذکر کړي می دي : جالوت  ( البقره ۲۴۹ ، ۲۵۰ ، ۲۵۱ ) ؛ هامان ( القصص ۶ ، ۸ ) ؛ سامري ( طه ۸۵ ، ۸۷ ، ۹۵ ) ؛ اذر ( الانعام ۷۴ ) ؛ فرعون ( القصص ۶ ، ۸ ) ؛ قارون ( الغافر ۲۴ ) ؛ ابو لهب ( تبت ۱ ) .
پوښتنه : دا خو عجیب ښه معلومات وو . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی آیا حضرت عیسی (ع) د رسول الله (ص) د راتګ بشارت ورکړی دی ؟
ځواب : هو ، دا خبر په سورهً صف آیت نمبر ۶ کی راغلی دی .
پوښتنه : که راته ووایې چی څو سورتونه په صرف یو حرف سره پیلیږی ؟
ځواب : درې دي : سورهً ص ، سورهً ق ، سورهً ن .
پوښتنه : هغه کوم یوازینی صحابي دی چی ستا په ټول متن کی یې نوم ذکر سوی دی ؟
ځواب : هغه زید بن حارثه دی ( الاحزاب ، آیت نمبر ۳۷ ) .
پوښتنه : « یو د بل غیبت مه کوئ » ، دا الهي امر چیری سوی دی ؟
ځواب : د سورهً الحجرات په ۱۲ نمبر آیت کی .
پوښتنه : په لوح محفوظ کی ستا د شتون ذکر چیری سوی دی ؟
ځواب : په سورهً البروج آیت نمبر ۲۲ کی .
پوښتنه :« بېشکه مؤمنان وروڼه دي » ، دا خبره چیری سوې ده ؟
ځواب : الحجرات ۱۰ .
پوښتنه : یوه بله ذهني پوښتنه می دا ده چی د کوم سورت هر آیت د (د) په حرف او د کوم سورت هر آیت د (س) په حرف سره ختمیږی ؟
ځواب : سورهً اخلاص او سورهً الناس .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ستا په متن کی تر ټولو اول کومه دعا راغلې ده ؟
ځواب : زما په متن کی لومړنۍ دعا ( اِهدِنا الصِراط المستقِیم ) ده چی د سورهً الفاتحه په ۶ نمبر آیت کی واقع ده .
پوښتنه : الله تعالی ستا د متن په کوم سورت او کوم آیت کی د یو بېګناه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل بللی دی او د یو انسان ژغورل یې د ټولو انسانانو ژغورل بللی دی ؟
ځواب : د المایًده سورت ۲۲ نمبر آیت .
پوښتنه : تا چیری د الله تعالی دا خورا مهم او بنسټیز ارشاد ذکر کړی دی چی فرمایي : تر څو په ځان کی ( مثبت ) بدلون را نه وړې الله تعالی دې ( روان ) حالت نه بدلوي ؟
ځواب : د الرعد سورت په ۱۱نمبر آیت کی .
پوښتنه : آیا تا په کوم سورت کی دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » ذکر کړې ده ؟ که وی ، هغه چیری ده ؟
ځواب : سورهً النمل ( ابتدا او ۳۰ نمبر آیت کی ) .
پوښتنه : کوم دوه سورتونه دي چی که یې نوم له کیڼ ( چپې ) خوا ولوستل سی ، بیا هم هماغه وی ؟
ځواب : سورهً « لیل » او سورهً « تبت » .
( اتمه برخه )
پوښتنه : غواړم ډیره ساده خو په عین حال کی اساسي پوښتنه درڅخه وکړم او هغه دا چی الله تعالی څوک دی ؟
ځواب : الله د هغه هستۍ حقیقی نوم دی (۱) چی دا ټول کایًینات یې پیدا کړی دی (۲) . الله یو دی او شریک نه لری (۳) . هغه ژوندی دی (۴) ، هر څه اوري (۵) هر څه وینی (۶) . همدغه الله رزق ورکونکی دی (۷) ، هدایت ورکونکی دی (۸) ، د هر شي او هر څه مالک یعنی څښتن دی (۹) . هغه د ټول عالم رب دی (۱۰) . هغه مطلق حاکم دی (۱۱) . هغه پر هر څه قدرت لری (۱۲) . هغه د ناپایه رحم لرونکی دی (۱۳) . د عبادت وړ صرف او صرف هماغه دی (۱۴) . هغه معافوَنکی (۱۵) او بخښونکی دی (۱۶) . هغه ستر او عظیم دی (۱۷) . هغه د هیڅ څخه هر څه یعنی د عدم څخه هستي راوړونکی دی (۱۸) . هغه ظاهر (۱۹) او باطن (۲۰) دی . هغه جبار (۲۱) او قهار (۲۲) هم دی . هغه توبه قبلونکی او مهربان دی (۲۳) . هغه دا ټول کاینات چلوی (۲۴) . هغه د مځکی او آسمان په هر پټ او ښکاره شي خبر دی (۲۵) . هغه په هر حرکت خبر دی (۲۶) . ژوند او مرګ صرف د هغه په اختیار کی دی (۲۷) . هغه د تل راهیسی موجود دی او تل به پاته وی (۲۸) . هغه بې ساری او بې مثاله دی (۲۹).....
پوښتنه : سبحان االله ! دا څومره اړین او مهم تعارف و ، ډیره مننه . بل سوال می دا دی چی آیا لوی خدای د هر مسلمان دعا اوری او هغه قبلوی ؟
ځواب : هو باالکل ، الله وایی ما در وبوله چی دعا دې قبوله کړم (۳۰) .
پوښتنه : نو د الهي محبت معیار کوم دی ؟
ځواب : د محمد (ص) رښتیانۍ پیروي هغه معیار دی چی دا ترې معلومیږی چی یو څوک د الله سره څومره مینه او محبت لری (۳۱) .
پوښتنه : تا مخکی وویل چی الله تعالی هر څه کولای سی او پر هر څه قدرت لری  . نو تر کومه ځایه چی د خلقت خبره ده ، آیا الله تعالی هر شی پخپله او یوازی جوړ کړی دی که د ملایکو په ګډون ؟
ځواب : هر شی او هره پدیده الله پخپله او یوازی پیدا کړی دی او دا هر څه یې په خپله اراده او خپله خوښه جوړ او پیدا کړی دی (۳۲) .
(۱) : طه : ۱۴ . (۲) : الانعام : ۱۰۲ ؛ الزمر : ۶۲ ؛ الرعد : ۱۶ ؛ المومن : ۶۲ ؛ طه : ۵۰ . (۳) : البقره : ۱۶۳ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ یوسف : ۳۹ ؛ الرعد : ۱۶ ؛ ابراهیم : ۴۸ . (۴) : البقره : ۲۵۵ ؛ آل عمران : ۲ ؛ طه : ۱۱۱ ؛ الفرقان : ۵۸ ؛ المومن : ۶۵ . (۵) : البقره : ۱۲۷ ، ۲۴۴ ؛ آل عمران ۳۵ ؛ المایًده ۶۷ ؛ الانعام : ۱۱۵ ؛ الشوری : ۱۱ . (۶) : البقره : ۹۶ ، ۱۱۰ ؛ آل عمران : ۱۵ ؛ المایًده : ۷۱ ؛ الانفال : ۳۹ ؛ الملک : ۱۹ . (۷) : الذاریات :۵۸ ؛ الجمعه : ۱۱ ؛ المومنون : ۷۲ ؛ الحج : ۵۸ ؛ المایًده : ۱۱۴ . (۸) : الفرقان : ۳۱ ؛ الحج : ۱۶ ، ۵۴ ؛ البقره : ۱۴۲ ، ۲۷۲ ؛ الشوری : ۱۳ . (۹) : البقره : ۲۵۵ ؛ آل عمران : ۱۲۹ ، ۱۸۰ ؛ النسأ : ۱۲۶ ؛ الانعام : ۱۲ ؛ لقمان : ۳۷ . (۱۰) : الفاتحه : ۲ ؛ الانعام : ۴۵ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ یونس : ۱۰ ؛ المطففین : ۶ . (۱۱) : یوسف : ۴۰ ؛ الکهف : ۲۶ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ یونس : ۳۱ ؛ السجده : ۵ . (۱۲) : البقره : ۲۰ ؛ آل عمران : ۲۶ ؛ المایًده : ۱۷ ؛ الانعام : ۱۷ ؛ الملک : ۱. (۱۳) : الاعراف : ۱۵۶ ؛ المومن : ۷ ؛ الفاتحه : ۱ ؛ الحشر : ۲۲ ؛ یوسف : ۹۲ . (۱۴) : البقره : ۱۶۳ ؛ آل عمران : ۲ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۷۳ ؛ الناس : ۳ . (۱۵) : البقره : ۱۷۳ ؛ آل عمران : ۳۱ ؛ النسأ : ۲۵ ؛ الانعام : ۶۵ ؛ البروج : ۱۴ . (۱۶) : الحج : ۶۰ ؛ المجادله : ۲ ؛ النسأ : ۴۳ ، ۹۹ ، ۱۴۹ ؛ الشوری : ۲۵ ، ۳۰ . (۱۷) : البقره : ۲۵۵ ؛ الشوری : ۴ ؛ الواقعه : ۷۴ ، ۹۶ ؛ الحاقه : ۳۳ ، ۵۲ . (۱۸) : البقره : ۱۱۷ ، ۱۵۴ ؛ الانعام : ۱۰۱ ؛ الحشر : ۲۴ . (۱۹) : الحدید : ۳ . (۲۰) : الحدید : ۳ . (۲۱) : الحشر : ۲۳ . (۲۲) : الانعام : ۱۸ ، ۶۱ ؛ یوسف : ۳۹ ؛ الرعد : ۱۱ ؛ ابراهیم : ۴۸ ؛ المومن : ۱۶. (۲۳) : البقره : ۳۷ ، ۵۴ ، ۱۶۰ ؛ التوبه : ۱۰۴ ، ۱۱۸ ؛ النور : ۱۰ ؛ الحجرات : ۱۲ ؛ النسأ : ۱۶ . (۲۴) : یونس : ۳۱ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ الطلاق : ۱۲ ؛ الروم : ۲۵ ؛ حم سجده : ۱۲ . (۲۵) : الانعام : ۵۹ ، ۷۳ ؛ التوبه : ۹۴ ؛ الرعد : ۹ ؛ المومنون : ۹۲ ؛ العنکبوت : ۶۲ . (۲۶) : البقره : ۲۳۴ ؛ آل عمران : ۱۵۳ ؛ المایًده : ۸۵ ؛ الانعام : ۱۸ ؛ التحریم : ۳ . (۲۷) : الملک : ۲ ؛ آل عمران : ۵۶ ؛ الاعراف : ۵۸ ؛ التوبه : ۱۱۶ ؛ الحدید : ۲ . (۲۸) : الحدید : ۳ ؛ الرحمن : ۲۷ ؛ ق : ۱۵ ؛ حم سجده : ۲۱ ؛ یونس : ۷۹ . (۲۹) : الشوری : ۱۱ ؛ الاخلاص : ۱ ؛ النحل : ۱۷ ؛ الاعراف : ۱۹۱. (۳۰) : البقره : ۱۸۶ ؛ النمل : ۶۲ ؛ المومن : ۶۰ : الشوری : ۲۶ . (۳۱ ) : آل عمران : ۳۱ . (۳۲ ) : القصص ۶۸ ؛ الانعام ۱۰۲ ؛ الرعد ۳ ؛ یس ۳۶ ؛ الزخرف ۱۲ ؛ الذاریات ۴۹ ؛ السجده ۷ ؛ النحل ۸ ؛ الاعراف ۵۴ ؛ یونس ۴ ؛ الفرقان ۶۱ ؛ الاحقاف ۳۳ .
( نهمه برخه )
پوښتنه : دا خو ډیر ضروری معلومات وو . آیا الله تعالی خپلی نښی ( علامې او آیتونه ) هم ښودلی یا راپیژندلی دي ؟ که ځواب مثبت وی نو کېداسی لږ وضاحت راکړې ؟
ځواب : هو ، الله تعالی زما په متن کی ډیر دغسی آیتونه او علایم بیان کړي دي تر څوانسانان پند ترې واخلی ، غور ورته وکړی ، د خپل رب فضل ولټوی ، الله به یې معاف کړی یعنی دا چی الله هر څه کولای سی (۱) .
پوښتنه : که یو څه جزیًیاتو ته راسم ، نو آیا راته ویلای سې چی دغه الهي نښی مشخصأ په څه باره کی دي ؟ یعنی چیری دي او څنګه یې باید وپیژنو ؟ آیا څو بیلګې یې راښوولای سې ؟
ځواب : هو ولی نه . څو الهي نښی دا دي : د آسمانو او مځکی پیدا کول ، د شپې او ورځی یو په بل اړول ، په سمندر کی د ګټورو شیانو د حصول په خاطر تګ راتګ ، د آسمان څخه د اوبو اورول چی په هغه سره مړه مځکه ژوندۍ کیږی ، پر مځکه ډول ډول حیوانات ، د موسمونو یو په بل بدلېدل ، د آسمان او مځکی تر منځ لویی لویی اوریځی ټول د پوهو انسانانو له پاره الهي نښانۍ دي (۲) . د انسانانو د ژبو او رنګونو تنوع پخپله الهی نښی دي (۳) . نو که د الله د ستاینو د لیکلو له پاره د سمندر اوبه ګرده رنګ سی ، دغه رنګ به پای ته ورسیږی خو د الله بیان به لا نه وی ختم سوی او که یو بل دغسی سمندر هم راوړه سی ، بیا به هم الهی ستاینه پای و نه مومی (۴) . دا لا څه ، که د مځکی ټولی ونی قلمونه او د سمندر اوبه یې هم رنګ سی ، آن که د اوو سمندرونو ټولی اوبه هم رنګ سی بیا به هم د الله بیان ختم نسی (۵) . نو ځکه الله انسانانو ته غوږونه ، سترګی او زړه عطا کړی دی تر څو د هغه شکر ادا کړی (۶) .
پوښتنه : سبحان الله ! که راته ووایې چی دا نښي په ځانګړې توګه د چا له پاره دي مهرباني به دې وی .
ځواب : دا نښي د بیلابیلو انسانانو له پاره دي ، یعنی بیلابیلی ډلی مخاطب کوی ، مثلأ :
لومړی ـ ځینی یې د عاقلانو له پاره دي (۷) .
دوهم ـ ځینی یې د هغو خلکو له پاره دي چی فکر او غور کوی (۸) .
درېیم ـ ځینی یې د مؤمنانو له پاره دي (۹) .
څلورم ـ ځینی یې د مطمیًنو اومحفوظو کسانو له پاره دي (۱۰) .
پنځم ـ ځینی یې د الله څخه د ډارېدونکو انسانانو له پاره دي (۱۱) .
شپږم ـ ځینی یې د هغو خلکو له پاره دي چی پر خبره یا نصیحت غوږ نیسی (۱۲) .
اووم ـ ځینی یې د هغو کسانو له پاره دي چی اعتنا او پاملرنه کوی (۱۳) .
اتم ـ ځینی یې د هغو انسانانو له پاره دي چی پرې پوهیږی او سرونه یې خلاص وی (۱۴) .
نهم ـ ځینی یې د هغو کسانو له پاره دي چی صبر او شکر کوی (۱۵) .
لسم ـ ځینی یې د توبه کونکو بندګانو له پاره دي (۱۶) .
یوولسم ـ ځینی یې هم د خپلو نبیانو له پاره دي (۱۷) .
دوولسم ـ ځینی یې بیا د ټول عالم یعنی ګردو انسانان له پاره دي (۱۸) .
پوښتنه : خو د دې سترو پیرزوینو سره سره ما داسی هم اورېدلي دي چی تا ځینی انسانان ړانده بللي دي . که وی ، نو دا څوک دي ؟
ځواب : هو دا صحیح ده . زه هغه کسان ړانده بولم چی د الله سبحانه وتعالی نښانیو ته غور او فکر نه کوی (۱۹) .
پوښتنه : آیا الله تعالی پر انسانانو باندی د پورتنیو نښو څخه علاوه خپل نعمتونه هم لورولی او ذکر کړي دي ؟
ځواب : هو ، الله سبحانه و تعالی ډیر نعمتونه ذکر کړي او لورولی دي چی آن له حسابه وتلی دي (۲۰) .
پوښتنه : خو د نن عصر سیکولران ، ملحدان او منکران داسی زهر شیندی او ادعا کوی چی الله خو د خپلو نعمتونو د لوروَنی او یادوَنی ژمنه یوازی په جنت کی کړې ده او هغوی د بیلګې په توګه سورهً رحمن ته اشاره کوی او وایي چی الله تعالی ګواکی په دې دنیا کی مهم او خاص نعمتونه نه دي لورولی . آیا په دې هکله وضاحت راکولای سی ؟
ځواب : ما وویل چی د الله تعالی نعمتونه دومره ډیر دي چی نه یې سیً شمیرلای (۲۱) . خو یو څو لنډ لاکن جامع مثالونه به یې ذکر کړم :
لومړی ـ تر ټولو غټ نعمت د الله روح ده ، یعنی الله خپله روح انسان ته ورکړې ده (۲۲) .
دوهم ـ پخپله د نطفې څخه د انسان پیدا کول یو لوی نعمت دی (۲۳) .
 درېیم ـ الله تاسو انسانان یعنی د آدم اولاد پر مځکه خپل نمایندګان او نایًبان  ټاکلي یاست [ آیا دا ستر نعمت نه دی ؟] (۲۴) .
څلورم ـ الله انسانانو ته عزت ورکړ ، پر مځکه او په سمندر کی یې د انتقال ( سورلۍ ) وړ وګرځول [ آیا دا ستر نعمت نه دی ؟] ، ډول ډول پاک خواړه یې ورته مهیا کړل [ آیا دا عظیم نعمت نه دی ؟] ، پر نورو مخلوقاتو یې برلاسي توب ورکړ [ آیا دا خورا ستر نعمت او احسان نه دی ؟] (۲۵) .
پنځم ـ هغه څه چی په آسمانو کی دي او هغه څه چی پر مځکه دي ستاسو د خدمت له پاره دي (۲۶) .
شپږم ـ ستاسی ( د ګټی ) له پاره یې شپه ، ورځ ، لمر او سپوږمۍ وګومارل (۲۷) .
اووم ـ د آسمان څخه یې اوبه درته را و اورولې چی ترې ویې څښیً  ، زراعت پرې وکړئ ، مځکی ترې شنې کړئ او څاروی پکښی وڅروئ (۲۸) .
نو آیا د الله نه پرته بل داسی خالق سته چی دا دومره نعمتونه او هر څه یې تاسو ته د آسمان او مځکی څخه تهیه کړي وی ؟ (۲۹) .
پوښتنه : جزاک الله خیرأ . دا خو ډیر مهم او دلچسپ معلومات وو . بله پوښتنه می دا ده که څوک د الله تعالی د نعمتونو ناشکري وکړی او هغه په باک رانه وړی نو انجام به یې څه وی ؟
ځواب : هر څوک چی د الله د نعمتونو ناشکري کوي نو دا د تکبر علامه ده او ډیر سخت جرم دی چی د عذاب سره به مخامخ کیږی (۳۰) .
پوښتنه : یو لړ داسی ګمراهان او منکران هم سته چی د الله تعالی نعمتونه هیڅ نه منی او انکار ترې کوی . دغسی خلکو ته څه وایې ؟
ځواب : دا خو معلومداره منکران دي او دا چی د الله نعمت پیژني خو بیا هم انکار ترې کوی نو ډیرئ یې کافران دي ، یعنی هغوی په کفر کی شمیرل کیږی (۳۱) .
(۱) : الاعراف ۲۶ ؛ الاسرا ۱۲ او ۱۰۱ ؛ النمل ۱۲ ؛ الشعرا ۸ ، ۶۵ ، ۶۶ او ۶۷ ؛ الشوری ۲۹ . (۲) : البقره : ۱۶۴ . (۳) : الروم ۲۲ . (۴) : الکهف ۱۰۹ . (۵) : لقمان ۲۷ . (۶) : النحل ۷۸ . (۷) : البقره ۱۶۴ ؛ آل عمران ۱۹۰ ؛ الرعد ۴ ؛ النحل ۱۲ ؛ طه ۵۴ ؛ العنکبوت ۳۵ ؛ الروم ۲۴ ؛ الجاثیه ۵ . (۸) : الرعد ۳ ؛ النحل ۱۱ ؛ الروم ۲۱ ؛ الزمر ۴۲ ؛ الجاثیه ۱۳ . (۹) : الانعام ۹۹ ؛ النحل ۷۹ ؛ النمل ۸۶ ؛ العنکبوت ۴۴ ؛ الروم ۳۷ . (۱۰) : الجاثیه ۴ ؛ الذاریات ۲۱ . (۱۱) : یونس ۶ . (۱۲) : یونس ۶۷ ؛ النحل ۶۵ ؛ الروم ۲۳ . (۱۳) : النحل ۱۳ . (۱۴) : النمل ۵۲ ؛ الروم ۲۲ . (۱۵) : ابراهیم ۵ ؛ لقمان ۳۱ ؛ سبا ۱۹ ؛ الشوری ۳۳. (۱۶) : سبا ۹ . (۱۷) : آل عمران ۴۱ ؛ مریم ۱۰ ؛ الاسرا ۱ او ۱۷ ؛ النجم ۱۸ ؛ هود ۹۶ ؛ طه ۲۳ . (۱۸) : الانیبا ۹۱ ؛ المؤمنون ۵۰ ؛ الفرقان ۳۵ ؛ العنکبوت ۱۵ . (۱۹) : الاسرأ : ۷۲ ؛ الحج : ۴۶ . (۲۰) : النحل ۱۸ ؛ ابراهیم ۳۴ ؛ الانفال ۵۳ ؛ آل عمران ۳۷  او ۱۷۱ ؛ البقره ۲۹ . (۲۱) : ابراهیم ۳۴ . (۲۲) : السجده ۹ . (۲۳) : النحل ۴ . (۲۴) : الانعام ۱۶۵. (۲۵) : الاسرأ ۷۰ . (۲۶) : الجاثیه ۱۳ . (۲۷) : النحل ۱۲ . (۲۸) : النحل ۱۰ او ۱۱ . (۲۹) : فاطر ۳ . (۳۰) : فصلت ۵۰ . (۳۱) : النحل ۸۳ .
( لسمه برخه )
پوښتنه : والله دا خو قاطع او جامع ځواب دی . که هغوی لږ ایمان او وجدان ولری نور نو باید خپل منافقت پریږدی او بیرته د اسلام لمني ته پناه راوړی . ښه ، آیا د همدې موضوع په ارتباط پوښتلای سم چی الله تعالی کومو انسانانو ( یعنی چا ) ته هدایت کوی او سمي لاری ته یې برابروي ؟
ځواب : هدایت صرف د الله تعالی ورکړه او عطاینه ده ، آن پیغمبر هم دا دنده نلری (  البقره ۲۷۲ ) . الله تعالی هغو کسانو ته هدایت کوی او سمي لاري ته یې برابروي چی خوښه یې وی ( الحج ۱۶ ، الزمر ۲۳ ، البقره ۱۴۲ او ۲۱۳ ، یونس ۲۵ ، النور ۳۵ او ۴۶ ) .
پوښتنه : نو هغوی کوم کسان دي چی الله تعالی هدایت ورته کوی ؟ یعنی انسانان باید څه وکړی چی الله تعالی یې سمي لاری ته برابر کړی ؟
ځواب : هغه دغه کسان دي :
۱ ـ کله چی الله لاره ور وښیی نو هغوی پر روان سی ( الاحزاب ۴ ) ؛
۲ ـ هغوی چی الله ته مراجعه وکړی ( الرعد ۳۷ ، اشوری ۱۳ ) ؛
۳ ـ هغه کسان چی د الله په لاره کی هاند او کوښښ کوی ( العنکبوت ۶۹ ) .
پوښتنه : نو الله تعالی چا ته هدایت نه کوی ؟
ځواب : الله دغو انسانانو ته هدایت نه کوی :
۱ ـ هغه کسان چی ظلم کوی یعنی ظالمان ( البقره ۲۵۸ ) ؛
۲ ـ هغه کسان چی کافران دي ( البقره ۲۶۴ ) ؛
۳ ـ هغه کسان چی فسق کوی یعنی فاسقان او سرغړونکي وی ( المایًده ۱۰۸ ) ؛
۴ ـ هغوی چی خاینان وی ( یوسف ۵۲ ) ؛
۵ ـ هغوی چی درواغ وایی ( الزمر ۳ ، غافر ۲۸ ) ؛
۶ ـ هغوی چی ناشکره وی ( الزمر ۳ ) ؛
۷ ـ هغوی چی غاړه غړونکي ، متخلف او خطاکاران وی ( غافر ۲۸ ) .
پوښتنه : په همدې ارتباط به وپوښتم چی پر الله تعالی کوم کسان ډیر ګران دي ؟
ځواب : پر الله دغه انسانان ګران دي :
۱ ـ نېک عمله کسان ( البقره ۱۹۵ ؛ آل عمران ۱۳۴ او ۱۴۸ ؛ المایًده ۱۳ او ۹۳ ) ؛
۲ ـ هغوی چی پاک نفسه وی ( البقره ۲۲۲ ، التوبه ۱۰۸ ) ؛
۳ ـ هغوی چی متقی او پرهیزګاره وی ( آل عمران ۷۶ ؛ التوبه ۴ او ۷ ) ؛
۴ ـ هغوی چی صبر کوی یعنی صابران ( آل عمران ۱۴۶ ) ؛
۵ ـ هغوی چی پر الله تکیه کوی یعنی توکل یې پر الله کړی وی ( آل عمران ۱۵۹ ) ؛
۶ ـ هغوی چی په عدل سره پریکړه کوی یعنی سم عدالت او قضاوت کوی ( المایًده ۴۲ ، الحجرات ۹ ؛ الممتحنه ۸ ) ؛
۷ ـ هغوی چی د الله په لاره کی جهاد کوی ( الصف ۴ ) ؛
۸ ـ هغوی چی توبه کوی ( البقره ۲۲۲  ؛ التوبه ۱۱۴ ) .
پوښتنه : خو کوم کسان پر الله (ج) باندی نه دي ګران ؟
ځواب : هغوی دا کسان دي :
۱ ـ کافران ( آل عمران ۳۲ ؛ الروم ۴۵ ) ؛
۲ ـ ظالمان ( آل عمران ۵۷ او ۱۴۰ ؛ الشوری ۴۰ ) ؛
۳ ـ تیرئ کونکي یعنی متجاور او یرغلګر ( البقره ۱۹۰ ) ؛
۴ ـ هغوی چی شر او فساد کوی یعنی فتنه اچونکی او مضر وی ( المایًده ۶۴ ؛ القصص ۷۷ ) ؛
۵ ـ هغوی چی ناوړه ګناهونه کوی ( البقره ۲۷۶ ) ؛
۶ ـ هغوی چی د الله لاره خوشي کوی ( آل عمران ۲۳ ) ؛
۷ ـ هغوی چی غلط او خراب کارونه کوی ( الشوری ۴۰ ) ؛
۸ ـ هغوی چی غرور او لویي کوی ( النسأ ۳۶ ، لقمان ۱۸ ، النحل ۲۳ ) ؛
۹ ـ هغوی چی باټي ولی ( النسأ ۳۶ ) ؛
۱۰ ـ هغوی چی نمک حرام او بدي کونکي وی ( الحج ۳۸ ) ؛
۱۱ ـ هغوی چی غولونکي وی ( النسأ ۱۰۷ ؛ الانفال ۵۸ ؛ الحج ۳۸ ) ؛
۱۲ ـ هغوی چی د بل خرابي بیانوي او غیبت یې کوی ( النسأ ۱۴۸ ) ؛
۱۳ ـ هغوی چی بې ځایه مصرف یعنی اسراف کوی ( الاعراف ۳۱ ؛ الانعام ۱۴۱ ) ؛
۱۴ ـ هغوی چی تړون ماتونکي او فریب کاره وی یعنی درغلي کوی ( الانفال ۵۸ ) ؛
۱۵ ـ هغوی چی د فاني خوښۍ او معمولي کامیابۍ له امله ډیر پورته پورته غورځی او مستۍ کوی ( القصص ۷۶ ) .
( یوولسمه برخه )
پوښتنه : انسان په کومه درجه یا کوم مقام کی ځای لری ؟
ځواب : انسان تر ډیرو مخلوقاتو افضل دی او بهتر مقام لری یعنی اشرف المخلوقات دی ( الاسرأ : ۷۰ ؛ التین : ۴ ؛ البقره : ۳۴ ) .
پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي دي چی تا انسان د الله تعالی نایب یعنی نماینده بللی دی ، آیا دا رښتیا ده ؟
ځواب : هو ، زما په متن کی انسان ته همدا ستر نعمت عطا سوی دی او کله چی الله د هغه د جوړولو په هکله ملایکو ته خبر ورکړ چی زه پر مځکه باندی خپل خلیفه جوړوم ( البقره ۳۰ ) ، نو فرشتو ورته وویل چی آیا هغه څه ایجادوې چی پر مځکه فساد جوړوی او وینی تویوي ؟ خو الله ورته وویل چی بیشکه ماته هر څه ښه معلوم دي نه تاسو ته ( البقره : ۳۰ ) .
پوښتنه : نو آیا انسان د دې ستر امتیاز تر څنګ یو مسؤل او ذمه وار مخلوق هم دی که څنګه ؟
ځواب : هو ، هغه ډیر مسؤلیتونه لری . مثلأ : بې خبره او بې ثبوته باید په چا پسی څه و نه وایی او نه هم څه وکړی ، هغه د الله د عبادت له پاره خلق سوی دی ( الذاریات : ۵۶ ) ، نو ځکه به د هر انسان حتی رسولانو سره هم حساب کتاب کیږی ( القیامه : ۳۶ ؛ الاسرأ : ۳۶ ؛ الاعراف : ۶ ) .
پوښتنه : آیا انسان دښمن لری ؟ که وی نو ستا په نظر هغه څوک دی ؟
ځواب : د انسان تر ټولو ستر دښمن شیطان دی ( البقره : ۳۶ ) .
پوښتنه : آیا تا داسی هم ویلی دي چی الله پر ځینو کسانو باندی شیطان مسلط کړی دی حال دا چی هغوی ځانونه سم بولی ؟
ځواب : هو دا صحیح ده . هر څوک چی د رحمان د ذکر څخه غافل وی نو الله پر هغوی شیطان مسلط کوی او هغه یې ملګرﺉ وی او د سمي لاری څخه یې لیری ساتی حال دا چی هغوی ځانونه پر سمه لار روان بولی ( الزخرف : ۳۶ ـ ۳۷ ) .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د انسان لویي لویي نفساني غوښتنی کومی دي ؟
ځواب : د انسان څو عمده نفسي خواهشات چی ما ذکر کړي دي ، دا دي :
۱ ـ جنس ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۲ ـ اولاد ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۳ ـ مال او دولت ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۴ ـ سوَرلي ( آل عمران : ۱۴ ) [ لکه د آس ، موټر او نورو] ؛
۵ ـ څاروی او اهلي حیوانات ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۶ ـ مځکه او د هغې پیداوار ( آل عمران : ۱۴ ) ؛
۷ ـ کور او محل ( التوبه ۲۴ ) ؛
پوښتنه : نو آیا تا د زړه د تسکین او ډاډمنېدو کومه طریقه هم ویلې ده ؟ که وی ، یوه بیلګه یې راته ویلی سې ؟
ځواب : هو ، ولی نه . یوه بیلګه یې دا ده چی مؤمنان د الله په ذکر سره ډاډمن کیږی او زړونه یې له خوفه بېغمه کیږی ( الرعد : ۲۸ ) .
پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي دي چی ته مو پرله پسې صبر ته هڅوې . آیا د دې کار یوه ګټه را ته ویلای سې ؟
ځواب : هو باالکل همداسی ده . ستر څښتن تاسی په لوږه ، بېره ، ځانی او مالی زیانونو سره امتحانوي او زېرﺉ درکوي چی کله د څه مصیبت سره مخامخ سی ، نو ووایی چی موږ صرف د الله مال یو او د هغه خوا ته ورتلونکي یو [ یعنی ِانا للهِ وَ ِانا الیهِ راجعون ] . پر دغسی خلکو بېله شکه د خپل رب عنایتونه او رحمتونه لوریږی ( البقره : ۱۵۵ ، ۱۵۶ ، ۱۵۷ ) .
پوښتنه : نن د نفاق او فتنې یو عجیب حالت مسلط دی . ځینی کسان په ناخبرۍ او ځینی په تجاهل سره او ځینی نور بیا قصدأ ستا د ارشاداتو څخه لږ یا ډیر مخ اړوي او په ډول ډول پلمو او حیلو سره دلایل جوړوی او ادعا کوی چی زه ( یا موږ ) د فلاني شخص یا فلاني سیسټم او یا هم فلاني جوړښتون د قوانینو پیروي کوم ( یا کوو ) . دغسی کړنو او خلکو ته ستا ځواب څه دی ؟
ځواب : ما هر څه ته واضحأ اشاره کړې ده او صریحأ می ویلي دي چی اسلام یو بشپړ دین دی او پخپله الله هغه ستاسو له پاره انتخاب او خوښ کړی دی ( المایًده : ۳ ) . ما هغوی ته ویلی دي چی صرف د هغه څه پیروي وکړﺉ چی د الله له خوا درته نازل سوی ، له هغه پرته د نورو اولیاوو پیروي مه کوﺉ ( الاعراف : ۳ ) . په کوم شي کی چی تاسو اختلاف ولرﺉ ، نو د هغه فیصله الله ته وسپارﺉ ( الشوری : ۱۰ ) . د الله او د هغه د رسول اطاعت کوﺉ ، اختلاف مه کوﺉ که نه بې زړه به سیً او قوت به مو له منځه ولاړ سي ( آل عمران : ۶۴ ) . که مو په یو شي کی اختلاف پیښ سو ، نو که واقعأ هم پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لرﺉ ، هغه الله او رسول ته راجع کړﺉ ( النسأ : ۵۹ ) .
پوښتنه : واقعأ چی ترخه حقایق دې بیان کړل ، اوس خو نو باالکل واضح سوه چی څوک ستا ارشادات و نه منی او مراعات یې نکړي حال به یې دغسی وی لکه تا چی اشاره ورته وکړه چی نن عملأ  بې زړه سوي دي او هم یې قوت له منځه تللی دی او څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي . په هر صورت ، موږ په سترګو وینو چی ځینی کسان دومره ضد کوی ، د حق څخه انحراف کوی ، او جاهلانه حرکات کوی چی حد نلری . د دغسی کسانو سره باید توندي وسی که نرمي ؟
ځواب : یا ، د جاهلانو سره باید توندي او مقابله ونسي او ځان ورسره سر په سر نکړی بلکی د هغوی څخه مخ واړول سی ، رُخ بدل سی او د سلام په کولو سره ځان ترې لیری کړی ( الاعراف ۱۹۹ ؛ الفرقان ۶۳ ) .
پوښتنه : په رښتیا هم دا ډیره عالمانه او عاملانه لارښوونه ده . په دې اړه می بل سوال دا دی چی آیا ممکنه ده چی ستا ډیره حصه ومنل سی او عملی کړای سی خو یوه برخه یې عملی نسی ؟
ځواب : دا هیڅ امکان نلری او له همدې امله نن هره خوا فساد او مصیبت مسلط دی او ما واضحأ ویلی دي چی زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار معنا لری ( البقره : ۴۱ ، ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ ) .
پوښتنه : ځینو لار ورکو او جاهلانو ته که ستا احکام بیان سی نو هغوی ډول ډول پلمې او حیلې جوړوي . آیا راته ویلای سې چی د هغوی لویي پلمې کومی دي ؟
ځواب : دغسی ګمراهان وایی چی موږ یوازی هغه څه کوو چی پلرونو او نیکونو مو کول ، آن که یې اجدادو اړونده کړني په نادانۍ او ناپوهۍ سره کولې ، بیا هم دوی هغه نه پریږدي او دوام ورکوی ( البقره ۱۷۰ ) .
پوښتنه : نو تا هغه کسان چی د الله نښانیو ته غور او فکر نه کوی ، څه بللی دي ؟
ځواب : ما هغوی ړانده بللی دي ( الاسرأ ۷۲ ؛ الحج ۴۶ ) .
( دوولسمه برخه )
پوښتنه : هر څوک وایی چی تا د مال او دولت ، حتی اولاد په باره کی هم خبردارئ ورکړی دی . آیا دا صحیح ده ؟ که وی ، نو هغه څه ډول خبردارئ دی ؟
ځواب : هو ، مال او اولاد ازموینه ده ، فتنه ده چی باید یو مسلمان د عبادت څخه غافل نکړی . یعنی له حده زیات یې ځانته ورکش نکړی تر څو الله ثانوي حیثیت غوره نکړی ( التغابن ۱۵ ) .
پوښتنه: موږ پوهیږو چی انسان یو ناطق مخلوق دی او خبری کوی . ستا په نظر یو مسلمان باید د بل چا سره او یا د ټولنی د نورو غړو سره څنګه خبری وکړی ؟ یعنی د خبرو طریقه یې باید څنګه وی؟ په دې هکله ستا لارښوونه غواړم.
ځواب: ډیره ښه پوښتنه ده . زه به مختصرأ داسی لارښوونه درته وکړم:
۱ ـ د مقابل طرف سره مو خبري باید آګاهانه وی، یعنی په هغه څه چی خبر نه یې مه یې پسی رااخله (الاسرأ ۳۶).
۲ ـ خبری مو باید نرمی وی، یعنی ژبه مو تېره نه وی (طه ۴۴).
۳ ـ کومی خبری چی کوئ باید پخپله هم عمل په وکړئ (الصف ۲).
۴ ـ خبره مو باید منصفانه وی، یعنی د حق خبره کوئ (الانعام ۱۵۲).
۵ ـ خبره مو باید مستنده او منطقي وی (الاحزاب ۷۰).
۶ ـ باید ساده او روانی خبری وکړئ، یعنی مغلقی او پېچلی خبری هنر نه دی (الاسرأ ۲۸).
۷ ـ کلام مو باید څرګند وی، یعنی په وضاحت او بلاغت سره یې وایاست (النسأ ۶۳).
۸ ـ خبری مو باید ښکلي وی، یعنی ښه او نیکی خبري کوئ (البقره ۸۳).
۹ ـ تر ټولو ښه کلمات او خبری باید غوره کړئ (الاسرأ ۵۳).
۱۰ ـ خبری مو باید ښه معرفت او قبولیت ولری (النسأ ۵).
۱۱ ـ یو بل (خصوصأ والدین) باید په ښو القابو سره وبولیً (الاسرأ ۲۳).
۱۲ ـ باید زیار وباسیً چی په ټولنه کی پاکی خبری باب کړئ (الحج ۲۴).
پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا ګټورو معلوماتو څخه . زموږ ټولنه خصوصأ ځوانان همدې لارښوونی ته اشد ضرورت لری . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی پر کومو شیانو ایمان راوړل حتمي دی ؟
ځواب : پر هر مسلمان باندی دا حتمي او لازمي ده چی پر الله ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر پیغمبرانو ، د هغه پر کتابو ، او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی (۱) .
پوښتنه : ستا په نظر د انسان د اُخروی ښېګڼی له پاره شرایط کوم دي ؟
ځواب : صرف او صرف یو شرط دی او هغه دا چی ایمان لرل او د هغه سره سم عمل کول (۲) .
پوښتنه : آیا د دې مطلب دا دی چی د ایمان څخه پرته نور اعمال د قبول وړ نه دي ؟
ځواب : هو همداسی ده ، د ایمان راوړلو څخه پرته هیڅ عمل نه صالح کېدای سی او نه هم د منلو وړ دی (۳) .
پوښتنه : نو آیا د صالح عمل څخه پرته ایمان اعتبار نه لری ؟
ځواب : هر هغه ایمان چی له امله یې د نېک او صالح عمل د کولو عزم پیدا نسی ، اعتبار نلری (۴) .
پوښتنه : آیا دا راته ویلای سې چی ایمان لږ یا ډیرېدای سی ؟
ځواب : هو کې ، د ایمان کیفیت لږیږی او ډیریږی (۵) .
پوښتنه : آیا د ځنکدن ( زکندن ) پر مهال توبه او ایمان قبلیږی ؟
ځواب : د ځنکدن څخه مخکی قبلیږی ، ځکه الله په ټول ژوند کی مهلت ورکړی وی او د توبې دروازې یې خلاصی پرې یښي وي ، خو د مرګ پر پوله توبه نه قبلیږی (۶) .

(۱) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵ . (۲) : البقره : ۱۲ ، ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ هود : ۲۳ ؛ الکهف : ۱۰۷ ؛ العصر : ۳ . (۳) : الکهف : ۱۰۵ ، ۱۰۶ ؛ الاحزاب : ۱۹ ؛ محمد : ۹ ، ۳۲ . (۴) : العنکبوت : ۲ ؛ البقره : ۸ ، ۱۳ ؛ العصر : ۳ ؛ الروم : ۴۴ . (۵) : آل عمران : ۱۷۳ ؛ الانفال : ۲ ؛ التوبه : ۱۲۴ ؛ الاحزاب : ۲۲ ؛ المدثر : ۳۱ . (۶) : النسأ : ۱۸ ؛ یونس : ۹۰ ـ ۹۱ .
( دیارلسمه برخه )
پوښتنه : آیا ستا د احکامو پیروي او اطاعت حتمی دی ؟
ځواب : هو باالکل ، پر هر مسلمان فرض دی چی زما اوامر او احکام به منی (۱) .

پوښتنه : آیا ستا د کومی فیصلې څخه سرغړوَنه کېدای سی ؟
ځواب : یا قطعأ نه ، زما د هری پریکړی منل او عملی کول حتمی دی او په هغه کی استثنأ ځای نلری (۲) .

پوښتنه : د کفر غوره کولو په هکله ستا څه نظر دی ؟ یعنی هغوی چی ستا هیڅ امر او فرمان نه منی ، څه به ورسره کیږی ؟
ځواب : زه وایم څوک چی کافران دي او په همدې حالت کی مړه سی ، نو پر هغوی د الله ، ملایکو او خلکو لعنت دی او د عذاب سزاوار به وی او دا عذاب نه لږېدونکی دی . دا لا څه ، مهلت به هم نه ورکول کیږی (۳) .

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی تا اشاره نه وی ورته کړې یا دې نه وی حل کړې نو باید څه وسی ؟
ځواب : په داسی حالت کی د رسول الله (ص) پر سُنت باید عمل وسی ، دا ځکه چی زما تر ټولو معتبره او مستنده تشریح همالته ده (۴) .

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی په سنت کی هم واضح نه وی ، نو بیا څه شي ته باید مراجعه وسی ؟
ځواب : په داسی حالت کی باید د امت د علماوو د اجماع پیروي وسی (۵) .

پوښتنه : آیا خپل څو اوامر او احکام راته ویلای سې ؟
ځواب : هو  ولی نه . ما دوه ډوله احکام جاری کړي دي ، یو اوامر دي چی د هغو پر کولو حُکم او امر دی ، دوهم نواهی دي چی د هغو کول منع دي . دغو دواړو ته « امر باالمعروف نهی عن المنکر » ویل کیږی . زما څو اوامر یا احکام چی کول یې حتمی دي دا دي :
۱ ـ د لمانځه ټینګه پابندي (۶) .
۲ ـ د روژې په میاشت کی روژه لرل (۷) .
۳ ـ زکات ورکول (۸) .
۴ ـ حج کول (۹) .
۵ ـ د مور او پلار سره ښه چلند کول (۱۰) .
۶ ـ فیصله په حق او عدالت سره کول (۱۱) .
۷ـ دعوت او تبلیغ کول (۱۲) .
۸ ـ شاهدي په رښتیا سره ورکول (۱۳) .
۹ـ صحیح تول کول (۱۴) .
۱۰ ـ د وعدې مراعاتول (۱۵) .

زما څو نواهی یا منکرات چی باید ډډه ځنی وسی ، دا دي :
۱ ـ شِرک کول (۱۶) .
۲ ـ درواغ ویل (۱۷) .
۳ ـ غیبت کول (۱۸) .
۴ ـ په وزن ، اندازه او تول کی کمیً کول (۱۹) .
۵ ـ شراب څښل (۲۰) .
۶ ـ قمار یا جُوا کول (۲۱) .
۷ ـ سود کول (۲۲) .
۸ ـ زنا کول (۲۳) .
۹ ـ چټی مصرف یا اِسراف کول (۲۴) .
۱۰ ـ د یتیمانو مال یا حق خوړل (۲۵) .

پوښتنه : دا خو ډیر ضروري معلومات وو . آیا پوښتلای سم چی د کومو شیانو خوړل حرام دي ؟
ځواب : د یو مسلمان له پاره د خنځیر ( خوک ) د غوښو خوړل ، مردار شیان ، وینه او هر هغه شی چی د الله تعالی د نوم یادولو څخه پرته ذبح سوﺉ وی ، د دې ټولو خوړل حرام دی (۲۶) .

پوښتنه : تا په خپلو پورتنیو احکامو کی له ټولو نه پر کوم حُکم ډیر ټینګار کړی دی ؟
ځواب : ما تر ټولو د لمانځه پر ادا کولو ډیر تأکید کړی دی او دا امر می په سلګونو واره تکرار کړی دی (۲۷) .

(۱) : الانعام : ۱۵۵ ؛ الاعراف : ۳ ؛ المایًده : ۴۴ ، ۴۵ ، ۴۷ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الزمر : ۵۵ . (۲) : النور : ۵۱ ؛ المایًده : ۴۹ ؛ محمد : ۲۳ . (۳) : البقره ۱۶۱ ، ۱۶۲ . (۴) : النسأ : ۶۵ ، ۱۰۵ ؛ النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۳۶ ؛ الحشر : ۷ . (۵) : النسأ : ۵۹ ، ۸۳ ، ۱۱۵ . (۶) : النور : ۵۶ ؛ الروم : ۳۱ ؛ الحج : ۷۸ ؛ الانعام : ۷۲ . (۷) : البقره : ۸۳ ، ۱۸۵ . (۸) : النور : ۵۶ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المزمل : ۲۰ ؛ المجادله : ۱۳ . (۹) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۰) : الاسرأ : ۲۳ ؛ الاحقاف : ۱۵ ؛ النسأ : ۳۶ . (۱۱) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۵۸ ؛ النحل : ۹۰ . (۱۲) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ التوبه : ۷۱ . (۱۳) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۱۳۵ . (۱۴) : الاسرأ : ۳۵ ؛ الرحمن : ۹ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۵) : المایًده : ۱ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۶) : النسأ : ۳۶ ؛ الانعام : ۱۴ ، ۱۵۲ ؛ الروم : ۳۱ . (۱۷) : الحج : ۳۰ ؛ الفرقان : ۷۲ . (۱۸) : الحجرات : ۱۲ . (۱۹) : الرحمن : ۹ ؛ المطففین : ۳ ؛ هود : ۸۴ . (۲۰) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۱) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۲) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۸ ؛ آل عمران : ۱۳۰ . (۲۳) : الاسرأ : ۳۲ ؛ الفرقان : ۶۸ ؛ الممتحنه : ۱۲ . (۲۴) : الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ ؛ الفرقان : ۶۷ . (۲۵) : الانعام : ۱۵۲ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ النسأ : ۱۰  . (۲۶) : البقره : ۱۷۳ ؛ النحل : ۱۱۵ . (۲۷) : البقره : ۳ ، ۱۵۳ ، ۱۷۷ ، ۲۳۸ ، ۲۷۷ ؛ النسأ : ۱۰۲ ؛ المایًده : ۶ ؛ هود : ۱۱۴ ؛ الحج : ۴۱ .
( څوارلسمه برخه )
پوښتنه : اوس به راسم دې پوښتنی ته چی د عبادت فلسفه څه ده ؟
ځواب : عبادت په اصل کی د الله تعالی د نعمتونو څخه د بنده د شکر څرګندونه ده (۱) .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی عبادت په څه شي پوری تړلی یا مربوط دی ؟
ځواب : عبادت هم د هر عمل غوندی د نیت په اخلاص پوری تړلی دی (۲) .
پوښتنه : د روژې په باره کی څه حُکم کوې ؟
ځواب : پر مسلمانانو د روژې په میاشت کی روژه لرل فرض دی (۳) .
پوښتنه : آیا پوښتلای سم چی د روژې نیولو حکمت څه دی ؟
ځواب : روژه د تقوا یا پرهېزګارۍ د حصول تر ټولو ښه ذریعه ده (۴) .

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د زکات ورکول اختیاري دی ؟
ځواب : یا ، پر هر هغه مسلمان چی اړونده حد یا نصاب یې پوره کړی وی ، د زکات ورکول فرض دی (۵) .
پوښتنه : نو د زکات ګتی څه دي ؟
ځواب : د زکات څو فایدې په لاندی ډول دي :
۱ ـ په هغه سره د بېوزلو او مسکینانو اړتیاوی پوره کیږی (۶) .
۲ ـ په هغه سره شتمني په یو ځای کی نه زخیره کیږی (۷) .
۳ ـ په هغه سره مال او ثروت پاک کیږی (۸) .
۴ ـ په هغه سره الله ته نږدېکت ډیریږی (۹) .
پوښتنه : زکات کومو کسانو ته ورکول کېدای سی ؟
ځواب : زکات دغو کسانو او مراجعو ته ورکول کېدای سی : غریبان ، فقیران ، زکات ټولونکي ، مساپر ، هغه غیر مسلمانان چی په زړونو کی یې د دین سره مینه پیدا کول مقصد وی ، د مریانو د آزادولو له پاره ، د پوروړو د پور ادا کولو له پاره ، او د الله په لاره کی (۱۰) .
پوښتنه : الهي ذکر څنګه باید وسی او ګټی یې څه دي ؟
ځواب : ذکر باید په هغه طریقه سره وسی چی الله او رسول یې هدایت فرمایلی دی (۱۱) . باید متوجه اوسې چی د الله حمد او ثنا (۱۲) ، تسبیح (۱۳) ، تکبیر (۱۴) ، شکر (۱۵) ، لمونځ (۱۶) او زما تلاوت (۱۷) ټول په الهي ذکر کی شامل دي . د الله ذکر هر وخت او په هر حالت کی باید وسی (۱۸) . هغه انسان چی د الله ذکر نه کوی شیطان پر مسلط کیږی (۱۹) او ژوند یې لنډ او تنګ وی (۲۰) . د الهي ذکر څخه زړه ډاډمن کیږی (۲۱) .
پوښتنه : ډیر په زړه پوری او ګټور معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی کوم ډول دُعا قبلیږی ؟
ځواب : هره دعا چی د الهي اطاعت د جذبې څخه په اخلاص سره وسی الله یې قبلوي (۲۲) .
پوښتنه : آیا تا کومه دعا ښوولې هم ده ؟
ځواب : هو باالکل ، ما ډیری دعاوی ښوولی دي چی د هغو څخه یوه یې دا ده :
رَبنا آتِنا فِی الدُنیا حَسَنته وَ فِی الاخِرَتِ حَسَنته وَ قِنا عَذابَ النار . یعنی : اې زما ربه ! په دنیا او آخرت دواړو کی ښېګڼه را عطأ کړه او د دوږخ له اوره می وژغوره (۲۳) .
پوښتنه : داسی ویل کیږی چی تا د یوې خاصی ورځی په هکله مکررأ او پرله پسې د بیرې خبردارﺉ ورکړی دی . که وي ، نو دا کومه ورځ ده ؟
ځواب : هو همداسی ده او دا د قیامت ورځ ده چی هلته به هیڅوک هم د چا په درد و نه خوری (۲۴) .
پوښتنه : آیا په هغه ورځ به څه خاصه پیښه وسی ؟ یعنی ولی باید د محشر له ورځی وبیریږو ؟
ځواب : د قیامت ورځ د اصلی امتحان ورځ ده ، یعنی په دغه ورځ به د هر انسان څخه د هغه د  یو یو عمل پوښتنه کیږی (۲۵) . د هغه ښه او بد ټول اعمال به وتلل سی (۲۶) . وروسته چی د چا نیکۍ او ښه کړنی زیاتی وی هغه ته به جنت عطأ سی (۲۷) ، او د چا بدۍ چی زیاتي وی نو هغه به د دوږخ په اور کی اچول کیږی (۲۸) .
پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی انسانی کړنی یا اعمال د هغه په ژوند کی ثبت او ریکارډ کیږی ؟
ځواب : هو ، الله تعالی د هر انسان د اعمالو د ساتنی او لرنی بشپړ انتظام کړی دی او د قیامت په ورځ به هغه ټول معلوم وی او حساب به ورسره کیږی (۲۹) .

پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به هر انسان یو یو د الله حضور ته  وړاندی کیږی که ټول په ګډه ؟
ځواب : لکه څنګه چی هر انسان په یوازی او انفرادي توګه دې دنیا ته راځی ، نو هماغسی به د الله حضور ته هم یوازی او تنها ور وړاندی کیږی (۳۰) .
نور بیا.....
(۱) : العنکبوت : ۱۷ ؛ الکوثر : ۱ ـ ۲ ؛ قریش : ۱ ـ ۴ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ الزخرف : ۶۴ . (۲) : الزمر : ۲ ، ۳ ، ۱۱ ، ۱۴ ؛ الحج : ۳۷ . (۳) : البقره : ۱۸۳ ، ۱۸۵ . (۴) : البقره : ۱۸۳ . (۵) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۶) : المعارج : ۲۴ ـ ۲۵ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۷) : الحشر : ۷ . (۸) : التوبه : ۱۰۳ ؛ الیل : ۶۷ ، ۱۸ . (۹) : التوبه : ۹۹ . (۱۰) : التوبه : ۶۰ .(۱۱) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۹۸ ، ۱۸۵ ، ۲۳۹  ؛ الحج : ۳۷. (۱۲) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ الحجر : ۹۸ ؛ التوبه : ۱۱۲ ؛ طه : ۱۳۰ ؛ الروم : ۱۸  . (۱۳) : طه : ۳۴ ؛ آل عمران : ۴۱ ؛ الواقعه : ۷۴ ، ۹۶ ؛ الاعلی : ۱ ؛ النصر : ۳ . (۱۴) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ المدثر : ۳ . (۱۵) : البقره : ۱۵۲ ، ۱۷۲ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ العنکبوت : ۱۷ ؛ الزمر : ۶۶ . (۱۶) :  طه : ۱۴ ؛ الجمعه : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۵ ؛ الاعلی : ۱۵ ؛ النسأ : ۱۴۲. (۱۷) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ ؛ الاحزاب : ۳۴ . (۱۸) : آل عمران : ۱۹۱ ؛ النسأ : ۱۰۳ ؛ الدهر : ۲۵ . (۱۹) : المجادله : ۱۹ . (۲۰) : طه : ۱۲۴ . (۲۱) : الرعد : ۲۸ ؛ الاحزاب : ۳۵ ؛ الزمر : ۲۳ . (۲۲) : ابراهیم : ۳۹ ؛ الاعراف : ۵۵ ؛ البقره : ۱۸۶ ؛ الاحقاف : ۱۵ . (۲۳) : البقره : ۲۰۱ . (۲۴) : البقره : ۱۲۳ . (۲۵) : الاعراف : ۶ ؛ الانبیأ : ۴۷ ؛ الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ ابراهیم : ۴۱ ؛ البقره : ۲۸۴ . (۲۶) : الاعراف : ۸ ؛ الانبیأ : ۴۷ .  (۲۷) : القارعه : ۶ ؛ المومنون : ۱۰۲ ؛ الاعراف : ۸ . (۲۸) : القارعه : ۸ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الاعراف : ۹ . (۲۹) : الانعام : ۹۵ . (۳۰) : الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ لقمان : ۶ ؛ ق : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ الحاقه : ۱۸ .
( پنځلسمه برخه )
پوښتنه : دا چی هر انسان به یوازی د الله تعالی سره مخامخ کیږی ، نو د  ګنهکارانو ، مجرمانو او جنایت کارانو پر ضد به شاهدي څوک ورکوی ؟
ځواب : په قیامت به د هر مجرم خپل د بدن اعضاوی پر هغه شاهدي ورکوی ، یعنی د هغوی غوږونه ، سترګی ، پښې او پوستکیً ( جلد ) به پر هغو اعمالو شاهدي ورکوی چی اړونده انسان کړي وی (۱) .
پوښتنه : کله چی د قیامت په ورځ الله تعالی یو په یو د هر انسان سره د هغه د اعمالو محاسبه وکړی ، نو آیا د کامیابۍ یا ناکامۍ خبر به مخامخ ورته ووایي ؟ مطلب دا چی اړونده شخص به څنګه پوه سی چی زه دوږخي یم که جنتي ؟
ځواب : الله به د اړونده نفر په مخکی د هغه د اعمالو کتاب ( اعمال نامه ) خلاصوي چی هر څه به واضح پکښی ثبت او درج وی (۲) ، او هغه کس ته چی یې په ښی ( راسته ) لاس کی ورکړی نو هغه به وپوهیږی چی زه جنتي یم او ډیر به خوشاله سی (۳) . خو که چا ته په کیڼ ( چپه ) لاس کی ورکول سی نو هغه به افسوس وکړی او پوه به سي چی زیانمن دی (۴) . دا لا څه ، هر چا ته که د شا له خوا وسپارل سی نو هغه به سخت بربادیږی او د دوږخ په لمبو کی به غورځول کیږی (۵) .
پوښتنه : ډیره مننه د دې اړینو معلوماتو څخه . د محشر پر میدان به د انسانانو څیرې څنګه وی ؟ یعنی انساني څیرو به کوم حالت غوره کړی وی ؟
ځواب : په هغه ورځ به ځینی څیرې سپینی وی او ځینی به توری آن تکي توری وی چی هغوی به ګنهکاران وی (۶)
پوښتنه : آیا د قیامت ورځ به له مخکی څخه ټاکلې او معلومه وی که ناببره راځی ؟
ځواب : د قیامت ورځ ناڅاپه رارسیږی او هیڅوک به هم بېله الله څخه مخکی له مخي خبر نه وی (۷) .
پوښتنه : آیا هغه ساعت به ژر وی که وروسته ؟ یعنی د هغه له پاره به ځانګري ترتیبات نیول کیږی که څنګه ؟
ځواب : یا ، هغه ساعت به ډیر ژر وی ، حتی د سترګو په رپ کی به راورسیږی (۸) .
پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی د قیامت دغه ګړی به ډیر نږدې وی او هیڅ موقع یا فرصت به چا ته ورنکړه سی ؟
ځواب : هو همداسی ده . ځکه د هغه ګړي په هکله انسانانو ته همدا اوس خبر او فرصت ورکړه سوی دی (۹) .
پوښتنه : دا خو په رښتیا هم سخت امتحان دی . تا مخکی د جنت او دوږخ خبره وکړه . اوس به راسم دې ته چی جنت څه شي دی ؟
ځواب : جنت د آرام ځای یا مقام دی (۱۰) چی په آخرت به یې الله تعالی خپلو نیکو بندګانو ته د هغوی د ښه اعمالو په عوض کی عطأ کوی (۱۱) . په جنت کی به د هغوی د خپلو غوښتنو مطابق هر ډول آسانتیاوی او نعمتونه مهیا وی (۱۲) ، او دوی به د تل له پاره همالته اوسیږی (۱۳) .
پوښتنه : ډیر ښه ، آیا راته ویلای سې چی دوږخ څه شي دی؟
ځواب : دوږخ د اور یوه کنده ده (۱۴) چی په آخرت کی به الله تعالی نافرمانان او کافران د سزاوار بللو په نتیجه کی هغه ته اچوي (۱۵) . هغوی به د تل له پاره په همدې دوږخ کی پاته وی (۱۶) . هغوی به همدا اور د خوراکي موادو په توګه خوری (۱۷) او هیڅکله به هم نه مړه کیږی (۱۸) .
پوښتنه : دغه سزا او جزا ولی دومره ضروري ده ؟
ځواب : دا ځکه چی په دې ډول هر انسان ته د خپل عمل بدله ورکول کیږی (۱۹) .

پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به الله تعالی ولیدل سی ؟
ځواب : هو ، په آخرت کی به نیک او ښه انسانان د الله تعالی په لیدو مشرف سی (۲۰) ، خو بد او مجرم انسانان به د الله د لیدو څخه محروم وی (۲۱) .
(۱) : حم سجده : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ یس : ۶۵ . (۲) : الاسرأ : ۱۳ . (۳) : الحاقه : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ الانشقاق : ۷ ، ۸ ، ۹ . (۴) : الحاقه : ۲۵ ، ۲۶ . (۵) : الانشقاق : ۱۰ ، ۱۱ ، ۱۲ . (۶) : آل عمران : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۶۰ ؛ یونس : ۲۷ . (۷) : الانعام : ۳۱ ؛ یوسف : ۱۰۷ ؛ الحج : ۵۵ ؛ یس : ۵۰ ؛ الزخرف : ۶۶ ؛ محمد : ۱۸ . (۸) : النحل : ۷۷ ؛ القمر : ۵۰ . (۹) : الاحزاب : ۶۳ ؛ الشوری : ۱۷ ؛ القمر : ۱ . (۱۰) : الدخان : ۵۱ ـ ۵۲ ؛ الفرقان : ۱۵ ، ۲۴ ، ۷۵ ، ۷۶ . (۱۱) : الاحقاف : ۱۴ ؛ الفرقان : ۱۵ ؛ البینه : ۹۸ ؛ آل عمران : ۱۳۶ ؛ الدهر : ۱۲ . (۱۲) : حم سجده ۳۰ ، ۳۱ ، ۳۲ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الفرقان :۱۶ ؛ الزمر : ۳۴ ؛ الشوری : ۲۲ . (۱۳) : البقره : ۲۵ ، ۸۲ ؛ آل عمران : ۱۵ ؛ الاعراف : ۴۲ ؛ یونس : ۲۶ ؛ هود : ۲۳ . (۱۴) : الفرقان : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ آل عمران : ۱۹۷ ؛ النسأ : ۹۷ ؛ الرعد : ۱۸ ؛ العنکبوت : ۶۸ . (۱۵) : حم سجده : ۲۷ ؛ الاسرأ : ۹۷ ـ ۹۸ ؛ الکهف : ۱۰۵ ، ۱۰۶ ؛ فاطر : ۳۶ . (۱۶) : البقره : ۳۹ ، ۲۵۷ ؛ آل عمران : ۱۱۶ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الجن : ۲۳ ؛ البینه : ۶ . (۱۷) : الانفال : ۱۴ ؛ الحج : ۲۲ ؛ فاطر : ۷ ؛ الزخرف : ۷۴ ؛ الملک : ۶ . (۱۸) : الدخان : ۵۶ . (۱۹) : الجاثیه : ۲۲ ؛ البقره : ۲۸۱ ؛ آل عمران : ۲۵ ، ۱۹۵ ؛ القلم : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الزلزال : ۶ ، ۷ ، ۸ . (۲۰) : القیامه : ۲۲ ، ۲۳ . (۲۱) : المطففین : ۱۵ .
( شپاړسمه برخه )
پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی د محشر پر میدان به د ځینو انسانانو څیرې سپینی او د ځینو دا به توری آن تکی توری وی . خو اوس به د موضوع سره په تړاو در څخه وپوښتم چی هغه ګړﺉ به د انسانانو څیرې د روحیاتو له پلوه څنګه وی ؟ یعنی کوم کوم حالتونه به ولری ؟
ځواب : ډیره ښه پوښتنه ده او ځواب یې هم په غور سره واوره .
۱ ـ ظالمان او مجرمان به له ورایه د خپلو څیرو څخه وپیژندل سی ، هغوی به د سر تر وریښتانو او پښو ونیول سی (۱) ؛
۲ ـ ځینی څیرې به د ایمان په نور منوري وی نو ځکه به خوشحاله او خندانی وی (۲) ؛
۳ ـ ځینی څیرې به تر او تازه وی او د الله خوا ته به ګوری (۳) ؛
۴ ـ نیک عمله به د ډیر فضل او کرم څخه برخمن وی او په جنت سره به ونازول سی (۴) ؛
۵ ـ ځینی څیرې به غمجني وی او په دې به پوهیږی چی داسی عذاب به پر راځی لکه ملا چی یې ورماتوي (۵) ؛
پوښتنه : الله دی ظالمان او جنایت کاران همدا اوس لا اصلاح کړی ، ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله . آیا په دې ارتباط راته ویلای سې چی د محشر په ورځ به انسانان په څو ډلو کی د الله حضور ته حاضریږی ؟
ځواب : هغه ګړﺉ به ټول انسانان پر درو برخو ویشل کیږی (۶) . هغه کسان چی ( د عرش عظیم ) راسته یا ښیً خوا ته وی نو هغوی به جنتي انسانان وی (۷) ، هغه کسان چی کیڼ یا چپه خوا ته وی بدبخته او دوږخیان به وي (۸) ، خو درېیمه ډله هغه خاص ، خورا ښه او د عملي او علمي کمالاتو څښتنان دي چی الله ته به نږدې ځای ولری (۹) .
پوښتنه : الله تعالی د قیامت ورځی ته څه اهمیت ورکړی دی ؟ یعنی لوی خدای د دغی ورځی سترتیا څنګه را معرفي کوی ؟
ځواب : دا په رښتیا هم ډیره مهمه او عظیمه ورځ ده او زما په متن کی پر دغه ورځ مسلسل ټینګار سوی دی تر څو انسانان ورته متوجه سی . همدا علت دی چی الله په دغه ورځ  قسم اخلی او فرمایی چی زما دې د قیامت په ورځ قسم وی (۱۰) .
پوښتنه : د پورته ټول بیان څخه داسی ثابتیږی چی د قیامت ورځ ډیره مهمه ، ډیره عظیمه او ډیره صمیمه ورځ ده . آیا پوښتلای سم چی تا دغه ورځ په نورو نومونو سره هم بللې او متصف کړې ده که یا ؟ که وی ، نو څو بیلګې یې راته ویلای سې ؟
ځواب : هو باالکل . ما دغه سرنوشت ټاکونکې ورځ په نورو نومونو سره هم بللې ده چی شمیر یې تر شپیتو هم اوړی ، خو یو څو بیلګې به یې در وښیم تر څو ښه ورته متوجه سې او غور پکښی وکړې :
۱ ـ یوم الدین ، یعنی د انصاف یا عدالت ورځ (۱۱) ؛
۲ ـ یوم الاخر ، یعنی وروستۍ ورځ (۱۲) ؛
۳ ـ یوم القیامه ، یعنی د قیام یا راولاړېدو ورځ (۱۳) ؛
۴ ـ یوم الیم ، یعنی د درد او عذاب ورځ (۱۴) ؛
۵ ـ یوم البعث ، یعنی د راپورته کېدو ورځ (۱۵) ؛
۶ ـ یوم تشقق الارض ، یعنی د مځکی د چاودلو ورځ (۱۶) ؛
۷ ـ یوم التغابُن ، یعنی د ګټی او زیان یا کامیابۍ او ناکامۍ ورځ (۱۷) ؛
۸ ـ یوم تقیلا ، یعنی سخته ورځ (۱۸) ؛
۹ ـ یوم الجمع ، یعنی د راټولېدو ورځ (۱۹) ؛
۱۰ ـ یوم الحساب ، یعنی د حساب ورځ (۲۰) ؛
۱۱ ـ یوم الحسرة ، یعنی د غم ورځ (۲۱) ؛
۱۲ ـ یوم الحق ، یعنی د حق یا حقیقت ورځ (۲۲) ؛
۱۳ ـ یوم الخروج ، یعنی د راوتلو ورځ (۲۳) ؛
۱۴ ـ یوم عسر ، یعنی مشکله او ستونځمنه ورځ (۲۴) ؛
۱۵ ـ یوم عسیر ، یعنی سخته یا بده ورځ (۲۵) ؛
۱۶ ـ یوم عظیم ، یعنی ستره او عظیمه ورځ (۲۶) ؛
۱۷ ـ یوم الفصل ، یعنی د فیصلې ورځ (۲۷) ؛
۱۸ ـ یوم مشهود ، یعنی د شاهدۍ ورځ (۲۸) ؛
۱۹ ـ یوم معلوم ، یعنی ټاکلې او معلومه ورځ (۲۹) ؛
۲۰ ـ یوم الموعود ، یعنی وعده کړل سوې ورځ (۳۰) ؛
۲۱ ـ یوم الوعید ، یعنی د تهدید او سزا ورځ (۳۱) ؛
۲۲ ـ یوم یبعثون ، یعنی د راپاڅېدلو ورځ (۳۲) ؛      
(۱) : الرحمن : ۴۱ . (۲) : عبس : ۳۸ ـ ۳۹ . (۳) : القیامه : ۲۲ ـ ۲۳ . (۴) : یونس : ۲۶ . (۵) :القیامه : ۲۴ ـ ۲۵ . (۶) : الواقعه : ۷ . (۷) : الواقعه : ۸ . (۸) : الواقعه : ۹ . (۹) : الواقعه : ۱۰ ـ ۱۴ . (۱۰) : القیامه : ۱ . (۱۱) : الفاتحه : ۴ ؛ الحجر : ۳۵ ؛الانفطار : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ البقره : ۱۷۴ . (۱۲) : البقره : ۸ ، ۶۲ ، ۱۲۶ ؛ النسأ : ۴ ؛ العنکبوت : ۶۳ . (۱۳) : البقره : ۸۵ ، ۱۱۳ ؛ آل عمران : ۷۷ ؛ النسأ : ۱۴۱ ؛ الانعام : ۱۲ ؛ القیامه : ۱ ، ۶ . (۱۴) : هود : ۲۶ ؛ الزخرف : ۶۵ . (۱۵) : الروم : ۵۶ . (۱۶) : ق : ۴۴ . (۱۷) : التغابُن : ۹ . (۱۸) : الانسان : ۲۷ . (۱۹) : الشوری : ۷ ؛ التغابن : ۹ . (۲۰) : ص : ۱۶ ، ۲۶ ، ۵۳ ؛ الغافر : ۲۷ . (۲۱) : مریم : ۳۹ . (۲۲) : النسأ : ۳۹ . (۲۳) : ق : ۴۲ . (۲۴) : القمر : ۸ . (۲۵) : المدثر : ۹ . (۲۶) : الانعام : ۱۵ ؛ یونس : ۱۵ ؛ مریم : ۳۷ ؛ الزمر : ۱۳ ؛ المطففین : ۵ . (۲۷) : الصفت : ۲۱ ؛ الدخان : ۴ ؛ المرسلت : ۱۴ ؛ النبأ : ۱۷ . (۲۸) : هود : ۱۰۳ . (۲۹) : الواقعه : ۵۰ . (۳۰) : البروج : ۲ . (۳۱) : ق : ۲۰ . (۳۲) : الاعراف : ۱۴ ؛ الحجر : ۳۶ ؛ المومنون : ۱۰۰ ؛ الشعرأ : ۸۷ ؛ الصفت : ۱۴۴ ؛ ص : ۷۹ .
( اوولسمه برخه )
پوښتنه : الله دې هر مؤمن د دوږخ له اوره وساتی او د هدایت په نور دې یې منور کړی تر څو له دغسی دایمی مصیبته خلاص او په امان سی . تا مخکی وویل چی د قیامت ورځ ډیر ستر او ستونځمن ساعت دی چی آسمان او مځکه به د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی . نو آیا پوښتلای سم چی په هغه ورځ به آسمان په څه حالت کی وی ؟ او مځکه به څنګه بدلیږی ؟ یعنی دواړو ته به څه ورپیښیږی ؟
ځواب : هو ، آسمان او مځکه دواړه د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی (۱) .
آسمان به لوګی یعنی دود ونیسی (۲) ، سخت به وریږدی (۳) ، څیري به سی او وبه چاودی (۴) . مځکه به سخته وښوری (۵) ، یعنی مځکه او غرونه به سخت وریږدی (۶) او سخته زلزله به وسی (۷) . هر څه به یې د سترګو په رپ کی دباندی راووزی (۸) او هواره به سي (۹) .
پوښتنه : نو په دغسی یو غیر تصوري او بحراني حالت کی به د سمندرونو څه حال وی او دا دومره ډیری اوبه به یې چیری ځی ؟
ځواب : د سمندرونو اوبه به دونه تودې سی چی و به ایشی (۱۰) او د جوش په حال کی به سره ګډی سی (۱۱) .
پوښتنه : د داسی صحنې انځورول خو باالکل د انساني دماغ څخه بهر او په رښتیا هم د بیری وړ دی . آیا راته ویلای سې چی د لمر او سپوږمۍ حال به څه وی ؟ ځکه ، هغه دواړه خو هم د همدې آسمان یوه کوچنۍ حصه ده . آیا هغوی به پر خپل اوسني حالت پاته وی او که به تغییر مومی ؟
ځواب : لمر او سپوږمۍ به هم اساسي بدلون مومی ، یعنی لمر به راخطا کیږی (۱۲) ، سپوږمۍ به خسوف ونیسی (۱۳) ، او لمر به ورسره یو ځای سی (۱۴) .
پوښتنه : لوی الله دی هر مسلمان په دغه سخت امتحان کی بریالی کړی او سر له اوسه باید توښه ورته برابره کړی تر څو له دوږخه په امان او د جنت میلمه سی . آیا دا رښتیا ده چی د جنت باغونه څو ډوله دي او هر یو یې خپل نوم لری ؟ که وی ، نو یو څو نومونه یې راښوولای سې تر څو هر مؤمن تیر هیر کړی ، رښتیانۍ توبه وکړی او سر له اوسه هغه ته د ورتګ له پاره واقعی چمتوینه ونیسی ؟
ځواب : هو ، جنت څو خورا ښکلي ، جذاب او له تصوره وتلی په زړه پوری باغونه لری چی مهم یې دا دي :
۱ ـ روضة الجنة (۱۵) ؛
۲ ـ جنة الخلد (۱۶) ؛
۳ ـ جنة عالیه (۱۷) ؛
۴ ـ جنت عدن (۱۸) ؛
۵ ـ جنت الفردوس (۱۹) ؛
۶ ـ جنة الماوی (۲۰) ؛
۷ ـ جنت نعیم (۲۱) .
پوښتنه : نو د دې له پاره چی هر څوک د جنت څخه برخمن سی او د دوږخ له اوره نجات ومومی ، باید څه وکړی ؟
ځواب : هر څوک چی پر یوازیني الله ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر نبیانو ، د هغه پر کتابونو او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی (۲۲) ، او خلک نیکو او ښه کارونو ته راوبولی ، د ښه اعمالو امر وکړی او د بدو یا ناوړه اعمالو څخه یې منع کړی نو هغوی بریمن او د فلاح او مراد څښتنان یعنی جنتیان دي (۲۳) .
(۱) : ابراهیم : ۴۸ . (۲) : الدُخان : ۱۰ . (۳) : الطور : ۹ . (۴) : الحاقه : ۱۶ ؛ التکویر : ۱۱ ؛ الانشقاق : ۱ ؛ الرحمن : ۳۷ . (۵) : الواقعه : ۶ . (۶) : المزمل : ۱۴ . (۷) : الزلزال : ۱ . (۸) : ق : ۴۴ ؛ الانشقاق : ۴ . (۹) : الکهف : ۴۷ ؛ الانشقاق : ۳ . (۱۰) : التکویر : ۶ . (۱۱) : الانفطار : ۳ . (۱۲) : التکویر : ۱ . (۱۳) : القیامه : ۸ . (۱۴) : القیامه : ۹ . (۱۵) : الشوری : ۲۲ . (۱۶) : الفرقان : ۱۵ . (۱۷) : الحاقه : ۲۲ ؛ الغاشیه : ۱۰ . (۱۸) : التوبه : ۷۲ ؛ الرعد : ۲۳ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الکهف : ۳۱ . (۱۹) : الکهف : ۱۰۷ ؛ المومنون : ۱۱ . (۲۰) : النجم : ۱۵ ؛ السجده : ۱۹ . (۲۱) : الشعرأ : ۲۶ ؛ الواقعه : ۸۹ ؛ المعارج : ۳۸ ؛ یونس : ۹ . (۲۲) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵ . (۲۳) : آل عمران : ۱۰۴.
( اتلسمه برخه )
پوښتنه : دا خو په رښتیا هم عجیب مهم معلومات وو . لوی الله دی موږ ټوله دغه برخلیک ټاکونکي ورځی ته د نیکو عملونو سره راهنمایی کړی ، ځکه اوس لا فرصت او وخت لرو داسی نه چی اعمال مو بې حاصله تم سی . بله پوښتنه می دا ده چی د محشر پر میدان کامیاب انسانان څوک دي ؟
ځواب : د محشر پر میدان بریمن انسانان هغه کسان دي چی د نورو سره یې مرسته او نیک عملونه کړي وی نو ځکه الله عوض ورکوی (۱) .
پوښتنه : الله به په دغه حساس حالت کی پر ښه او نیک عملو خلکو څه زیرﺉ وکړی ؟
ځواب : الله به صالحو او نیکو مؤمنانو ته ووایی چی پر تاسو دی د جنت زیرﺉ وی چی تر هغه لاندی ویالې بهیږی او د تل له پاره پکښی اوسیږﺉ او د لوی بریالیتوب او مراد اصلی ځای همدا دی (۲) .
پوښتنه : اوس به د موضوع بل اړخ مطرح کړم او هغه دا چی آیا د محشر پر میدان به ګنهګاران او مجرمان یو تر بله په جنجال او جګړو بوخت وی که یا ؟ که وی ، نو یو بل ته به څه وایی ؟
ځواب : هغوی به یو بل دغسی ملامت او متهم کوی : کمزوره کسان به غټانو او مشرانو ته په فریاد سره وایی چی موږ خو ستاسو تابع وو ، نو اوس خو مو له دغه عذابه وژغورﺉ . خو هغوی به ورته ووایی چی که الله موږ ته هدایت کړی وای نو بیا به مو تاسو ته لارښوونه کوله ، نو ځکه اوس هر څه له وخته تیر دي او هیڅ شی ګټه نلری . شیطان به ږغ پر وکړی چی اوس خو فیصله سوې ده ، الله تاسو ته رښتیانۍ او ما درواغجنه وعده درکړې وه ، لاکن تاسی بیا هم د الله خبره نه بلکی زما خبره واورېده . نو ځکه ما مه ملامتوﺉ بلکی خپل ځانونه ملامت کړﺉ او فعلأ به په ګډه عذاب زغمو (۳) .
پوښتنه : د قیامت په ورځ به د انسان د بې وسۍ او ناتوانۍ حالت څنګه وی ؟
ځواب : د هیچا او هیڅ شي په فکر کی به نه وی بلکی صرف د ځان په غم کی به وی (۴) .
پوښتنه : کله چی د محشر پر میدان کافران او منکران د الله تعالی په وړاندی ودریږی ، نو الله تعالی به څه پوښتنه ځنی وکړی ؟
ځواب : الله به د کافرانو او منکرانو څخه وپوښتی چی څنګه سو ؟ آیا دا بیرته راژوندي کېدل او راټولېدل مو حقیقت نه دی ؟ هغوی به فریاد وکړی چی هوکې . خو الله به دردناک عذاب پر مسلط کړی (۵) .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د محشر پر میدان به د جنتي خلکو او دوږخي خلکو د روانېدو صحنه څنګه وی ؟
ځواب : نیک او پرهیزګاره انسانان به د میلمنو غوندی د الله له خوا وروبلل سی ، خو ګناه کاران به په ځغلولو او کشولو دوږخ ته شړل کیږی (۶) .
پوښتنه : کله چی دوږخیان مخ پر دوږخ د شړلو په حال کی وی ، نو پر لارې به خپل تر منځو شخړه سره ولری که یا ؟ که وی ، نو څه به سره وایی ؟
ځواب : هغوی به اعتراف وکړی چی هوکې ، موږ کافران وو . یوه ډله به پر بله ډله لعنت ووایی او الله ته به شکایت وکړی چی دغو کسانو موږ ګمراه کړي وو ، دوی ته د اور شدید عذاب ورکړه . خو الله به دواړو خواوو ته سخت عذاب ورکړی نو ځکه به لومړنۍ ډله هغې بلی ته ووایی چی تاسو خو زموږ له پاره ډیر عذاب غوښت ، اوس تاسی هم زموږ تر څنګ د دې ستر اور میلمانه سیً (۷) .
پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی ما په خپل متن کی د قیامت ورځ د غم ، حسرت ، پښیمانۍ ، افسوس او عذاب ورځ بللې ده . آیا په مجموع کی د منکرانو ، کافرانو ، ظالمانو او ګنهکارانو عام حالت راته ویلای سې چی په څه مصیبت به اخته وی ؟ او څه افسوس او پښیماني به کوی ؟
ځواب : ډیر مهم سوال دی وکړ ، نو په ښه غور ورته ځیر سه :
د قیامت ورځ د کفارو ، منافقانو ، مجرمانو ، ظالمانو او ګناه کارانو له پاره د غم او ناورین سخته ورځ او د پښیمانۍ صحنه ده (۸) .  دغسی انسانان به د نهیلۍ او پښیمانۍ اوښکی تویوی ، لاسونه به موښی ، سر به وهي ، چیغی او کریږی به وهی چی زما پر ځای زما اولاد ، زما میرمن ، زما ورور ، زما کورنۍ ، زما قوم او د نړۍ ټول انسانان ونیسه خو ما پریږده (۹) . مړینی ته به نارې وهي ، بیرته ژوند به وغواړی ، پر خپلو غلطیو او ګناهونو به اعتراف کوي (۱۰) . د الله او د هغه د رسول د اطاعت یقین به ورکړی ، د نیک او مؤمن کېدو ژمنه به وکړی . خو دا ټولی زارۍ او پښېمانۍ به ځای و نه نیسی ، دا ځکه چی هر شی او هر کار خپل وخت لری خو په دې ورځ به هغه ټول پای ته رسېدلي وی . هغوی به وایی چی کاشکی زما اعمال نامه نه راکول کېدای ، زه نه پوهېدای چی زما حساب څه دی ، کاشکی په دنیا کی مړینه وروستۍ پریکړه وای (۱۱) ؛ کاشکی د جزا ورځ لیری وای (۱۲) ؛ کاشکی مځکه وچاودي او زه په هغه کی ورک سم (۱۳) ؛ کاشکی الله زما په عذاب کی صرف یوه ورځ راکمه کړی (۱۴) ؛ کاشکی زه خاوري وای (۱۵) ؛ ډیر افسوس ، د قیامت په هکله چی سخته غلطي راڅخه سوې ده (۱۶) .
پوښتنه : استغفرالله ! څښتن تعالی دې هر انسان ته هدایت او هر مسلمان ته عنایت عطا کړی . ما داسی اورېدلي دي چی دوږخ څو طبقې لری ، آیا دا خبره رښتیا ده ؟ که وی ، نو څو طبقې دي ؟
ځواب : هو ، دوږخ اووه طبقې لری چی د لوړې څخه مخ پر کښته په دې ډول دي :
۱ ـ جهنم (۱۷) ؛
۲ ـ السعیر (۱۸) ؛
۳ ـ لظی (۱۹) ؛
۴ ـ حُطمه (۲۰) ؛
۵ ـ سقر (۲۱) ؛
۶ ـ جحیم (۲۲) ؛
۷ ـ هاویه (۲۳) ؛
(۱) : آل عمران : ۱۸۵ . (۲) : الحدید : ۱۲ . (۳) : ابراهیم : ۲۱ ـ ۲۲ . (۴) : عبس : ۳۴ ـ ۳۷ . (۵) : الانعام : ۳۰ . (۶) : مریم : ۸۵ ـ ۸۷ . (۷) : الاعراف : ۳۷ ـ ۳۹ . (۸) : الفرقان : ۲۷ . (۹) : المعارج : ۱۱ ـ ۱۴ . (۱۰) : المومن : ۱۱ . (۱۱) : الحاقه : ۲۵ ـ ۳۰ . (۱۲) : آل عمران : ۳۰ . (۱۳) : النسأ : ۴۲ . (۱۴) : المومن : ۱۱ . (۱۵) : النسأ : ۴۰  . (۱۶) : الانعام : ۳۱ . (۱۷) : ابراهیم : ۲۸ ـ ۲۹ ؛ النسأ : ۹۳ ؛ مریم : ۸۶ ؛ النسأ : ۲۱ . (۱۸) : الاسرأ : ۹۷ ؛ الحج : ۴ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الملک : ۱۱ . (۱۹) : المعارج : ۱۶ . (۲۰) : الهُمزه : ۴ ـ ۷ . (۲۱) : القمر : ۴۹ ؛ المدثر : ۲۶ ـ ۲۹ ، ۴۲ . (۲۲) : الانفطار : ۱۴ ؛ المایًده : ۱۰ ، ۸۶ ؛ الحدید : ۱۹ ؛ الطور : ۱۸ . (۲۳) : القارعه : ۸ ـ ۱۱ .
( نولسمه برخه )
پوښتنه : نن الحمدلله غیر مسلمانانو ته هم دا ثابته سوې ده چی ستا متن کاملأ د اخلاقی معیارونو څخه ډک دی ، او ځکه نو هغوی جوپه جوپه مسلمانان کیږی . آیا کولای سې چی خپلی څو اخلاقی ښوونی را ته ووایې تر څو دوستان سرلوړي او دښمنان سرځوړي سی ؟
ځواب : هو ، دا خو واضح حقیقت دی چی زما متن د روزنیزو او اخلاقی ارزښتونو ، ښوونو او معیارونو څخه ډک دی چی څو نمونې به یې داسی دروښییم :
ځواب : ما اخلاقي ښوونی او روزنی ته ډیر اهمیت ورکړی دی چی څو اخلاقی تعلیمات می دا دي :
۱ ـ رښتیا ویل او د درواغو څخه ډډه کول ( الاحزاب ۳۵ او ۷۰ ؛ النسأ ۹ ؛ آل عمران ۱۷ ) .
۲ ـ د چا غیبت نه کول ( الحجرات ۱۲ ) .
۳ ـ رښتیانۍ شاهدي ورکول ( المایًده ۸ ؛ النسأ ۱۳۵ ).
۴ ـ یو پر بل عیب نه تړل یعنی د چا عیب نه لټول ( الحجرات ۱۱ ) .
۵ ـ د هر ډول بې حیایی څخه ځان ژغورل ( الاعراف ۳۳ ؛ الانعام ۱۵۱ ؛ الشوری ۳۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ النسأ ۵ ) .
۶ ـ پر چا بدګوماني نه کول ( الحجرات ۱۲ ) .
۷ ـ په هر حالت کی عدالت او انصاف کول ( المایًده ۸ او ۴۲ ؛ النسأ ۵۸ او ۱۳۵ ؛ الشوری ۱۵ ؛ النحل ۹۰ ) .
۸ ـ په چا ملنډي یا ریشخند نه وهل ( الحجرات ۱۱ ) .
۹ ـ ښې خبری کول ( الاسرأ ۵۳ ؛ النسأ ۵ او ۹ ؛ الاحزاب ۷۰ ) .
۱۰ ـ یو څوک په بد یا ناوړه نوم سره نه بلل ( الحجرات ۱۱ ) .
۱۱ ـ د ستونزو او مشکلاتو پر مهال صبر کول ( البقره ۴۵ او ۱۵۳ ؛ آل عمران ۲۰۰ ؛ الانفال ۴۶ ) .
۱۲ ـ ظلم نه کول ( البقره ۲۷۹ ؛ آل عمران ۵۷ او ۱۴۰ ؛ الاعراف ۴۴ ؛ الشوری ۴۴ ) .
۱۳ ـ خیانت نه کول ( الانفال ۲۷ او ۵۸ ؛ یوسف ۵۲ ) .
۱۴ ـ پر نعمتونو شکر کول ( البقره ۱۵۲ او ۱۷۲ ؛ النحل ۱۴۴ ؛ العنکبوت ۱۷ ) .
۱۵ ـ حسد او غرور نه کول ( الفلق ۵ ؛ النسأ ۳۶ او ۵۴ ؛ النحل ۲۳ ؛ المومن ۳۵ ؛ لقمان ۱۸ ) .
۱۶ ـ د چا مال ناحقه یا د رشوت په توګه نه اخیستل ( البقره ۱۸۸ ) .
۱۷ ـ عفو او بخښنه کول ( البقره ۱۰۹ او ۲۳۷ ؛ النسأ ۱۴۹ ؛ الاعراف ۱۹۹ ؛ التغابن ۱۴ ؛ النور ۲۲ ) .
۱۸ ـ قهر او غصه نه کول ( الشوری ۳۷ ) .
۱۹ ـ وعده خلافي نه کول ، یعنی پر قول درېدل ( الاسرأ ۳۴ ؛ النحل ۹۱ ؛ الانعام۱۵۲ ؛ المایًده ۱ ؛ الرعد ۲۰ ) .
۲۰ ـ د نیکیو یا ښېګڼو خپرول او د بدۍ ختمول ( آل عمران ۱۰۴ او ۱۱۰ ؛ البقره ۱۴۳ ؛ التوبه ۷۱ ) .
پوښتنه : دا خو په رښتیا هم د نیکمرغه ژوندانه تر ټولو ښه لارښوونی دي . کاشکی په نوم مسلمانانو همدا اخلاق خپل کړي او عملأ یې ځانونه مسلمانان ثابت کړي وای . په هر صورت ، بله پوښتنه می دا ده چی آیا تا د مجلس د آدابو ښوونه هم کړې ده ؟
ځواب : هو ، ما ایمان والاوو ته د مجلس آداب هم ورښودلی دي ، مثلأ : که په یو ځای کی ډیر خلک ناست وی او د دباندی څخه نور کسان راسی نو هغو خلکو ته چی له مخکی څخه ناست دي لازمه ده چی یو تر بله سره نږدې سی او نوو راغلو ته ځای ورکړی ( المجادله ۱۱ ) ؛ لوړ ږغونه ، نارې او غالمغال هم د مجلس د آدابو خلاف کار دی ( لقمان ۱۹ ) .
پوښتنه : آیا تا د تقوا غوره کولو ته هم انسانان هڅولی دي ؟
ځواب : هو ، ما خلکو ته حُکم کړی دی چی په هر حالت کی د الله څخه وبیریږی او د هغه ذات د نافرمانیو د ناوړه پایلی څخه ځانونه وژغوری ( آل عمران ۱۰۲ ؛ البقره ۱۹۴ ؛ النسأ ۱ او ۱۳۱ ؛ الانعام ۷۲ ) .
پوښتنه : آیا بتانو ته د ښکنځلو اجازه سته که یا ؟
ځواب : یا قطعأ د نورو ادیانو او بتانو د سپکاوي اجازه نسته ( الانعام ۱۰۸ ) .
پوښتنه : تا مخکی د وعدې پوره کولو په باره کی وفرمایل . آیا راته ویلای سې چی وعده پوره کونکی څوک دی او وعده خلافه څوک دی ؟
ځواب : که په لنډه توګه درته ووایم نو د وعدې پوره کونکی الله تعالی دی او وعده خلافه شیطان دی ( ابراهیم ۲۲ ؛ الزمر ۲۰ ؛ الروم ۶ ؛ النسأ ۱۲۰ ؛ الاسرأ ۶۴ ) .
پوښتنه : آیا یو څوک غلط بیان یا ناحقه شیان ویلای سی ؟
ځواب : یا ، بلکی د هر ډول غلط بیان له امله به یې الله مواخذه کړی ( الاسرأ ۳۶ ) .
پوښتنه : دا خو معلوم او ثابت حقیقت دی چی تا د ژوند هر اړخ شنلی او راښودلی دی . آیا راته ویلای سې چی تر ټولو ښه انسانان څوک دي ؟
ځواب : هغوی چی حق ومنی او ټینګ ایمان ولری او صالح عملونه وکړی ( البینه ۷ ) .
پوښتنه : نو تر ټولو بد کسان بیا څوک دي ؟
ځواب : هغه کسان دي چی د حق د راتلو څخه وروسته ځانونه د هغه په وړاندی ړانده ، کاڼه او ګونګیان کړی او انکار ترې وکړی ( البینه ۶ ؛ الانفال ۲۲ او ۵۵ ) .
پوښتنه : تا مخکی د عیب څخه د ځان ژغورنی اصل ته اشاره وکړه . خو تر کومه ځایه چی عملأ لیدل کیږی تقریبأ ټوله اسلامی نړۍ منجمله ډیرﺉ افغانان د غیبت سره دومره زیات روږد سوي چی آن معتاد یا عملیان یې ګرحېدلي دي . د دغسی کسانو لپاره ستا تنبیه څه ده ؟ او هغوی باید له دې مصیبته د خلاصون په خاطر څه وکړی ؟
ځواب : ما واضحأ امر کړی دی چی د یو بل غیبت مه کوﺉ او آیا تاسو غواړﺉ چی د خپل مړه ورور غوښی وخورﺉ ؟ نو که په رښتیا هم مسلمانان یاست باید له دغه شنیع او کرغیړن عمله جدأ ډډه وکړﺉ ( الحجرات ۱۲ ) . که د غیبت کوم مجلس شروع وی نو د مخنیوي او ځان ژغورنی ډیره ښه چاره یې دا ده چی باید له دغسی مجلسه ووزﺉ او تر هغو پوری بیرته ورنسیً چی غیبت پای ته نه وی رسېدلی ، که نه غیبت ویونکي او د هغه اورېدونکي دواړه یو برابر ګنهکاران دي ( النسأ ۱۴۰ ) .
پوښتنه : په همدې ارتباط پوهان وایی چی غیبت او چُغلی ( نمامی ) د ترازو دوې پلې دي ، یعنی دا چی غیبت او چغلی اکثرأ سره تړلي وی . په دې هکله ستا اخلاقی ښوونه څه ده ؟ آیا دغسی ارتکاب د شیطان د وظیفې مخته وړنه نه ده ؟
ځواب : ما په شدیدو الفاظو سره د هر هغه انسان اطاعت منع کړی دی چی ډیر قسمونه اخلی ، د بل چا عیب لټوی او په چغلیو بوخت وی ، دا ځکه چی دغسی کسان د مسلمانانو خپل منځي محبت په عداوت سره بدلوی ( القلم ۱۱ او ۱۲ ) . نو د سمون ښه لاره یې دا ده چی که یو فاسق انسان دغسی خبر درته راوړي ، په هغه هکله تحقیق او ګروېږنه وکړه بلکی په پټو سترګو یې مه منه (الحجرات : ۶ ) .
(شلمه برخه )
پوښتنه : آیا د اسلام د دین پیروي آسانه ده که مشکله ؟
ځواب : د اسلام پیروي ډیره آسانه ده ( الحج ۷۸ ؛ البقره ۱۸۵ ) .
پوښتنه : آیا تا د دین د دعوت او تبلیغ حکم کړی دی که یا ؟ که وی نو په کومو طریقو ؟
ځواب : هو ، دا حکم می کړی دی او په هره ممکنه ذریعه می د دین بلنی او تبلیغ دستور ورکړی دی چی اساسی محور یې د ښېګڼو خپرول او د بدیو مخنیوی دی ( آل عمران ۱۰۴ ، ۱۱۰ او ۱۱۴ ؛ المایًده ۷۸ او ۷۹ ؛ التوبه ۷۱ او ۱۱۲ ؛ الحج ۴۱ ؛ الاعراف ۱۹۹ ) .
پوښتنه : آیا د اسلام څخه علاوه کوم بل دین هم د الله خوښ دی که یا ؟
ځواب : یا ، د الله د خوښي وړ دین یوازی اسلام دی ( آل عمران ۱۹ ؛ المایًده ۳ ؛ الانعام ۱۲۵ ؛ الزمر ۲۲ ) ، له اسلامه پرته بل هر دین الله نه خوښوي ( آل عمران ۸۵ ) .
پوښتنه : آیا ته غواړې چی یو څوک د اسلام دین جبرأ ومنی یعنی په زوره مسلمان سي ؟
ځواب : یا هیڅکله نه ، زه د دین په چارو کی هیڅ ډول جبر او زور نه خوښوم (۱) ، بلکی هر څوک آزاد دی چی زما هدایتونه په شعوری توګه ومنی او یا یې هم رد کړی (۲) .
پوښتنه : چی داسی ده ، نو بیا دین ته ستا د دعوت او بلنی طریقه څنګه ده ؟
ځواب : ښه مسأله دې مطرح کړه . زه خپل دعوت داسی وړاندی کوم :
۱ ـ په خواخوږۍ او خیرغوښتونکې جذبه سره (۳) .
۲ ـ په حکمت او پوهه سره (۴) .
۳ ـ په درنښت او عزت سره (۵) .
۴ ـ په نرمه وینا او بیان سره (۶) .
۵ ـ په ښه اخلاقو او خوږه ژبه سره (۷) .
۶ ـ د خبرو په معقوله طریقه سره (۸) .
۷ ـ د مخاطب د مذهبی احساساتو د زیانمنولو څخه پرته (۹) .
۸ ـ د مناقشه ای حالت د غوره کولو څخه پرته (۱۰) .
۹ ـ د مخاطب په ژبه ، تر څو هغه ښه وپوهوم (۱۱) .
۱۰ ـ د مخاطب  طاقت او استعداد ، غوښتنی او روحیاتو ته په بشپړ پام سره (۱۲) .
۱۱ ـ دین ته د بلنی کار د ګډ فکري اساس او عقیدې څخه راپیلوم (۱۳) .
۱۲ ـ د بېلا بیلو میتودونو او لارو چارو په ذریعه یې پوهوم (۱۴) .
۱۳ ـ د هر ډول چاپلوسۍ ، لحاظ او مراعات څخه پرته (۱۵) .
۱۴ ـ د مخالفینو د ملامتولو او پېغور او بد ویلو له ډاره پرته (۱۶) .
۱۵ ـ د دښمنانو پر خلاف د جهاد په اعلانولو سره (۱۷) .
۱۶ ـ د ځان ښودلو د لارو چارو څخه پرته (۱۸) .
۱۷ ـ د خپل کور څخه په راپیلولو سره (۱۹) .
۱۸ ـ لومړی د انسانانو د اغیزمنو څیرو او طبقو په مخاطب کولو سره (۲۰) .
۱۹ ـ په صبر ، حوصله ، عزم او ثبات سره (۲۱) .
۲۰ ـ پر بریالیتوب په یقین سره (۲۲) .
۲۱ـ د خپلی بلنی د عملی نمونې په وړاندی کولو سره (۲۳) .
پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا دلچسپی او معلوماتی څرګندونی څخه چی پوهېدنه یې پر هر مسلمان واجب ده . بله پوښتنه می دا ده چی د حق په لاره کی د څه ډول ازموینو سره مخامخ کېدای سو ؟
ځواب : د حق په لاره کی ډیر امتحانونه راتلای سی چی ځینی یې دا دي :
۱ ـ د دښمن څخه بېره (۲۴) .
۲ ـ لوږه او تنده (۲۵) .
۳ ـ اقتصادی ستونزی (۲۶) .
۴ ـ ځانی او مالی قربانۍ (۲۷) .
پوښتنه : آیا د پلار ـ نیکه هر څه په پټو سترګو منل روا دي ؟
ځواب : یا هیڅکله نه ، بلکی حق باید ومنل سی او بس (۲۸) .
پوښتنه : آیا داسی څوک سته چی په حق تر پوهېدلو وروسته یې بیا هم د هغه مخالفت کړی وی ؟
ځواب : هو ډیر مثالونه یې سته . لکه فرعون او د هغه ملګرو چی د موسی (ع) څرګند مخالفت کاوه حال دا چی موسی (ع) یې پر حق باله (۲۹) . بل مثال یې دا چی یهویان ښه پوهېدل چی رسول الله (ص) پر حق دی مګر بیا یې هم مخالف ورسره کاوه (۳۰) .
پوښتنه : اوس به یوه بله ډیره مهمه مسأله وپوښتم چی نن خورا باب سوې ده او هغه دا چی ډیرﺉ کسان قوم پالنه کوی . آیا تا قومیت او ملیت جایز ګڼلی دی که یا ؟
ځواب : دا په رښتیا هم ډیره مهمه پوښتنه ده ، خو زه به درته ووایم چی ما قومیت او ملیت په تمامه معنی رد کړی دی او د دې کار سخت مخالف یم او ما ټول مسلمانان له دې کاره جدأ منع کړي دي (۳۱) .
(۱) : البقره : ۲۵۶ . (۲) : الکهف : ۱۹ ؛ الفرقان : ۵۷ ؛ المزمل : ۱۹ ؛ المدثر : ۳ ، ۵۵ ؛ الدهر : ۲۹ . (۳) : النحل : ۱۲۵ . (۴) : النحل : ۱۲۵ ؛ الانعام : ۶۸ . (۵) : عبس : ۵ ـ ۱۶ . (۶) : طه : ۴۴ ؛ آل عمران : ۱۵۹ . (۷) : حم سجده : ۳۴ ؛ المومنون : ۹۶ . (۸) : النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶ . (۹) : الانعام : ۱۰۸ . (۱۰) : الحج : ۶۷ ـ ۶۹ . (۱۱) : ابراهیم : ۴ . (۱۲) : النسأ : ۶۳ ؛ طه : ۴۰ ؛ الاسرأ : ۱۰۶ . (۱۳) : آل عمران : ۶۴ . (۱۴) : الانعام : ۱۰۵ . (۱۵) : الانعام : ۷۴ ؛ المایًده : ۵۴ ؛ طه : ۲۴ . (۱۶) : المایًده : ۵۴ . (۱۷) : التوبه : ۷۳ ، ۴۱ ، ۴۴ ؛ التحریم : ۹ ؛ الفرقان : ۵۲ ؛ الصف : ۴ . (۱۸) : الانبیأ : ۱۵۷ . (۱۹) : الشعرأ : ۲۱۴ ؛ الانعام : ۷۴. (۲۰) : طه : ۲۴ ؛ النازعات : ۱۷ ؛ البقره : ۲۵۸ ؛ قریش : ۱ ـ ۴ . (۲۱) : هود : ۴۹ ؛ الاعراف : ۱۲۸ ؛ حم سجده : ۳۰ ؛ الاحقاف : ۱۳ ، ۳۵ ؛ آل عمران : ۲ . (۲۲) : هود : ۴۹ ؛ الاعراف : ۱۲۸ ؛ آل عمران : ۱۳۹ . (۲۳) : الاحزاب : ۲۱ ؛ هود : ۸۸ ؛ البقره : ۴۴ ؛ الصف : ۲ ، ۳ . (۲۴) : البقره : ۱۵۵ . (۲۵) : البقره : ۱۵۵ . (۲۶) : البقره : ۱۵۵ . (۲۷) : البقره : ۱۵۵ . (۲۸) : البقره : ۱۷۰ ؛ المایًده : ۱۰۴ ؛ الاعراف : ۲۸ ؛ الانبیأ : ۵۳ ؛ الشعرأ : ۷۴ . (۲۹) : النمل : ۱۴ . (۳۰) : البقره : ۸۹ ، ۱۴۴ ، ۱۴۶ ؛ الانعام : ۲۰ ، ۱۱۴ . (۳۱) : آل عمران : ۱۰۳ ، ۱۰۵ ؛ الشوری : ۱۳ ؛ الانعام : ۱۵۳ ، ۱۵۹ ؛ الروم : ۳۲ .
( یوویشتمه برخه )
پوښتنه : دا خو تر لمر سپینه ده چی تا د انساني ژوندانه د سمون او سکون له پاره ډیر مهم ، اساسی او حیاتی لارښوونی کړی دي چی نړۍ یې ساری نه دی لیدلی . نو آیا د ټولنیز ژوندانه په باره کی دې هم هدایات لورولي دي که یا ؟
ځواب : هو ، ما چی د انسان د ټولنیز ژوندانه د سَمَوَلو او اصلاح کولو له پاره کوم هدایات کړي دي لنډیز یې دا دی :
۱ ـ ټول انسانان د بشري حیثیت او شرافت له مخی برابر دي دا ځکه چی ټوله د آدم (ع) اولاد دی . د رنګ ، نسل ، ژبی او سیمی له مخی هیڅ ډول توپیر او امتیاز جایز نه دی ( الحجرات ۱۳ ؛ النسأ ۱ ؛ الاسرأ ۷۰ ) .
۲ ـ د فضیلت او ښېګڼی معیار تقوا ، ایمان او ښه عمل دی ، نه بل څه ( الحجرات ۱۳ ) .
۳ ـ انسانان د عقیدوي پلوه دوې ډلی دي چی هغه کافران او مؤمنان دي ، یعنی کفر او ایمان ( التغابن ۲ ) .
۴ ـ د یو صحیح ټولنیز ژوندانه د ایجاد او تکوین له پاره ما د نارینه او ښځی تر منځ د نکاح امر کړی دی ( النسأ ۳ او ۲۵ ؛ النور ۳۲ ) .
میړه او ماندینه باید خپل تر منځ په محبت او الفت سره ژوند وکړی ( النسأ ۱۹ ؛ الروم ۲۱ ) .
دواړه یو بل ته د لباس حیثیت لری ( البقره ۱۸۷ ) .
دواړه یو د بل له پاره تسکین هم دی ( الاعراف ۱۸۹ ؛ الروم ۲۱ ) .
دواړه یو پر بل مساوی حقوق لری ( البقره ۲۲۸ ) .
میړه ( نارینه ) د کور پالندوی او منتظم دی ( النسأ ۳۴ ) .
هغه دا مسؤلیت لری چی د خپلی میرمنی او اولادو له پاره ډوډۍ او نفقه ، اوسېدنځای او نوری اړتیاوی پوره کړی ( الطلاق ۶ ؛ النسأ ۳۴ ) .
ښځه د کور ملکه ده ( الاحزاب ۳۳ ) .
هغه باید د نامحرمو نارینه وو څخه پرده ( سَتر ) وکړی ( الاحزاب ۵۹ ؛ النور ۳۱ ) .
نارینه ته تر څلورو ښځو پوری د نکاح اجازه سته خو د یوې څخه د زیاتو میرمنو د لرلو په صورت کی د هری یوې تر منځ باید عادلانه او مساوی سلوک وکړی ( النسأ ۳ او ۱۲۹ ) .
میړه د ډیر مجبوریت په وجه او په خاصو حالاتو کی خپلی میرمنی ته طلاق ورکولای سی ( البقره ۲۲۹ ، ۲۳۱ ، ۲۳۲ او ۲۳۷ ؛ الطلاق ۱ ) .
میرمن د خپل میړه څخه « خُلع » اخیستلای سی ، یعنی د مَهر د پریښوولو په صورت کی طلاق غوښتلای سی ( البقره ۲۲۹ ) .
۵ ـ پر والدینو فرض دی چی خپلو اولادو ته صحیح تربیه او روزنه ورکړی او هغوی ته دین ور زده کړی ( مریم ۵۵ ؛ لقمان د ۱۳ څخه تر ۱۹ پوری ؛ البقره ۱۳۲ ) .
۶ ـ اولاد به حتمأ د خپلو والدینو خدمت کوی او د هغوی سره باید ښه سلوک وکړی ( النسأ ۳۶ ؛ البقره ۸۳ ؛ الاسرأ ۲۳ ؛ العنکبوت ۸ ؛ لقمان ۱۴ ) .
۷ ـ صلهً رحمي یعنی د خپلوانو سره ښه رویه کول یا خپلوي پالنه ضروري ده ( النسأ ۳۶ ؛ البقره ۸۳ او ۱۷۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ الاسرأ ۲۶ ؛ الروم ۳۸ ) .
۸ ـ د بېوزلو او مسکینانو د اړتیاوو پوره کول د شتمنو خلکو مسؤلیت دی ( الاسرأ ۲۶ ؛ البقره ۸۳ او ۱۷۷ ؛ النسأ ۳۶ ؛الروم ۳۸ ) .
۹ ـ د ګاونډیانو ( النسأ ۳۶ ) او مسافرو سره هم باید ښه سلوک وسی ( الاسرأ ۲۶ ؛ الروم ۳۸ ؛ البقره ۱۷۷ او ۲۱۵ ؛ النسأ ۳۶ ؛ الحشر ۷ ) .
پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا اساسی او ضروری معلوماتو څخه . اوس به راسم دې ته چی  آیا تا دې خورا مهمی مسألې ته هم اشاره کړې چی د کومو کومو ښځو سره نکاح نا روا یعنی حرامه ده ؟
ځواب : ما چی د کومو ښځو سره نکاح حرامه بللې ده هغه مُحَرمات دا دي :
لومړی ـ مور ( النسأ ۲۳ ) ؛
دوهم ـ لور ( النسأ ۲۳ ) ؛
درېیم ـ خور ( النسأ ۲۳ )  ؛
څلورم ـ عمه ( النسأ ۲۳ )  ؛
پنځم ـ خاله ( النسأ ۲۳ )  ؛
شپږم ـ وراره او وریره ( النسأ ۲۳ )  ؛
اووم ـ خورځه اوخوریی ( النسأ ۲۳ )  ؛
اتم ـ هغه ښځه چی شیدې یې رودلی وی ( النسأ ۲۳ )  ؛
نهم ـ رضاعی ( د شیدو شریکه ) خور ( النسأ ۲۳ )  ؛
لسم ـ خواښې ( النسأ ۲۳ )  ؛
یوولسم ـ بچه اندره ( د ماندینې د بل میړه څخه لور ) ( النسأ ۲۳ )  ؛
دوولسم ـ مږور ( نږور ) ( النسأ ۲۳ ) ؛
دیارلسم ـ په یو وخت کی دوې خویندی ( النسأ ۲۳ ) .
پوښتنه : آیا تا کومه مناقشه یا مناظره هم بیان کړې ده که څنګه ؟ که یو مثال هم راکړې ، ښه به وی .
ځواب : یا ، زما د بلنی طریقه مناقشه نه ده (الحج : ۶۷ ـ ۶۹) ، بلکی ما یوازی مُحاجه (الحج : ۶۷ ـ ۶۹) یا مجادله غوره بللې ده چی هماغه د بحث معقوله طریقه ده (النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶) او صرف په همدې می اکتفا کړې ده . ځکه ، زما د بلنی هدف تلقین او هدایت دی (النحل : ۱۲۵ ؛ العنکبوت : ۴۶) . د بیلګې په ډول ما د ابراهیم (ع) او یو مغرور پاچا محاجه داسی بیان کړې ده :
ابراهیم (ع) هغه ته د دعوت په ورکولو سره داسی وویل : زما رب هغه دی چی څوک ژوندﺉ کوی او مړ کوی یې . مغرور پاچا : ژوندی کونکی او مړ کونکی خو زه یم . ابراهیم (ع) : که داسی ده نو الله خو لمر د ختیځ څخه راخیژوی ، خو ته هغه د لویدیځ څخه راوخیژوه .
د دې سوال په اورېدو سره کافر پاچا وارخطا او سرځوړﺉ سو او وبیرېدﺉ (البقره : ۲۸۵) .
( دوه ویشتمه برخه )
پوښتنه : ټولنیزی معاملې باید څنګه عملی او تر سره سی ؟
ځواب : دغسی معاملات باید د خپل منځي سلامشورو له مخی طی سی ( الشوری ۳۸ ؛ آل عمران ۲۵۹ ) .
پوښتنه : که راته ووایې چی د مسلمانانو خپل منځي اړیکی او مناسبات باید څنګه وی ، خوشحاله به سم .
ځواب : باید ورورګلویزه وی دا ځکه چی ما واضحأ ویلی دي چی مسلمانان سره وروڼه دي ( الحجرات ۱۰ ؛ التوبه ۱۱ ؛ آل عمران ۱۰۳ ؛الاحزاب ۵ ؛ البقره ۱۷۸ ) .
هغوی باید یو تر بله سره ګران ، دوستان او خواخوږي وی ( التوبه ۷۱ ؛ الفتح ۲۹ ؛ المایًده ۵۴ ؛ الانفال ۱ ) .
که احیانأ د مسلمانانو تر منځ شخړه او او ټکر رامنځته سی نو د هغوی تر منځ باید د سولی او جوړجاړې هڅی وسی ( الحجرات ۹ ) .
هیڅ مسلمان اجازه نلری چی په بل مسلمان ملنډی ووهي یا پیغور ورکړی او یا یې هم په بد نوم سره وبولی ( الحجرات ۱۱ ) .
هیڅ مسلمان حق نلری چی پر بل مسلمان شک او بدګوماني وکړی یا یې د حالاتو پلټنه وکړی یا یې جاسوسي وکړی او یا یې غیبت وکړی ( الحجرات ۱۲ ) .
پوښتنه : یوه ډیره مهمه او بنسټیزه مسأله می په دماغ کی راګرځی او هغه دا چی ستا په نظر د یوې بیلګه ییزه او مثالي اسلامی ټولنی ځانګړتیاوی کومی دي ؟
ځواب : په رښتیا هم دا ډیره مهمه موضوع ده او زه به درته ووایم چی د یوې نمونه اي یا مثالي اسلامی ټولنی څو مهم خصوصیات دا دي :
۱ ـ هغه باید د چا مستعمره نه بلکی خپلواکه وی ( النور ۵۵ ؛ الحج ۴۱ ؛ الانفال ۲۶ ) .
۲ ـ په هغه کی باید امنیت او ارامي موجوده وی ( الاعراف ۵۶ ؛ النور ۵۵ ؛ البقره ۲۰۵ ؛ القصص ۸۳ ؛ ص ۲۸ ) .
۳ ـ د هغه افراد په کفر او شرک مبتلا نه وی بلکی ایمان لرونکي وی ( آل عمران ۱۱۰ ؛ الروم ۳۱ ؛ النور ۵۵ ؛ فاطر ۳۹ ؛ الصف ۱۱ ) .
۴ ـ پر هغه باید صرف الله واکمن وی یعنی الهی احکام پر مسلط وی ( آل عمران ۲۶ او ۸۹ ؛ المایًده ۱۷۵ ؛ الانعام ۵۷ ؛ الاعراف ۵۴ ؛ التین ۸ ) .
۵ ـ په هغه کی د الله قانون نافذ وی ( المایًده ۴۴ ، ۴۵ او ۴۷ ؛ الاعراف ۳ ؛ النور ۵۵ ؛ الزمر ۵۵ ) .
۶ ـ د هغه افراد لمونځ کونکي او زکات ورکونکي وی ( البقره ۳ ، ۱۷۷ او ۲۷۷ ؛ الروم ۳۱ ؛ لقمان ۴ ؛ البینه ۵ ) .
۷ ـ د هغه افراد د ښېګڼو او اخلاقو یوه ټوټه وی او نور کسان هم نیکیو او اخلاقو ته راوبولی ، پخپله د بدیو څخه ځان ژغورونکي وی او نور هم ورڅخه راوګرځوي ( آل عمران ۱۱۰ او ۱۰۴ ؛ التوبه ۷۱ او ۱۱۲ ؛ النحل ۹۰ ؛ الحج ۴۱ ) .
۸ ـ د هغه د حکومت ټولی چاری او معاملې باید د خپل منځي مشورو پر اساس اجرا سی ( الشوری ۳۸ ؛ آل عمران ۲۵۹ ) .
۹ ـ د هغه مشر د ټولنی تر ګردو نېک عمله او صالح انسان وی ( الحجرات ۱۳ ) .
۱۰ ـ اوسېدونکي یې د قانون پابند او مراعا ت کونکي وی ( النسأ ۵۹ ) .
۱۱ ـ په هغه کی هیڅوک هم تر قانون لوړ نه وی یعنی څوک باید  تر قانون اضافه امتیاز ونلری ( القصص ۴ ) .
۱۲ ـ په هغه کی رشوت نه وی ( البقره ۱۸۸ ) .
۱۳ ـ هغه له سوده پاکه وی ( البقره ۲۷۵ او ۲۷۹ ) .
۱۴ ـ په هغه کی بې حیایی او بد اخلاقي نه وی ( الاعراف ۳۳  او ۱۵۷ ؛ الانعام ۱۵۱ ؛ الشوری ۳۷ ؛ النحل ۹۰ ؛ النسأ ۲۲ ؛ آل عمران ۱۰۴ ، ۱۱۰ او ۱۱۴ ؛ التوبه ۷ او ۱۱۲ ؛ الحج ۴۱ ) .
۱۵ ـ په هغه کی د قمار او شرابو لعنتونه شتون ونلری ( المایًده ۹۰ او ۹۱ ؛ البقره ۲۱۹ ) .
۱۶ ـ په هغه کی د هر انسان اساسي او حیاتی اړتیاوی مهیا وی ( الذاریات ۱۹ ؛ المعارج ۲۵ ) .
۱۷ ـ په هغه کی د رایی آزادي او د رغنده انتقاد بشپړ آزادي موجوده وی ( البقره ۲۵۶ ؛ یونس ۹۹ ؛ آل عمران ۱۱۰ ؛ التوبه ۷۱ ) .
پوښتنه : آیا تا د محمدي امت ذکر او بیان کړی دی ؟
ځواب : هو باالکل ، ما د هغوی په باره کی ډیر وضاحت ورکړی دی او هغوی می د مُسلِمه امت (۱) ، وسطی امت (۲) یعنی پر سمه لاره تلونکی امت ، تر ټول ښه امت (۳) او د مسلمینو (۴) یعنی مسلمانانو په القابو سره نازولي دي (۵) . دغه امت دا امتیاز هم لری چی د نړۍ تر ټولو هغسی غوره امت دی چی الله یې تر قیامته دا ذمه اخیستې ده چی د نیکۍ د خپرولو او د بدۍ د منع کولو هڅه به کوی (۶) ، د حق دین شفاهی او عملی شهادت به ورکوی (۷) او د هغه د استقرار او ټینګښت کوښښ به کوی (۸) .
پوښتنه : آیا د دغه مُسلم امت په باره کی له مخکی څخه هم کومه پیش ګویی موجوده وه ؟ که وی ، نو یو مثال یې راکولای سې ؟
ځواب : هو ، دغسی پیش ګویی موجوده وه . کله چی ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) د کعبې تر بیا جوړولو وروسته الله تعالی ته دعا کړې وه ، په هغه کی یې د همدې مُسلِمه امت ذکر کړی و (۹) .
پوښتنه : آیا تا د صحابهً کرامو بیان یا ذکر هم کړی دی ؟ که یو څه وضاحت راکړې نو ښه به وی .
ځواب : هو ، هغه کسان چی د رسول الله (ص) ملګري وو ، صحابه دي (۱۰) . په تورات او انجیل کی هم په دې هکله پیش ګویی سوې وه (۱۱) . د صحابه وو د ټولنی شروع د خورا لږ او پراګنده حالت څخه وسوه ، وروسته داسی وخت هم راغی چی هغوی یو پیاوړﺉ ځواک سو (۱۲) . دغه اشخاص خپل تر منځو ډیر ګران او یو پر بل مهربانه وو خو د کافرانو په وړاندی خورا جدی او سرسخته وو (۱۳) . په دغه جماعت کی هغه مهاجرین هم شامل وو چی د الله په لار کی یې خپل کورونه او هر څه پریښي وو او د مکې څخه مدینې ته را غلی وو ، او په هغوی کی انصار هم شامل وو چی د نوموړو مهاجرینو سره یې ورورګلویزه سلوک کاوه او دا ټول رښتیاني مسلمانان وو (۱۴) . دغو خلکو د الله د دین په خاطر د سر او مال قربانۍ ورکړې (۱۵) . په هغوی که هغسی پاکو اشخاصو هم شتون درلود چی هره هغه خپلوي او قرابت یې ایسته وغورځاوه چی د ده او الله تر منځ به خنډ کېدله . د دغو انسانانو په زړونو کی ایمان ننوتلی و او الله هم ځنی خوشاله و او هغوی هم د الله څخه راضی ول (۱۶) . هغو اصحابو چی تر یوې ونی لاندی یې په ټولیزه توګه رسول الله ته بیعت وکړ هغوی ټول له یو مخی جنتي دي او هغوی د خورا ایثار او ځان سپارني څخه کار واخیست (۱۷) .
انصارو د مهاجرینو سره د مرستې په خاطر د خورا لویې قربانۍ او ایثار څخه کار واخیست (۱۸) . په اصحابو کی « سابقون الاولون » هم وو چی الله ورڅخه راضی سو او هغوی هم د الله څخه راضی سول (۱۹) .
د رسول الله سره د هغه یو صحابی [ ابوبکر رضی الله عنه ] هم هجرت وکړ او کله چی رسول الله د دښمنانو د خطر له امله په غار کی پټ سو نو دغه صحابی هم ورسره ملګری و (۲۰) .
پوښتنه : ډیره مننه . آیا تا مشخصأ د کوم صحابی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د زید [ رضی الله عنه ] نوم ذکر کړی دی (۲۱) .
پوښتنه : آیا د تابعینو ذکر دی هم کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، الله تعالی د نیکو تابعینو څخه هم هغسی راضی و لکه د نورو اصحابو کرامو څخه چی و (۲۲) .
(۱) : البقره : ۲۸ . (۲) : البقره : ۱۴۳ . (۳) : آل عمران : ۱۱۰ . (۴) : الحج : ۷۸ . (۵) : البقره : ۱۲۸ . (۶) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ . (۷) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۱۳۵ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المایًده : ۸ . (۸) : الشوری : ۱۳ . (۹) : البقره : ۱۲۸ . (۱۰) : التوبه : ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ التحریم : ۸ . (۱۱) : الفتح : ۲۹ . (۱۲) : الفتح : ۲۹ ؛ الانفال : ۲۶ . (۱۳) : الفتح : ۲۹ . (۱۴) : الانفال : ۷۴ . (۱۵) : التوبه : ۸۸ . (۱۶) : المجادله : ۲۲ . (۱۷) : الفتح : ۱۸ . (۱۸) : الحشر : ۹ . (۱۹) : التوبه : ۱۰ . (۲۰) : التوبه : ۴۰ . (۲۱) : الاحزاب : ۳۷ . (۲۲) : التوبه : ۱۰۰ .
( درویشتمه برخه )
پوښتنه : آیا تا د انسانی ټولنی د اقتصادی ژوندانه په هکله هم څه احکام لورولي دي ؟ که وی لطفأ یې راته ووایه .
ځواب : ما د انسان د سپماییزه ـ ټولنیزه ژوندانه اړونده ځینی اصول او مقررات وضع کړي دي چی لنډیز یې په دې ډول دی :
۱ ـ د هر انسان له پاره د مځکی د رزق د وسایلو څخه د خپلی برخی اخیستلو طبیعی حق خوندي دی (۱) .
۲ ـ په رزق کی هم د الله د نورو نعمتونو غوندی مساوات نسته ، یعنی الله چا ته ډیر او چا ته لږ ورکوی (۲) .
۳ ـ د هر انسان له پاره د ځاني او خصوصی مالکیت لرلو حق خوندي دی (۳) .
۴ ـ نسل وژنه ( یعنی اولاد وژنه ) حرامه ده ، که هغه حتی د ډیری لوږی او غربت د خطر له امله هم وی (۴) .
۵ ـ صرف د حلالی طریقې څخه د مال او شتمنۍ ګټل روا دی ، بلکی د ناجایزه لارې څخه یې حصول حرام او منع دی (۵) .
۶ ـ د سود کاروبار حرام دی او هغه د الله او رسول سره د جنګ معنا لری (۶) .
۷ ـ پر نصاب لرونکو یعنی هغو کسانو چی تر اړتیا اضافه مال او شتمني ولری ، د زکات ادا کول فرض دی (۷) . حال دا چی د مځکی پر حاصلاتو بیا عُشر یعنی د لسمي برخی ورکړه فرض ده (۸) .
۸ ـ د حلالی طریقې څخه ګټلیً عاید باید یوازی په جایز ډول مصرف سی او اضافه خرڅي باید ونسی . اِسراف او تبذیر دواړه ناجایز دي (۹) .
۹ ـ باید د سپما څخه کار واخیستل سی (۱۰) .
۱۰ ـ ما د شتمنۍ ارتکاز یعنی ټول د څو کسانو په اختیار کی راتلل سخت غندلی دی (۱۱) .
۱۱ ـ د هر نفر تر مړینی وروسته د هغه پاته جایداد باید د هغه د وارثانو تر منځ په ټاکلې اندازه وویشل سی (۱۲) .
پوښتنه : د دې حیاتی معلوماتو څخه ډیره مننه . آیا دا رښتیا ده چی ته د پانګوالي سره هم مخالف یې ؟
ځواب : هو ، دا صحیح ده او پورته می هم اشاره ورته وکړه . زه د سرمایدارانه ذهنیت سخت مخالف یم (۱۳) . زما په نظر د ناروا لارو څخه عاید تر لاسه کول ، د هغه غونډول او ساتل او د الله په لاره کی یې نه مصرفول حرام دی . د دغسی اعمالو کونکي به د دوږخ د سخت عذاب سزاوار وی او په اور کی به کړیږی (۱۴) .
پوښتنه : په همدې ارتباط به درڅخه وپوښتم چی یو ښه کارګر یا مزدور څوک دی ؟
ځواب : یو ښه کارګر یا کارکونکی هغه څوک دی چی :
۱ ـ که د کوم کار اهل وی ، نو په هغه کی باید نا اهل نسي (۱۵) .
۲ ـ امین او اعتمادي وی ، بلکی خاین او خطا ایستونکی نه وی (۱۶) .
پوښتنه : د یو کارګر یا مزدور سره د هغه د کارفرما ( سېټ یا باس ) رویه باید څنګه وی ؟
ځواب : د یو کارفرما له خوا د خپل کارګر یا مزدور سره لاندینی سلوک باید وسی :
۱ ـ د هغه څخه باید د هغه له طاقته زیات کار وا نه خیستل سی (۱۷) .
۲ ـ پر هغه باید ظلم او زیادتی ونسی (۱۸) .
۳ ـ د معاش یا مُزد ټاکل باید د کارګر یا مزدور په موافقه تر سره کړي (۱۹) .
پوښتنه : اوس به یوه بله حساسه مسأله وپوښتم او هغه دا چی آیا د خلافت استقرار واجب دی ؟
ځواب : هو ، په یوه اسلامی ټولنه کی د خلافت شته والی واجب دی دا ځکه چی له دې پرته هغه سوچه اسلامی ټولنه نسی کېدای (۲۰) .
پوښتنه : ستا سیاسی ښوو ونی یا تعلیمات کوم دي ؟
ځواب : زما د سیاسی ښوونو مهم ټکي دا دي :
۱ ـ واک او حاکمیت صرف د الله سره دی (۲۱) . د ټولو اختیاراتو او صلاحیتونو اصلی څښتن صرف الله دی (۲۲) .
۲ ـ د الله او رسول حُکمونه اساسی قانون یعنی تر ټولو ستر قانون دی (۲۳) د هغه منل او اطاعت پر هر مسلمان لازمی او حتمی دی (۲۴) .
۳ ـ د دولت او حکومت هره مسأله او معامله باید په خپل منځي سلامشورو سره حل او رفع سی (۲۵) .
۴ ـ پر ولس باندی د سیاسی واکمن ( یعنی خلیفه او سیاسی مشر ) اطاعت لازم دی خو شرط یې دا دی چی هغه به پخپله د الله او رسول احکام عملی کوی او د معروفاتو ( یعنی د اسلام مطابق ښه کارونو ) امر به کوی (۲۶) .
۵ ـ د خپل منځي شخړو او تربګنیو وروستۍ او غوڅه پریکړه د الله او رسول حُکم دی ، نه بل څه (۲۷) .
۶ ـ د حکومت او دولت بنسټیز هدفونه دا دي :
الف ـ په هیواد کی د امنیت او ثبات قایمول (۲۸) .
ب ـ د ظلم او فساد له منځه وړل (۲۹) .
ج ـ عدالت او انصاف عملی کول (۳۰) .
د ـ حُدود الله یعنی الهی شریعت نافذول او د هغه حمایه او ساتنه کول (۳۱) .
ی ـ په پراخو ذریعو سره د ښېګڼو او نیکیو زیاتول ، د بدیو او ناخوالو محوه کول (۳۲) .
نور بیا......
(۱) : الاعراف : ۱۲ . (۲) : النحل : ۷۱ ؛ النسأ : ۳۲ ؛ الرعد : ۴۶ ؛ الاسرأ : ۳۰ ؛ العنکبوت : ۶۲ . (۳) : البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ . (۴) : الانعام : ۱۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ . (۵) : البقره : ۱۶۸ ، ۱۸۶ ؛ النسأ ۲۹ ، ۱۰۰ . (۶) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۹ . (۷) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۵ ، ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۸) : الانعام : ۴۱ ؛ البقره : ۲۶۷ . (۹) : الانعام : ۱۴۱ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الاسرأ : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۰) : الفرقان : ۶۷ ؛ الاسرأ : ۲۹ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ . (۱۱) : الحشر : ۷ ؛ التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ . (۱۲) : النسأ : ۷ ، ۳۳ . (۱۳) : التوبه : ۳۴ ، ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ ؛ المعارج : ۱۸ ؛ الهُمزه : ۱ ـ ۹ . (۱۴) : التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ . (۱۵) : القصص : ۲۶ . (۱۶) : القصص : ۲۶ . (۱۷) : القصص : ۲۷ . (۱۸) : القصص : ۲۷ . (۱۹) : القصص : ۲۷ . (۲۰) : آل عمران : ۱۰۴ ؛ الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۰۲ ؛ النور : ۲ ؛ البقره : ۱۷۸ . (۲۱) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۸۹ ؛ المایًده : ۱۷ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ الانعام : ۵۷ . (۲۲) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۵۴ ؛ یس : ۸۳ ؛ البقره : ۲۰ ؛ المایًده : ۱۲۰ . (۲۳) : الاحزاب : ۳۶ . (۲۴) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۲۵) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران : ۲۵۹ . (۲۶) : النسأ : ۵۹ ؛ الدهر : ۲۴ . (۲۷) : النسأ : ۵۹ . (۲۸) : المایًده : ۳۳ ؛ النور : ۵۵ . (۲۹) : المایًده : ۳۳ ؛ القصص : ۸۳ . (۳۰) : الحدید : ۲۵ . (۳۱) : التوبه : ۱۱۲ ؛ البقره : ۱۸۷ ، ۲۳۰ ؛ النسأ : ۱۳ . (۳۲) : الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۱۲ .
( څلیرویشتمه برخه )
پوښتنه : په یو اسلامی حکومت کی د اتباعو یعنی رعیت اساسی حقوق کوم دي ؟
ځواب : په اسلامی حکومت کی خلکو ته زیات اساسی حقوق مهیا دي چی څو یې په لاندی ډول دي :
۱ ـ د ځان ، مال او عزت د ساتنی حق (۱) .
۲ ـ د رایی ( نظر ) د آزادۍ ، د وجدان د آزادۍ او د انتقاد د آزادۍ حق (۲) .
۳ ـ د خپل خصوصی ژوندانه د تحفظ حق (۳) .
۴ ـ د ظلم پر خلاف د ږغ پورته کولو حق (۴) .
۵ ـ دا حق چی هر تبعه صرف د خپلو اعمالو مسؤل دی او د بل چا د عمل مسؤل او سزاوار نه دی (۵) .
۶ ـ د ښېګڼی او سوکالۍ د کارونو له پاره د ټولنیزی آزادۍ حق (۶) .
۷ ـ دا حق چی د هر محتاج تبعه د ژوندانه اساسی اړتیاوی باید تأمین سی (۷) .
۸ ـ د مذهبی آزار څخه د ژغورنی حق (۸) .
۹ ـ دا حق چی حکومت به د خپل رعیت د فرد فرد سره یو ډول رویه او چلند کوی (۹) .
پوښتنه : سبحان الله ! دا څومره مهم ټولنیز او سیاسی ارزښتونه دي . ښه ، پر یوه ډیره مهمه موضوع تر اوسه مفصلأ نه یو ږغېدلي او هغه نفاق او منافقت دی . آیا راته ویلای سې چی نفاق څه شی دی او منافق څوک دی ؟ که یو څه مفصل معلومات راکړې ، منندوی به دې یم .
ځواب : نفاق د مسلمانانو بې اتفاقه کول ، هغوی د الهی احکامو په هکله زړه نازړه کول او په زړونو کی د اسلام په هکله شک ورپیدا کول دی چی نوښتګر یې منافق دی ، یعنی دا چی منافقین د نفاق عاملین دي او ځای به یې دوږخ وی (۱۰) . ښه دا ده چی منافق په مفصل ډول در وپیژنم :
۱ ـ په الهی احکامو ملنډي وهل ، په ظاهره دغسی کار ساعتیرﺉ بلل د نفاق نښه ده چی کړوني یې منافقین دي (۱۱).
۲ ـ په هغو مؤمنانو د ملنډو وهل یا پر خندل چی د الهي دین له پاره ځاني او مالي قربانۍ ورکوی د منافقانو عمل دی چی سخت عذاب ورته منتظر دی (۱۲) .
۳ ـ د قرآن او سنت په نافذولو کی پلمې ، حیلې او عذرونه وړاندی کول او د غیر الله پریکړو ته مراجعه کول یا ترجیح ورکول منافقت دی چی انجام یې ظلمت دی (۱۳) .
۴ ـ د الله په لار کی د جهاد څخه ځان پټول ، د نورو بېرول او بې زړه کول ، او چټی بهانې جوړول د نفاق نښه ده او عاملین یې منافقین دي (۱۴) .
۵ ـ د ځاني عزت ، نوم  او برم حاصلولو په خاطر د کفارو سره ملګرتوب او دوستي او برعکس د مسلمانانو پرې ښودل د منافقت علامه ده (۱۵) .
۶ ـ د اسلامی احکامو په باره کی شک او تذبذب د منافقت نښه ده ، او د خدای غولول ، تظاهر ، ریا ، نه پر اسلام پوره یقین لرل او نه هم پر کفر ځان پوره عیارول ټول د منافق اعمال دي چی سزا به یې د اور لمبې وی (۱۶) .
۷ ـ د ځان ساتلو او امتیاز حاصلولو په غرض د یهودو او نصاراوو [ یعنی عیسویانو ]
سره دوستي د منافقت نښه ده چی د دې سختی ګناه عذاب د اور عتاب دی (۱۷) .   
پوښتنه : اوس به یوه بله ډیره مهمه مسأله مطرح کړم چی هغه دعا ده . دا یو څرګند حقیقت دی چی تا په خپل متن کی دعا هم ډیره ذکر کړې ده . که په لنډه توګه راته ووایې چی دعا څه معنی ؟ یعنی تا دعا په کومو معناوو سره پیژندلې ده ؟
ځواب : هو ، ما دعا خورا ډیره ذکر کړې ده چی مطلب یې په لنډه ټوګه داسی درښیم :
لومړی ـ دعا د عبادت په معنی او مفهوم ؛ یعنی داسی چی د الله څخه پرته یې د بل هیڅ شي څخه مه غواړه چی هغه نه ضرر او نه ګټه در رسولای سی (۱۸) .
دوهم ـ دعا د مرستي او کومک له پاره ؛ داسی چی بېله الله څخه یې د بل معبود څخه څنګه غوښتلای سې ، ودې ګورم (۱۹) .
درېیم ـ دعا د غوښتنی او خواهش په توګه ؛ داسی چی الله وایی ما در وبوله او زه به دې غوښتنه اجابت کړم (۲۰) .
څلورم ـ دعا د رابللو له پاره ؛ داسی چی الله به مو راوغواړی (۲۱) .
پنځم ـ عا د ثنا او صفت له پاره ؛ داسی چی د الله تعالی د یادولو له پاره وی (۲۲) .
شپږم ـ دعا د بیان یا څرګندونی له پاره ؛ داسی چی الله پاک او سپېڅلی ذات دی (۲۳) .
اووم ـ دعا د باالوسیله هیلی او غوښتنی له پاره ؛ داسی چی زموږ په خاطر د الله څخه غوښتنه وکړه (۲۴) .
پوښتنه : دا چی دعا دومره مهمه ده او د الله تعالی سره مستقیم ارتباط لری ، نو خو باید د عبادت سره هم تړاو ولری . آیا همداسی نه ده ؟
ځواب : هو ، باالکل همداسی ده او دعا د عبادت یو ډول دی ځکه الله وایی چی ما دروبوله چی در ورسیږم او هغوی چی ما نه وربولی هغوی د الله د بندګۍ څخه سرغړونه او تکبر کوی چی د عذاب سزاوار دي (۲۵) .
دا لا څه ، حتی یو ځای خو ما دعا ته د الله بندګي او د ټول دین معنی هم ورکړې ده چی دا ډیره مهمه خبره ده (۲۶) .
نور بیا.....
(۱) : الاسرأ : ۳۳ ؛ البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ ؛ الحجرات : ۱۱ ـ ۱۲ . (۲) : البقره : ۲۵۶ ؛ یونس : ۹۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ التوبه : ۷۱ . (۳) : النور : ۲۷ ـ ۲۸ . (۴) : النسأ : ۱۴۸ . (۵) : الانعام : ۱۶۵ ؛ الاسرأ : ۱۵ ؛ هود : ۳۵ ؛ فاطر : ۱۸ ؛ النجم : ۳۸ . (۶) : آل عمران : ۱۰۴ . (۷) : الذریت : ۱۹ ؛ المعارج : ۲۵ . (۸) : الانعام : ۱۰۸ . (۹) : القصص : ۴ . (۱۰) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۱۱) : التوبه : ۶۵ ـ ۶۶ . (۱۲) : التوبه : ۷۹ . (۱۳) : النسأ : ۶۰ ـ ۶۱ . (۱۴) : الاحزاب : ۱۳ . (۱۵) : النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ . (۱۶) : النسأ : ۱۴۲ - ۱۴۳ . (۱۷) : المایًده : ۵۱ ـ ۵۲ . (۱۸) : یونس ۱۰۶ . (۱۹) : البقره ۲۳ . (۲۰) : غافر ۶۰ . (۲۱) : الاسرأ ۵۲ . (۲۲) : الاسرأ ۱۱۰ . (۲۳) : یونس ۱۰ . (۲۴) : البقره ۶۸ . (۲۵) :المومن ۶۰ . (۲۶) : المومن ۶۵ .
( پنځه ویشتمه برخه )
پوښتنه : په تیره برخه کی دې وویل چی دعا د الله تعالی سره نېغ ارتباط لری . نو آیا څوک کولای سی چی د الله تعالی څخه پرته یې د بل شي څخه وغواړی ؟ یعنی انسانان بېله خدایه د بل چا یا بل شي څخه دعا غوښتلای سی ؟
ځواب : یا ، دعا باید یوازی او یوازی الله تعالی ته راجع سی او د الله څخه پرته بل چا یا بل شي ته د دعا لاس لپه کول شِرک دی او شرک سخت کفر دی ( الجن ۲۰ ) .
دا لا څه ، د الله څخه پرته بل شی د چا دعا نسي اورېدلای او مراد یې قطعأ نسي پوره کولای ( فاطر ۱۴ ) . که هر څوک د الله څخه ماسېوا دغسی شیانو ته دعا راجع کړی هغوی هیڅ ګټه یا ضرر نسي ور رسولای نو دغسی کسان بیخی ګمراه دي (الحج ۱۲ ) او که څه تأثیر هم ولری نو اول به یې ضرر ور رسیږی او دغسی شیان بد دوستان او بد ملګري دي ( الحج ۱۳ ) .
نو هغه کسان چی د الله څخه پرته د بل شي څخه یې غواړی ، او هغوی یې آن تر قیامت پوری هم نسي ورکولای ، سخت ګمراه او غافل دي ( الاحقاف ۵ ) .
پوښتنه : سبحان الله ! دا څومره مهم معلومات دي . که څوک بیا هم د الله څخه پرته د بل شي څخه غوښتونکی سی نو دا ثابت حقیقت دی چی ګټه به حاصله نکړی . آیا دغسی حالت په یو مثال سره راښوولای سې ؟
ځواب : هو ولی نه ، که څوک د الله څخه ماسېوا د بل شي څخه غوښتنه وکړی حال دا چی هغه به هیڅ ګټه او ضرر ور و نه رسوي ، نو داسی انسان به د هغه چا په مثال وی چی په ځنګله کی یې لاره ورکه کړې وی ، دوری هوری ګرځی مګر دوست او ملګری یې سمي لاری ته رابولی چی راسه زما خوا ته ، خو هغه سرګردانه به بلی خوا ته ځی ( الانعام ۷۱ ) .
پوښتنه : ستا په اجازه به اوس نور بیلابیل موضوعات درسره مطرح کړم . آیا تا د پخوانیو اُمتونو بیان هم کړی دی ؟ که وی ، دوه ـ درې مثالونه یې راکولای سې ؟
ځواب : هو ، ما د ډیرو پخوانیو امتیانو بیان کړی دی لکه د نوح  قوم (۱) ، د عاد  قوم (۲) ، د ثمود قوم (۳) او داسی نور .
پوښتنه :آیا تا د کوم بت نوم هم اخستی دی ؟
ځواب : هو ، ما د ځینو بتانو نومونه ذکر کړي دي ، مثلأ : لات (۴) ، عُزی (۵) ، منات (۶) ، وَد ، سواع ، یعوث ، یعوق ، نسر (۷) او نور .
پوښتنه : آیا تا د کوم کافر نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د څو کافرانو نومونه ذکر کړي دي لکه فرعون ، قارون ، هامان (۸) ، ابولهب (۹) او نور .
پوښتنه : ځینی خلک وایی چی د فرعون جسد تر ننه هم خوندي دی ، آیا دا رښتیا ده ؟ او تا په دې هکله څه ویلی دي که یا ؟
ځواب : هو ، دا رښتیا ده او د فرعون جسد الله تعالی تر قیامت پوری همداسی ساتلی دی تر څو خلک د هغه له بد انجامه عبرت واخلی (۱۰) .
پوښتنه : آیا تا په خپل متن کی د فرعون د جسد څخه علاوه د آینده نسلونو د عبرت له پاره د کوم بل شي د ساتلو خبر هم ورکړی دی ؟ که وی هغه څه شي دی ؟
ځواب : هو ، هغه د نوح (ع) کښتۍ ده چی د جودي په غره کی ده ( العنکبوت ۱۵ ) .
پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا تا د کومی ښځی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د مریم یعنی د عیسی (ع) د مور نوم څو واره ذکر کړی دی (۱۱) .
پوښتنه : آیا تا د کوم مسجد نوم هم ذکر کړی دی ؟
ځواب : هو ، ما د ځینو مسجدونو نومونه ذکر کړي دي لکه مسجدِ حرام (۱۲) په مکه کی ، مسجدِ اقصی (۱۳) په بیت المقدس کی او نور .
پوښتنه : آیا کولای سم چی د کعبې په باره کی یو څه مشرح معلومات درڅخه وغواړم ؟ په ساده ژبه کعبه رامعرفي کړه .
ځواب : هو ولی نه ، کعبه یعنی د الله دغه کور په مکه کی دی (۱۴) . د نړۍ تر ټولو لومړنی عبادت ځای همدا دی (۱۵) . دا د برکت او هدایت مرکز دی (۱۶) . په دې کی د الله تعالی ډیری نښانۍ شته دي (۱۷) . په دې کی د ابراهیم ځای یعنی مقام ابراهیم هم موجود دی (۱۸) . ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) کعبه له سره ودانه کړه (۱۹) . کعبه د امن او سولی ځای دی (۲۰) . دا سپیڅلی (۲۱) او عزتمن (۲۲) ځای دی . دا د حج او الهي عبادت له پاره د انسانانو ټولیزه ځای دی (۲۳) . پر هر استطاعت لرونکي مسلمان باندی ( په ژوند کی یو ځل ) لازمه ده چی د دې کور حج وکړی (۲۴) . د هغه انتظام او پالنه د پرهیزګارو خلکو دنده ده (۲۵) . د حج څخه علاوه د دې کور عُمره هم کېدای سی (۲۶) . د حج په مراسمو کی د کعبې طواف (۲۷) ، د صفا او مروا د غونډیو تر منځ ګړندﺉ تګ راتګ (۲۸) ، د عرفات په میدان کی راغونډېدل (۲۹) ، قرباني (۳۰) او په مشعر حرام (۳۱) یا مزدلفه کی تم کېدل هم شامل دي .
پوښتنه : تا وویل چی کعبه حضرت ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) له سره ودانه کړه . نو دواړو ، یعنی پلار او زوی د کعبې د ودانولو پر مهال څه وویل ؟ مفسرین وایی چی هغوی د رسول الله (ص) د راتګ خبر ورکړ ، آیا همداسی ده ؟
ځواب : هو ، ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) دواړو د کعبې د ودانولو پر مهال څو دعاوی وکړې داسی چی : یا الله ! موږ نور هم ستا مسلمانان او فرمان منونکي کړه ، زموږ په نسل کی مسلمانان پیدا کړه او په هغوی کی یو رسول پیدا کړه چی ستا آیتونه ورته ووایي او کتاب ور وښیی او هغوی پاک کړی ( البقره ۱۲۷ ، ۱۲۸ ، ۱۲۹ ) .
نور بیا.....
(۱) : الاعراف : ۵۹ ؛ هود : ۲۵ . (۲) : الاعراف : ۶۵ ؛ هود : ۵۰ . (۳) : الاعراف : ۷۳ ؛ هود : ۶۱ . (۴) : النجم : ۱۹ (۵) : النجم : ۱۹ . (۶) : النجم : ۲۰ . (۷) : نوح : ۲۳ . (۸) : العنکبوت : ۳۹ . (۹) : تبت : ۱ . (۱۰) : یونس : ۹۲ . (۱۱) : آل عمران : ۳۶ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۱۷ ، ۵۰ ؛ التحریم : ۱۲ . (۱۲) : البقره : ۱۴۴ ؛ المایًده : ۲ ؛ الانفال : ۳۴ ؛ التوبه : ۷ ؛ الاسرأ : ۱ . (۱۳) : الاسرأ : ۱ . (۱۴) : آل عمران : ۹۶ . (۱۵) : آل عمران : ۹۶ . (۱۶) : آل عمران : ۹۶ . (۱۷) : آل عمران : ۹۷ . (۱۸) : آل عمران : ۹۸ . (۱۹) : البقره : ۱۲۷ . (۲۰) : البقره : ۱۲۵ ـ ۱۲۶ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۱) : التوبه : ۲۸ . (۲۲) : البقره : ۱۹۱ ؛ المایًده : ۲ ، ۹۷ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۳) : البقره : ۱۲۵ . (۲۴) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۲۵) : الانفال : ۳۴ . (۲۶) : البقره : ۱۵۸ . (۲۷) : البقره : ۱۲۵ ؛ الحج : ۲۹ . (۲۸) : البقره : ۱۵۸ . (۲۹) : البقره : ۱۹۸ . (۳۰) : الحج : ۳۴ ، ۳۶ ، ۲۸ . (۳۱) : البقره : ۱۹۸ .
( شپږویشتمه برخه )
پوښتنه : آیا تا د کوم شتمن نوم هم یاد کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د موسی (ع) د قوم د یو ډیر لوی شتمن یعنی قارون نوم ذکر کړی دی (۱) .
پوښتنه : د موضوع په ارتباط می یوه بله پوښتنه په زړه کی راوګرځېده او هغه دا چی ستا د نزول څخه مخکی د عربو حالت څنګه و ؟ که یو څه وضاحت راکړې خوشحاله به سم .
ځواب : زما د راتګ یعنی نازلېدو څخه مخکی نه یواز ی عربی ټاپو وزمه بلکی ټوله نړۍ په فتنه او فساد کی ډوبه وه (۲) . هره خوا د کفر ، شِرک ، وهم او شک پالنې او د ګمراهۍ تیاره خپره وه (۳) . هیڅ کوم مرکزی حکومت واکمن  نه و ، بلکی خلک پر قبیلو او قومونو ویشل سوي وو (۴) او خپل تر منځو په نښتو او جګړو بوخت وو (۵) .
عوام ټول په غربت او مفلیسۍ کی را ګیر وو (۶) . په ټولو کی د قریشو ټبر ډیر متمَول او شتمن و (۷) ، دا ځکه چی کورنی او بهرنی تجارت ټول د دوی په واک کی و (۸) . د هغوی سوداګریز کاروانونه په هماغه نا امن حالت کی داسی ژغورلي وو لکه په دوه دیرش غاښونو کی چی ژبه ده (۹) . د دې کار لوی علت دا و چی دا خلک د عربو مذهب سالاران (۱۰) ، د کعبې متوَلیان یا ساتونکي (۱۱) او حاجیانو ته د څښلو د اوبو ورکونکي وو (۱۲) . همدا علت و چی د دوی د قافلو سره هیچا هم غرض نه درلود او هغوی بېله کومی بیری او خطر څخه سفر کاوه (۱۳) .
د عربو ډیره او پراخه سیمه بې حاصله او ریګستاني وه (۱۴) . ځای ځای به څو د خرما ونی ولاړي وې او یا به هم د انګورو باغونه لیدل کېدل (۱۵) . د څارویو له منځه اوښ ډیر عام و او خلک پر هغه سپرېدل ، د هغه غوښی یې خوړلې او په هغه سره یې بارونه له یوه ځایه بل ته انتقالول (۱۶) .
میشتېدنه دوه ډوله وه : لومړی حَضری یعنی ښاری ژوند او دوهم بَدَوی یعنی د کوچیانو غوندی کلیوالي ژوند (۱۷) . باید ووایم چی په عربو کی قومی او نژادي تعصب خورا ډیر و (۱۸) . هغوی جګړه مار او زړه ورخلک وو (۱۹) . هغوی په خپلی ژبی ډیر ویاړ کاوه او غیر عربو ته یې عجم ( یعنی ګونګیان ) ویل (۲۰) . هغه مهال شعر او شاعري ډیر رواج درلود (۲۱) .
هغوی د شراب څښلو او قمار کولو ناوړه عادتونه هم لرل (۲۲) . شک او ګومان پالنه خورا ډیره وه (۲۳) . د سود کاروبار ډیر پکښی عام و (۲۴) . هغوی د لور وژنی په ناولي دود هم مبتلا وو او ځینو کسانو به خپلی لوڼی تر زوکېدو وروسته ژوندۍ ښخولې (۲۵) .
کعبه د عربو مذهبی مرکز و (۲۶) . له هری خوا به عرب هر کال دلته د حج او طواف له پاره راتلل (۲۷) . د هغه د سترتیا او برم اندازه له دې نه ښه معلومېدای سی چی یو غیر متمدن قوم د حسد ، دښمنۍ او قومی ګټو له امله د هغې د نړولو له پاره د فیلانو یو غټ لښکر تهیه کړ او حمله یې پر وکړه ، خو الله تعالی د دغو خلکو د دې ناولي پلان د شنډولو په خاطر یو ډول خاص مرغان ( ابابیل ) ډلی ډلی راولیږل چی پر دغو یرغلګرو یې ډَبَرینی ټوټې را و اورولې او هغوی ټول یې تباه او برباد کړل او په دې ډول د الله د دغه مرکزیت او مرجعیت ورانونکي پخپله محوه او تباه سول (۲۸) .
ابراهیم (ع) عربو ته د الهي توحید پیغام ورکړی و خو هغوی د ده پیغام هېر کړئ او له پامه غورځولی و (۲۹) . هغوی د خدای لمانځنی پر ځای شِرک او بت پرستۍ ته مخه کړې وه (۳۰) . د لات ، منات ، عزی او نورو بې شمیره بتانو عبادت یې کاوه (۳۱) او د هغوی لمانځل یې تر الله پوری د رسېدو ذریعه بلله (۳۲) . هغوی یوازینی خدای د کایناتو خالق او د عالم چلونکی باله (۳۳) . خو د قیامت ، جزا او نبوت څخه منکر وو (۳۴) . په عربو کی عیسویان (۳۵) ، یهودیان (۳۶) او اور لمانځونکي (۳۷) هم موجود وو .
پوښتنه : سبحان الله العظیم ! دا څومره عالی او علمی معلومات دي . اوس به یوه خاصه مسأله وړاندی کړم او هغه دا چی ما اورېدلي دي چی تا بنی اسراییلو ته د یو سپېڅلي صندوق ( تابوتِ سکینه ) ذکر کړی دی . آیا راته ویلای سې چی په هغه کی څه وو ؟
ځواب : هو ، ما د همداسی یو صندوق ذکر کړی دی او په هغه کی د آل موسی او آل هارون پرې یښي تبرکات وو (۳۸ ) .
پوښتنه : ستا د دې جامع تفصیل څخه ډیر منندوی یم . غواړم یوه بله موضوع درسره مطرح کړم. که راته ووایې چی ستا تاریخی فلسفه څه ده ، یعنی د پورتنیو ذکر سوو پیښو له بیانه ستا اصلی مطلب څه دی ، نو مهرباني به دې وی .
ځواب : زما د تاریخ فلسفه هماغه عبرت او درس دی . ما پخوانۍ پیښې صرف د دې له پاره ذکر کړي دي چی خلکو ته عبرت او نصیحت وګرځی او د هغو په رڼا کی خپله آینده سمه کړی (۳۹) .
(۱) : القصص : ۶۷ ـ ۸۲ . (۲) : الروم : ۴۱ ؛ ال عمران : ۱۰۳ ؛ قریش : ۴ . (۳) : الانعام : ۱۰۶ ، ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ، ۱۵۱ ، ۱۶۴ . (۴) : الحجرات : ۳ . (۵) : مریم : ۹۷ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ الروم : ۴۱ ؛ قریش : ۴ . (۶) : قریش : ۴ ؛ ابراهیم : ۳۷ . (۷) : قریش : ۴ . (۸) : قریش : ۱ ـ ۲ . (۹) : قریش : ۴ . (۱۰) : قریش : ۳ . (۱۱) : التوبه : ۱۹ . (۱۲) : التوبه : ۱۹ . (۱۳) : قریش : ۱ ـ ۴ . (۱۴) : ابراهیم : ۳۷ . (۱۵) : الانعام : ۹۹ ، ۱۳۶ ، ۱۴۱ ؛ المومنون : ۱۹ ؛ یس : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ الانبیأ ک ۱۵ و ۱۶ . (۱۶) : الغاشیه : ۱۷ ؛ الانعام : ۱۴۲ ، ۱۴۴ ؛ الاعراف : ۴۰ ؛ النحل : ۵ ـ ۷ . (۱۷) : الاحزاب : ۲۰ ؛ التوبه : ۹۰ ، ۹۷ ، ۱۲۰ . (۱۸) : الفتح : ۲۶ . (۱۹) : مریم : ۹۷ ؛ النسأ : ۱۰۴ . (۲۰) : حم سجده : ۴۴ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ الشعرأ ک ۱۹۸ . (۲۱) : الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الشعرأ : ۲۲۴ الصفت : ۳۶ . (۲۲) : البقره : ۲۱۹ ؛ المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۳) : الانعام : ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ الاسرأ : ۴۰ ؛ النسأ : ۱۱۷ ؛ الزخرف : ۱۹ . (۲۴) : البقره : ۱۷۵ ؛ آل عمران : ۱۳۰ ؛ الروم :۳۹ . (۲۵) : الانعام : ۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ ؛ التکویر : ۸ ـ ۹ . (۲۶) : الانفال : ۳۵ ؛ قریش : ۳ ؛ التین : ۳ . (۲۷) : البقره : ۱۵۸ ، ۱۸۹ ، ۱۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۲۸) : الفیل : ۱ ـ ۵ . (۲۹) : الحج : ۲۶ ـ ۳۱ ؛ الانعام : ۱۶۱ ؛ ابراهیم : ۳۵ ـ ۴۱ ؛ مریم : ۴۱ ـ ۵۵ ؛ العنکبوت : ۱۶ . (۳۰) : الانعام : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ ؛ النحل : ۷۳ ؛ الفرقان : ۳ . (۳۱) : النجم : ۱۹ ـ ۲۰ ؛ الفرقان : ۳ . (۳۲) : الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ . (۳۳) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۳۴) : الفرقان : ۱۱ ؛ السبا : ۳ ؛ الشوری : ۱۸ ؛ النازعات : ۴۲ ؛ الروم : ۱۶ . (۳۵) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ الحج : ۱۷ ؛ الجمعه : ۶ . (۳۶) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۱۸ ، ۶۹ ؛ التوبه : ۳۰ ؛ الحج : ۱۷ . (۳۷) : الحج : ۱۷ . (۳۸) : البقره ۲۴۸ . (۳۹) : یوسف : ۱۱۱ ؛ النازعات : ۲۶ ؛ آل عمران : ۱۳ ؛ الاعراف : ۱۷۶ ؛ الحشر : ۲ .
( اووه ویشتمه برخه )
پوښتنه : اوس به ستا په اجازه یوه مشخصه پوښتنه وکړم او هغه دا چی د انسانیت وروستی لارښود څوک دی ؟
ځواب : د الله آخري نبي محمد صلی الله علیه وسلم دی (۱) چی د ټول بشر له پاره واجب الاتباع مشر او لارښود دی (۲) . دا ځکه چی هغه د ټولی دنیا د ښېګڼی له پاره کار وکړ (۳) ، خلکو ته یې لارښوونه وکړه (۴) ، هغوی ته یې د ژوند حیاتي نظام عطا کړ (۵) او په رغنده او ښه توګه یې یوه ټولنه جوړه کړه (۶) .
پوښتنه : آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په هکله دې کوم تضمین کړی دی که یا ؟ لطفأ ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړه .
ځواب : ډیر ښه ، له هغه مهاله چی الله تر قیامته زما د ساتنی ضمانت وکړ ، نو له هماغه ساعته الله زما په آیتونو کی زما د حامل نبی صلی الله علیه وسلم سیرت هم د تل له پاره محفوظ کړی دی (۷) .
پوښتنه : که لطفأ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کی یو څه معلومات راکړې خوشاله به سم .
ځواب : د هغه نوم محمد ( صلی الله علیه وسلم ) دی (۸) . هغه د الله بنده (۹) او رسول (۱۰) او وروستی نبي دی (۱۱) . هغه د عربستان په مکه کی زوکېدلی دی (۱۲) . د هغه تر زوکړی مخکی یې پلار مړ سوی و (۱۳) . هغه عرب او مورنۍ ژبه یې عربی وه (۱۴) . د هغه د نسب لړۍ اسمعیل (ع) او ابراهیم (ع) ته رسیږی (۱۵) . هغه امی یعنی نالوستی و (۱۶) . د هغه د ژوند لومړنی پړاو د سختیو سره مل و خو وروسته یې ژوند سم سو (۱۷) .
پوښتنه : که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په هکله معلومات راکړې ، منندوی به یم .
ځواب : کله چی هغه غټ سو ، نو د هدایت په لټه کی سو (۱۸) . الله تعالی هغه په نبوت سره ونازاوه او پر هغه باندی یې زه نازل کړم (۱۹) . په لومړي سر کی هغه له تلواره کار اخیست خو الله تعالی له داسی کاره منع کړ او زما د ساتنی او ژغورنی بشپړ ډاډ یې ورکړ (۲۰) .
پوښتنه : آیا  لوی خدای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په باره کی له مخکی څخه کوم خبر راکړی و که یا ؟
ځواب : هو باالکل ، د هغه د راتلونکي نبوت په هکله په تورات ، انجیل او د عیسی (ع) د بشارت په ډول له مخکی څخه لا پیش ګویانی سوي وې (۲۱) . د هغه بعثت د نبوت د لړۍ تر یو اوږد ځنډ وروسته راڅرګند سو (۲۲) .
پوښتنه : کله چی پیغمبر علیه السلام په رسالت مأمور سو ، نو لوی او عمده مسؤلیتونه یې کوم وو ؟
ځواب : د الله تعالی د رسول کېدو په حیث د هغه لویی ذمه وارۍ او مسؤلیتونه په دې ډول وو :
۱ ـ خلکو ته د الله د آیتونو ویل او د هغوی متوجه کول (۲۳) .
۲ ـ د ایمان والاوو د نفس تزکیه او پاکوالی (۲۴) .
۳ ـ هغوی ته د الله د کتاب ور زده کول او د هغه د احکامو ورښوول (۲۵) .
۴ ـ هغوی په واقعیت او سترګو غړولو ( بصیرت ) پوهول (۲۶) .
۵ ـ انسانانو ته زما تشریح او تفسیر کول (۲۷) .
۶ ـ د انساني ژوندانه د سمون او لارښوونی له پاره د یوې عملی او علمی نمونې وړاندی کول (۲۸) .
۷ ـ د اصلی دین په هکله د ټولو هغو اختلافونو واضح کول چی د پخوانیو انبیاوو په امتونو کی منځته راغلي وو او په دې کی د هر ډول ګډوډیو بېلول ، د تشویش او وارخطایی رفع کول ، د ګمراهیو د پردو څیرل او د هدایت د لارې ځلوَل شامل وو (۲۹) .
۸ ـ په دنیا کی د حق د فکري او عملی شاهد په توګه اوسېدل (۳۰) .
۹ ـ خلک د غیرالله له پابندیو آزادول ، هغوی د غلطو عنعنو او رواجونو له ځنځیره خلاصول ، د حلال او حرام په ښه توګه تشخیص او بېلول (۳۱) .
۱۰ ـ خلکو ته د ښېګڼو او نیکیو د حُکم کول او د بدیو څخه منع کول (۳۲) .
۱۱ ـ د الله دین د انساني ژوندانه په هره برخه کی جاري او غالب کول (۳۳) .
پوښتنه : دا خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمده مسؤلیتونه وو چی تا واضح او توضیح کړل . آیا راته ویلای سې چی تا د حضرت پیغمبر علیه السلام بیان د چا کلام بللی دی ؟
ځواب : ما د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بیان د الله کلام بللی دی او ویلی می دي چی هغه له ځانه نه ږغیږی بلکی د الله رالیږلی کلام بیانوي ( النجم : ۳ ـ ۴ ) .
(۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۲) : النسأ : ۶۴ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الانبیأ : ۱۹۷ ؛ آل عمران : ۳۱ ؛ الاحزاب : ۲۱ . (۳) : یونس : ۱۰۸ ؛ الانبیأ : ۱۰۷ ؛ البقره : ۲۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الحجرات : ۱۳ . (۴) : الحج : ۴۰ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الاحزاب : ۴۵ ـ ۴۶ ؛ الشوری : ۵۲ . (۵) : یونس : ۵۷ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الحجر : ۹ ؛ ص : ۸۷ ؛ البقره : ۱۸۵ . (۶) : الفتح : ۲۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ . (۷) : الحجر : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۹ ؛ القیامه : ۱۷ . (۸) : آل عمران : ۱۴۴ ؛ الاحزاب : ۴۰ ؛ محمد : ۲ ؛ الفتح : ۲۹ . (۹) : الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ النجم : ۱۰ . (۱۰) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۱۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۱۲) : البلد : ۲ ؛ ابراهیم : ۳۵ ؛ آل عمران : ۹۶ ؛ التین : ۳ ؛ الشوری : ۷ . (۱۳) : الضحی : ۶ . (۱۴) : الدخان : ۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ مریم : ۹۷ ؛ الشوری : ۷ . (۱۵) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۲۹ . (۱۶) : الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ العنکبوت : ۴۸ . (۱۷) : الضحی : ۸ . (۱۸) : الضحی : ۷ . (۱۹) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۲۰) : طه : ۱۱۴ ؛ القیامه : ۱۶ ـ ۱۹ . (۲۱) : الاعراف : ۱۵۷ ؛ الصف : ۱۶ ؛ البقره : ۱۲۹ ، ۱۵۱ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ . (۲۲) : المایًده : ۱۹ . (۲۳) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ البقره : ۱۵۱ ؛ الجمعه : ۲ ؛ النمل : ۹۲ ؛ الطلاق : ۱۱ . (۲۴) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۵) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۶) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۷) : النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۸) : الاحزاب : ۲۱ ؛ الحشر : ۷ . (۲۹) : المایًده : ۱۵ ، ۱۶ ؛ النحل : ۶۳ ، ۶۴ . (۳۰) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ النحل : ۸۱ ؛ الحج : ۷۸ . (۳۱) : الاعراف : ۱۵۷ . (۳۲) : الاعراف : ۱۵۷ . (۳۳) : التوبه : ۳۳ ؛ الفتح : ۲۸ ؛ الصف : ۹ .
( اته ویشتمه برخه )
پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری معلومات وو . آیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د نبوت څو دلایل را ته ویلای سې ؟
ځواب : هو ولی نه . د هغه د رسالت څو لنډ دلایل به داسی در وښیم :
۱ ـ د هغه د نبوت تر ټولو غټ دلیل ( یعنی معجزه ) زه پخپله یم (۱) ، او زما غوندی بل هیڅ کلام نسی وړاندی کېدای (۲) .
۲ ـ هغه کوم نوی نبي نه و (۳) ، بلکی د ټولو نبیانو تصدیق یې کاوه (۴) .
۳ ـ هغه اُمی و او د چا څخه یې لوستل او لیکل نه وو زده کړي ، خو د عمر د ډیری حصې تر تیرېدو وروسته یې یو دم د علم او حکمت ستر تدریس پیل کړ (۵) .
۴ ـ خلکو له پخوا څخه لا هغه د یو صادق او امین شخص په توګه پیژندﺉ (۶) .
پوښتنه : که ستا خوښه وی نو زه به د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند ، مبارزې او رسالت په موضوع کی نوری پوښتنی هم وکړم . لطفأ را ته ووایه چی تر بعثت وروسته هغه (صلی الله علیه وسلم) څنګه خلګ اسلام ته رابلل ؟
ځواب : هغه د پیغمبر په حیث تر مؤظف کېدو ډیر ژر وروسته خلکو ته د حق بلنه پیل کړه (۷) . لومړی یې خپل کهول ( بنو هاشم ) ته د حق پیغام وړاندی کړ (۸) . د دعوت او تبلیغ دا لړۍ تر څه وخته په پټه کېده ، خو څه موده وروسته یې د مکې اوسېدونکو ته د حق پیغام په ښکاره سره ورکاوه (۹) .
پوښتنه : آیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دې لار کی د خنډونو او ستونزو سره هم مخامخ سوی دی که یا ؟
ځواب : هو  باالکل . د هغه د بلنی په نتیجه کی د حق او باطل تر منځ یوه شخړه رامنځته سوه او څو کسانو پر هغه ایمان راوړ خو د قوم اکثریت هغه درواغجن وباله او د الله د رسول والي څخه یې انکار وکړ (۱۰) . د کفارو او مشرکانو د دې انکار اصلی دلیل د هغوی نفس پالنه وه چی د هغه پر خلاف یې هیڅ حقیقت نه منیً (۱۱) . ابولهب د ده خورا سخت مخالفت وکړ چی د هغه په باره کی الله داسی فرمایلی دي : تبَت یَدأ ابی لهَب وَ تب مَا اغنی عَنهُ مَا له وَ مَا کسَب سَیَصلی نارأ ذات لهَب وَ امرأته حَمَا لته الحَطب فِی جیدِهَا حَبل مِن مَسَد (۱۲) ، یعنی : د ابولهب لاس مات او هغه برباد سو ، نه د هغه مال د ده په درد وخوړ نه یې عاید . هغه او میرمن به یې هم ، چی د دغو لرګیو راټولونکې ده ژر په سرو لمبو کی وسوځی یعنی هغه چی په غاړه کی به یې مظبوطه رسۍ وی .
پوښتنه : چی داسی ده ، نو کافرانو او مشرکانو د ده (صلی الله علیه وسلم) پر ضد څه وکړل ؟ که یو څه مفصلأ وفرمایې ، ښه به وی . ځکه دا دیره مهمه موضوع ده چی د نننیو ملحدانو او منکرانو د سرکښۍ سره هم تړاو لری .
ځواب : کفارو او مشرکینو د ده پر ضد منفی جبهه جوړه کړه (۱۳) . په ده یې ملنډی وهلې (۱۴) . د بدو شیانو سره یې تشبه کاوه (۱۵) . بې ځایه انګېرنی یې کولې (۱۶) او د اعتراضونو او تهمتونو څپې یې پر راوړلې (۱۷) . دﺉ یې جادوګر وباله (۱۸) ، شاعر یې وباله (۱۹) ، مجنون یې وباله (۲۰) ، سِحر ځپلی (۲۱) او کاهن (۲۲) یې وباله . پر ده یې د خبرو جوړولو تور ولګاوه (۲۳) . د بد حاله او بې اولاده پیغورونه یې ورکول (۲۴) . غوږ او د هری خبری اورېدونکی یې باله (۲۵) . له ډیره مخالفته به یې دا تور لګاوه چی پر هغه د الله له خوا کوم کلام یا بل شی نه نازلیږی بلکی دا ټول د ده خپلی جوړوَنی او جعلیات دي (۲۶) .
(۱) : العنکبوت : ۵۰ ، ۵۱ ؛ الاسرأ : ۱۷ ، ۱۰۵ ؛ البقره : ۲۳ ؛ هود : ۱۲ ـ ۱۳ . (۲) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ ؛ الطور : ۳۴ . (۳) : الاحقاف : ۷۹ ؛ النسأ : ۱۶۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ النجم : ۵۶ ؛ الشوری : ۱۳ . (۴) : البقره : ۱۰۱ ؛ آل عمران : ۸۱ ؛ الصف : ۶ . (۵) : الاعراف : ۱۵۷ ـ ۱۵۸ ؛ العنکبوت : ۴۸ ؛ الجمعه : ۲ . (۶) : الاحزاب : ۲۲ ؛ یس : ۵۲ ؛ آل عمران : ۱۶۱ . (۷) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۸) : الشعرأ : ۲۱۴ . (۹) : الحجر : ۹۴ . (۱۰) : الانعام : ۶۶ ، ۵۷ ، ۳۳ ، ۳۴ ، ۱۴۷ . آل عمران : ۱۸۴ . (۱۱) : العنکبوت : ۱۸ ؛ فاطر : ۴ ، ۲۵ ؛ الفرقان : ۷۷ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۱۲) : اللهب : ۱ ـ ۶ . (۱۳) : الفرقان : ۳۱ . (۱۴) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۳۶ ؛ الحجر : ۹۵ ؛ الانعام : ۱۰  ؛ الصافات : ۲ ـ ۱۴ . (۱۵) : الفرقان : ۴۱ ؛ الانعام : ۲۵ ، ۵۳ ؛ النحل : ۲۴ . (۱۶) : الفرقان : ۲۱ ؛ یونس : ۲۰ ؛ طه : ۱۳۳ ؛ هود : ۱۹ . (۱۷) : آل عمران : ۱۸۴ ؛ الانعام : ۵۷ ، ۱۴۷ ؛ فاطر : ۴ ؛ یونس : ۴۱ ؛ الحج : ۴۲ . (۱۸) : ص : ۴ ؛ یونس : ۲ ؛ الانبیأ : ۳ ؛ المدثر : ۲۴ ؛ هود : ۷ . (۱۹) : الانبیأ : ۵ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ یس : ۶۹ . (۲۰) : الحجر : ۶ ؛ الطور : ۲۹ ؛ القلم : ۲ ، ۵۱ التکویر : ۲۲ ؛ الاعراف : ۱۸۴ . (۲۱) : الفرقان : ۸ ؛ الاسرأ : ۴۷ . (۲۲) : الحاقه : ۴۲ ؛ الطور : ۲۹ . (۲۳) : الحاقه : ۴۴ . (۲۴) : الکوثر : ۳ . (۲۵) : التوبه : ۶۱ . (۲۶) : النحل : ۱۰۱ ؛ هود : ۱۳ ؛ الفرقان : ۴ ؛ السجده : ۳ ؛ الاحقاف : ۸ .
( نه ویشتمه برخه )
پوښتنه : آیا تا د کافرانو او منکرانو د دې تهمتونو او اعتراضونو مقابله کوله ؟ بل دا چی کفارو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه څه معجزې او دلایل غوښتل ؟ که په دې هکله مختصر معلومات راکړې ، ښه به وی .
ځواب :هو ، ما د دې ټولو تهمتونو او اعتراضونو ځواب ځای پر ځای ویلی دی (۱) . د مکې کفارو د هغه څخه عجیبی معجزې غوښتې او ورته ویل به یې چی موږ تر هغه مهاله ستا خبره نه منو څو چی زموږ له پاره مځکه څیری او یوه چینه ورڅخه جاری نکړې او یا هم دا چی ځانته د خرماوو او انګورو باغونه جوړ کړې او په هغو کی ویالې وبهوې ، یا دا چی لکه ته چی ادعا کوې نو دغه آسمان ټوټه ټوټه کړه او پر موږ یې راواچوه ، یا دا چی خدای او ملایکی مستیقمأ زموږ سره مخامخ کړه ، یا دا چی ستا له پاره دې د سروزرو یو کور جوړ سی ، یا دا چی  آسمان ته وخیژه خو بیا هم تر هغو پوری موږ یقین نه کوو تر څو چی له هغې خوا زموږ له پاره یو داسی لیکلی سند رانه وړې چی موږ یې ولولو (۲) .
پوښتنه : آیا کفارو او مشرکانو به مزاحمت ورته کاوه که یا ؟ که  وی ، نو یو مثال یې راکولای سې ؟  
ځواب : هو ، د حق مخالفین د هغه د بلنی اورېدلو او ځان پوهولو ته هیڅ  نه چمتو کېدل ، بلکی کله چی به ده هغوی ته زما آیتونه ویل نو هغوی به غالمغال او شور کاوه او ګډوډﺉ به یې جوړاوه تر څو په دغسی هنګامه کی چا ته د غور او فکر کولو موقع مساعده نسی . د دې حربې او شیطانۍ په ذریعه به نوموړو خلکو خپله جبهه پیاوړې بلله (۳)
پوښتنه : آیا څه خاص چلنجونه به یې هم ورکول ؟
ځواب : هو خورا ډیر . کله کله به یې د ټوکو او ملنډو په توګه ورڅخه پوښتل چی قیامت به کله راسی ؟ (۴) . کله به یې په مسخرو سره داسی دعا کوله چی اې الله ! که دا واقعي حق وی او ستا له لوری وی نو پر موږ باندی له آسمانه ډبری را واوروه ، یا کوم بل دردناک عذاب راباندی نازل کړه (۵) . کله به یې دا اعتراض کاوه چی پر دغه نبي هیڅ خزانه نه ده نازله سوې (۶) . او کله به یې ویل چی د ده سره هیڅ کومه ملایکه نه لیدل کیږی (۷) .
یو وخت د ډیری مودې له پاره وحی رانغله ، نو کفارو به مسلسل ویل چی رب یې ورڅخه خوابدی سوی دی او دﺉ یې همداسی پر میدان پرې یښی دی (۸) .
پوښتنه : د دې ټولو سپکاویو او خواریو په وړاندی هغه (صلی الله علیه وسلم) څه غبرګون ښودﺉ او څه به یې کول ؟
ځواب : نبی (صلی الله علیه وسلم) بیا هم د دې ټولو بې ادبیو او بدو خبرو د توپان په وړاندی خپل عرض وړاندی کاوه ، د حق اظهار به یې کاوه او د بد اخلاقه خلکو څخه به یې ځان ګوښه کاوه (۹) . د ده ستره هیله دا وه چی خلک ایمان پر راوړی او هدایت حاصل کړی او له همدې امله به پریشان او غمجن و (۱۰) .
پوښتنه : په دغسی مشکل حالت کی د هغه (صلی الله علیه وسلم) سره ستا مرسته او لاسنیوﺉ موجود و که یا ؟ که و ، نو څه دې کول ؟
ځواب : ما د کفارو د پروپاګنډو په مقابل کی د ده د اصلی حیثیت د ښه ترا څرګندولو له پاره دﺉ په ډیرو ښه لقبونو سره نازولی دی تر څو عامو خلکو د ده په هکله صحیح تصور کولای . ما داسی ویلی دي چی محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله بنده (۱۱) ، د هغه رسول (۱۲) ، او نبي دی (۱۳) . هغه نذیر (۱۴) ، بشیر (۱۵) ، احمد (۱۶) ، مُبشر (۱۷) یعنی زیرﺉ ورکونکی ، مُذکِر (۱۸) یعنی د دین ور په یادونکی ، مُنذز (۱۹) ، یعنی خبر ورکونکی ، داعی الا الله (۲۰) ، یعنی د الله خوا ته رابلونکی ، مُزمِل (۲۱) یعنی په کمپل کی پیچلی ، مُدثِر (۲۲) یعنی په تلتک کی پیچلی ، خاتم النبیین (۲۳) ، یعنی آخری نبي ، هادي (۲۴) ، یعنی د هدایت لارښوونکی ، رحمته للعالمین (۲۵) ، یعنی د ټول جهان له پاره رحمت ، سراج منیر یعنی د هدایت روښانه څراغ (۲۶) ، د حق شاهد (۲۷) ، د امت خیر غوښتونکی او غمخور (۲۸) ، د مسلمانانو له پاره رؤف (۲۹) ، یعنی د شفقت او مهربانۍ لورونکی ، او رحیم (۳۰) دی .
ما داسی هم ویلی دي چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د « راعِنا » خطاب مه کوئ بلکی د « اُنظرنا » خطاب ورته کوئ ( البقره : ۱۰۴ ) .
پوښتنه : خبره له خبری زیږی . ما داسی هم اورېدلی دي چی تا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د پورتنیو نومونو او لقبونو څخه علاوه په نورو صفتونو سره هم ستایلی دی . که دا خبره صحیح وی ، نو کیدای سی چی څو بیلګې یې راوښیې ؟
ځواب : هو ، همداسی ده او ما رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په نورو القابو او صفاتو سره هم ستایلی دی چی څو مثالونه به یې ذکر کړم : شاهد ( الفتح ۸ ؛ الاحزاب ۴۵ ؛ مزمل ۱۵ ) . نذیر یعنی زیری ورکونکی ( الفتح ۸ ؛ الفرقان ۵۶ ؛ الاعراف ۱۸۸ ؛ هود ۲ ؛ سبا ۲۸ ) . عزیز ( التوبه ۱۲۸ ) . طه ( طه ۱ ) . رسول ( الفتح ۹ ، ۱۲ ، ۱۳ ؛ آل عمران ۱۰۱ ؛ الاحزاب ۲۹ ؛ آل عمران ۳۲ ، ۸۱ ؛ الاحزاب ۲۱ ، ۴۰ ؛ محمد ۳۲ ؛ الصف ۶ ) . عبدالله ( الجن ۱۹ ) . حق ( یونس ۱۰۸ ) . امین ( الدخان ۱۸ ) . نعمت ( البقره ۲۳۱ ) . رحمت ( الانبیأ ۱۰۷ ) . نبي ( آل عمران ۱۶۱ ؛ الاحزاب ۴۵ ؛ الاعراف ۱۵۸ ) . عبده ( الحدید ۹ ؛ الکهف ۱ ؛ الفرقان ۱ ) .
پوښتنه : ډیر منندوی یم . آیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هڅی او دعوت نتیجه ورکوله ؟ آیا کافرانو خنډونه ورته ایجادول که یا ؟
ځواب : د ده دعوت به سَوکه سَوکه ټول عرب تر اغیزې لاندی راوستل چی له امله یې د اسلام جبهه ټینګه او غښتلې کېده او د کفر په ځواک کی لږښت راتی (۳۱) . خو د دې سره سره باطل فکره انسانان ډیر فعال وو . هغوی د حق د بلنی څخه د خلکو د پام اړولو په خاطر د ساعتیریو محاذ خلاص کړ ، د خوشحالولو او تفریح کارونو ته یې لاس واچاوه ، د عیاشۍ او لوبو نندارې یې راویستلې او د دلچسپو افسانوي کیسو بیانونه یې شروع کړل (۳۲) .
پوښتنه : ډیره مننه د دې جامع وضاحت څخه . نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د دې مزاحمتونو په وړاندی څه کول ؟
ځواب : کفارو د ده سره د معاملو او موافقو هڅی هم وکړې او داسی به یې ویل چی د دغه قرآن پر ځای کوم بل قرآن راوړه یا په همدغه کی زموږ د خوښي سره سم ترمیم راوړه . په دې هکله الله تعالی خپل نبي ته وفرمایل چی « دغو خلکو ته ووایه چی زه د دې اختیار نه لرم چی په هغه کی له ځانه څه بدلون راوړم . زه صرف د هغو وحیو پیرو یم چی ما ته رالیږل کیږی . که زه د خپل رب نافرماني وکړم نو د قیامت د عذاب څخه بیریږم » (۳۳) .
پوښتنه : الله (ج) د دې خنډونو او تکلیفونو په بدل کی څه کومک ورسره کاوه ؟
ځواب : الله خپل نبي ته د کفارو د دغسی معاملو په مقابل کی د ثابت قدمۍ او د هغوی د چلونو څخه د ژغورنی تلقین وکړ او الله د ځان له خوا د ده د ساتنی بشپړ ډاډ ورکړ (۳۴) .
د حق مخالفینو د غیرالله څخه د ده د بیرولو هڅی هم وکړې خو الله تعالی په هر حالت کی دﺉ ثابت قدمه کړ او په هر حالت کی یې د ده د حفاظت اطمینان ورکاوه (۳۵) .
پوښتنه : د اهل کتاب والاوو رویه څنګه وه ؟ آیا هغوی په دې مبارزه کی کوم رغنده رول نه لوباوه ؟
ځواب : اهل الکتاب یعنی یهودو او عیسویانو هم د ده څخه انکار وکړ او مخالف یې سول ، حال دا چی د ده په حقانیت ښه پوه وو (۳۶) . د هغوی په انکار کی حسد ، ضدیت ، او مطلب پالنه نغښتې وه (۳۷) .
(۱) : الاعراف : ۱۸۴ ؛ یس : ۶۹ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۲۹ ؛ السجده : ۳ . (۲) : الاسرأ : ۹۰ ـ ۹۳ . (۳) : حم سجده : ۲۶ . (۴) : الاعراف : ۱۸۷ ؛ الاحزاب : ۶۳ ؛ النازعات : ۴۲ . (۵) : الانفال : ۳۲ . (۶) : هود : ۱۲ . (۷) : هود : ۱۲ . (۸) : الضحی : ۱ ، ۲ ، ۳ . (۹) : الاعراف : ۱۹۹ . (۱۰) : الکهف : ۶ ؛ الشعرأ : ۳ ؛ النحل : ۱۲۷ ؛ النمل : ۷۰ ؛ الانعام : ۳۳ . (۱۱) : الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ النجم : ۱۰ . (۱۲) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۱۳) : آل عمران : ۶۸ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ التوبه : ۷۳ ؛ الممتحنه : ۱۲ ؛ التحریم : ۱ . (۱۴) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۵) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۶) : الصف : ۶ . (۱۷) : الفرقان : ۵۶ ؛ الفتح : ۹ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ ؛ الاحزاب : ۴۶ . (۱۸) : الغاشیه : ۲۱ . (۱۹) : الرعد : ۷ . (۲۰) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۱) : المزمل : ۱ . (۲۲) : المدثر : ۱ . (۲۳) : الاحزاب : ۴۰ . (۲۴) : الشوری : ۵۲ . (۲۵) : الانبیأ : ۱۰۷ . (۲۶) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۷) : النحل : ۸۹ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ الحج : ۸ . (۲۸) : التوبه : ۱۲۸ . (۲۹) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۰) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۱) : الرعد : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۴۴ . (۳۲) : لقمان : ۶ . (۳۳) : یونس : ۱۵ . (۳۴) : الاسرأ : ۷۴ ـ ۷۵ ؛ هود : ۱۱۲ ـ ۱۱۳ . (۳۵) : الزمر : ۳۶ . (۳۶) : البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ، ۱۴۴ ، ۱۴۶ ؛ آل عمران : ۸۶ ، ۹۹ ؛ الانعام : ۱۱۴ ؛ الرعد : ۴۳ . (۳۷) : القصص : ۵۰ ؛ آل عمران : ۱۹ ؛ البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ؛ النسأ : ۵۴ .

یادونـــــــــــــــه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com، والسلام .

درنو دوستانو ، هیله ده چی دغو تحفو یو څه ایماني او روحاني ګټه رسولې وی .  
ما خپل ایماني ، وجداني او اخلاقي مسؤلیت اقلأ ادا کړ خو ستاسی څخه یې په عوض کی صرف او صرف دعا طلبوَم . تاسی ته دې ستر رب د دې تحفو د لوستلو ، خوښولو او نظر څرګندولو ستر اجر درکړی .
روژې مو الله تعالی قبولي او مقبولي کړه . که احیانأ یوه روژه کمه سی نو د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم او رب العزت دې دا اختر د حسرتونو او مصیبتونو وروستی اختر کړی ، آمین .
ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد واصفی