Nakhtar

جنرال ډنفورډ: طالبان ماتېدونکي نه دي

18.11.2018 21:26
جنرال ډنفورډ: طالبان ماتېدونکي نه ديد امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې طالبان په روانه جګړه کې ماتېدونکي نه دي او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي.
جنرال ډنفورډ د کاناډا په هالفکس امنيتي غونډه کې وويل: «دا به ډېره ناانصافي وي، چې ووايو طالبان مات شوي او يا هم ماتېدونکي دي.»

د امریکا لوی درستيز زياته کړې، د افغانستان په اړه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټيژي مو له يوه کال زياته وکاروله، خو تر اوسه هېڅ ګټه نه ده کړې، چې طالبان مو پرې مات کړي، يا مو کمزوري وي.

دغه امريکايي جنرال ويلي چې موږ په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هر ډول پوځي فشارونه کارولي، خو هېڅ ګټه يې نه ده کړې، زه په دې باور شوی يم، چې د زور له لارې بريا نشو ترلاسه کولی او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او روان بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

د امريکا ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په ګډون ډېرو ملکي او ټييټپوړو پوځي چارواکو په افغانستان کې په خپلې ناکامۍ اعترافي څرګندونې کړي، خو دا لومړی ځل دی، چې دومره لوړپوړي امريکايي جنرال په رسمي وينا کې دا منلې، چې طالبان نه ماتېدونکي دي او بايد د افغانستانه روانه اوږده جګړه د سوله ييزو خبرو له لارې حل و فصل شي.

جنرال جوزف ډنفورډ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوهم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

خلیلزاد دغه ناسته هيله بښونکې بللې ده.